Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي غوښتنه کوي چې په دغه ولسوالۍ کې د هغو ښوونځیو د ودانیو د جوړولو چارې بېرته پیل شي، چې کارونه یې نیمګړي پاتې دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال محمد نبي عمري، د پکتیکا ولایت لپاره د نوي والي د معرفي کېدو په غونډه کې پر اطاعت ټینګار کړی دی.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له نوې ټاکل شوې مشرې رباب فاطمې سره کتلي دي.
بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د راپورونو او ارزونو په تړاو، د کره او باوري معلوماتو پر کارولو، د واقعي وضعیت پر متوازن انعکاس او له اړوندو افغان ادارو سره د لازمې همغږۍ پر اهمیت تاکید وشو.
د یاد وزارت په وینا، د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا، د راستنېدونکو افغان کډوالو پر بشري اړتیاوو او د مرستو پر اغېزمن تنظیم خبرې شوې دي.
په کتنه کې همداراز له سیاسي موضوعاتو څخه د اقتصادي فعالیتونو او بشري مرستو پر جلا ساتلو او د بشري اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ، د پراختیايي او زیربنايي پروژو د ملاتړ پر زیاتوالي ټینګار شوی دی.

ملا عبدالخالق عابد د پکتیا ولایت د نوي والي په توګه خپله دنده پیل کړه.
❤2
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بلخ کې «بلخ؛ د افغانستان فرهنګي پلازمېنه او د تمدنونو څلورلارې» تر سرليک لاندې يو علمي سمینار ترسره شو.
له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې عمومي رییس ملا نورالدین ترابي، په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له مشرې میهیونګ پارک سره د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو او راستنېدونکو سره د لا زیاتو مرستو د راجلبولو په اړه خبرې وکړې.
د کډوالۍ نړیوال سازمان رییسې ویلي، چې د دوحې په راتلونکې تمویلوونکې غونډه کې به د بشري ډیپلوماسۍ او سیاست پر جلا کولو، د وقایوي پروژو د پلي کولو او په افغانستان کې د زیانمنو شویو خلکو د ملاتړ په اړه خبرې وکړي.

This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
۲۴ خپرونه؛
هرات کې د راډیو خبریال شعیب جلالي د دغه ولایت د نړیوال ترمینل د پروژې د روانو چارو، پرمختګ او ظرفیتونو په اړه جزئیات وړاندې کوي.

الجزیرې د فلسطین د روغتیا وزارت په حواله راپور ورکړی، چې د ۷۵ فلسطیني شهیدانو ډلهییزه جنازه ترسره شوې ده.
د دغو شهیدانو جسدونه په دې وروستیو کې د هغو کورونو او ودانیو له کنډوالو راایستل شوي وو، چې پر غزې د اسرائیلي رژیم د جګړې پر مهال ویجاړ شوي دي.
سلګونو فلسطینیانو یکشنبه (د تلې ۲۶مه) د دغو شهیدانو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او جسدونه یې د شیخ رضوان په هدیره کې خاورو ته وسپارل.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د سپاه پاسداران ویاند سردار محبي خبرداری ورکړی، چې د ایران د انرژۍ پر زېربناوو هر ډول برید به د تهران له سخت غبرګون سره مخ شي.
محبي ویلي، د ایران زیانمنې شوې زېربناوې به د دغه هېواد د ځوانو ساینسپوهانو او متخصصانو له لوري په چټکۍ ورغول شي؛ خو په مقابل کې به اشغال شوې سیمې پر «سوځېدلې ځمکې» بدلې شي او اوسېدونکي به یې د سینا دښتې ته کډوال شي.

🥰1
زموږ "پښتو" ټولنیزې رسنۍ د لاندې لینکونو له لارې وڅارئ.⬇️
اېکس پاڼې:
https://x.com/rtapashto
https://x.com/pashtortanews
یوټیوب:
https://youtube.com/@rtapashto
فېسبوک:
https://facebook.com/rtapashto1
ټلېګرام:
https://t.me/rtapashto1
انستګرام:
https://instagram.com/rtapashto1
تریډز:
https://threads.net/@rtapashto1
ریب:
https://reab.com/bio/rtapashto1
واټساپ چینل:
https://whatsapp.com/channel/0029Va8LsO6DjiOfa87CtC11
واټساپ ګروپ:
https://chat.whatsapp.com/JLCnlh8vLNTISgihBVVoC9

❤1
والسټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین راتلونکې میاشت د یوې غونډې د جوړېدو وړاندیز کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جینپینګ به هم پکې ګډون وکړي، څو د اوکراین د جګړې په اړه خبرې اترې وکړي.
د راپور له مخې، د دې غونډې موخه د داسې یوې هوکړې له لارې د اوکراین څلور کلنې جګړې ته د پای ټکي اېښودلو په اړه خبرې اترې دي، چې د مسکو په ګټه وي.
د راپور له مخې، د دې غونډې موخه د داسې یوې هوکړې له لارې د اوکراین څلور کلنې جګړې ته د پای ټکي اېښودلو په اړه خبرې اترې دي، چې د مسکو په ګټه وي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
فرانسه کې څه باندې دوه زره لاریون کوونکي نیول شوي
په فرانسه کې د ژوند د لګښتونو د لوړېدو پر ضد د شنبې ورځې د سراسري لاریونونو په ترڅ کې پولیسو نږدې ۲۴۰۰ لاریون کوونکي نیولي دي.
دا لاریونونه په وروستیو کلونو کې د فرانسې له تر ټولو تاوتریخجنو څخه ګڼل کېږي.
د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون دغه لاریونونه په کلکه غندلي دي.
په فرانسه کې د ژوند د لګښتونو د لوړېدو پر ضد د شنبې ورځې د سراسري لاریونونو په ترڅ کې پولیسو نږدې ۲۴۰۰ لاریون کوونکي نیولي دي.
دا لاریونونه په وروستیو کلونو کې د فرانسې له تر ټولو تاوتریخجنو څخه ګڼل کېږي.
د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون دغه لاریونونه په کلکه غندلي دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د رواني روغتیا په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني وینا.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني نن د یاد وزارت له لوري د رواني روغتیا په اړه د عامه پوهاوي غونډې کې وویل، تېر کال د هېواد د روغتیایي سیستم له لوري دوه میلیونه، ۲۰۸ زره او ۴۴ کسانو د رواني روغتیا اړوند خدمتونو تر لاسه کړي دي.
دغه راز نوموړي وویل، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د رواني روغتیا اته بستریزې څانګې پرانیستل شوي دي.

پنجشېر کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴۵ کیلومتره عمومي سړک ترمیم چارې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست د مسولینو په حضور کې پیل شوې
دغه سړک د شتل ولسوالۍ له دالانسنګه څخه د بازارک د دوابي سیمې پورې غځېدلی.
په دې پروژه کې د سړک د ویجاړو برخو ترمیم، د درزونو ډکول، د ګبین دېوالونو جوړول، د پلچکونو، ویالو او اوبو د تېرېدو لارو جوړول شامل دي.
دغه سړک د شتل ولسوالۍ له دالانسنګه څخه د بازارک د دوابي سیمې پورې غځېدلی.
په دې پروژه کې د سړک د ویجاړو برخو ترمیم، د درزونو ډکول، د ګبین دېوالونو جوړول، د پلچکونو، ویالو او اوبو د تېرېدو لارو جوړول شامل دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د ښارهېنداره؛
هره ورځ شاوخوا ۱۲۰ ناروغان د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو لپاره د شیخ زاید روغتون ته مراجعه کوي.
بشپړه خپرونه ⬇️
https://www.youtube.com/watch?v=B96KE-NQyzA

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي، د اندونیزیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له استازو سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
افغان پلاوي له اندونیزیایي پانګوالو غوښتي چې د هېواد د کانونو، کرنې، انرژۍ او صنعت په برخو کې پانګونه وکړي.
یاد پلاوي همداراز، د ګډې کاري کمېټې پر جوړولو، د سوداګریزو نندارتونونو پر جوړولو او د سوداګرو لپاره د ویزو د ترلاسه کولو بهیر پر اسانتیا ټینګار کړی دی.
ورته مهال، د اندونیزیا استازو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو زیاتوالي لپاره چمتوالی ښودلی دی.

لنډ خبرونه|۱۴۰۵/۰۷/۲۶
د بهرنیو چارو وزیر، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د یوناما نوي رییسي سره په لیدنه کې د ملګرو ملتونو په راپورونو کې د افغانستان د واقعیتونو پر متوازن انعکاس ټینګار کړی.