Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د رواني روغتیا په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني وینا.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني نن د یاد وزارت له لوري د رواني روغتیا په اړه د عامه پوهاوي غونډې کې وویل، تېر کال د هېواد د روغتیایي سیستم له لوري دوه میلیونه، ۲۰۸ زره او ۴۴ کسانو د رواني روغتیا اړوند خدمتونو تر لاسه کړي دي.
دغه راز نوموړي وویل، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د رواني روغتیا اته بستریزې څانګې پرانیستل شوي دي.
دغه راز نوموړي وویل، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د رواني روغتیا اته بستریزې څانګې پرانیستل شوي دي.
پنجشېر کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴۵ کیلومتره عمومي سړک ترمیم چارې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست د مسولینو په حضور کې پیل شوې
دغه سړک د شتل ولسوالۍ له دالانسنګه څخه د بازارک د دوابي سیمې پورې غځېدلی.
په دې پروژه کې د سړک د ویجاړو برخو ترمیم، د درزونو ډکول، د ګبین دېوالونو جوړول، د پلچکونو، ویالو او اوبو د تېرېدو لارو جوړول شامل دي.
دغه سړک د شتل ولسوالۍ له دالانسنګه څخه د بازارک د دوابي سیمې پورې غځېدلی.
په دې پروژه کې د سړک د ویجاړو برخو ترمیم، د درزونو ډکول، د ګبین دېوالونو جوړول، د پلچکونو، ویالو او اوبو د تېرېدو لارو جوړول شامل دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د ښارهېنداره؛
هره ورځ شاوخوا ۱۲۰ ناروغان د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو لپاره د شیخ زاید روغتون ته مراجعه کوي.
بشپړه خپرونه ⬇️
https://www.youtube.com/watch?v=B96KE-NQyzA
هره ورځ شاوخوا ۱۲۰ ناروغان د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو لپاره د شیخ زاید روغتون ته مراجعه کوي.
بشپړه خپرونه ⬇️
https://www.youtube.com/watch?v=B96KE-NQyzA
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي، د اندونیزیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له استازو سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
افغان پلاوي له اندونیزیایي پانګوالو غوښتي چې د هېواد د کانونو، کرنې، انرژۍ او صنعت په برخو کې پانګونه وکړي.
یاد پلاوي همداراز، د ګډې کاري کمېټې پر جوړولو، د سوداګریزو نندارتونونو پر جوړولو او د سوداګرو لپاره د ویزو د ترلاسه کولو بهیر پر اسانتیا ټینګار کړی دی.
ورته مهال، د اندونیزیا استازو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو زیاتوالي لپاره چمتوالی ښودلی دی.

لنډ خبرونه|۱۴۰۵/۰۷/۲۶
د بهرنیو چارو وزیر، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د یوناما نوي رییسي سره په لیدنه کې د ملګرو ملتونو په راپورونو کې د افغانستان د واقعیتونو پر متوازن انعکاس ټینګار کړی.

ننګرهار کې یو شمېر بزګران وايي، سږ کال یې د ممپلیو حاصلات د پام وړ زیات شوي دي.
❤1👍1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بلخ کې د یوه علمي او کلتوري بنسټ له لوري، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷ مه ګڼه فرمان د ښه تطبیق او عامه پوهاوي لپاره غونډه ترسره شوه.
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کابل ـ جلالاباد او کابل ـ بګرام سړکونو ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارو وروستی وضعیت.
بشپړه خپرونه⬇️
https://youtu.be/vQ1Axd2mV2A
بشپړه خپرونه⬇️
https://youtu.be/vQ1Axd2mV2A
د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم، د مرکزي خصوصي پوهنتونونو له استازو سره په کتنه د یادو پوهنتونو ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي دي.
د لوړو زده کړو وزیر، اړتیاوو ته په پام د هېواد په پوهنتونونو کې د نویو پوهنځیو او څانګو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.
ښاغلي ندیم همداراز ویلي، چې خصوصي پوهنتونونه په خپلو چارو کې د اسلامي امارت د احکامو او پالیسیو په عملي کولو مکلف دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره لیدلي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ایران ته د لاوروف د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شویو هوکړو د پلي کېدو تعقیبول او همدارنګه د سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو په اړه سلا مشورې کول دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ایران ته د لاوروف د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شویو هوکړو د پلي کېدو تعقیبول او همدارنګه د سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو په اړه سلا مشورې کول دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بدلون؛
سیاسي کارپوه ګلابخان باز وايي، د یوناما له لوري تر اوسه د افغانستان رښتینی انځور نړۍ ته نه دی وړاندې شوی.
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/PhAgfUMxxdc
سیاسي کارپوه ګلابخان باز وايي، د یوناما له لوري تر اوسه د افغانستان رښتینی انځور نړۍ ته نه دی وړاندې شوی.
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/PhAgfUMxxdc
د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د پکتیا له حوزوي روغتون سره د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درملو او طبي وسایلو مرسته وشوه.
د پکتیا د عامې روغتیا ریاست د مسؤلینو په وینا، په دې مرسته کې ۱۲۰ قلمه طبي توکي، د بېړنۍ خونې درمل، د التراساونډ ماشین، ویلچیرونه او د وینې فشار معلومولو سیټونه شامل دي.
د پکتیا د عامې روغتیا ریاست د مسؤلینو په وینا، په دې مرسته کې ۱۲۰ قلمه طبي توکي، د بېړنۍ خونې درمل، د التراساونډ ماشین، ویلچیرونه او د وینې فشار معلومولو سیټونه شامل دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
روزګان کې د غرنیو سیمو او ستونزمنو جغرافیایي شرایطو په منځ کې جوړ شوی ۱۵ کیلومتره سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د روزګان ــ کندهار سړک د ۲۴ کیلومتره برخې د جوړولو چارې پیل شوې دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
په پکتیا کې له ۳ زرو څخه زیاتو بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د غزني په قرهباغ ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.