RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.78K subscribers
31.7K photos
16.6K videos
4 files
5.53K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیراحمد حقاني د عالیقدر امیر المؤمنين حفظه الله «د اهل السنة والجماعة عقيده» كتاب د اهمیت او تشریح غونډه کې ویلي، د عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله کتاب باید په پراخ ډول تشریح او خپور شي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د سترې محکمې مرستیال شیخ محمد قاسم راسخ د عالیقدر امیر المؤمنين حفظه الله «د اهل السنة والجماعة عقيده» كتاب د اهمیت او تشریح غونډه کې ویلي، په هېواد کې اوسنی نظام یو لوی نعمت دی.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د راډیو عمومي رییس قاري محمد یوسف احمدي: په وروستیو کلونو کې هېواد کې د پوهې د پرمختګ په برخه کې اغېزمن ګامونه اخیستل شوي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کابل شرطې له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه شاوخوا ۳۳۰ تنه فارغ شول.
❤1
د نن چهارشنبې ورځې تاریخ!
الجزیرې د فلسطین د روغتیايي چارواکو په حواله ویلي، چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي رژیم د هوايي بریدونو او ډزو له امله لږ تر لږه څلور فلسطینیان، چې یوه مېرمن او خاوند هم پکې شامل دي شهیدان شوي دي.

د راپور پر اساس، دغه راز تېره ورځ سې‌شنبه( د تلې ۲۸مه) غزه کې پر یوې استوګنیزې ودانۍ د اسرائیلي رژیم په هوايي برید کې اکرم یاسین او مېرمن یې دینا ابوبکر شهیدان شوي دي.
ټاکل شوې، چې نن (چهارشنبه، د تلې ۲۹مه) د امریکا استازی سټیو ویټکاف د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو وخت رارسېدلی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، دغه لیدنه په ناروې کې د ویټکاف او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ترمنځ له خبرو وروسته ترسره کېږي.

رویټرز د یوه امریکایي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې په دغو خبرو کې له روسیې سره د تعامل په موخه د هڅو د همغږۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
زموږ "پښتو" ټولنیزې رسنۍ د لاندې لینکونو له لارې وڅارئ.⬇️

اېکس پاڼې:
https://x.com/rtapashto
https://x.com/pashtortanews
یوټیوب:
https://youtube.com/@rtapashto
فېسبوک:
https://facebook.com/rtapashto1
ټلېګرام:
https://t.me/rtapashto1
انستګرام:
https://instagram.com/rtapashto1
تریډز:
https://threads.net/@rtapashto1
ریب:
https://reab.com/bio/rtapashto1
واټساپ‌ چینل:
https://whatsapp.com/channel/0029Va8LsO6DjiOfa87CtC11
واټساپ ګروپ:
https://chat.whatsapp.com/JLCnlh8vLNTISgihBVVoC9
د قطر د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند په دوحه کې د افغانستان د همغږۍ ډلې په غونډه کې له افغاستان سره د نړیوالې ټولنې پر دوامداره تعامل او د عملي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

نوموړې ویلي، قطر په تېره یوه لسیزه کې د افغانستان د بشري مرستو او پراختیايي پروژو لپاره نږدې ۱۵۰ میلیونه ډالر مرسته کړې یا یې د مرستې ژمنه کړې ده.
❤2
د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې د کانونو په برخه کې د پانګونې او په کابل کې د ځمکتلي سوداګریز مارکیټ جوړولو پر طرحو بحث وشو.

په غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري د فاسفیټو، مسو او جستو د اکتشاف، استخراج او پروسس طرحه وړاندې شوه. د طرحې له مخې، له فاسفیټو څخه کیمیاوي سرې او له مسو څخه د برېښنا کیبلونه تولیدېږي.
کمېټې پرېکړه وکړه چې د کانونو او پټرولیم وزارت دې طرحه وڅېړي او راپور یې وړاندې کړي.

همداراز، د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سپاهي ګمنام له څلور لارې تر میوند جادې پورې او له میوند جادې تر پُل یک پیسه‌ګي ترمنځ د ځمکتلي سوداګریز مارکیټ جوړولو طرحه هم وڅېړل شوه.
د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي ویلي، د برېښنا شرکت اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ دوبۍ ته تللی، ورسره یې لیدنه کړې ده.

د عزیزی په وینا، په دې لیدنه کې د برېښنا شرکت او عزیزی انرژۍ شرکت ترمنځ په افغانستان کې د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید د سترې پروژې په تړاو د همکاریو پر چوکاټ او جزئیاتو خبرې شوې دي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دیني عالم شیخ عزیزالله مظهري د عالیقدر امیر المؤمنين حفظه الله «د اهل السنة والجماعة عقيده» كتاب د اهمیت او تشریح غونډه کې ویلي، چې اسلامي امارت یو ستر نعمت دی او د یاد نعمت شکر ادا کول پر ټولو واجب دي.

بشپړه خپرونه⬇️
https://youtube.com/live/-YDR2C9E0aE?si=VlNLZxD0uiQfRxh7
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
دیني عالم شیخ عزیزالله مظهري د عالیقدر امیر المؤمنين حفظه الله «د اهل السنة والجماعة عقيده» كتاب د اهمیت او تشریح غونډه کې ویلي، د اسلامي امارت رهبري د کړنو ترڅنګ د خلکو عقیدې ته هم پاملرنه کوي.
بشپړه خپرونه⬇️
https://www.youtube.com/live/-YDR2C9E0aE
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې د بغلان ولایت په دهنه‌غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسوالیو کې د څه باندې ۴۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۱۰ شبکې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د دغه وزارت په وینا، د دغو شبکو په فعالېدو سره ۲۰ زره او ۷۳۲ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي په مشرۍ د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، په دغه ناسته کې د یو شمېر خبریالانو د ستونزو په اړه خبرې او اړینې پریکړې ونیول شوې.
دغه راز د رسنیزو چارو په لړ کې د پردیو اصطلاحاتو د مخنیوي ، د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسۍ په برخو کې د شته ستونزو د حل په موخه د روزنیزو سیمینارونو پر جوړولو ټینګار شوی.
❤1
د هرات ولایت مقام وايي، د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اسلام‌کلا بندر له لارې د هرات صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۷۲ سلنه زیات شوي دي.

د سرچینې په وینا د یادو صادراتو ټولیز ارزښت ۱۲۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني، د عالیقدر امیر المؤمنين حفظه الله «د اهل السنة والجماعة عقيده» كتاب د اهمیت او تشریح غونډه کې ویلي، چې اسلامي امارت د خلافت په معنا دی.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د سترې محکمې مرستیال شیخ محمد قاسم راسخ د عالیقدر امیر المؤمنين حفظه الله «د اهل السنة والجماعة عقيده» كتاب د اهمیت او تشریح غونډه کې ویلي، اسلامي نظام د الله (ج) لوی احسان دی.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنايت الله شجاع، د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه کې ویلي، چې د اسلام له نظره د قومونو ترمنځ د غوره‌ والي معیار تقوا او نېک اعمال دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په وینا، ښاغلي شجاع د قومونو ترمنځ پر یووالي او اتفاق ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې خپل یووالی او اتحاد تر پخوا لا پیاوړې کړئ.

ښاغلي شجاع همداراز ویلي، چې له شته فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره باید د اسلامي نظام د بقا، د شریعت احکامو د نفاذ او د هېواد د پرمختګ لپاره باید هڅې وشي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دیني عالم شیخ نقیب‌الله:
عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د بشپړ اسلامي نظام غوښتونکی دی.