RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.79K subscribers
31.6K photos
16.6K videos
4 files
5.53K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې د بغلان ولایت په دهنه‌غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسوالیو کې د څه باندې ۴۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۱۰ شبکې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د دغه وزارت په وینا، د دغو شبکو په فعالېدو سره ۲۰ زره او ۷۳۲ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي په مشرۍ د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، په دغه ناسته کې د یو شمېر خبریالانو د ستونزو په اړه خبرې او اړینې پریکړې ونیول شوې.
دغه راز د رسنیزو چارو په لړ کې د پردیو اصطلاحاتو د مخنیوي ، د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسۍ په برخو کې د شته ستونزو د حل په موخه د روزنیزو سیمینارونو پر جوړولو ټینګار شوی.
❤1
د هرات ولایت مقام وايي، د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اسلام‌کلا بندر له لارې د هرات صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۷۲ سلنه زیات شوي دي.

د سرچینې په وینا د یادو صادراتو ټولیز ارزښت ۱۲۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني، د عالیقدر امیر المؤمنين حفظه الله «د اهل السنة والجماعة عقيده» كتاب د اهمیت او تشریح غونډه کې ویلي، چې اسلامي امارت د خلافت په معنا دی.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د سترې محکمې مرستیال شیخ محمد قاسم راسخ د عالیقدر امیر المؤمنين حفظه الله «د اهل السنة والجماعة عقيده» كتاب د اهمیت او تشریح غونډه کې ویلي، اسلامي نظام د الله (ج) لوی احسان دی.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنايت الله شجاع، د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه کې ویلي، چې د اسلام له نظره د قومونو ترمنځ د غوره‌ والي معیار تقوا او نېک اعمال دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په وینا، ښاغلي شجاع د قومونو ترمنځ پر یووالي او اتفاق ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې خپل یووالی او اتحاد تر پخوا لا پیاوړې کړئ.

ښاغلي شجاع همداراز ویلي، چې له شته فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره باید د اسلامي نظام د بقا، د شریعت احکامو د نفاذ او د هېواد د پرمختګ لپاره باید هڅې وشي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دیني عالم شیخ نقیب‌الله:
عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د بشپړ اسلامي نظام غوښتونکی دی.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
کاوش؛
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عبدالقدیم ابرار وايي، تر دې مهاله د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوري زړه ناروغیو روغتون کې ۲۰۰ بریالي عملیاتونه ترسره شوي.
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/FcE9_bP5lwI
د بغلان والي مولوي عبدالله مختار، د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په هېواد کې د بنسټیزو پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوې او د هېواد د ځان‌بسیاینې لپاره زمینه برابره شوې ده.

ښاغلي مختار زیاته کړې، چې په اسلامي نظام کې د خلکو حقونو د تامین ترڅنګ د شتمنیو او ناموس ساتنه هم کېږي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
لنډ خبرونه | ۱۴۰۵/۰۷/۲۹
د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې په کابل ښار کې د ځمکتلي سوداګریز مارکیټ جوړولو پر طرحې بحث شوی دی.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند له پل‌سرخ سیمې څخه تر علاءالدین څلورلارې پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو بشپړ جزییات.
بشپړه خپرونه
https://youtu.be/iPQv3RLUN2I
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د نورستان په مرکز او یو شمېر نورو سیمو کې د بېلابېلو روغتیايي پروژو چارې پیل شوې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې په تېرو پنځو کلونو کې په دغه ولایت کې روغتیايي خدمتونه د پام وړ ښه شوي دي.
په مالیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست نقیب‌الله احمدي، د دغه هېواد لپاره د عراق له سفیر عدنان مهلهل ال معجون سره کتلي دي.

په مالیزیا کې د افغانستان سفارت وايي، په دې کتنه کې د افغانستان او عراق ترمنځ پر تاریخي اړيکو، دوه اړخیزو همکاريو او په افغانستان کې پر رامنځته شويو فرصتونو خبرې شوې دي.

همداراز دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر پياوړتيا ټینګار کړی دی.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغت غونډې ته په خبرو کې ځوانانو ته سپارښتنه کړې، چې خپله عقیده پیاوړې وساتي، نېک اعمال ترسره کړي او له الله تعالی سره خپله اړیکه لا پیاوړې کړي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
په میدان وردګ ولایت کې د افغان ــ ترک ښوونځي د زده‌کوونکو په لاس جوړ شوي ساینسي او تخنیکي وسایل نندارې ته اېښودل شوي دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ د شریعت د نفاذ او همغږۍ ولسي غونډه تسره شوه.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې د دوو کلیو ترمنځ لس کلنه دښمني پای ته ورسېده.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د بلخ ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې دوو چینايي وګړو د اسلام مبارک دین منلی دی.
🥰1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د نیمروز ځايي مسوولین وايي، د یاد ولایت د ورېښمو پله له لارې په صادراتو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
🥰1