RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.79K subscribers
31.6K photos
16.6K videos
4 files
5.53K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د ازبکستان د ولسمشر سلاکار ویلي، له افغانستان سره همکاري کولی شي د هېوادونو ګډې ګټې خوندي او په سیمه کې د ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
اروپايي ټولنې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د تر ټولو زیانمنونکو کورنیو د ملاتړ لپاره ۱۲ میلیونه یورو ځانګړي کړې دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د خیبر پښتونخوا وګړي وايي، د پاکستان پوځي رژيم د تحریک انصاف ګوند د غړو او د خلکو د ځپلو لپاره له ټولو امکاناتو کار اخلي او د دوی شتمني لوټ کوي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو له قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او عامو وګړو سره د منکرانو د مخنیوي او ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه نږدې ۷۰۰ ناستې ترسره کړي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس په دوبۍ کې د اوبو، انرژۍ، ټکنالوژۍ او چاپریال ساتنې له نړیوال نندارتون څخه لیدنه کړې.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، مسکو غواړي له افغانستان سره دترهګرۍ او نشه‌يي توکو ضد مبارزه او دفاعي همکارۍ پراخې کړي.
❤4
د چین رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په سوېل لوېدیځ کې د شې‌زانګ په خودمختاره سیمه کې د ۷ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.


د راپورونو له مخې، زلزله د پنجشنبې په شپه د بېجینګ پر وخت شاوخوا ۱۰ بجې او ۳۳ دقیقې رامنځته شوې، چې له امله یې تر ۳۳۰ ډېر کورونه هم ویجاړ شوي یا زیانمن شوي دي.


د چین رسنیو زیاته کړې، چې د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو د کچې ارزونه لا هم روانه ده او په زیانمنو سیمو کې د ژغورنې او مرستندویه عملیات دوام لري.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د حیرتان ـ مزارشریف پر مسیر نایب‌اباد سیمه کې د۱۶۹۴ مترو د اوسپنېزې لارې رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې وسپارل شوې.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د ترکمنستان رسنیو راپور ورکړی چې د سرحداباد او هرات تر منځ د ټاپي غازو نللیکې د جوړولو چارې روانې دي او ډېره برخه یې بشپړه شوې ده.
❤1
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ویلي چې امریکا د خپلو مالیه ورکوونکو له پیسو څخه میلیاردونه ډالر د اسرائیلي رژیم د توغندیزې دفاع لپاره لګولي دي.

ښاغلي عراقچي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې امریکا په تېرو درېیو کلونو کې د اسرائیلي رژیم د توغندیزې دفاع لپاره ۱۱ میلیارد ډالر لګولي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې امریکا د اسرائیلي رژیم د دفاع لپاره د رهګیر توغندیو له هغو شمېر څخه ډېر توغندي کارولي چې خپله اسرائیل کارولي دي.
❤2
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
پایله؛
د نړیوالو اړیکو کارپوه ډاکټر عبدالعلي حسني وايي، چې د روسیې او افغانستان نږدې اړیکې کولی شي، له اسلامي امارت سره د سیمه‌ییزو هېوادونو پر اړیکو مثبت اغېز ولري.
بشپړه خپرونه:
https://youtu.be/ZumeY1bZz8Q?si=yhtdkVEekzhCyyKh
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
په غزني کې له پاکستان څخه راستون شوي یوه پانګه‌وال هېواد ته تر راستنېدو وروسته لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
❤1
د فراه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې د موټر د چپه کېدو پېښه کې د یوې مېرمنې او یوه ماشوم په ګډون درې تنه شهیدان شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د پېښې ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوي دي.
😢1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د اسلامۍ امارت په راتګ سره په دغه ولسوالۍ کې زیات شمېر ناوړه دودونه پای ته رسېدلي دي.
د اسرايیلي رژیم پوځ اعلان کړی، چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په الخلیل سیمه کې د یوه برید په پایله کې د دغه رژیم دوه پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، له دې پېښې وروسته اسرايیلي پوځیانو د پېښې ځای ته تلونکې لارې او شاوخوا سیمې تړلې دي او د فلسطینیانو پر کورونو یې چاپې زیاتې کړې دي.
🥰1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
زندان؛
د بګرام زندان پخوانی زنداني عبیدالله وايي، کله چې د اشغالګرو له لوري ونیول شوم؛ پلان یې درلود چې ما شهید کړي.
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/8TN_4dOW0y8
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د پاکستاني چارواکو هغه تکراري تورونه په کلکه رد کړي، چې ګواکې افغانستان د پاکستان په ناامنیو کې لاس لري.

ښاغلي مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د پاکستان پوځي کړۍ او نورې امنیتي ادارې، هغه وخت چې د خپل هېواد د امنیت په ټینګښت کې پاتې راشي؛ د عامه افکارو د تیر ایستلو لپاره د ناامنیو پړه پر افغانستان اچوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې په پاکستان کې د ناامنیو رامنځته کېدل د افغانستان په ګټه نه دي او په دغه هېواد کې بې‌ثباتي له اقتصادي، ټولنیز او بشري پلوه افغانستان او سیمې ته هم زیان رسوي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې، چې پاکستاني چارواکي د خپلو امنیتي مسوولیتونو پر ترسره کولو د تمرکز پر ځای، په ناسم ډول افغانستان ملامتوي او په غبرګون کې یې د افغانستان د ناامنه کولو پر پروژو لګښتونه کوي.

د ښاغلي مجاهد په وینا، دا کړنه له اصلي او اساسي مسوولیتونو څخه تېښته، د سیمې بې‌ثباته کول او په بې‌ځایه هڅو کې د اقتصادي سرچینو ضایع کول دي. هغه زیاته کړې، چې دغه ناسم دریځ د پاکستان امنیتي ځواکونه له خپلو مسوولیتونو څخه غافل کړي او پام یې بلې خوا ته اړولی دی.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ اوسېدونکي په دغه ولسوالۍ کې د روغتیايي خدمتونو د لا پراختیا غوښتنه کوي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د اسلامي امارت په راتګ سره امنیت ټینګ شوی او د خلکو او حکومت ترمنځ ښې اړیکې رامنځته شوې دي.