RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.79K subscribers
31.6K photos
16.6K videos
4 files
5.52K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق «روسیه؛ د ورزش هېواد» تر شعار لاندې د روسیې د څوارلسم نړیوال ورزش فورم کې چې په کراسنویارسک ښار کې جوړ شوی و ګډون کړی دی.

په دغه فورم کې د نړۍ د ۳۵ هېوادونو ورزشي مسوولینو هم برخه اخیستې وه، چې د ورزشي اړیکو پر پیاوړتیا، د ورزش پر ارزښت او د همکاریو پر پراختیا یې خبرې او نظرونه تبادله کړي.

همداراز، مولوي احمدالله وثیق د یاد فورم په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له یو شمېر ورزشي مسوولینو سره هم لیدلي او د ورزش اړوند پر موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالي ویلي چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان به د ګازو صادرونکو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره د سې‌شنبې په ورځ مسکو ته سفر وکړي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، دغه غونډه د اکتوبر په ۲۷مه جوړېږي او ټاکل شوې چې د ګازو صادرونکو هېوادونو مشران پکې ګډون وکړي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
په کابل کې د هګیو تولید د یوه فارم مسوول تمیم جلال‌زی وايي چې دغه فارم اوس مهال د ۳۰۰ زره چرګوړو د ساتنې ظرفیت لري او په راتلونکي کې به یې ظرفیت نور هم لوړ شي.
د ترکیې، سعودي عربستان، پاکستان، مصر، بریتانیا، فرانسې، جرمني او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرانو په استانبول کې په یوه غونډه کې غوښتي چې امریکا او اسراییل پر ایران له بیا برید کولو ډډه وکړي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان خبرداری ورکړی چې ښايي پر ایران نوی پوځي برید په سیمه کې جګړه پراخه کړي.

همداراز د غونډې ګډونوالو خبرداری ورکړی چې د جګړې بیا پیل به د تېلو بیې لوړې کړي.

د غونډې په پای کې، ګډونوالو د سعودي عربستان پر وړاندې د حوثیانو د بریدونو د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د سمدستي بېرته پرانیستلو غوښتنه هم کړې ده.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
کارموندنه؛
د انځرو یو پلورونکی داروخان وايي چې خپل کاروبار یې د ۱۰ قطاره انځرو په پلورلو پیل کړی او اوس یې د پلور کچه دوه ټنو ته رسولې ده.
نوموړی وايي، پلان لري چې تر راتلونکي کال پورې د انځرو د پلور کچه تر دې هم زیاته کړي.

بشپړه خپرونه⬇️
https://youtu.be/IHd4Fg7Krt4?si=931qOnU9UaHdmTZ7
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې په میاشت کې یې په ټول هېواد کې څه باندې ۲۴۰۰ اصلاحي او عامه پوهاوي غونډې جوړې کړې دي.

د دغه وزارت په وینا، په همدې موده کې له بازارونو څخه څه باندې ۲۰ ټنه بې‌کیفیته او له نېټې تېر خوراکي او غیرې خوراکي توکي راټول شوي، د کوډګرۍ په تور۵۲ کسان نیول شوي، د دښمنیو ۴۸ او د کورنیو او سیمه‌ییزو شخړو ۲۵۲ قضیې هوارې شوې دي.

دغه وزارت همداراز ویلي، چې د ښځو د شرعي حقونو اړوند یې ۹۳۸ قضیو ته رسېدنه کړې ده، چې میراث، مهر، نفقه، جبري نکاح او طلاق پکې شامل دي.
د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د سپین بولدک ولسوالۍ د ۸ کیلومتره سړک له رغنیزو چارو لیدنه او ارزونه کړې.

ټولګټو وزارت وایي، ښاغلي ثاني د دې لیدنې پر مهال د پروژې تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکت مسولینو ته د کار چټکتیا، غوره کیفیت او په ټاکلي وخت د بشپړېدو لارښوونه کړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا محمد فاضل مظلوم د بلخ ولایت حیرتان بندر څخه لیدنه کړې ده.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، ښاغلي مظلوم د یادې لیدنې پر مهال د باروړونکو موټرو د تګ راتګ بهیر، د ټرانسپورټي فعالیتونو، د موټرچلوونکو او سوداګرو لپاره د شته اسانتیاوو وضعیت له نږدې ارزولی.
دغه راز نوموړي د باروړونکو موټرو د تګ راتګ تنظیم، د ټرانسپورټي چارو د لا ښه مدیریت او د شته اسانتیاوو د پیاوړتیا په اړه اړوندو مسولینو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.
په کویټ کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سرپرست مولوي محمد شفیق خطیب د دغه هېواد لپاره د قطر له سفیر علي محمود سره کتلي.
په کویټ کې د افغانستان سفارت ویلي، په دې کتنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ پر سياسي او اقتصادي اړيکو او دوه اړخیزو همکاریو خبرې شوي.
دغه راز دواړو لوریو د اړيکو او همکاريو پر لاپیاوړتیا او پراختیا ټينګار کړی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ پلاوي ترکيې ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د کډوالۍ ادارې له مرستیال مراد قره کایا سر کتلي.

ښاغلي مراد قره کایا د اسلامي امارت او ترکیې د اړیکو پر پیاوړتیا ټينګار وکړ او زیاته یې کړه د دغه هېواد دروازه د افغان کډوالو پر مخ خلاصه ده موږ هڅه کوو چې په خپله خوښه ستنېدنه وټاکو.

ښاغلي بنوري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هغوی له منځګړيتوب مننه کړې نوموړي هيله څرګنده کړه، چې په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو او مېشتغالو د ستونزو په برخه کې ګډې همکارۍ او همغږۍ ترسره شي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
لنډ خبرونه | ۱۴۰۵/۰۸/۰۲
اسلامي امارت: د پاکستان امنیتي ادارې هغه مهال چې په خپل هېواد کې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راځي، د خپلو ناامنیو پړه پر افغانستان اچوي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
کندوز کې د ازبکي ژبې ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د کندوز ولایت په قلعه ‌ذال ولسوالۍ کې د سرو زرو د یوه کان د استخراج چارې پیل شوې.
په سرپل کې دوه پخواني روسي توپونه کشف شول

د کورنیو چارو وزارت وايي، د سرپل ولایت د سنچارک ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ پولیسو د دغې ولسوالۍ د تکزار بازار په اړوندو سیمو کې دوه پخواني روسي توپونه کشف او ترلاسه کړي دي.
❤2
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې یو تن په خپل شخصي لګښت ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر ملا محمد فاضل مظلوم، کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۲۱۷ عمري قول اردو د بیارغونې له بهیر څخه لیدنه کړې او د دې قول اردو له یو شمېر مسوولانو او د شمال ختیځ زون د ترانسپورت له رییسانو سره یې لیدلي دي.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، ښاغلي مظلوم د ترانسپورت مسوولانو ته لازمې سپارښتنې هم کړې دي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د لغمان ولایت د قرغيي ولسوالۍ اړوند چهارباغ سیمې بزګران وايي، سږکال یې د ممپلیو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني، د امنیت ټینګښت د حکومت او خلکو ګډ مسوولیت بللی او په دې برخه کې یې د علماوو او قومي مشرانو پر همکارۍ ټینګار کړی دی.


د کورنیو چارو وزیر د خوست ولایت د امنیه قوماندانۍ د نوې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې امنیتي مسوولان مکلف دي د رهبرۍ فرمانونه پلي کړي او له خلکو سره ښه چلند وکړي.


د یاد وزارت په وینا، د خوست د امنیه قوماندانۍ نوې ودانۍ له اړوندو تاسیساتو سره یوځای د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بدلون؛
د سیاسي چارو کارپوه نجیب‌الله جامع وايي، پاکستان د استعمارونو د مصلحت پر اساس رامنځته شوی دی.
بشپړه خپرونه⬇️
https://youtu.be/0zAbKFu0rnw