This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د شاوخوا پینځه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې شوې.
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت اعلان کړی، چې په تېرو دوو ورځو کې یې د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د قومونو او کورنیو ترمنځ ۳۵ پخوانۍ دښمنۍ او شخړې حل و فصل کړې دي.
د دغه وزارت په وینا، یادې شخړې په دایکنډي، نورستان، بامیان، کابل، تخار، سرپل، خوست او غزني ولایتونو کې حل شوې دي.

الجزیرې راپور ورکړی، چې د لوېدیځې اروپا څو هېوادونه د ایران پر ضد د جګړې له احتمالي بیا پیل سره مخالفت کوي.
د راپور له مخې، د نړۍ په بازارونو کې د تېلو د بیو بېسارې لوړېدو په اروپا کې د ژوند د لګښتونو کړکېچ لا پسې سخت کړی دی.
د راپور پر بنسټ، جرمني او بریټانیا هغه هېوادونه دي چې د امریکا او اسرائیلي رژیم له لوري پر ایران د بریدونو په پیل کې یې چوپتیا غوره کړې وه، خو اوس د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر ډیپلوماټیک حل ټینګار کوي.

👍1
د افغانستان مالیې وزارت په وروستیو څو ورځو کې په یو شمېر رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د دولتي ادارو د کارکوونکو د معاشونو د ځنډېدو په اړه خپرې شوې اوازې په بشپړه توګه ناسمې بللې دي.
دغه وزارت د یادو اوازو په ردولو سره ډاډ ورکړی، چې د دولتي ادارو د کارکوونکو معاشونه به د عادي بهیر له مخې، له کومې ستونزې پرته او پر ټاکلي وخت ورکړل شي.

د نیمروز ولایت د ورېښمو سرحدي لارې کمېساري وايي، چې د لومړي ځل لپاره د نیمروز د ورېښمو او د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د میلک سرحدي لارو ترمنځ د ټرانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شوی دی.
د یادې کمېسارۍ په وینا، دا ګام د ټرانزیټي بهیر د اسانتیا، د سوداګریزو توکو د لېږد د چټکتیا، موټرچلوونکو او سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو په موخه اخیستل شوی دی.
د دغې سرحدي لارې د ۲۴ ساعته فعالیت له پیلېدو سره، د وارداتي او صادراتي توکو د لېږدوونکو موټرو شمېر، چې تر دې وړاندې په ورځ کې شاوخوا ۴۰۰ موټرو ته رسېده، اوس په شپه او ورځ کې نږدې ۸۰۰ موټرو ته لوړ شوی دی.

د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې پلاوی د اسلامي هېوادونو د معیارونو او مترولوژۍ انستیتیوت (SMIIC) په کلنۍ عمومي غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته رسېدلی.
ټاکل شوې ده، چې دا نړیواله غونډه د روان میلادي کال د اکټوبر له ۲۶مې تر ۲۸مې نېټې پورې د روسیې په کازان ښار کې ترسره شي.
نور ولولئ⬇️
https://rta.af/news/d-maayar-ao-kyfyt-adar-plaoy-d-smiic-ph-aamomy-ghonh-k-d-on-lparh-rosy-th-orsd

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال شیخ عبدالرحمن طیبي د یوه پلاوي په مشرۍ د کندهار ولایت د میوند شهیدانو له زیارت او د اتلې ملالې میوند له مقبرې څخه لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلوماتو لهمخې، د دې لیدنې موخه د یادو تاریخي ابداتو د اوسني وضعیت ارزونه، د ساتنې او خوندیتوب د اړتیاوو معلومول او د اساسي ترمیم لپاره د مناسبو لارو چارو څېړل وو.
د میوند شهیدانو زیارت او د میوند جګړې د اتلې ملالۍ میوندۍ مقبره د افغانستان د تاریخي ویاړونو، عمومي مبارزو او د خپلواکۍ د ساتنې په لاره کې د سرښندنو مهم سمبولونه دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلوماتو لهمخې، د دې لیدنې موخه د یادو تاریخي ابداتو د اوسني وضعیت ارزونه، د ساتنې او خوندیتوب د اړتیاوو معلومول او د اساسي ترمیم لپاره د مناسبو لارو چارو څېړل وو.
د میوند شهیدانو زیارت او د میوند جګړې د اتلې ملالۍ میوندۍ مقبره د افغانستان د تاریخي ویاړونو، عمومي مبارزو او د خپلواکۍ د ساتنې په لاره کې د سرښندنو مهم سمبولونه دي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
ټولګټو وزیر روزګان ولایت ته سفر پر مهال له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه کړې ده.
👍1
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزیر ملا محمد فاضل مظلوم د ولایتي سفرونو په لړ کې کندوز ولایت سفر کړی دی.
نور ولولئ⬇️
https://rta.af/news/d-ranspor-ao-hoayy-chlnd-ozyr-kndoz-th-sfr-ok

په کویټ کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي محمد شفیق خطیب، د کویټ د مالیې وزیر ډاکټر سید یعقوب السید یوسف هاشم الرفاعي او د قضایي چارو د غوښتنو او ادارې هیئت له رییس سید محمد السید یوسف الرفاعي سره وکتل.
په کویټ کې د افغانستان سفارت وايي، په دې کتنه کې د افغانستان پر اقتصادي پرمختګونو، سوداګریزو اړیکو، د پانګونې پر فرصتونو او قضايي بهير خبرې وشوې.
همداراز دواړو لوریو پر دوه اړخيزو همکاريو او ګډې همغږۍ ټینګار کړی دی.

د لوړو زدهکړو وزارت د وزیر شیخ نداء محمد ندیم په مشرۍ د خصوصي پوهنتونونو کمېسیون ناسته ترسره شوه.
د یاد وزارت په وینا، په دې ناسته کې شیخ نداء محمد ندیم په کاري چارو کې د معیارونو پر رعایت ټینګار وکړ او له ګډونوالو یې وغوښتل چې په ورځنیو او اوږدمهالو چارو کې د لوړو زدهکړو اصول او معیارونه په پام کې ونیسي.
نور ولولئ👇
https://rta.af/news/d-khsosy-pohntonono-kmsyon-nasth-oshoh

Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
لنډ خبرونه| ۱۴۰۵/۰۸/۰۴
کابل ښار ته له شاه او عروس بند څخه د اوبو لېږد تړون لاسلیک شو.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له یوه خصوصي شرکت سره د یو میلیارد افغانیو په ارزښت له شاه او عروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې تړون لاسلیک کړ.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي غلامالرحمن کظیم ویلي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې شاوخوا ۵۰ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
نور ولولئ ⬇️
https://rta.af/news/krardad-antkal-ab-az-bnd-shah-o-aaros-bh-shhr-kabl-amda-shd

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري، د کابل په شکر دره ولسوالۍ کې « د اسلامي نظام تر چتر لاندي د شريعت د نفاذ او همغږۍ» ولسي غونډه ترسره شوه.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت، د دعوت او ارشاد رییس مفتي شفيع الله ثاقب د خلکو او مسوولینو ترمنځ د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ او یاده یې کړه چې دغه وزارت په ټول هېواد کې تر دا مهاله له څلور زره زیاتې شخړې حل کړې دي.
همداراز د دیني علماوو او قومي مشرانو له لوري له اسلامي نظام څخه پر ملاتړ ټینګار وشو.

د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف په کابل کې د جاپان له سفیر کینیچي ماساموتو او د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جایکا) له رییس توساکا سوتا سره لیدلي دي.
د اقتصاد وزارت وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، له افغانستان سره د جاپان د بشري او پراختیايي مرستو پر دوام او د پراختیايي پروژو پر پلي کولو خبرې کړې دي.
د یاد وزارت په وینا، جاپاني لوري له افغانستان سره د بشري او پراختیايي همکاریو په ځانګړې ډول د بدیل معیشت، روغتیا، زدهکړو او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د دوام ډاډ ورکړی دی.

د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت له لوري، د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له استازو سره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شوي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، په شریک شویو لومړیتوبونو کې، راستنېدونکو ته د همېشنۍ سرپناه برابرول، زده کړو او روغتیايي چوپړتیاوو ته لاسرسی، د کاري فرصتونو رامنځته کول او د لومړنیو بشري مرستو رسول شامل دي.
د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو استازو ژمنه کړې، چې راتلونکې مرستې او همکارۍ به د شریک شویو لومړیتوبونو په رڼا کې تنظیم کړي.

د کابل ښار په باغ بالا کې د یوه عصري پارک د روانو چارو بشپړ جزییات!
بشپړه خپرونه👇
https://youtu.be/sSezojoU8VA
بشپړه خپرونه👇
https://youtu.be/sSezojoU8VA
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بدلون؛
په پاکستان کې مېشت افغان خبریال ظاهر بهاند وايي، د پاکستان د رامنځته کېدو له وخته تر نن ورځې پورې دغه هېواد له افغانستان سره دښمني کړې ده.
بشپړه خپرونه
https://youtu.be/64cC7hkz9DI

په پاکستان کې مېشت افغان خبریال ظاهر بهاند وايي، د پاکستان پوځي رژیم غواړي د خپلو داخلي ستونزو او ناکامیو پړه پر افغانستان واچوي.

د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر فیاض صافی وايي، هېڅ هېواد حق نه لري چې د سوداګرو له اجازې پرته د سوداګرو مالونه لیلام کړي.
بشپړه خپرونه⬇️