RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.79K subscribers
31.6K photos
16.5K videos
4 files
5.5K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د ترکیې هېواد د میډیپول روغتونونو او روزنیز ګروپ له پلاوي او د سرپل ولایت د سنچارک ولسوالۍ له قومي مخورو سره لیدنه کې د روغتیایي خدمتونو پیاوړتیا په اړه خبرې کړي.
په لیدنه کې د ترکیې له پلاوي سره د ځانګړي روغتون د جوړولو، د امبولانسونو د بېړنیو خدمتونو، د تجربو د شریکولو او د روزنیزو پروګرامونو د پلي کولو په برخو کې د همکارۍ طرحې وڅېړل شوې.

همداراز، د سنچارک ولسوالۍ قومي مشرانو د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د موجوده روغتون د امکاناتو د لوړولو او په دې ولسوالۍ کې د یوه عمومي روغتون د جوړولو غوښتنه وکړه.

د عامې روغتیا وزیر اړوندو مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې د دغې ولسوالۍ د روغتیايي ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د ډيپلوماسۍ انستیتیوت رییس عبیدالله اخندزاده د مالیزیا د نړیوال اسلامي پوهنتون له رییس پروفیسر عثمان بکر سره لیدلي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ښوونیزو او علمي همکاریو پر پراختیا، افغان ‌ډیپلوماټانو او کارکوونکو ته د روزنیزو پروګرامونو پر جوړولو او د متخصصینو د تجربو پر شریکولو خبرې وکړې.

همداراز، ښاغلي اخندزاده د «ګډې همکارۍ له لارې هوساینه» تر سرلیک لاندې د یوې ورځې نړیوال سمپوزیم په څنډه کې د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ او نړیوالو اړیکو انسټیټیوټ له مشرې، داتو روز شازیلا عثمان سره هم لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو انسټیټیوټونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د ترکیې پلاوي د راډیو عمومي ریاست له لوی رییس او نورو مسولینو سره په لیدنه کې د دوه‌اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې د کندهار ولایت په سپین‌بولدک او لوړ شاه‌ولیکوټ ولسوالیو کې د ۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پراختیایي پروژو چارې پيل شوې.
په دغو پروژو کې د یو زرو او۳۱۰ متره په اوږدوالي د استنادي دیوال، د ۳.۶۱ کیلو متره په اوږدوالي د جغلي سړک او ۵۴۵ متره په اوږدوالي د معبر جوړول شامل دي.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د «عقیده اهل السنة والجماعة» کتاب د علمي ارزښت، هر اړخیزتیا او اهمیت په اړه علمي غونډه کې وويل، چې دغه اثر د اسلامي عقیدې په زده‌کړه او پیاوړتیا کې اغېزناک دی.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د اسلامي ټولنې هر وګړی باید د عقیدوي مسایلو په اړه پوره پوهاوی ولري.
نور ولولئ⬇️
https://rta.af/news/nshst-aalmy-drbarh-arzsh-ktab-aakydh-ahl-alsn-oalgmaaa-brgzar-shd
د زندانونو چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته «د ماشومانو د اصلاح او تربیې(دارالتأدیب) مرکزونو» د لېږد مؤظف شوي پلاوي خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړه او د دغو مرکزونو د لېږد رسمي چارې یې پیل کړې.
نور ولولئ ⬇️

https://rta.af/news/rond-rsmy-antkal-mrakz-aslah-o-trbyt-atfal-bh-ozart-aadlyh-aghaz-shd
❤1
د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جمادي‌الاولی میاشتې پر اوومه نیټه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ۱۴م ګڼه حکم له مخې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونه (دارالتأدیب) د زندانونو چارو د تنظیم له ادارې بېل او عدلیې وزارت ته ولېږدول شول.
نور ولولئ⬇️

https://rta.af/leader-decrees/hkm-aaalykdr-amyralmomnyn-hfthhallh-drbarh-antkal-mrakz-aslah-o-trbyt-atfal-bh-ozart-aadlyh
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د غوښې تولید او پروسس( مسلخ) په برخه کې د امارتي شرکت فعالیتونه.
د دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو اوساحوي قول‌اردوګانو ۱۱۳ تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ د مسلکي کورسونو له درې میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ شول.

ورته مهال یادو فارغانو ډاډ ورکړی چې د هېواد له سرحداتو او اسلامي نظام څخه د دفاع او ساتنې په برخه کې هر ډول سرښندنې ته چمتو دي.
د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کې د هلمند له دوه‌لارې تر هراته د عمومي لویې لارې د لومړۍ او څلورمې برخې د بیارغونې پروژې، چې ټولیز لګښت یې شاوخوا ۱۲۰ میلیونه افغانۍ کېږي، منظور شوې ده.
نور ولولئ👇
https://rta.af/news/shahrah-aamomy-az-dorahy-hlmnd-ta-hrat-bazsazy-myshod
د کورنیو چارو وزارت له لوري، هغو کسانو ته چې د خپلو شخصي کورونو د ساتنې لپاره یې د وسلو ګرځولو جوازونه ترلاسه کړي، خبرداری ورکړل شوی، چې له یادو وسلو څخه یوازې د خپلو شخصي کورونو د ساتنې لپاره کار واخلي.

د دغه وزارت د خبرتیا پر بنسټ، یاد کسان یوازې د خپل کور د ساتنې لپاره د ورکړل شوې وسلې د کارولو اجازه لري او د دغې وسلې کارول د ځان ساتنې، دوکان، سوداګریز ځای یا نورو موخو لپاره د نافذه اصولو خلاف عمل ګڼل کېږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ازبکستان د کرنې وزارت له مرستیال جمشید عبدوذوکروف او د دواړو هېوادونو له متخصصینو سره په انلاین ناسته کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
نور ولولئ👇
https://rta.af/news/gftogoy-afghanstan-o-azbkstan-drbarh-gstrsh-hmkaryhay-zraaaty
❤1
د احصایې او معلوماتو ادارې اعلان کړی، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد د صادراتو ارزښت ۵۹۸ میلیونه او ۵۰۰ زره ډالرو ته رسېدلی دی.

یادې ادارې همداراز ویلي، چې په دغه موده کې د هېواد د وارداتو ارزښت له ۶ میلیارده او ۶۵۶ میلیونو ډالرو څخه زیات و.

وچه او تازه مېوه، طبي بوټي، معدني مواد او کرنیز تخمونه د هېواد له مهمو صادراتي توکو څخه بلل شوي دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
لنډ خبرونه | ۱۴۰۵/۰۸/۰۵
د بهرنیو چارو وزیر د «اهل السنة والجماعة عقیده» کتاب د علمي ارزښت په اړه علمي غونډه کې ټینګار وکړ، چې د اسلامي ټولنې هر وګړی باید د عقیدوي مسایلو په اړه پوره پوهاوی ولري
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د امربالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزیر شیخ محمد خالد حنفي، ځوانانو او محصلینو ته په یوه غونډه کې ویلي، چې د افغانستان راتلونکی نسل به د اسلامي شریعت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلو ارزښتونو ساتونکي وي.
ښاغلي حنفي زیاته کړې، چې اوس په هېواد کې تعصب له منځه وړل شوی او ټول یو ملت دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي «له نشه‌يې توکو سره د افغانستان اسلامي امارت مبارزه، واقعیتونه او لاسته راوړنې» تر عنوان لاندې جوړې شوې غونډې ته په خپلو خبرو کې ویلي، چې اسلامي امارت د نشه‌يي توکو د کښت د ساحوي څارنې په برخه کې له نړیوالو بنسټونو سره همغږۍ ته چمتو دی.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره د دغه بنسټ د پراختیايي پروژو په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي منصور د یونیسف د همکاریو د ستاینې ترڅنګ، د پروژو پر باکیفیته او پر وخت پلي کېدو ټینګار کړی دی.

د یونیسف دفتر استازې ډاډ ورکړی، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په همکارۍ سره به نورې پراختیايي پروژې هم پلي کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په کوربه‌توب «له نشه‌يي توکو سره د افغانستان اسلامي امارت مبارزه، واقعیتونه او لاسته راوړنې» تر عنوان لاندې غونډه، په کابل کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، دیپلوماتانو او د نړیوالو سازمانونو استازو په ګډون ترسره شوه.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي چې د نشه‌يي توکو د کښت، تولید، پروسس، قاچاق او استعمال د ممنوعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ پریکنده او قاطع بللی دی.

ښاغلي متقي د افغانستان په ګاونډ کي په ډیره پراخه پیمانه د نشه‌يي توکو کښت او قاچاق په اړه اندېښنه ښودلې او په وینا یې، که نړیواله ټولنه یې مخنیوي ته پاملرنه ونه کړي، د یادې پدیدې په اړه به د افغانستان مبارزه نیمګړې پاتې شي.

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم، د نشه يي توکو مخنیوي په برخه کې له افغانستان سره تخنیکي همکارۍ او سیمه‌ییزه همغږي اړینه بللې او په دې برخه کې یې د نړیوالې ټولنې پر دوامدارې همکارۍ ټینګار کړی دی.
😱1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
مسیر؛
د پوهنتون استاد محمد اسماعیل یون وايي، اوس مهال پاکستان په سیاسي او اقتصادي توګه ستر زیان لیدلی دی.
بشپړه خپرونه
https://youtu.be/-rtliCJ7Spk
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر، د کابل جهادي مدرسې له مهتمم شیخ محمد ابراهیم او شیخ محمد فقیر محمدي سره لیدلي دي.

مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې په هېواد کې د دیني علومو پرمختګ مثبت بللی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت د دیني او عصري علومو پراختیا ته ژمن دی.

ورته مهال شیخ محمد ابراهیم ویلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، جهادي مدرسو د نورو دیني مرکزونو ترڅنګ د پام وړ پرمختګ کړی دی