RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.79K subscribers
31.6K photos
16.5K videos
4 files
5.5K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له فارمونو څخه د راټولو شویو زیتونو د پروسس بهیر پیل شو.
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
په کونړ کې د څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرې وپلورل شوې.
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د بغلان د بورې کارخونې ۳۶ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته له غصب څخه ګرځول شوې ده.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
په بلخ کې د یو شمېر سړکونو د بیارغونې او قیر اچونې پروژه پیل شوه.
د کابل او یو شمېر ولایتونو د هوا حالات.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسولینو د مسلکي زده کړو کورسونو له درسي بهیر څخه لیدنه کړې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
اسلامي امارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پر دوام او د نړیوالې ټولنې پر همکارۍ ټینګار کړی.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د بهرنیو چارو وزارت له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله د اهل السنه و الجماعه عقیده کتاب په اړه علمي غونډه جوړه شوه.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
هېواد کې د ۳۰۰ لویو او کوچنیو کانونو د اکتشاف او استخراج چارې روانې دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د ټولنیز نظم او د خلکو د ارامۍ لپاره د پټاکیو او هغو توکو استعمال چې د خلکو د اذیت او وېرې سبب کېږي منع اعلان کړل.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
کاوش؛
د سیاسي چارو کارپوه سیدعبادالله صادق وايي، ملګري ملتونه باید د ملتونو همکار وي.
بشپړه خپرونه⬇️
https://youtu.be/3sRtjSlRBzQ?si=O54RzPeqnuc_rFBq
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د کاپیسا ولایت د دارالعلومونو او مدرسو لس تنه ممتاز زده کوونکي داسلامي زده کړو معینیت له لوري وستایل شول.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام هڅه کوي چې د اقتصادي بیا رغونې پروګرام د افغانستان پینځو ولایتونو ته وغځوي.
د نن چهارشنبې ورځې تاریخ!
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، د اسلام‌اباد هوکړې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې ښيي چې واشنګټن خپلو ژمنو ته ژمن نه دی.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، بقايي ټینګار کړی چې اروپايي هېوادونه باید د امریکا له اقداماتو ملاتړ ونه کړي او واشنګټن باید د نړیوالو قوانینو د نقض په تړاو ځواب ووايي.
سلګونه امنیتي ځواکونه نن (چهارشنبه، د لړم ۶مه) د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د ولسمشر پرابوو سوبیانتو د ځینو سیاستونو پر ضد د محصلینو د احتمالي لاریونونو د ګډوډیو مخنیوي لپاره ځای پر ځای شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، محصلین د ځنګلي اورلګېدنو د مهارولو په برخه کې د حکومت پر کړنلارې هم نیوکې لري.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس شیخ شهاب‌ الدین دلاور د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، ناروې او ډنمارک سره صلیبونو او نړیوال مالي پراختیايي مرکز له استازو سره په ناسته کې د دغه مرکز د مالي خدمتونو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو سربېره د افغاني سرې میاشتې د مالي سیستم د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي.

به دې ناسته کې د مالي چارو پر برېښنايي کولو، د معاشونو او مرستو د ورکړې د مدیریت پر ښه‌والي، د روڼتیا پر زیاتوالي او د حساب ورکونې د بهیر پر پیاوړتیا ټینګار وشو.

د نړیوالو بنسټونو استازو هم د مالي سیستمونو د پراختیا او اداري ظرفیت د لوړولو په برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او د ګډو همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د مالیزیا په سراواک ایالت کې د چاپېریالي زده کړو په نړیوال کنفرانس (EEC) کې چې پکې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو وزیران، د چاپیریالي امورو مسولین او د ملګرو ملتونو د بېلابېلو نهادونو مشران ګډون لري، برخه اخیستې ده.

د چاپېریال ساتنې عمومي اداره وایي، دې کنفرانس کې به د چاپېریال ساتنې لپاره په نویو تعلیمي لارو موندولو، د خلکو د چاپېریالي پوهاوي د کچې پر لوړولو، د اقلیمي بدلون پر وړاندې پر مبارزه او د کثافاتو په مدیریت بحث وشي.
د کابل ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي، چې د کابل د والي ملا امین‌الله عبید په مشرۍ د چهلستون د منار غره د وضعیت ارزونې او د احتمالي خطرونو مخنیوي لپاره د اړینو تدابیرو نیولو په موخه غونډه وشوه.
نور ولولئ ⬇️
https://rta.af/news/nshst-kmyth-adtrar-kabl-bray-brrsy-odaayt-koh-mnar-chhlston-brgzar-shd
د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان د کانونو لومړني ځانګړي نندارتون پرانېست غونډې مراسمو کې له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

حنفي زیاته کړه، اسلامي امارت پانګه‌والو ته د هر ډول اسانتیاوو برابرولو لپاره چمتو دی.

د نوموړي په وینا، هغو بهرنیو شرکتونو ته چې په افغانستان کې پانګونه کوي، ځمکې به په اوږدمهاله توګه او له افغانانو سره له شراکت پرته په اجاره ورکړل شي.

حنفي دغه اقدام د پانګه‌والو لپاره یو لوی امتیاز او اسانتیا وبلله او ویې ویل چې د افغانستان په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.