RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.79K subscribers
31.6K photos
16.6K videos
4 files
5.52K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
د انساني قاچاق د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله فرمان.
د نشر شمېره: (۱)
🥰2
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د لغمان لرې پرتې فراشغان ولسوالۍ ته د سړک جوړونې او پراخوالي چارې پیل شوې دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د غزني د پوهنې ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې دا مهال د ۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت د بېلابېلو ښوونځیو د بیارغونې چارې روانې دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
په مزارشریف ښار کې « د اسلامي نظام تر چتر لاندي د شريعت د نفاذ او همغږۍ» ولسي غونډه ترسره شوه.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص مالیزیا کې د چاپېریالي زده کړو نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
کاوش؛
د نړیوالو اړیکو کارپوه ډاکټر سمیر انګار وايي، د اسلامي امرات په بیا واکمنۍ سره د مخدره توکو تولید او قاچاق صفر ته را ټیټ شوی دی.
بشپړه خپرونه👇
https://youtu.be/egAyFT-XFXY?si=q6D1Z2pXhF-aqe_Q
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
په هېواد کې د بېوزلۍ د کمولو لپاره د اغېزناکو لارو چارو د موندلو هڅې روانې دي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سې شنبې ورځ د ښځې. سوله او امنیت تر سرلیک لاندې د یوې غونډې کوربه و.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د هرات د خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر څخه په لومړي ځل دوبۍ ته مستقیمې الوتنې پیل شوې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د افغانستان د کانونو لومړنی تخصصي نندارتون د اسلامي امارت د چارواکو او مسولینو په حضور کې جوړ شو.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
دافغانستان د معیار او کیفیت ادارې پلاوي د روسیې د معیار ادارې له چارواکو سره لیدلي.
د نن پنجشنبې ورځې تاریخ!
د هسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د دوو مسافروړونکو اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۶۸ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د هسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچېزد دې پېښې له امله په ټول هېواد کې درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی.

دا پېښه په روان کال کې په هسپانیا کې د اورګاډي دویمه لویه پېښه او په تېرو ۵۰ کلونو کې د دغه هېواد د اوسپنې پټلۍ په شبکه کې درېیمه مرګونې پېښه بلل شوې ده.
ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې د استرالیا د پوځ د یوې تازه خپرې شوې څېړنې له‌مخې، د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو (SAS) ځینې افسران خبر وو چې سرتېرو د شهید شویو افغانانو ترڅنګ وسلې اېښودې، څو هغوی د وسله‌والو په توګه معرفي کړي؛ خو د دې ناقانونه کړنې د مخنیوي لپاره یې اقدام نه دی کړی.

د راپور له‌مخې، د استرالیا د ځانګړو ځواکونو ځینو پوځيانو د شهیدانو د جسدونو ترڅنګ وسلې اېښودې، څو ملکي وګړي د وسله‌والو په توګه وښيي.

اشغالګرو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د شاوخوا ۲۰ کلونو پوځي حضور پر مهال د هوايي عملیاتو او شپنیو چاپو په ګډون ګڼ جنګي جنایتونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ګڼ شمېر ملکي وګړو د شهادت او ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، روانه اوونۍ د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۱۴۲ قضیو ته رسېدنه شوې ده.
د دغه وزارت په وینا، په همدې موده کې ۱۱ دښمنۍ او ۶۲ شخړې هوارې شوې، ۱۱ کسان د کوډګرۍ په تور نیول شوي او ۴۵۶ اصلاحي غونډې ترسره شوې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لیکوال، شاعر او علمي شخصیت عبدالاحد عشرتي غزنوي پر مړینه خواخوږي څرګنده کړې او د هغه مړینه یې د هېواد د علمي، ادبي او فرهنګي ټولنې لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه بللې ده.

دغه وزارت په یوه پیغام کې ارواښاد اکاډمیسین عبدالاحد عشرتي غزنوي د هېواد د علمي، ادبي او فرهنګي ډګر له پېژندل شویو شخصیتونو څخه بللی دی.
د معیار او کیفیت ادارې پلاوي د SMIIC عمومي غونډې په څنډه کې د ترکیې، ازبکستان، سعودي عربستان او قزاقستان له استازو سره کتلي.
په دې کتنه کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او دوه‌اړخیزو همکاریو په اړه خبرې شوې دي.
نور ولولئ⬇️
https://rta.af/news/hyat-adarh-maayar-o-kyfyt-ba-nmayndgan-chhar-kshor-dr-hashyh-nshst-smiic-dydar-krd
نن پنج‌شنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.
د انساني قاچاق د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله فرمان.
د نشر شمېره: (۲)