تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر
12K subscribers
2.64K photos
175 videos
35 links
تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو
د حقیقت او واقیعت په لټه

87.5 FM
Download Telegram
د اردن پوځ او هوايي ځواکونو په سویلي سوریه کې پر څو پټنځایونو او وسله‌ والو ډلو هوایي بريدونه ترسره کړي.
‏دوی وايي دا بریدونه د اردن په الکرک ولایت کې پر یوې کلیسا د برید په غبرګون کې شوي چې په ترڅ کې یې ۹ تنه بې‌ ګناه کسان وژل شوي وو.
❤20👎13😢7
د کندهار ښار د څوارلسمي حوزې مسولینو د لالک ماما له تعمیر سره د موټر سایکلونو د غلا یو دولس کسیز بانډ نیولی او په لومړنیو څېړنیو کي یې ۱۸ موټر سایکلونه ورڅخه پیدا کړي.
دغه بانډ په ډنډ، پنجوايي او نېش ولسوالیو، څوارلسمي او دریمي حوزې ان د روزګان ولایت په یو شمېر سیمو کي ملګري درلوده.
له دوی سره یوه توپنچې هم نیول سوي.
👍67❤30
د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ شل اوریزه لوبه نن په ژوندۍ بڼه له تبسم راډیو څخه واورئ!
که غواړئ د لوبې په جریان کي خپل محصولات، شرکت او کاروبار زرګونو اورېدونکو ته ور وپېژنئ، له دې فرصت څخه ګټه واخلئ!

پر واټساپ اړیکه ونیسئ:
0793332619

تبسم راډیو؛ د هر کور، موټر او دوکاندار د خوښۍ څپه!
👍22❤9😢1
‏امریکايي رسنۍ راپور ورکړی، چي امريکا غواړي هغه افغانان چي د پوليسو له خوا نيول سوي او اوس د کډوالۍ په کمپ ساتل کېږي پاکستان ته اخراج کړي.
‏د راپورونو له مخي، ښايي د دغو افغانانو د لېږد بهیر په راتلونکو څو اوونیو کي پیل سي؛ خو امریکايي چارواکو لا هم په دې اړه رسمي څرګندوني نه دي کړي.
‏د افغان ایواک بنسټ په وینا، د امریکا د دې احتمالي پرېکړي له امله به د هغو افغانانو د کورنیو غړي هم اغېزمن سي، چي تر ۲۰۲۱ کال مخکي ئې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.
😢29❤21👎8👍2
د سپینو زرو نرخونه:

- کندهار کېلو ۱۷۳۵ ډالره
- نړیوال بازار ۱۶۹۷ ډالره
❤26👍10😢2
کندهار کي د اسعارو نرخونه:

- یو ډالر ۶۵.۲ افغانۍ
- یو ډالر ۲۸۳.۳۰ کلداري
- زر افغانۍ ۴۳۵۴ کلداري
❤40
امر بالمعروف وزارت په ټول هیواد کي په واده او نورو مراسمو کي د پټاقیو ټکان کول، واردول او په دوکان کي خرڅول مطلق منعه اعلان کړه.
وايي سرغړونکو ته یې شرعي او قانوني سزا ورکول کیږي.
❤138👎15😢5👍4
سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې افغان او پاکستاني ځواکونه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ اړوند په انګور اډه کې نښته کړې ده.
دا نښته نن له غرمې وروسته پیل شوې او لا دوام لري.
‏د سرچینو په خبره، دواړه غاړې پر یو بل درنې وسلې کاروي او د سیمې ځينو اوسېدونکو خپل کورونه پرېیښي دي.
😢86❤12👍6👎2
افغان کرکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې لوبډلې څخه د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ لومړۍ لوبه د ۳۷ منډو په توپیر وګټله.
د دې لوبې پچه زیمبابوې وګټله او د توپ‌اچونې پرېکړه یې وکړه، چې د افغانستان له لوري ورته ۱۷۸ منډې هدف وټاکل شو.
❤42👍4👎4
په اسرائیل کي د پارلماني ټاکنو وروستی حال:
د اسرائیلو د پارلماني انتخاباتو له لومړنیو پایلو سره سم، لا هم هیڅ لوري ۶۱ څوکۍ نه دي ترلاسه کړي؛ ۶۱ څوکۍ د حکومت جوړولو لپاره اړین اکثریت دی.
د بېلابېلو ایګزټ پولونو له مخې، د بنیامین نتنیاهو ډله شاوخوا ۵۰–۵۱ څوکۍ او د ګادي آیزنکوټ په مشرۍ مخالفه ډله شاوخوا ۵۱–۵۳ څوکۍ لري. عربي ډلو بیا شاوخوا ۱۷–۱۹ څوکۍ ګټلي دي.
نتنیاهو ویلي، چي باید یو قوي ښي اړخی حکومت جوړ سي او د عربي ډلو پر ملاتړ حکومت جوړول یې رد کړي دي.
آیزنکوټ بیا ویلي، چي رایو د نتنیاهو د حکومت پر ضد د خلکو د بې باورۍ څرګندونه کړې او دی د نوي حکومت جوړولو هڅه کوي.
د رایو رسمي شمېرنه لا روانه ده او وروستۍ پایلي ښايي په راتلونکو ورځو کي روښانه سي. که دواړه اصلي لوري ائتلافي حکومت جوړ نه کړای سي، د نویو انتخاباتو امکان هم سته.
لنډه پایله: نتنیاهو تر اوسه مات سوی نه دی، خو د هغه ائتلاف اکثریت له لاسه ورکړی؛ آیزنکوټ هم د حکومت جوړولو لپاره ۶۱ څوکۍ نه لري. په اوسني حالت کي عربي ډلې د حکومت په جوړولو کي مهمه ونډه لرلای سي.
❤27👍6👎5😢3
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د اکتوبر له ۱۱مې تر ۲۴مې پوري ۹۴ زره او ۹۱۱ افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه سوي دي.
د سازمان د معلوماتو له مخي، په همدې موده کي ۴۱ زره او ۲۹۷ کسان له افغانستان څخه ایران او پاکستان ته تللي دي.
👍33❤2
رویټرز خبري آژانس د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي راپور ورکړی، چي له ایران سره د جګړې لګښت تر ۴۷ میلیاردو ډالرو اوښتی او دا شمېره د جولای د میاشتي تر اټکل ۲۵ سلنه زیاته ده.
د راپور له مخي، د جګړې پر مهال د مصرف سويو مهماتو د بیا برابرولو لپاره تر ۲۹ میلیاردو ډالرو ډېري پیسې او د پوځي تجهیزاتو د ځایناستي لپاره تر ۶ میلیاردو ډالرو ډېري پیسې اړیني دي.
په راپور کي ویل سوي، چي د پوځي تجهیزاتو په زیانونو کي الوتکي او ګڼ بې‌پیلوټه الوتکي هم شاملي دي.
👍44❤6👎5
په کندهار ښار کي د دوو نویو جوړېدونکو احمدشاهي او ډنډ چوک څخه تر باغ پل پوري د جادو د سړکونو ډول تغیر کړی.
مسولین وايي، هلته به دواړو لورو ته د دوو سړکونو پر ځای څلور سړکونه جوړیږي.
❤91👍7
د اتوما مخابراتي کمپنۍ مشر هشام رمضان وايي، چي کمپنۍ یې په افغانستان کي تر اوسه تر 150 میلیونه ډالرو ډېره پانګونه کړې او غواړي په راتلونکي کي خپلي پانګوني او مخابراتي چاري نوري هم پراخي کړي.
نوموړي دا څرګندوني د افغانستان د مالیې له وزیر سره په لیدنه کي کړي دي. په دې لیدنه کي په افغانستان کي د پانګوني پر پراختیا او د مخابراتي خدمتونو پر پراخولو خبري سوي دي.
❤50👍8👎2
‏د ملي دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې لیکلي چې پاکستان پرون پرته له کوم دلیل څخه د پکتیکا په انگور اډه کې پر بازار او نږدې امنیتي تاسیساتو بریدونه کړي دي.
‏یاد وزارت لیکلي چې په سیمه کې افغان ځواکونو هم د دې بریدونو په ځواب کې د پاکستاني نظامیانو پوستې په نښه کړي چې له امله یې یو شمیر پاکستاني سرتیري وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.
👍58❤18👎2
د اسرائیلو د پارلماني ټاکنو د رایو شمېرنه لا هم روانه ده.
د وروستیو شمېرو له مخي، د بنیامین نتنیاهو په مشرۍ ښي اړخي ائتلاف 54 څوکۍ او د ګادي آیزنکوټ په مشرۍ مخالف ائتلاف 47 څوکۍ لري، په داسي حال کي چي عربي ګوندونو 19 څوکۍ ګټلي دي.
په 120 کسیز پارلمان کي د حکومت جوړولو لپاره 61 څوکۍ اړیني دي، نو تر اوسه هیڅ لوری د حکومت جوړولو لپاره پوره اکثریت نه لري. د پاتې رایو له شمېرلو سره به پایلي نوري هم روښانه سي.
👎26😢21❤4
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددغه هیواد له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران د برید د احتمال په اړه ویلي دي چې، هرڅه امکان لري.
❤17👎12
د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف وايي، د دغه ائتلاف هوايي دفاعي ځواکونو د یمن د حوثیانو له خوا د سعودي عربستان ختیځې سیمي پر لور توغول سوی بالستیک توغندی شنډ او له منځه وړی دی.
😢23❤3👎3
د اسراییل د مرکزي ټاکنو کمېټې اعلان کړی، چې د پارلماني ټاکنو د ۸۸،۶ سلنه رایو تر شمېرلو وروسته د ګوندونو د څوکیو په وېش کې د پخوانیو پایلو په پرتله هېڅ بدلون نه دی راغلی. په دغه پارلماني ټاکنو کې د بنیامین نتنیاهو په مشرۍ بلاک د ۵۳ څوکیو په لرلو سره لا هم مخکښ دی.
👎30❤6
‏د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې خپل مرستیال جي‌ډي وېنس ته یې له ایران سره د سولې خبرو بیا پیلولو امر کړی.
👎37❤4