Millat Zagh
1.73K subscribers
7.69K photos
71 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
د غورچاڼ خپروني ننني مطلبونه:
1- د وینزویلا د وروستیو زلزلو په اړه معلومات.
2- د ګرمۍ په اړه د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری او له امله ئې په اروپا کي د شاوخوا ۱۳۰۰ کسانو مړینه.
3- د اوږدې ناستې خطرونه څه دي؟
4- امازون شرکت په هند کي د مصنوعي ځیرکتیا او برېښنايي سوداګرۍ په برخه کي ۴۸ میلیارډ ډالره پانګونه کوي.
5- پوهېږئ، شمالي کوریا په کال کي څو جنګي بېړۍ جوړوي؟
6- د طلاوو د بیو راکښته کېدل او د هغو لاملونه.
7- واټساپ کي د یوزرنېم اضافه کېدل.
8- د فوټبال په سږني نړیوال جام کي په اوو پرله پسې سیالیو کي د لیونل میسي اووه ګولونه او نړیوال ریکارډ.
9- د ننني ځوانانو بدنونه د تېرو په پرتله ولي ژر ځړېږي؟
10- د هندۍ سېنما د ویلکم ۳، میزاپور او نورو نوو فلمونو په اړه بشپړ معلومات.
دا او ورته جالب مطلبونه نن او سبا شپه نهه بجې په غورچاڼ خپرونه کي د ملت ږغ راډيو پر ۸۷،۸ ایف ایم څپو اورېدلای سی.
#MillatZagh
❤1👍1
متقي له خپل ایراني سیال سره د دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبري کړي
د ایران حکومت خبر ورکړی چي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ایران ته ور رسېدلی او د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره ئې د کابل او تهران د دوه اړخیزه اړیکو او ډيپلوماټیکو همکاریو د پراختیا په اړه خبري کړي دي.
متقي او د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن (پنج شنبه) سهار د ایران د پخواني او مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په جنازه کي د ګډون په موخه دغه هیواد ته روان سول.
#MillatZagh
❤2👍1
خوست له بلخ څخه لوبه وګټل
د زونونو په کچه د فوټبال په سیالیو کي خوست اریانا لوبډلي بلخ یاران لوبډلي ته دوه پر صفر ماته ورکړه.
یادي لوبي د کوربه هلمند، هرات، کابل، کندز، خوست او بلخ زونونو ترمنځ پیل سوي چي، دوې لوبډلي به ئې د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ ته لاره پیدا کړي.
د یادو سیالیو په دوام سبا (جمعه) د کندز او هلمند ترمنځ او د کابل او خوست لوبډلو ترمنځ لوبي ترسره کېږي.
#MillatZagh
❤1👍1
مس عينک لومړۍ بريا خپله کړه
د ۱۱م پړاو شپږیزه ۲۰ اوريزه کرکټ سياليو په پنځمه لوبه کي مس عينک لوبډلي بند امیر لوبډلي ته په اتو ویکټو ماته ورکړه.
په ياده لوبه کي بند امیر ۱۱۵ منډي هدف سيالي لوبډلي ته ورکړ او د مس عينک له پاره ضياء شريفي او مجيب الرحمن درې، درې لوبغاړي وسوځول.
مس عينک د دوو ویکټو په زيان او د خالد تڼيوال ۵۳ او د رحمان الله ګربز ۵۲ منډو په مټ ياد‌ هدف په ۱۰م اور کي پوره کړ او د بند آمير په ګټه الله محمد غضنفر او اظهار الحق نويد يو، يو لوبغاړی وسوځاوه.
په ياد ليګ کي شپږمه لوبه سبا (شنبه) سهار نهه بجې د بست او سپين غر لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
#MillatZagh
❤3
کابل کي د افغانستان او روسیې د سیاسي کچي د رئیسانو غونډه ترسره سوه
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي کچي د رئیسانو ترمنځ دوهمه ناسته د کابل په کوربتوب ترسره او د کابل او مسکو د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا په اړه خبري په کښي سوي دي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د افغان پلاوي مشري د دغه وزارت درېیم سیاسي رئیس دوکتور عبدالحی قانت او د روسیې د پلاوي مشري د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د دوهمي ادارې د رئیس الکسي پاولوفسکي پر غاړه وه، چي دواړو لورو د کابل او مسکو د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا، سیمه ییزو حالاتو، د سیمي د ثبات او ګډو ګټو په اړه خبري کړي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، په یاده ناسته کي د کابل او مسکو ترمنځ په یادو برخو کي پر همکارۍ او همږغۍ ټینګار سوی او د کابل او مسکو د یادو غونډو په دوام د درېیمي ناستي له پاره د مسکو په کوربتوب هوکړه سوې ده.
#MillatZagh
❤1👍1
لغمان کي د ترافیکي پېښي ۷ کسان لا هم لادرکه دي
د لغمان امنیه قومنداني وايي، په دغه ولایت کي د تېري جمعې شپې د ترافیکي پېښي له امله سیند ته په لوېدلو کسانو کي لا هم اووه تنه لادرکه دي.
د یادي قومندانۍ ویاند محمد یونس یوسفزي ملت ږغ راډیو ته ویلي، هڅي رواني دي، ترڅو هغوی هم له سیند څخه راوایستل سي.
د هغه په وینا، دغه ترافیکي پېښه تېره پنج شنبه ماښام ۱۰ نیمي بجې د کابل- جلال اباد پر لویه لاره د یوه پریس او د راستنو سوو افغان کډوالو د یوه ټېلر موټر ترمنځ رامنځ ته سوه، چي وروسته د راستنو سوو ټېلر موټر سیند ته ولوېد او له امله ئې څلور کسان مړه او ۱۱ تنه ژوبل سول.
#MillatZagh
👍1😢1
ملا برادر د ایران له جمهور رئیس سره د دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبري کړي
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د ایران له جمهور رئیس مسعود پزشکیان سره د کابل او تهران د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا په اړه خبري کړي دي.
اقتصادي معاونیت وايي، دواړو لورو پرون (جمعه) په ایران کي د یوې لیدني پر مهال د افغانستان او ایران د اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبري کړي او د هغو پر پیاوړتیا ئې ټینګار کړی دی.
د سرچینې په وینا، ملا برادر اخند په دې لیدنه کي ویلي چي، افغانستان او ایران ګډ مشترکات او ګډي ګټي لري او د هغو د پراختیا له پاره ئې د دواړو لورو د شته فرصتونو پر کارولو ټینګار کړی دی.
ملا برادر اخند او ورسره د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي تېره پنج شنبه د ایران د پخواني او مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي د جنازې په مراسمو کي د ګډون په خاطر دغه هیواد ته تللي دي.
#MillatZagh
❤3👍1
متقي له بنګالي چارواکو سره د دوه اړخیزه اړیکو او سوداګرۍ په اړه خبري کړي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د بنګله دېش د پارلمان له رئیس حافظ الدین احمد سره د افغانستان او بنګله دېش د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا او سوداګریزه اړیکو په اړه خبري کړي دي.
یاد وزارت نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دوی په ایران کي د یوې لیدني پر مهال د کابل او ډاکې د دوه اړخیزه سیاسي، اقتصادي او سوداګریزه اړیکو د پراختیا په اړه خبري کړي او د دواړو لورو د سوداګرۍ د فرصتونو او ظرفیتونو پر ښه کارولو ئې تینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کي د حافظ احمد په حواله راغلي چي، کابل او ډاکه پخوانۍ او ښې اړیکي لري او د افغانستان د اقتصادي بیارغوني او سوداګریزه اړیکو د پراختیا له پاره ئې د هغو موجودیت یو ښه فرصت یاد کړی دی.
امیر خان متقي تېره پنج شنبه له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند سره یوځای د ایران د پخواني او مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي د جنازې په مراسمو کي د ګډون په خاطر دغه هیواد ته تللي دي.
#MillatZagh
❤1👍1
نن پیلنۍ د چنګاښ میاشتي ۱۳مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۱۹۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۹۹۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۳۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۵۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۷ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۶۵ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۵۴ او په عام بازار کي کیلو په ۵۶ او ۵۸ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۸۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۷۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۵ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۷۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۸،۵۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۷ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2👍1
ایران او افغانستان ۳ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي
په کابل کي د ایران سفارت خبر ورکړی چي، ایران او افغانستان درې سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
یاد سفارت ویلي، دا هوکړه لیکونه افغانستان ته د ایران- افغانستان د ګډي خوني د سوداګریز پلاوي له راتګ سره هم مهاله د افغانستان او دغه هیواد د خصوصي سکټورونو ترمنځ په یوه سوداګریز کنفرانس کي لاسلیک سوي دي.
د سرچینې په وینا، دا هوکړه لیکونه د ایراني او افغاني شرکتونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کي د همکارۍ په اړه دي.
دا پلاوی تېره اوونۍ افغانستان ته راغلی چي موخه ئې د افغانستان د صنعت او کانونو په نړیوال او ملي نندارتون کي ګډون او د افغانستان او ایران سوداګریزو ناستو ترسره کول یاد سوي دي.
#MillatZagh
❤2👍1
سپین غر د راشد په شتون کي بریا ترلاسه کړه
د ۱۱م پړاو شپږیزه ۲۰ اوريزه کرکټ سياليو په شپږمه لوبه کي سپين غر لوبډلي بست ساتونکو ته په ۵۹ منډو توپير ماته ورکړه.
په ياده لوبه کي د سپين غر له پاره اجاز احمد‌ احمدزي ۶۴، وسيم اکرم ځاځي ۵۳ او عصمت عالم ۴۲ تر نورو د زياتو منډو په مټ سيالي لوبډلي ته ۲۲۰ منډي هدف ورکړ او د بست له پاره نور احمد او نجات مسود دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
بست لوبډلي د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو او د ابراهيم ځدراڼ ۵۹ زیاتو منډو په مټ ۱۶۰ منډي وکړې او د سپين غر له پاره راشد خان او عصمت عالم دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
په يادو سياليو کي دوهمه لوبه نن (شنبه) دوې بجې د مس عينک او امو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
#MilllatZagh
❤1
ننګرهار کي یوه کس خپل ورور ویشتلی
د ننګرهار امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د چپرهار ولسوالۍ په هاشه خېلو سیمه کي یوه کس خپل ورور ویشتلی او وژلی دی.
یادي قومندانۍ ویلي، دا پېښه پرون (جمعه) ماځیګر مهال رامنځ ته سوې او دغه کس وروسته د امنیتي پولیسو له خوا نیول سوی دی.
د سرچینې په وینا، وژل سوی کس د یادي ولسوالۍ د قراول قومندان و او زیاتوي چي، نیول کس عصبي ستونزه درلوده؛ خو د پېښي اصلي لامل لا هم نامعلومه دی او په اړه ئې څېړني رواني دي.
#MillatZagh
❤2😢2👍1
په څه کم یو میلیون ډالره د پنجشېر د طبي بوټو تړون لاسلیک سو
د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون وايي، په ۹۸۱ زره او ۷۴۰ امریکايي ډالره په یاد ولایت کي د څلورو طبي بوټو د ټولولو تړون لاسلیک سوی دی.
لټون ملت ږغ راډیو ته ویلي، دا تړون نن (شنبه) د یاد ولایت د کرهڼي ریاست او یوه خصوصي شرکت ترمنځ د یوه کال له پاره لاسلیک سو.
د هغه په وینا، په یاد تړون کي پنج انګش، شیره کمال، لروک او خینه کاه طبي بوټي شامل دي چي د یاد ولایت په مرکز بازارک ښار او شتل، رخه، عنابه، حصه اول او پریان ولسوالیو کي پر شاوخوا پنځه زره جریبه شتون لري او یاد شرکت به ئې حاصلات ټولوي.
د دغه ولایت د کرهڼي ریاست د چارواکو په وینا، تر دا مهاله په پنجشېر کي شاوخوا ۳۹ ډوله طبي بوټي پېژندل سوي دي.
#MillatZagh
❤2👍1
تېر کال له کندهار څخه د څه کم ۴۲۹ میلیونه ډالرو مېوه صادره سوې
د کندهار د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی چي، په تېر ۱۴۴۷ سپوږمیز کال کي له کندهار څخه د ۴۲۸ میلیونه، ۸۶۳ زره او ۵۹۲ امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۸۲ زره او ۳۸۱ مټریک ټنه مېوه نړیوالو بازارونو ته صادره سوې ده.
یاد ریاست ویلي، په یادو صادراتو کي ۱۰۱ زره او ۳۸۵ ټنه وچه او ۸۰ زره ۹۹۶ ټنه لنده مېوه شامله ده چي د منځنۍ اسیا په ګډون چین، هندوستان، بنګله دېش، متحده عربي اماراتو، قطر، ترکیې، کاناډا، انګلستان، مالیزیا، عراق، ویتنام، المان او یو شمېر نورو هیوادونو ته ترسره سوي دي.
که څه هم سږ کال سوداګر وايي چي، د مېوو حاصلات ښه دي؛ خو دوی له اسلامي امارت څخه د بدیلو لارو غوښتنه کوي.
#MillatZagh
❤2👍1
ترکیې له افغانستان سره د بورسونو او وېزو صادرولو په برخه کي د همکارۍ ژمني کړي
په افغانستان کي د ترکیې سفیر سادین ایدیلز کندهار ته راغلی او ویلي ئې دي چي، هیواد ئې غواړي افغانانو ته بورسونه ورکړي او د وېزو صادرولو په برخه کي اسانتیاوي هم راولي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني ویلي، ایدیلز نن (شنبه) د یادي خوني له عمومي رئیس عبدالاحد صدیقي سره په لیدنه کي دا څرګندوني کړي او ویلي ئې دي چي، غواړي د ترکیې د پوهنتونونو له پاره افغانانو ته بورسونه ورکړي او د هغوی په ګډون د تجارانو او ناروغانو له پاره د وېزو صادرولو اسانتیاوي برابروي.
د سرچینې په وینا، هغه په یاده ناسته کي ویلي، د هغو ټولو محصلینو مصارف هم ترکیه پر غاړه اخلي، چي د یادو بورسونو له پاره کامیاب سي.
#MillatZagh
❤3👍1
د سبا (یونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۶
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۱
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۴
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۴، کښته ۲۹
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۶
ننګرهار: ځای، ځای وریځ او د باران اټکل ، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۶
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۰
اسلام اباد: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۸
نوی ډهلی: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۹
#MillatZagh
❤4
امو ۳مه بريا ترلاسه کړه
د ۱۱م پړاو شپږیزه ۲۰ اوریزه کرکټ سياليو په اوومه لوبه کي امو په څلورو ویکټو مس عینک ته ماته ورکړه.
په ياده لوبه کي مس عينک د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو او د افسر ځاځي ۴۴ او ايمل شاهين ۴۲ زياتو منډو په مټ سيالي لوبډلي ته ۱۹۱ منډي هدف ورکړ او د امو له پاره قيس احمد دوه، ګلبدين، فضل الحق فاروقي او عبدالله احمدزي يو، يو لوبغاړی وسوځاوه.
امو د فيصل شينوزاده ۷۱، شاهد کمال ۵۴ او ګلبدين نايب ۳۲ زیاتو منډو په مټ یاد هدف پوره کړ او لوبه ئې وګټل.
په ياد لیګ کي سبا (يک شنبه) د بست او بند امیر او امو او سپین غر ترمنځ لوبي ترسره کېږي.
#MillatZagh
❤1
د انګلستان او هندوستان د لوبلړۍ پیل د انګلنډ په بريا وسو
د انګلستان په کوربتوب د هند او انګلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو ۲۰ اوریزو لوبو د لوبلړۍ دوهمه لوبه انګلستان په څلورو ويکټو وګټل.
په ياده لوبه کي هندوستان د اوو لوبغاړو په سوځېدلو سیال ټیم ته ۱۹۱ منډي هدف ورکړ او د انګلستان له پاره سم کرن درې، جفرا ارچړ ، ليام دوسن او جکس يو، يو لوبغاړی وسوځاوه.
انګلستان په ۱۹ اورونو کي د شپږو لوبغاړو په سوځېدلو ياد هدف پوره کړ او‌ د انډیا له ارشډیف سينګ درې، اګزر پټيل، وورون چکر ورټي او هارشيت رانا يو، يو لوبغاړی وسوځاوه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله بې نتېجې سوه او درېیمه ئې راتلونکې سه شنبه ترسره کېږي.
#MillatZagh
❤1
هلمند کي ۱۶ سېفا موټره قاچاقي توکي نیول سوي
په هلمند کي مېشت ۲۱۵ عزم قول خبر ورکړی چي، د تېرو ۱۰ ورځو پر مهال ئې په ۱۶ سېفا موټرانو کي ګڼ شمېر په غیرقانوني ډول هیواد ته راقاچاق کېدونکي خوراکي او غیر خوراکي توکي نیولي دي.
یاد قول اردو ویلي، دا موټران ئې د هلمند د بهرامچې ولسوالۍ په نقل سیمه کي نیولي دي.
د سرچینې په وینا، په یادو توکو کي درمل، ټوکران، کېمیاوي سري، د وسایطو پرزې او یو شمېر نور خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي.
#MillatZagh
❤2👍1
سبا د عبدالاحد مومند جنازه هیواد ته رالېږدول کېږي
ټاکل سوې سبا (دوشنبه) د لومړني افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه د جرمني له مونشن ښار څخه کابل ته را انتقال او په خپل هیواد کي خاورو ته وسپارل سي.
د سرچینو په وینا، د هغه د جنازې د انتقال چاري د بهرنیو چارو، دفاع او ټرانسپورټ وزارتونو په همږغۍ او همکارۍ ترسره کېږي چي، هیواد ته را لېږدولو وروسته به په همدې ورځ د نوموړي د جنازې لمونځ ادا او خاورو ته وسپارل سي.
مومند د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال د جون میاشتي پر ۲۱مه نېټه په جرمني کي د سرطان ناروغۍ له امله له ژوند سره مخه ښه وکړه.
#MillatZagh
❤1👍1😢1