پروان کي یوه ښځه له ۵ کلن کورني بند څخه وژغورل سوه
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، د پروان ولایت د باګرام ولسوالۍ په دهن سیمه کي ئې یوه ښځه له پنځه کلن کورني بند څخه ازاده کړې ده.
دغه وزارت وايي، یاده ښځه له تېرو پنځو کلونو راهیسي په خپل کور کي د کورنۍ د غړو له خوا بندي ساتل کېده او حقوق ئې نه ورکول کېده چي، د دغه وزارت د محتسبینو له خوا ازاده او له خپلو حقوقو څخه برخمنه سوې ده.
#MillatZagh

❤2😢2
پنجشېر کي د توتانو حاصلاتو څه کم ۱۵ سلنه زیات سوي
د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون وايي، سږ کال په پنجشېر کي له توتانو څخه څلور زره او ۲۳ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه سوي چي، د تېر کال په پرتله ۱۴،۹۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
لټون ویلي، دا حاصلات د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کي له ۱۴۰۰ هکټاره باغونو څخه ترلاسه سوي دي.
د هغه په وینا، مناسب اقلیم، د حاصلاتو راټولولو پر مهال د باران نه شتون او باغدارانو ته د مېوو وچوونکو دستګاوو وېشل د دې سبب سوي، ترڅو سږ کال په یاد ولایت کي د توتانو حاصلات زیات سي.
سیف الدین همدارنګه ویلي چي، سږ کال د دغه ولایت ۱۳۰ ټنه ګیلاس هم روسیې او منځنۍ اسیا ته صادر سوي او زیاتوي چي، یاده لړۍ اوس هم دوام لري.
د کرهڼي وزارت د رسمي شمېرو له مخي، تېر کال په پنجشېر کي له توتانو څخه درې زره او ۵۰۰ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه سوي وو.

👍2
سږ کال څه کم ۵ میلیونه میندي او کوچنیان تغذیوي مرستو ته اړتیا لري
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر (اوچا) وايي، په روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال ۴،۹ میلیونه میندي او کوچنیان تغذیوي مرستو ته اړتیا لري.
اوچا نن (دوشنبه) پر خپل ایکس لیکلي چي، لا هم میلیونونه افغانان؛ په ځانګړي ډول ښځي او کوچنیان له خوارځواکۍ سره مخ دي؛ خو بیا هم خپلي هیلي ژوندۍ ساتي.
د یاد دفتر په وینا، پر وخت ملاتړ او اقدام کولای سي، د ډېرو کسانو ژوند وژغوري.

نن دونۍ د چنګاښ میاشتي ۲۹مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۹۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۵۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۷۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۰ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۷۲ او په عام بازار کي کیلو په ۷۵ او ۷۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۹۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۹۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۳۵ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۶ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

👍2❤1
کندهار کي په ۷ میلیونه افغانۍ یوه پروژه پیل سوه
کندهار ښاروالي وايي، په کندهار ښار کي ئې په اووه میلیونه افغانۍ د کوڅو، ویالو، چریو او سلبونو د جوړولو یوه پروژه پیل کړې ده.
یادي ښاروالۍ په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دغه پروژه نن (دوشنبه) پیل سوه او په دوو میاشتو کي به بشپړه سي چي، د کندهار ښار په نهمه، ۱۰مه او ۱۲مه ناحیو کي تطبیق کېږي او شاوخوا ۳۵ کسانو ته کاري زمینه هم په کښي برابره سوې ده.
له دې سره هم مهاله د کونړ ښاروالۍ هم د دغه ولایت په مرکز اسعد اباد ښار کي په ۱۲،۶ میلیونه افغانۍ د ۱،۸۵ کیلومتره پیاده روونو د جوړولو او ۸۰۰ متره سړک د ډامبرولو کارونه پیل کړي چي، ۲۴۰ کسانو ته کاري زمینه هم په کښي برابره سوې او په څلورو میاشتو کي به دواړه پروژې بشپړي سي.

د الشفاء روغتون د بیارغولو کارونه به د روان تر پایه بشپړ سي
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د الشفاء روغتون د بیارغوني کارونه ۶۰ سلنه بشپړ سوي او تمه ده د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال تر پایه به ئې پاته کارونه بشپړ سي.
دغه معاونیت وايي، د یاد روغتون د بیارغولو له پاره ۱،۴ ملیارډ افغانۍ ځانګړي سوي چي د پخوانیو ساختمانونو اساسي بیارغول، د سراپا شپږ پوړه ییزي او اکسیجن دوه پوړه ییزي ودانیو جوړول، د طبي هوا او واکیوم او د تهویې سیسټمونو نصبول، د یاد روغتون د وسایطو د تمځای جوړول او یو شمېر نوري اسانتیاوي برابرول په کښي شامل دي.
د سرچینې په وینا، د دغه روغتون په فعالیت سره به په ورځني ډول سلګونو هیوادوالو ته د زړه جراحۍ، د پښتورګو تبدیلۍ، هیموډیالیز، د سرطاني ناروغیو د درملني، عمومي جراحۍ، بېړنۍ څانګي او یو شمېر نورو برخو کي معیاري روغتیايي خدمات وړاندي کېږي.
اقتصادي معاونیت وايي، د دغه روغتون د بیارغولو کارونه د ملي پراختیا شرکت له خوا مخ ته وړل کېږي او مالي لګښت ئې خپله اسلامي امارت ورکوي.

👍2😢1
سویس له افغانستان سره ۲،۴ میلیونه ډالره مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د کډوالو لويه کمېشنري (U.N.H.C.R) وايي، سویس له افغانستان سره ۲،۴ میلیونه امریکايي ډالره مرسته کړې ده.
د یادي کمېشنرۍ د افغانستان څانګي نن (سه شنبه) پر خپل ایکس لیکلي چي، دا بودجه په افغانستان کي د بشردوستانه فعالیتونو پر ملاتړ ولګوي.

This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
#تازه
ځايي سرچینې وایي، نن د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کي درانه سېلابونه راوتلي او یو شمېر ودانۍ ئې لاندي کړي دي.
تر اوسه د دغو سېلابونو د ځاني زیانونو په اړه څه نه دي ویل سوي.

Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
نورستان کي سېلابونو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي
د نورستان ولایت مقام ویاند فریدون صمیم وايي، نن (دوشنبه) غرمه درې بجې د دغه ولایت په مرکز پارون ښار کي د بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چي درانه مالي او ځاني زیانونه ئې اړولي دي.
صمیم وايي، د دغو سېلابونو له امله یو شمېر کسان هم تر ودانیو لاندي سوي، چي تر اوسه ئې شمېر نه دی معلوم؛ خو د اړوندو ارګانونو له خوا هڅي رواني دي، ترڅو هغوی له ودانیو څخه راوایستل سي.
د هغه په وینا، نور معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

😢4👍1
افغانستان او تاجکستان د دوه اړخیزه همکاریو په اړه خبري کړي
د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز ریاست د نظامي عملیاتو رئیس مولوي نور الرحمان نصرت په کابل کي د تاجکستان له سفیر سعدي شریفي سره د افغانستان او تاجکستان د دوه اړخیزه همکاریو د پراختیا په اړه خبري کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دواړو لورو د یوې لیدني پر مهال د سرحدي مسایلو او د دواړو لورو ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه خبري کړي دي.

❤2👍1
نورستان کي د سېلابونو له امله د دغه ولایت ښاروال او پرسونل ئې لادرکه سوي
د نورستان ولایت والي قاري زین العابدین عابد وايي، د دغه ولایت په مرکز پارون ښار کي د نننیو سېلابونو له امله د دغه ولایت ښاروال مولوي مولوي سراج الحق او د هغه پرسونل هم تر سېلابونو لاندي او لادرکه سوي دي.
د عابد په وینا، یو شمېر امنیتي ځواکونه او د پارون ښار دوکانداران هم تر ودانیو لاندي سوي او هڅي رواني دي؛ ترڅو د یادو کسانو جسدونه له سېلابونو او ودانیو څخه را وایستل سي.
هغه پر نړیوالو او مرستندویه ادارو ږغ کړی چي د دغه طبیعي پېښي په کنټرول کي له دوی سره مرسته او همکاري وکړي.

د سبا (منځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۴، کښته ۳۱
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۹
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۵
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۶، کښته ۳۲
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۴
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۷
ننګرهار: د څه ناڅه باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۲۳
کوټه: اسمان نیمه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۲
نوی ډهلی: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۲۷

😢3❤1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
نورستان کي د نننیو سېلابونو له امله ۶۰ کسان لادرکه سوي
د نورستان ولایت ویاند فریدون صمیم وايي، په دغه ولایت کي د نننیو سېلابونو له امله ۶۰ کسان لادرکه سوي چي، له ډلي ئې د شپږو کسانو جسدونه پیدا سوي دي.
صمیم وايي، د ژغورني عملیات اوس هم دوام لري او زیاتوي چي، د دغو سېلابونو له امله د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د هغه په وینا، وروستي جزئیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
دا سېلابونه نن غرمه شاوخوا درې بجې د دغه ولایت د مرکز پارون ښار په بازار کي راوتلي او ګڼ شمېر دولتي ودانۍ او دوکانونه ئې لاندي کړي دي.

اسلامي امارت په نورستان کي د سېلابونو په اړه خواشيني څرګنده کړه
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د نورستان په مرکز پارون ښار کي د رامنځ ته سوو سېلابونو له امله خواشیني ښودلې، ټپیانو ته ئې د بېړنۍ روغتیا او شهیدانو ته ئې د جنت الفردوس دعا کړې ده.
مجاهد تازه پر خپل ایکس لیکلي، اړوندو ادارو د خلکو د ژوند او مال د ژغورلو هڅي پیل کړي دي.
د معلوماتو پر اساس، په دغو سېلابونو کي د نورستان د ښاروال او یو شمېر امنیتي کسانو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ کسان لادرکه سوي او د پلټني عملیات ئې روان دي.

😢3❤1👍1
نورستان کي د سېلابونو له امله شاوخوا ۲۰۰ کسان مړه او لادرکه سوي
له پېښو د مبارزې او امادګۍ اداره وايي، د نورستان په مرکز پارون ښار کي د نننیو سېلابونو له امله ۲۰ کسان وژل سوي، ۸۰ تنه ژوبل سوي او تر ۱۰۰ زیات لادرکه دي.
د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد وايي، دا شمېرې وروستۍ نه دي او د ژغورني عملیات اوس هم دوام لري.
د حماد په وینا، د دغو سېلابونو له امله ګڼ شمېر دولتي ودانۍ، کورونه او کرهڼيزي مځکي هم زیانمني سوي دي.

😢8
کندهار کي نژدې ۱۴ مټریک ټنه نشه يي توکي وسوځول سول
د کندهار امنیې قومندانۍ ویلي، ۱۳ مټریک ټنه او ۸۷۰ کیلوګرامه نشه يي توکي ئې سوځولي چي، د ډیورنډ فرضي کرښي له هاغاړي څخه افغانستان ته راوړل سوي او نیول سوي وو.
یادي قومندانۍ ویلي، دغه نشه يي توکي د تېرو درو میاشتو پر مهال نیول سوي او پرون (دوشنبه) د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخي او د یوه ځانګړي پلاوي له خوا سوځول سوي دي.
د سرچینې په وینا، په سوځول سوو توکو کي تاریاک، اومان، ټابلیټ کا او یو شمېر نور نشه يي توکي شامل وو.

👍1
نورستان کي د سېلابونو له امله د وژل سوو کسانو شمېر ۲۳ ته پورته سو
د نورستان ولایت ویاند فریدون صمیم وايي، په دغه ولایت کي د وروستیو سېلابونو له امله د وژل سوو کسانو شمېر ۲۳ ته پورته سوی او له ډلي ئې د ۱۴ کسانو جسدونه پیدا سوي دي.
صمیم وایي، نن (سه شنبه) هم د ژغورني عملیات دوام لري.
دغه سېلابونه پرون (دوشنبه) د یاد ولایت په مرکز پارون ښار کي راغلي چي، له امله ئې شاوخوا ۸۰ کسان ژوبل او تر ۱۰۰ زیات لادرکه سوي او له دې سره، سره ئې د ۳۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت مالي زیانونه هم اړولي دي.

د کندهار په ارغستان کي د یوه کلیوالي سړک جوړولو کارونه پیل سول
له پېښو سره د مبارزې او امادګۍ ملي اداره وایي، د کندهار د ارغستان ولسوالۍ په چغنیان دره کي ئې د ۲۰۰ متره کیلوالي سړک جوړولو کارونه پیل کړي دي.
دې ادارې ویلي، دا پروژه د یادي سیمي د اوسېدونکو له پاره د خوندي تګ راتګ او ټرانسپورټي ستونزو د کمولو په موخه پلي کېږي او د تطبیق له پاره ئې ۱۵۳ زره او ۶۰۰ افغانۍ ځانګړي سوي چي ۴۰ زره افغانۍ د خلکو ونډه هم په کښي شامله ده.
د سرچینې په وینا، د دغه سړک په جوړېدلو سره به د کندهار او زابل ولایتونو ترمنځ د خلکو د خوندي او اسانه تګ راتګ زمینه برابره سي.
ارغستان د کندهار په ختیځ کي یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چي خلک ئې تر ډېره له عامه خدمتونو څخه بې برخي دي او اوسېدونکي ئې له اسلامي امارت څخه غواړي؛ ترڅو د دوی له پاره بشپړ روغتیايي، ټرانسپورټي، مخابراتي او د ژوند د نورو اړینو برخو خدمات او اسانتیاوي ورته برابري کړي.

ایران د نورستان له سېلاب ځپلو سره خواشیني څرګنده کړه
په پلازمېنه کابل کي د ایران سفارت په نورستان کي د وروستیو سېلابونو او مرګ ژوبلي له امله خواشیني څرګنده کړې او د دې پېښي د قربانیانو کورنیو ته ئې د تسلیت او غمشریکۍ پیغام ورکړی دی.
پرون (دوشنبه) د نورستان په مرکز پارون ښار کي سېلابونه راوتلي چي له امله ئې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت مالي زیانونه ئې هم اړولي دي.

نورستان کي د پرونیو سېلابونو په اړه د یاد ولایت د ویاند فریدون صمیم تازه معلومات:
https://www.facebook.com/share/v/1E7BfkxQ7X/?mibextid=wwXIfr