Millat Zagh
1.73K subscribers
7.69K photos
71 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
سږ کال د حیرتان له لاري په صادراتو کي ۶۷ سلنه زیاتوالی راغلی
د بلخ د سوداګرۍ او پانګوني خونه وايي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په تېرو درو میاشتو کي د حیرتان له لاري د ۶۷،۸۷ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت صادرات سوي چي د تېر کال په پرتله ۶۷ سلنه زیاتوالی په کښي راغلی دی.
یادي خوني په یوه خبرپاڼه کي ویلي، په دغو صادراتو کي وچه او لنده مېوه، کرهڼیز او صنعتي توکي شامل دي چي منځنۍ اسیا او یو شمېر نورو هیوادونو ته ترسره سوي دي.
خبرپاڼه وایي، د یاد بندر خدمات ۲۴ ساعته سوي او تمه ده په راتلونکي کي به دغه کچه نوره هم لوړه سي.
د دې خوني د معلوماتو پر اساس، تېر کال په یاده موده کي یوازي او یوازي د ۲۱،۹ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات ترسره سوي وو.
#MillatZagh
❤2👍1
د ولسوالیو په کچه د مصدقه سندونو د تصدیق خدمات پیلېږي
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د راتلونکي زمري میاشتي له لومړۍ نېټې د ولایتونو او ۱۰ ولسوالیو ترمنځ د مصدقه سندونو د تصدیق خدماتو پروسه پیلوي.
دغه وزارت نن (یک شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا پروسه به د کندهار په سپین بولدک، د هلمند په ګرشک، د غزني په جاغوري، د پکتیا په څمکنۍ، د کابل په سروبي او قره باغ، د ننګرهار په مهمند دره (تورخم)، د کندز په امام صاحب، د بلخ په کلداره (حیرتان) او د هرات په شینډنډ ولسوالیو کي پیل سي.
د خبرپاڼي له مخي، دغه پروسه د کونسلي خدمتونو د اسانتیا په موخه او د افغان پوسټ دولتي شرکت له خوا مخ ته وړل کېږي چي اړوند اسناد به د تصدیق په موخه ولایتونو یا وزارت ته استول کېږي او بیرته به د همدې پوسټ خوني له لاري رالېږدول کېږي.
#MillatZagh
❤1👍1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
ایران ته د تلونکو افغانانو ۱۴ جسدونه لا هم لادرکه دي
د نیمروز امنیه قومنداني وايي، هغه ۱۹ تنه افغانان چي غوښتل ئې په قاچاقي ډول ایران ته ولاړ سي، له ډلي ئې د پنځو کسانو جسدونه موندل سوي او د پاته نورو د موندلو هڅي رواني دي.
د یادي قومندانۍ ویاند ګل محمد قدرت وايي، اړوند ارګانونه هڅه کوي، ترڅو هغوی هم پیدا کړي.
د هغه په وینا، هغوی ۱۹ تنه وو او شاوخوا دوې اوونۍ مخکي د دغه ولایت له لاري ایران ته اوښتل چي په مارګو دښت کي د سختي ګرمۍ او تندي له امله له مرګ سره مخ سوي دي.
#MillatZagh
😢5👍1
نن د انګلستان او هند د لوبلړۍ وروستۍ لوبه ترسره کېږي
ټاکل سوې نن غرمه دوې نیمي بجې د انګلستان په کوربتوب د هند او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو ۵۰ اوریزه لوبو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه ترسره سي.
د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه هند او دوهمه انګلستان ګټلې ده.
#MillatZagh
❤1
سمنګان کي شاوخوا ۳،۷ میلیونه جریبه څړځایونه تثبیت سول
عدلیې وزارت خبر ورکړی چي، د مځکو د غصب د مخنیوي او بیرته راګرځولو کمېسیون په سمنګان کي درې میلیونه، ۷۰۸ زره او ۶۶۵ جریبه څړځایونه تثبیت کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاد څړځایونه د همدې ولایت په مرکز ایبک ښار او حضرت سلطان، خرم او سارباغ، فېروز نخچیر، روی دو آب، دره صوف بالا، دره صوف پایین او خلم ولسوالیو کي د یاد کمېسیون له خوا تر ارزوني وروسته تثبیت او د مځکو په بانک کي ثبت سوي دي.
د سرچینې په وینا، د یادو څړځایونو له ډلي ۳،۳ میلیونه جریبه پر خپل طبیعي حالت دي او پر شاوخوا ۳۷۸ زره جریبه باندي للمي او اوبه ییزه کرهڼه ترسره کېده چي، طبیعي حالت ئې له لاسه ورکړی دی.
#MillatZagh
❤2👍1
نن یونۍ د چنګاښ میاشتي ۲۸مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۲۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۶۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۳۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۵۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۰ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۷۲ او په عام بازار کي کیلو په ۷۵ او ۷۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۶،۱۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۵۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۴۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۵۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۳۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2👍1
څوک به ئې وګټي؛ هسپانيه دوهم او که ارجنټاین څلورم ځل؟
نن شپه د افغانستان پر وخت پر ۱۱ نیمي بجې د هسپانیې او ارجنټاین فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۶ زېږدیز کال د فوټبال نړیوال جام پایلوبه ترسره کېږي.
دا لوبه به د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک ایالت په نیوجرسي لوبغالي کي ترسره سي.
هسپانیې په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کي د دغه جام اتلولي ګټلې او ارجنټاین د تېر ځل د اتلولۍ سره، سره د څلورم ځل له پاره د دغه جام د ګټلو کوښښ کوي.
#MillatZagh
👍1
کابل کي ۲۲ زره نشه يي ګولۍ نیول سوي
د کورنیو چارو وزارت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې معینیت وايي، په کابل کي ئې ۲۲ زره او ۱۴۳ زیکپ نشه يي ګولۍ نیولي دي.
دغه معینیت وایي، یاد نشه يي توکي د پلازمېني کابل ښار په ۱۰مه، ۱۱مه او ۱۲مه ناحیو کي د جلا، جلا عملیاتو پر مهال له درو کسانو سره یوځای نیول سوي او زیاتوي چي، تورن کسان به تر پلټنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپاري.
له دې سره هم مهاله د کورنیو چارو وزارت هم په هرات کي د دوه زره او ۳۰۰ کیلوګرامه اومانو او په فراه کي د ۱۲۵۰ کیلوګرامه اومانو او ۱۰۵۰ لېټره نشه يي تېزابو د نیولو خبر ورکړی دی.
#MillatZagh
❤2👍1👎1
کندهار په ۷ ویکټو هلمند ته ماته ورکړه
د کندهار عمر سادات او هلمند ولايت ترمنځ د درو ۵۰ اوريزو لوبو د لوبلړۍ په دوهمه لوبه کي کندهار په اوو ویکټو سيالي لوبډلي ته ماته ورکړه.
په نننۍ لوبه کي هلمند د نهو لوبغاړو په سوځېدلو او د میراحمد ۸۲ زياتو منډو په مټ کندهار ته ۳۰۸ منډي هدف ورکړ چي کندهار دغه هدف د علي احمد ناصر ۱۰۸ او بلال ترین ۸۴ زیاتو منډو په مټ په ۳۳ اورونو کي پوره کړ.
د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه هلمند ګټلې او د سبا (دوشنبې) ورځي ګټونکی ټیم به د یادي لوبلړۍ اتلولي خپله کړي.
#MillatZagh
د افغانستان او پاکستان سوداګري ۳۶۷ میلیونه ډالرو ته راکښته سوې
پاکستانۍ ډان ورځپاڼه وايي، په روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال کي د افغانستان او پاکستان سوداګري ۳۶۷ میلیونه امریکايي ډالرو ته راکښته سوې چي، د تېرو کلونو په پرتله "په بې ساري ډول" کموالی په کښي راغلی دی‎.
یادي ورځپاڼي نن (یک شنبه) په یوه راپور کي ویلي، تر دې مخکي د کابل او اسلام اباد کلنۍ سوداګري شاوخوا پنځه ملیارډ امریکايي ډالرو ته رسېده او دواړو لورو یو او بل ته ۸۹ زره کانټینران لېږدول؛ خو سږ کال دا شمېره ۱۱ زره او ۶۰۰ کانټینرانو ته راکښته سوې ده.
د دغه راپور له مخي، د افغانستان له خوا له پاکستان سره د سوداګرۍ بندیز او له نورو هیوادونو سره د افغانستان د سوداګریزي راکړي ورکړي زیاتېدل د دې لاملونه سوي چي، دا شمېره په بې ساري ډول راکښته سي.
سرچینه زیاتوي چي، د افغانستان او پاکستان سوداګري په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کي په "مناسب" حال کي وه چي کلنی ارزښت ئې ۶،۷ امریکايي ډالرو ته رسېدلی و.
#MillatZagh
❤1👍1
د عامي روغتیا وزارت د خوړو او درملو د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی ازبکستان ته تللی
د عامي روغتیا وزارت د خوړو او درملو د مرستیال مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ یو افغان پلاوی ازبکستان ته تللی او د دغه هیواد د روغتیا وزارت له مرستیال او د درملو د صنعت د پراختیا ادارې له رئیس عبدالله عزیزوف سره ئې د روغتیا په برخه کي د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا په اړه خبري کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، افغان او یاد پلاوي د یوې ناستي پر مهال د درملو، طبي تجهیزاتو، روغتیايي محصولاتو او خوړو په برخه کي د همکاریو د پراختیا، تجربو شریکولو، د تخنیکي پوهي د لېږد، د تخنیکي ظرفیتونو لوړولو او د سوداګریزه اړیکو او ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبري کړي دي.
د سرچینې په وینا، زاهد په دغه ناسته کي ټینګار کړی چي، د درملو د کیفیت د ښه والي په موخه باید دوه اړخیزه اړیکي لا پراخي او په دې برخه کي تجربې له یو او بل سره شریکي کړل سي چي، ازبکستاني پلاوي په دې برخه کي د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
#MillatZagh
❤1👍1
د سبا (دونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۴، کښته ۳۱
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۲
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۹
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۷، کښته ۳۳
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۵
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۵، کښته ۳۲
ننګرهار: اسمان وریځ او د څه ناڅه باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۴
کوټه: اسمان نیمه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۲
نوی ډهلی: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۲۷
#MillatZagh
❤2
ملي دفاع وزارت یو بال (MI-17) هلیکوپټر ترمیم کړې
ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چي، یو بال (MI-17) هلیکوپټر ئې ترمیم کړې او په بریالي ډول ئې پرواز هم ورکړی دی.
دغه وزارت نن (یک شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاده هلیکوپټر د هوايي ځواک او مدافعې عمومي قومندانۍ له خوا تر ۱۳ میاشتو فني او تخنیکي ارزونو وروسته ترمیم او پروازونو ته چمتو سوې ده.
دغه وزارت د دې هلیکوټري ترمیم د هوايي ځواک د عملیاتي وړتیاوو د لوړولو په برخه کي یو مهم ګام یاد کړی دی.
#MillatZagh
❤1👍1
پر هلمند سیند په ۱۸۰ میلیونه افغانۍ د یوه پل جوړولو کارونه پیل سول
د هلمند ولایت مقام خبر ورکړی چي، د دغه ولایت د کجکي ولسوالۍ په اذان ناوې سیمه کي په ۱۸۰ میلیونه، ۳۷ زره او ۸۲۱ افغانۍ د یوه پل جوړولو کارونه پیل سول.
یاد دفتر وايي، دا پل د ټولګټو چارو وزارت له خوا جوړېږي چي کارونه ئې نن (یک شنبه) پیل سول او په دوو کلونو کي به ګټي اخستني ته وسپارل سي.
د سرچینې په وینا، دا پل به ۲۸۰ متره اوږدوالی او ۱۰ متره پراخوالی ولري چي، په جوړېدلو سره به ئې د کجکي او سنګین ولسوالیو په ګډون د ګڼو سیمو د اوسېدونکو له پاره پر یاد سیند د تګ راتګ اسانتیاوي برابري سي.
#MillatZagh
❤2👍1
په لانکا لیګ کي جافنا کینګر لومړۍ بریا ترلاسه کړه
د سریلانکا ۲۰ اوريزه کرکټ غوره ليګ (لانګا) په څلورمه‌ لوبه کي جافنا په پنځو ویکټو کن ډمبولا سکسرز ته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي ډمبولا سکسرز د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سيالي لوبډلي ته ۱۳۱ منډي هدف ورکړ چي د جافنا له خوا په ۱۹ اورونو کي پوره سو او یاده لوبه ئې وګټل.
#MillatZagh
❤1
بنګله دېش له زمبابوې څخه ۲۰ اوریزه لوبلړۍ وګټل
د مېلمه بنګله دېش او کوربه زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو ۲۰ اوريزو لوبو د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کي بنګله دېش سيالي لوبډلي ته په څلورو ويکټو ماته ورکړه او دغه لوبلړۍ ئې دوه پر یو ځني وګټل.
په ياده لوبه کي زمبابوې د اوو لوبغاړو په سوځېدلو سیال ټیم ته ۱۴۴ منډي ورکړ چي بنګله دېش د شپږو لوبغاړو په سوځېدلو او په وروستي اور کي پوره کړ.
تر دې مخکي د دواړو هیوادونو ترمنځ د درو ۵۰ اوریزه لوبو لوبلړۍ هم ترسره سوه چي د زمبابوې په ګټه بشپړه سوه.
#MillatZagh
❤1
انګليستان له انډيا څخه ۵۰ اوريزه لوبلړۍ وګټل
کوربه انګلستان مېلمه هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ته د‌ درو ۵۰ اوريزو لوبو د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه د ۲۷ منډو په توپير ماته ورکړه او دا لوبلړۍ ئې دوه پر يو ځني وګټل.
په‌ ياده لوبه کي انګلستان د درو لوبغاړو په سوځېدلو او د بين ډيکيټ ۱۴۱ جېکوب بېټل ۹۱ او روټ ۷۴ زياتو منډو په مټ سيالي لوبډلي ته ۳۸۸ منډي هدف ورکړ چي هندوستان د روهيت شرما ۱۳۸، شبمن ګېل ۷۷ او ويرات کوهلي ۷۴ زياتو منډو په ۳۶۰ منډي وکړې او لوبه ئي د ۲۷ منډو په توپير وبايلل
تر دې مخکي د‌ دوی ترمنځ د ۲۰ اوريزو لوبو لوبلړۍ هم انګلستان ګټلې وه.
#MillatZagh
❤1
هسپانیا ۱۶ کاله وروسته فوټبال نړیوال جام وګاټه
هسپانیا د ۲۰۲۶م فوټبال نړیوال جام په پایلوبه کي ارجنټاین ته یو پر صفر ماته ورکړه او ۱۶ کلونه وروسته د دوهم ځل پاره ئې د یاد جام اتلولي وګټل.
په دې لوبه کي، چي ۱۲۰ دقیقو ته اوږده سوه، د هسپانیا په ګټه فيران توريز په ۱۰۶مه دقيقه کي ګول ترسره کړ.
هسپانیې په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کي هم د دغه جام اتلولي ګټلې وه.
#MillatZagh
❤4👍2
فاریاب کي ترافیکي پېښي ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د فاریاب امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په المار ولسوالۍ کي د یوې ترافیکي پېښي له امله دوه کسان وژل سوي او څلور تنه نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه پرون (یک شنبه) ماپښین د یوه ټکټر او کرولا موټر ترمنځ د ټکر پر مهال رامنځ ته سوې او د یادي پېښي لامل ئې بې احتیاطي ښودلې ده.
د سرچینې په وینا، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.
دا پېښه داسي مهال رامنځ ته سوې چي تېره ورځ هم په بلخ او خوست کي د دوو ترافیکي پېښو له امله درې کسان ووژل سول او درې تنه نور ژوبل سول.
#MillatZagh
😢3👎1
ایران په لاریونونو کي د همکارۍ په تور یو افغان په دار کړ
د ایران د بشري حقوقو د څار سازمان (هه نګاو) خبر ورکړی چي، د ایران حکومت یو افغان په دار ځړولی دی.
دغه سازمان په یوه راپور کي ویلي، د ګل محمد محمدي په نوم دغه ۲۳ کلن افغان پرون (یک شنبه) سهار د دغه هیواد د اصفهان په دستګیرد زندان کي له یوه بل ایراني سره یوځای په لاریونونو کي د همکارۍ په تور په اعدام محکوم سوی او زیاتوي چي، ۱۰ نور کسان هم له یادي سزا سره مخ دي.
هم مهاله د ایران مهر خبري اژانس هم ویلي چي، دغه دوه اعدامونه د ایران حکومت ترسره کړي دي.
#MillatZagh
😢2❤1👎1