سبا په ۱۲ ولایتونو کي د بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو اټکل سوی
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني ریاست سبا (دوشنبه) په ۱۲ ولایتونو کي د بارانونو وورېدلو، سېلابونو او تېزو بادونو اټکل کړی دی.
یادي سرچینې په غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، پنجشېر، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کونړ، نورستان او بدخشان ولایتونو کي له ۱۰ څخه تر ۴۰ ملي متره باران او په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، لوېدیځو او شمالي ولایتونو کي له ۵۰ څخه تر ۹۵ کیلومتره په ساعت کي د باد د تېزوالي اټکل کړی دی.
#MillatZagh

😢3❤1
د سبا (دونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۷
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۷
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۴، کښته ۲۸
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۲
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۷
ننګرهار: ځینو سیمو کي د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۲۴
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۷

❤5👍2
د کندهار په ګډون په سوېلي ولایتونو کي د یو شمېر روغتونونو د چارو پیل او پرانستل
د عامي روغتیا وزیر نور جلالي وايي، کندهار، زابل او روزګان ولایتونو ته د سفر پر مهال ئې په یادو ولایتونو کي د شاوخوا ۳۵۰ میلیونه افغانۍ په لګښت د یو شمېر روغتونونو جوړولو د بنسټ ډبري ايښي او ځیني ئې ګټي اخستني ته سپارلي دي.
جلالي ویلي، په دې پروژو کي د کندهار په دامان او شاولیکوټ ولسوالیو کي په شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانۍ د دوو عمومي روغتونونو د جوړولو د چارو پیل، د کندهار د عینو مېني په ۳۵۰ روغتون کي په ۱،۵ میلیونه ډالره د بېړنۍ پاملرني (I.C.U) څانګي پرانستل، د روزګان په چهارچینو ولسوالۍ کي په ۵۵ میلیونه افغانۍ د یوه عمومي روغتون د چارو پیل، د همدې ولایت په مرکز ترینکوټ کي په ۳۸۰ زره ډالره د یوه مرکز پرانستل، په دهراود ولسوالۍ کي په ۲۵ میلیونه افغانۍ د یوه بل روغتیايي مرکز پرانستل او د زابل په شملزو ولسوالۍ کي په شاوخوا ۴۸ میلیونه افغانۍ د یوه عمومي روغتون د چارو پیلول شامل دي.
د هغه په وینا، د دغه سفر موخه ئې د هیواد په لېري او ۳۱۸ ولسوالیو کي د عمومي روغتونونو جوړول او د یادو ولسوالیو اوسېدونکي له روغتیايي خدمتونو څخه برخمني کول وو.

❤5👍1
د کرهڼي وزارت یو پلاوی مالداوو ته تللی
د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرهڼي او مالدارۍ د مرستیال صدراعظم عثماني په مشرۍ یوه لوړپوړي افغان پلاوي د مالداوو جمهوریت په رسمي بلنه دغه هیواد ته سفر کړی دی.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا سفر د افغانستان او مالداوو ترمنځ د عملي او تخنیکي همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په موخه سوی دی.
د سرچینې په وینا، افغان پلاوی به د دغه سفر پر مهال د رواني اګسټ میاشتي تر اوومي نېټې پوري د یاد هیواد له چارواکو سره د کرهڼیزو همکاریو د پراختیا، کرهڼیزو څېړنو، نوښتونو، د نباتاتو د ساتني، د عصري کرهڼیزو ټکنالوژیو او ګډو عملي پروګرامو د تطبیق په اړه خبري وکړي.

👍2❤1
بغلان کي ترافیکي پېښي ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د بغلان امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت د مرکز پلخمري ښار په حسین خېل سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله درې کسان وژل سوي او پنځه تنه نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دغه ترافیکي پېښه پرون (یک شنبه) د دوو مسافر وړونکو کوچنیو موټرانو ترمنځ د ټکر پر مهال رامنځ ته سوې چي یو سړی، یوه ښځه او یو کوچنی په کښي وژل سوي دي.
د سرچینې په وینا، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي او د دې پېښي لامل ئې بې احتیاطي یاده کړې ده.

😢2👎1
ایران د هرات- مزارشریف اوسپني پټلۍ ستراتیژیک چوکاټ تصویب کړ
د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال او د دغه هیواد د ټرانزیټ ملي شورا عمومي رئیس محمد رضا عارف د ختیځ- لوېدیځ ټرانزیټي دهلېز د پراختیا ستراتیژیک پلان تصویب کړی چي مهمه برخه ئې د هرات- مزارشریف اوسپني جوړول دي.
بل خوا افغانستان بانک تېره ورځ (یک شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، د افغانستان سوداګریز بانکونه هم د دې اوسپني پټلۍ پر جوړولو د یوه میکانیزم او مشارکت پر اساس شاوخوا ۵۵ ملیارده افغانۍ پانګونه کوي.
د اوسپني پټلۍ دغه کرښه له هرات څخه پیل او تر مزارشریف پوري رسېږي چي، نه یوازي د افغانستان له پاره د اقتصادي دهلېز ارزښت لري؛ له دې سره، سره ایران او ترکیه هم د افغانستان له لاري د منځنۍ اسیا له هیوادونو او چین سره نښلوي.

👍3❤1
نن دونۍ د زمري میاشتي ۱۲مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۲۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۶۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۸ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۶۹ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۶ او په عام بازار کي کیلو په ۷۰ او ۷۱ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۶ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۸ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۳۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۸۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۵،۲۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۲ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

د تېر کال په وروستۍ ربعه کي شاوخوا ۷۱ زره قضیې حل سوي
د ستري محکمې مرستیال ویاند قاري منصور احمد حمزه وايي، د تېر ۱۴۴۷ سپوږمیز کال د وروستۍ ربعي پر مهال ئې د ټول هیواد په کچه ۷۱ زره او ۶۲۵ قضیې حل کړي دي.
حمزه ملت ږغ راډیو ته ویلي، په یادو قضیو کي ۶۱ زره ۸۹۸ په ابتدائیه، اووه زره ۱۸۸ په مرافعه او دوه زره ۵۳۹ په تمیز محکمو کي حل سوي چي، درې زره ۸۸۸ ښځو د حقوقو اړوند او څلور زره ۵۶۵ ئې د نشه يي توکو قضیې هم په کښي شاملي دي.
منصور حمزه همدارنګه ویلي چي، په دې موده کي ئې د هیواد په ګوټ، ګوټ کي ئې ۳۷ زره او ۱۷۶ شرعي او قانوني وثیقې هم اجراء کړي دي.

👍2
کندهار کي په څه کم ۵ میلیونه افغانۍ د یوه چک ډېم جوړولو کارونه پیل سول
د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت وایي، د کندهار ولایت په لوړ شاولیکوټ ولسوالۍ کي ئې په ۴،۷ میلیونه افغانۍ د یوه چک ډېم جوړولو کارونه پیل کړي دي.
دغه وزارت نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا چک ډېم د ۳۷ متره اوږدوالي او څلور متره په پراخوالي سره جوړوي چي، اوس مهال یو شمېر کسانو ته کاري زمینه هم په کښي برابره سوې او په جوړېدلو سره به ئې شاوخوا ۳۷ زره متره مکعبه اوبه ذخیره سي.
تر دې مخکي هم د یادي ولسوالۍ په محمد جان اغا کلي کي په څه کم پنځه میلیونه افغانۍ د یوه چک ډېم د جوړولو کارونه پیل سول.

ملا برادر اخند د نورستان له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړه
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن (دوشنبه) نورستان ته سفر کړی او په دغه ولایت کي د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمنو کورنیو سره ئې نقدي مرسته کړې ده.
اقتصادي معاونیت وايي، هغه د دې سفر پر مهال له هغوی سره غمشریکي کړې او شهیدانو ته ئې د جنت الفردوس خواست کړی دی.
ملا برادر اخند د دې لیدني پر مهال زیانمنو کورنیو ته ویلي چي، اسلامي امارت له ټولو موجودو امکاناتو څخه په استفاده د هغوی لاسنیوی کوي او پر وخت ئې ستونزو ته رسېدګي کوي.
د نورستان په مرکز پارون ښار کي د تېري چنګاښ میاشتي په پای کي سېلابونه راغلل چي د ۲۴ کسانو د وژل کېدلو سره، سره د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت مالي زیانونه ئې واړول.

د نیمروز د وروستۍ پېښي له قربانیانو سره نقدي مرسته کېږي
له پېښو سره د مبارزې عمومي رئیس ملا نور الدین ترابي د نیمروز د وروستۍ پېښي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي او غمشریکي څرګنده کړې او یاده اداره وايي، د دې پېښي قربانیانو ته نقدي مرسته ورکوي.
د دې ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت نن (دوشنبه) په یوه وېډیو کي ویلي، د هر قرباني کس کورنۍ به ۲۰ زره نقدي افغانۍ ورکړي.
په دې وروستیو کي ۱۹ تنه هیوادوال چي غوښتل ئې د کار له پاره په قاچاقي ډول ایران ته ولاړ سي، د نیمروز په رېګونو کي د سختي تندي او ګرمۍ له امله مړه سول چي د پنځو کسانو جسدونه ئې شاوخوا دوې اوونۍ مخکي په نیمروز کي پیدا او په بلخ کي خاورو ته وسپارل سول او ۱۴ تنه ئې تازه بیا د نیمروز په رېګونو کي پیدا سول چي په باغیس کي خاورو ته وسپارل سول.

👎3👍1
د سبا (منځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۰، کښته ۲۵
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۰
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۴
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۸
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۱
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۴
ننګرهار: ځینو سیمو کي د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۴
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۹
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۲۷

❤2👍1
سبا په ۸ ولایتونو کي د بارانونو او سېلابونو اټکل سوی
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني ریاست سبا (سه شنبه) په اتو ولایتونو کي د بارانونو وورېدلو، تېزو بادونو او سېلابونو اټکل کړی دی.
دغه وزارت وايي، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست هغه ولایتونه دي چي له ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي مترو د باران او مرکزي، ختيځو، سوېل ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کي له ۵۰ څخه تر ۹۵ کیلومتره په ساعت کي د باد د تېزوالي اټکل سوی دی.

د کندهار- هرات پر لویه لاره یو ملکي روغتون پرانستل سو
ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چي، د کندهار- هرات لويي لاري په اوږدو کي د هلمند ولایت اړوند په ښوراب سیمه کي ئې یو ۲۰ بستریز ملکي روغتون پرانستی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاد روغتون نن (دوشنبه) د ښوراب ساحوي روغتون او د ۲۱۵ عزم قول اردو له خوا پرانستل سو او د پرانستلو په مراسمو کي ئې چارواکو ویلي چي، په دغه روغتون کي به د کندهار- هرات لويي لاري په اوږدو کي د ترافیکي پېښو قربانیان او نور ناروغان تداوي کېږي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، یاد روغتون د عمومي جراحي، نسايي ولادي، د زړه ګراف، غاښونو، لابراتوار او فارمسي په څانګو کي خدمات وړاندي کوي.

This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
نورستان کي بیا سېلابونه راغلي
د نورستان ولایت مقام ویاند فریدون صمیم وايي، نن (دوشنبه) تر غرمې وروسته یو ځل بیا د دغه ولایت په برګمټال ولسوالۍ کي سېلابونه راغلي او له امله ئې درې کوچنیان لادرکه سوي دي.
د صمیم په وینا، د دغو سېلابونو له امله ۸۷ کورونه، یو شمېر کرهڼیزي مځکي او باغونه هم له منځه تللي دي.
هغه زیاتوي چي، نور معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

👍1😢1
په سوېلي زون کي د الجزیرې پخوانی خبریال نادر خان مړ سوی
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په سوېلي حوزه کي د الجزیرې نړیوالي خبري شبکې پخوانی خبریال نادر خان د مغزي سکتې له امله مړ سوی دی.
یادي کمېټې د هغه پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د مرحوم په مړینه کي ئې د هغه له کورنۍ سره په دې غم ځان شریک بللی دی.
د سرچینې په وینا، هغه په دې وروستیو کي په هرات کي په شخصي تجارت بوخت و.

زابل کي د تازه ترافیکي پېښي له امله کوم څوک نه دي وژل سوي
د زابل امنیه قومنداني وايي، نن شپه د دغه ولایت اړوند په سنګي پله سیمه کي د کابل- کندهار پر لویه لاره یو مسافر وړونکی ۵۸۰ موټر د زیات سرعت له امله چپه سوی چي یو شمېر کسان په کښي ژوبل سوي؛ خو د هغوی شمېر ئې نه دی یاد کړی.
د سرچینې په وینا، په دې پېښه کي کوم څوک نه دي وژل سوي او ژوبل سوي کسان د زابل ولایتي روغتون ته لېږدول سوي دي.
د سرچینې په وینا، نور معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

👍4
د زابل امنیې قومندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر وايي، په دې پېښه کي ۱۶ کسان ژوبل سوي، چي ۱۱ نارینه، درې ښځي او دوه کوچنیان دي.
د جوهر په وینا، دا مهال په زابل ولایتي روغتون کي د هغوی درملنه روانه ده.
#MillatZagh
د جوهر په وینا، دا مهال په زابل ولایتي روغتون کي د هغوی درملنه روانه ده.
#MillatZagh
❤4👍1
د پروان د باریت کان د استخراج او پروسس تړون لاسلیک سو
د کانونو او پټرولیم وزارت له نبي افغان کان کیندني او پروسس شرکت سره په ۱۰۶ میلیونه افغانۍ پانګوني د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمي د باریت ډبرو کان د استخراج او پروسس تړون لاسلیک کړی دی.
دغه وزارت وایي، یاد تړون پرون (دوشنبه) د کانونو او پټرولیم د وزیر ملا هدایت الله بدري او د یاد شرکت د مسؤل ترمنځ د پنځو کلونو له پاره لاسلیک سوی دی.
د سرچینې په وینا، د دغه تړون له مخي به یاد شرکت د هر ټن پر سر اسلامي امارت ته ۸۵۰ افغانۍ رویالټي ورکوي، شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته به کاري زمینه برابروي او د باریت ډبرو د پروسس له پاره به په هیواد کي دننه یوه کارخونه هم جوړوي.

❤1👍1
د سوداګرۍ خوني د نورستان له سېلاب ځپلو سره شاوخوا ۷ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني خبر ورکړی چي، د نورستان له سېلاب ځپلو کورنیو سره ئې اووه میلیونه او ۵۸۵ زره افغانۍ نقدي مرسته کړې ده.
یادي خوني ویلي، دا مرسته پرون (دوشنبه) یاد ولایت ته د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له سفر سره هم مهاله، چي د دې خوني عمومي رئیس سید کریم هاشمي هم په کښي شامل و، پر هغوی وېشل سوې ده.
سید کریم هاشمي له هغوی سره په دې اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي ئې دي چي، په هر ډول حالاتو کي د دوی ملاتړ او لاسنیوي ته چمتو دي.