Millat Zagh
1.73K subscribers
7.68K photos
71 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
نن منځنۍ د زمري میاشتي ۱۳مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۲۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۶۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۹ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۰ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۶ او په عام بازار کي کیلو په ۷۰ او ۷۱ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۹۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۵ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۸۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۴،۸۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۱ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤1👍1
د افغانستان ۵ کلنه روغتیايي ستراتیژي اعلان سوه
د عامي روغتیا وزارت نن (سه شنبه) د افغانستان د روغتیايي سکټور له پاره خپله پنځه کلنه عمومي ستراتیژي اعلان کړه چي تر ۱۴۵۲ سپوږمیز کال پوري به تطبیق سي.
د عامي روغتیا وزیر نور جلال جلالي په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي ویلي، د دې ستراتیژۍ په عملي کولو سره به نه یوازي د افغانستان روغتیايي سکټور پیاوړی سي؛ بلکي د مور او کوچني د مړیني په کمولو کي به هم مهم رول ولوبوي.
د جلالي په وینا، په روغتیايي سکټور کي پر ځان بسیا کېدل، د ابتدائیه، ثانوي او ثالثي روغتیايي خدماتو اصلاحات، د داخلي تولیداتو او خصوصي سکټور ملاتړ، د روغتیايي ظرفیتونو لوړول او د برېښنايي روغتیايي سیسټم پیاوړتیا د دې ستراتیژۍ اصلي موخي دي.
د رئیس الورزا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي یاده ستراتیژي د افغانستان د روغتیايي سکټور د پراختیا او پیاوړتیا یو مهم ګام یاد کړی او ویلي ئې دي چي په دې سره به کاري فرصتونه هم رامنځ ته سي.
د حنفي په وینا، د افغانستان د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا له پاره لا هم زیاتو هڅو او پاملرني ته اړتیا ده او پر نړیوالو او مرستندویه ادارو ئې ږغ کړی چي، له افغانستان سره خپلو روغتیايي مرستو ته دوام ورکړي.
#MillatZagh
❤2👍1
کندهار کي د قتل په تور ۴ کسان نیول سوي
د کندهار امنیه قومنداني وایي، د هغه کس د وژلو په تور ئې څلور کسان نیولي چي، څه موده مخکي د دامان ولسوالۍ په سره کلاچه کي وژل سوی و.
یادي قومندانۍ نن (سه شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، پر نیول سوو کسانو له مقتول کس څخه د موټر او په ارغستان ولسوالۍ کي د یو شمېر لمریزو مولیدانو د غلا تورونه هم دي.
د سرچینې په وینا، له یادو کسانو سره یو ټوپک او یوه توپګنچه هم نیول سوې او زیاتوي چي، هغوی به تر څېړنو بشپړېدلو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپاري.
#MillatZagh
👍1
نورستان او کونړ کي د سېلابونو له امله ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
له پېښو سره د مبارزې او امادګۍ ملي اداره وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کي په نورستان او کونړ کي د سېلابونو له امله دوه کسان وژل سوي او دوه نور لادرکه سوي دي.
د یادي ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت ویلي، د دغو سېلابونو له امله په یادو ولایتونو کي ۸۷ کورونه، یو شمېر دوکانونه او ۵۰ جریبه کرهڼیزي مځکي هم زیانمني یا له منځه تللي دي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني ریاست نن (سه شنبه) بیا د یادو ولایتونو په ګډون په ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کي د باران اټکل کړی دی.
#MillatZagh
👍1
کونړ کي د زلزله ځپلو له پاره ۳۶ کورونه جوړ سول
ملي دفاع وزارت وايي، د کونړ ولایت د نور ګل ولسوالۍ په مزار دره سیمه کي ئې د دغه ولایت د تېر کال زلزله ځپلو له پاره ۳۶ کورونه جوړ کړي دي.
دغه وزارت وايي، یاد کورونه ئې د شپږو میاشتو په موده کي په ۳۳،۶ میلیونه افغانۍ جوړ کړي او نن (سه شنبه) ئې ګټي اخستني ته سپارلي دي.
#MillatZagh
❤1👍1
یو قزاقی پانګوال د پنجشېر پر کانونو پانګونه کوي
د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون وايي، د شمیل په نوم یوه قزاقستاني پانګوال په دغه ولایت کي د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت پانګوني ته چمتووالی ښودلی دی.
لټون ملت ږغ راډیو ته ویلي، یاد قزاقستانی پانګوال پنجشېر ته ورغلی او د همدې ولایت له والي حافظ محمد اغا حکیم سره ئې په لیدنه کي ویلي چي، غواړي په لومړي پړاو کي یاده پانګونه د دغه ولایت په کانونو کي وکړي او وروسته به ئې نوره هم زیاته کړي.
د هغه په وینا، حافظ حکیم د هغه د پانګوني هرکلی کړی او د هر ډول همکارۍ ډاډ ئې ورکړی دی.
#MillatZagh
👍2
لغمان کي په یو میلیون ډالره د ګرانیټ ډبرو پروسس خونه فعاله سوه
د لغمان د صنعت او سوداګرۍ ریاست خبر ورکړی چي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام کي د یو میلیون امریکايي ډالرو په پانګوني سره د ګرانیټ ډبرو یوې پروسس خوني فعالیت پیل کړی دی.
یاد ریاست وايي، دا کارخونه د خصوصي سکټور له خوا فعاله سوې چي خامي ګرانیټ ډبري تر پروسس وروسته بازار ته وړاندي کوي.
د سرچینې په وینا، په یاده کارخونه کي شاوخوا ۳۰ کسانو ته کاري زمینه هم برابره سوې ده.
#MillatZagh
👍1
انځورګر عالم کبیري د سرطان ناروغۍ له امله ساه ورکړه
له ګڼو ملي او نړیوالو رسنیو سره د پخواني تکړه انځور نیوونکي او خبریال عالم کبیري کورنۍ تائید کړې چي، نوموړي نن (سه شنبه) د سرطان ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
مرحوم کبیري کلونه، کلونه له ګڼو ملي او نړیوالو رسنیو سره د انځور نیوونکي او خبریال دندي ترسره کړي وې او په دې وروستیو کي په سرطان ناروغۍ اخته او په ایران کي تر درملني لاندي و.
#MillatZagh
😢2👍1
سږ کال د پولیو د مثتبو پېښو شمېر ۱۵ ته رسېدلی
د روغتیا نړیوال سازمان (W.H.O) وايي، که څه هم تېره اوونۍ په افغانستان کي د پولیو ناروغۍ مثبته پېښه نه ده ثبت سوې؛ خو د سږ ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیل راهیسي د رواني اګسټ میاشتي تر ۲مي نېټې په افغانستان کي د ګوزڼ ناروغۍ ۱۵ پېښي ثبت سوي دي.
دغه سازمان په یوه تازه راپور کي ویلي، د سږ کال له پیل راهیسي ئې د یادي ناروغۍ ۵۳ مثبتي بېلګي ثبت کړي دي.
یاد سازمان د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، افغانستان او پاکستان په نړیواله کچه هغه دوه هیوادونه دي، چي دا ناروغي نه ده په کښي له منځه تللې او هر کال ئې مثبتي پېښي په کښي ثبت کېږي.
#MillatZagh
👍1
د سبا (څلنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۰، کښته ۲۴
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۰
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۲
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۷
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۰
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۷
ننګرهار: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۴
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۲
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۷
#MillatZagh
❤2
شاوخوا ۶۵ زره راستنو سوو کورنیو ته د کورونو جوړولو مځکي ورکړل سوي
د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، تر دا مهاله ئې ۶۵ زره او ۱۵۴ راستنو سوو افغان کډوالو کورنیو د کورونو جوړولو او دایمي مېشتېدني په موخه مځکي ورکړي دي.
دغه وزارت نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاده لړۍ اوس هم د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي روانه ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت له خوا د هیواد په ۲۹ ولایتونو کي د راستنېدونکو افغان کډوالو له پاره ۶۰ بابه ښارګوټي ځانګړي سوي چي دا مهال د ځینو د وېش او د ځینو تخنیکي کارونه روان دي.
#MillatZagh
👍1
له یوې جاپانۍ مؤسسې سره په ۲ میلیونه ډالره د اوبو د تمویلي پروژو تړون لاسلیک سوی
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، له جاپان (P.M.S) مؤسسې سره ئې د دوه میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د اوبو د تمویل د یو شمېر پروژو د پلي کولو تړون لاسلیک کړی دی.
دغه وزارت وایي، یاد تړون پرون (سه شنبه) د اوبو او انرژۍ د وزیر ملا محمد یونس اخندزاده او د یادي مؤسسې د استازي ترمنځ لاسلیک سوی چي، له مخي به ئې یاده مؤسسه په دوو کلونو کي د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کي د اوبو د تمویل پروژې پلي کوي.
د سرچینې په وینا، دا مؤسسه به په یاده ولسوالي کي ۱۰ چک ډېمونه، درې حوضونه، درې سربندونه او درې کانالونه جوړوي او ترڅنګ به ئې یوه کارېز هم بیارغوي چي پر مهال به ئې سلګونو کسانو ته کاري زمینه برابره او په بشپړېدلو سره به ئې شاوخوا ۳۰۵ هکټاره کرهڼیزه مځکه له کرهڼیزو اوبو څخه برخمنه سي.
#MillatZagh
👍1
ننګرهار کي یوه کس خپل پلار وژلی
د ننګرهار امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت د خوږیاڼي ولسوالۍ په لوکړخېلو سیمه یو کس خپل پلار ویشتلی او وژلی دی.
د سرچینې په وینا، دا پېښه پرون (سه شنبه) تر لفظي شخړي وروسته رامنځ ته سوې ده.
یاده قومنداني وايي، دا کس ئې نیولی او په لومړنیو څېړنو کي ئې پر یاد جرم اعتراف کړی چي، تر څېړنو بشپړېدلو وروسته به ئې اړوندو ارګانونو ته وسپاري.
#MillatZagh
👍1
د کندهار په بولدک کي د ۵ وقایوي پروژو کارونه پیل سول
د کندهار له پېښو سره د مبارزې او امادګۍ ریاست وايي، په سپین بولدک ولسوالۍ کي ئې د پنځو وقایوي پروژو کارونه پیل کړي دي.
دغه ریاست وايي، یادي پروژې د کډوالۍ نړیوال سازمان (I.O.M) له خوا په ۱۲ میلیونه افغانۍ پلي کېږي چي، د یادي ولسوالۍ په مرکز کي د شاوخوا ۲۵۰ متره استنادي دېوال، په زړه جامعه کي هم د ۲۵۰ متره استنادي دېوال، په ذبیح الله کلي کي د ۶،۶ متره یوه پل، په شېرو کارېز کي د ۵۵۰ متره ډبرین کانال او په ونکه سیمه کي هم د څه کم ۴۰۰ متره ډبرین کانال جوړول په کښي شامل دي.
د سرچینې په وینا، يادي پروژې د سېلابونو د خطر د مخنیوي او د یادي ولسوالۍ د اوسېدونکو د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د ښه والي په موخه پلي کېږي.
#MillatZagh
👍1
د کندز په ابدان دښت کي د یوه استوګنیز ښارګوټي جوړولو په اړه خبري سوي
د پانګوني بین الوزارتي کمېټې د کندز په ابدان دښت کي پر درې زره جریبه مځکه د "واحده" استوګنیز ښارګوټي او د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کي د یوه استوګنیز او سوداګریز مارکېټ جوړولو په اړه خبري کړي دي.
اقتصادي معاونیت وایي، د دې طرحو په اړه پرون (سه شنبه) د یادي کمېټې په نوبتي غونډه کي خبري سوي او وروسته ځانګړو کمېټو ته دندي سپارل سوي؛ ترڅو د تخنیکي او مالي اړخونو په پام کي نیولو سره د دې طرحو ارزوني ترسره او راپورونه ئې د پانګوني بین الوزارتي کمېټې ته وړاندي کړي.
د سرچینې په وینا، د کندز د ابدان دښتي د استوګنیز ښارګوټي جوړولو طرحه د "اړتیا" او "اقتصادي ارزښت" له امله مهمه یاده سوې ده.
#MillatZagh
👍1
نن څلنۍ د زمري میاشتي ۱۴مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۲۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۶۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۹ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۰ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۴ او په عام بازار کي کیلو په ۶۶ او ۶۹ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۸۸ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۵۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۵ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۸۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۴،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۴ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2👍1
زابل کي څه کم ۱۰ ټنه نشه يي توکي وسوځول سول
د زابل امنیه قومنداني وايي، ۹،۴ مټریک ټنه اومان نشه يي توکي ئې سوځولي دي.
یادي قومندانۍ ملت ږغ راډیو ته په رالېږلې خبرپاڼه کي ویلي، دغه نشه يي توکي ئې د پنځو میاشتو په موده کي په همدې ولایت کي نیولي وو او نن (چهارشنبه) د یوه ګډ او ځانګړي پلاوي له خوا له منځه وړل سوي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، د دې نشه يي توکو په تور یو شمېر کسان هم نیول سوي چي، د نورو اجراآتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته سپارل سوي دي.
#MillatZagh
👍2❤1
ایران د یوې کورنۍ د دوو غړو په ګډون ۳ افغانان په دار ځړولي
د ایران د بشري حقوقو د څار سازمان (هه نګاو) وايي، د ایران حکومت د خراسان رضوي ولایت د تابیاد په مرکزي زندان کي د یوې کورنۍ د دوو غړو په ګډون درې افغانان په دار ځړولي دي.
یاد سازمان په یوه راپور کي ویلي، ملا ربیع عبدالمحمدي، د هغه وراره سخي عبدالمحمدي او قائد ناصري د تېري جولای میاشتي پر ۲۹مه د یاد هیواد له خوا په پټه په دار ځړول سوي دي.
د سرچینې په وینا، ۲۷ کلن ناصري د کندز اوسېدونکی او ۵۶ کلن ملا ربیع او د هغه ۲۴ کلن وراره د جوزجان اوسېدونکي وو چي ټول شاوخوا پنځه کاله مخکي د نشه يي توکو په تور نیول سوي وو.
#MillatZagh
👎1😢1
د افغانستان او ایرلینډ لومړۍ لوبه لغوه سوه
د افغانستان او ايرلينډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله لغوه سوه.
دواړي لوبډلي به راتلونکې جمعه د دې لوبلړۍ دوهمه لوبه ترسره کړي.
#MillatZagh
❤1
د سبا (پنځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۲    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۰
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۳
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۶      
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۹         
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۸ 
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۳      
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱       
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۲۷
#MillatZagh
❤3👍1