Millat Zagh
1.73K subscribers
7.67K photos
71 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
کندهار کي په ۲۵۰ میلیونه افغانۍ ۴۰ پروژې پیل سوې
کندهار ښاروالي وايي، په کندهار ښار کي ئې په ۲۵۰ میلیونه افغانۍ ۴۰ پروژې پیل کړي دي.
یادي ښاروالۍ ویلي، دا پروژې نن (سه شنبه) پیل سوي چي مالي ملاتړ ئې د ملګرو ملتونو د خدمتونو دفتر (U.N.O.P.S) له خوا ورکول کېږي او د سړکونو، کوڅو، کانالونو، مندونو او پارکونو جوړول په کښي شامل دي.
د سرچینې په وینا، په دې پروژو کي به اووه زره کسانو ته کاري زمینه برابره سي.
#MillatZagh
❤4
اسلامي امارت په زندانونو کي د محمود شاه حبیبي شتون رد کړ
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د افغانستان په زندانونو کي د تېر جمهوري حکومت د ملکي هوايي چلند ادارې د رئیس محمود شاه حبیبي په نوم هیڅ بندي نه سته.
مجاهد تازه د امریکا متحده ایالتونو د اندېښنو په غبرګون کي ویلي چي، که نوموړی په افغانستان کي بندي وای، دا موضوع به وختي حل سوې وای.
تازه د امریکا متحده ایالتونو د فدرالي څېړنو ادارې د نوموړي د لادرکه کېدلو د څلورم کال له پوره کېدلو سره هم مهاله د هغه د معلوماتو په بدل کي پنځه میلیونه امریکايي ډالره جایزه اعلان کړې ده.
د معلوماتو پر اساس، حبیبي، چي تر اسلامي امارت واکمنېدلو وروسته ئې په هیواد کي د اسیا مشورتي ګروپ د یوه مسؤل دنده پر غاړه وه او د امریکا تابعیت ئې هم درلود، د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په اګسټ میاشت کي له خپلو ۲۹ نورو کارمندانو سره په کابل کي ونیول سو چي وروسته هغوی ټول خوشي سول؛ خو د حبیبي درک تر اوسه نه دی معلوم سوی.
#MillatZagh
❤2
کابل کي د کرهڼي او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون پرانستل سو
د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چي، په کابل کي د افغانستان د کرهڼي او مالداری لومړنی نړیوال نندارتون جوړ سوی دی.
دغه وزارت ویلي، یاد نندارتون نن (سه شنبه) پرانستل سو او پنځه ورځي به دوام وکړي چي موخه ئې د افغاستان د کرهڼیزو محصولاتو ملاتړ، معرفت او له بهرني سکټور سره په بېلابېلو برخو کي د یو شمېر تړونونو لاسلیک کول دي.
د سرچینې په وینا، په یاد نندارتون کي د ایراني، ازبکستاني، هندوستان او ترکي شرکتونو په ګډون شاوخوا ۵۰۰ شرکتونو خپل کرهڼیز محصولات، تولیدات او وسایل نندارې ته وړاندي کړي دي.
د دغه نندارتون د پرانستل کېدلو پر مهال د کرهڼي وزیر مولوي عطاءالله عمري ویلي، په تېرو پنځو کلونو کي د هیواد په ګوټ، ګوټ کي ۷۱ زره سړې خوني جوړي سوي دي.
#MillatZagh
❤3
د سبا (څلنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۳    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۱
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۵
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۷      
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۰         
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۹ 
ننګرهار: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۴      
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱       
نوی ډهلی: اسمان څه ناڅه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۹
#MillatZagh
❤2
د لوبلړۍ ګټلو هڅه!
افغانستان د ایرلنډ پر وړاندي سبا (چهارشنبه) غرمه دوې بجې د څلورمي يو ورځنۍ لوبي له پاره د سيالۍ ډګر ته کښته کېږي.
د‌ يادي لوبي توپ په توپ جريان له ملت ږغ راډيو څخه پر ۸۷.۸ ايف ايم څپو او ملت ږغ اپليکېشن څخه اورېدلای سی.
#MillatZagh
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
❤4
غزني کي یو کس وژل سوی
د غزني امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کي یو کس ویشتل سوی او وژل سوی دی.
یادي قومندانۍ ویلي، دا پېښه پرون (سه شنبه) رامنځ ته سوې، په تور ئې یو کس هم نیول سوی او زیاتوي چي، تر اوسه د دې پېښي د لامل په اړه معلومات نه سته؛ خو په اړه ئې پلټني رواني دي.
#MillatZagh
❤2👎1😢1
افغانستان نن د ایرلنډ پر وړاندي د لوبي ډګر ته کښته کېږي
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن غرمه دوې بجې د ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلي پر وړاندي د پنځو ۵۰ اوریزه لوبو د څلورمي لوبي له پاره د دغه هیواد په کوربتوب د لوبي ډګر ته کښته کېږي.
د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله بې نتیجې سوه، دوهمه او درېیمه ئې افغانستان ګټلي او وروستۍ لوبه ئې راتلونکې جمعه ترسره کېږي.
#MillatZagh
❤2👍1
یوې روسي کمپنۍ د برېښنا پر تولیدي فابریکو پانګوني ته چمتووالی ښودلی
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د "پاور مشینز" په نوم یوه روسۍ او تخنیکي کمپنۍ غواړي په افغانستان کي د برېښنا د تولیدي فابریکو پر بیارغونه او تجهیزاتو نوي کولو پانګونه وکړي.
دغه شرکت ویلي، د یادي کمپنۍ د سوداګرۍ برخي مسؤل دینیس روداکوف افغانستان ته راغلی او د یاد شرکت له عمومي رئیس ملا عبدالحق همکار سره ئې په یوه ناسته کي ویلي چي، غواړي په افغانستان کي د موجودو توليدي فابریکو ارزونه وکړي؛ ترڅو د اساسي بیارغوني، تجهیزاتو نوي کولو او ظرفیت لوړولو له پاره خپلي طرحي جوړي کړي.
د سرچینې په وینا، ملا عبدالحق همکار یادي کمپنۍ ته د تخنیکي او لومړنیو ارزونو په برخه کي د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
#MillatZagh
❤4👍1
کندهار کي یو کس په تبرزین وژل سوی
د کندهار امنیې قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید ملت ږغ راډیو ته تائیدوي چي، د کندهار ښار د اوومي حوزې اړوند په کوبي سیمه کي یو کس په تبرزین وهل سوی او وژل سوی دی.
د جمشید په وینا، دا پېښه نن (چهارشنبه) سهار شاوخوا څلور بجې رامنځ ته سوې ده.
هغه ویلي، د دې پېښي په اړه ئې د مقتول کس مېرمن نیولې او هغې منلې چي په دې پېښه کي یوه بل کس هم مرسته ورسره کړې؛ خو نوموړی تښتېدلی او د نیولو هڅي ئې رواني دي.
#MillatZagh
😢4👍2
نن څلنۍ د زمري میاشتي ۲۱مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۰۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۴۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۹ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۱ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۳ او په عام بازار کي کیلو په ۶۵ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۷۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۸۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۳۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۴۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۳۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۵،۵۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
👍1
د ایران یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی
د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د ایران د کرهڼي جهاد وزیر غلام رضا نوري قزلجه په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی، چي د هغه مرستیالان او تخنیکي ټیمونه هم په کښي شامل دي، نن (چهارشنبه) کابل ته راغلی دی.
دغه وزارت وايي، یاد پلاوی د افغانستان د کرهڼي د وزیر مولوي عطاءالله عمري په بلنه دغه سفر ترسره کړی؛ ترڅو د اسلامي امارت له چارواکو سره د کرهڼي او مالدارۍ په اړه خبري وکړي او د کابل په کوربتوب د افغانستان د کرهڼي او مالدارۍ په نړیوال نندارتون کي به ګډون هم وکړي.
د سرچینې په وینا، دغه پلاوی به د کرهڼي له وزیر عطاءالله عمري هم وویني او د کرهڼي او مالدارۍ د همکاریو د پراختیا، تجربو شریکولو او د افغانستان او ایران د دوه اړخیزه اړیکو په اړه به خبري ورسره وکړي.
#MillatZagh
👍2
افغانستان له هند سره ۲۰ اوریزه لوبلړۍ ترسره کوي
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ملي ټیم به د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي پر وړاندي د درو ۲۰ اوریزه لوبو لوبلړۍ ترسره کړي.
د کرکټ بورډ په وینا، دا لوبي به د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال د سپټمبر میاشتي پر ۱۳مه، ۱۵مه او ۱۷مه نېټه د هند په کوربتوب او د نوي ډهلي په ارون جېټلي کرکټ لوبغالي کي ترسره سي.
#MillatZagh
❤3
سبا د اسټراليا او بنګله دېش ترمنځ د ټسټ لوبو لوبلړۍ پیلېږي
سبا (پنج شنبه) د اسټراليا او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوو ټسټ لوبو لوبلړۍ پيلېږي.
يادي لوبي د اسټراليا په کوربتوب او په مرارا کرکټ لوبغالي کي ترسره کېږي چي لومړۍ لوبه به ئې د رواني اګسټ مياشتي تر ۱۷مي نېټې‌‌ او دوهمه به ئې د اګست پر ۲۴مه پيل او تر ۲۶مي به دوام وکړي.
دواړو هیوادونو تر اوسه شپږ ټسټ لوبي ترسره کړي چي، پنځه اسټراليا او يوه بنګله دېش ګټلې ده.
#MillatZagh
بغلان کي د یوې وسله والي شخړي له امله ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د بغلان امنیه قومنداني وايي، پرون (سه شنبه) په یاد ولایت کي د دوو کورنیو ترمنځ په یوه وسله واله شخړه کي څلور کسان وژل سوي او یو تن بل ژوبل سوی دی.
یادي قومندانۍ ویلي، دا شخړه د تاله او برفک ولسوالۍ په دېوالک کلي کي د یادو کورنیو ترمنځ د کرهڼیزو اوبو پر سر رامنځ ته سوې ده.
#MillatZagh
👍1
د سبا (پنځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۳    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۲
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۵
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۶      
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۰         
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۳۰ 
ننګرهار: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۵      
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۲       
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۹
#MillatZagh
❤1👍1
له کابل پوهنتون څخه ۲۵۰۰ کسان فارغ سول
د لوړو زده کړو وزارت د کابل پوهنتون د ۲۲ پوهنځیو له ۸۰ څانګو څخه د دوه زره او ۵۰۰ کسانو د فارغولو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت ویلي، د هغوی فراغتغونډه نن (چهارشنبه) ترسره سوه چي د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندا محمد ندیم، د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېر احمد حقاني، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده او ګڼو نورو چارواکو ګډون په کښي کړی وو.
د سرچینې په وینا، یادو فارغانو ته د اسلامي امارت د مشر پیغام هم واورول سو او د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په دې غونډه کي هغوی ته ډاډ ورکړی چي، د فارغو کسانو له پاره د کاري زمینې برابرولو په "لټه" کي دي او پر دې برخه "کار" روان دی.
#MillatZagh
👍2
د پاکستان له زندانونو څخه ۸۷۵ افغان بندیان ازاد سوي
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چي، د پاکستان له زندانونو څخه ۸۷۵ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سوي دي.
دغه وزارت نن (پنج شنبه) په خپل اوونیز راپور کي ویلي، دا افغانان د پاکستان په زندانونو کي د بېلابېلو لاملونو له امله بندیان وو چي، تر ازادېدلو وروسته د ډیورنډ فرضي کرښي د چمن- بولدک او تورخم له لارو هیواد ته راستانه سوي دي.
د سرچینې په وینا، له یادو کسانو سره د مرستندویه بنسټونو له خوا مرستي سوي او وروسته خپلو سیمو ته لېږدول سوي دي.
تېره اوونۍ هم د دغه هیواد له زندانونو څخه ۳۲۵ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سول.
#MillatZagh
پنجشېر کي پر غیر الکولي مشروباتو او درملو ۱۰ میلیونه ډالره پانګونه کېږي
د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر وايي، یو شمېر پانګوال په دغه ولایت کي د درملو او غیر الکولي مشروباتو په برخه کي ۱۰ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه کوي.
یاد دفتر په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا پانګونه د غیر الکولي مشروباتو او سېروم جوړولو په برخه کي کېږي چي اوس ئې د پلي کولو کارونه روان دي.
#MillatZagh
روانه اوونۍ د ښځو حقوقو اړوند ۱۰۹ قضیې حل سوي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، روانه اوونۍ ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۱۰۹ قضیې حل کړي دي.
دغه وزارت په خپل اوونیز راپور کي ویلي، په یادو قضیو کي د اجباري او غیر شرعي نکاحګانو او کورنیو تاوتریخوالو مخنیوی، مېرمني له ولور، میراث او نورو حقوقو څخه برخمني کول، د شرعي نکاحګانو زمینه برابرول او د طلاق قضیې حلول شامل دي.
د سرچینې په وینا، په دې موده کي ئې د هیواد په ګوټ، ګوټ کي ۷۴ دښمنۍ او شخړي هم په دوستۍ بدلي کړي او په بېلابېلو سیمو کي ۱۵ تنه د کوډو او جادو په تور تر نیولو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل سوي دي.
#MillatZagh
نن پنځنۍ د زمري میاشتي ۲۲مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۰۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۴۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۹ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۱ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۳ او په عام بازار کي کیلو په ۶۵ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۳۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۳۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۵۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۴ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۹۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۷ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh