هرات کي په ۱۴۳ میلیونه ډالره د سیمنټو د تولیدي کارخوني جوړولو کارونه پیل سول
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چي، د هرات په زنده جان ولسوالۍ کي د ګلبهار سیمټ شرکت له خوا په ۱۴۳ میلیونه امریکايي ډالره د سیمنټو د تولیدي کارخوني جوړولو کارونه پیل سول.
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن (یک شنبه) په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي ویلي چي، د دې کارخوني په فعالېدلو سره به پر وارداتي سیمنټو تکیه راکمه، هیوادوالو ته کاري زمینه برابره او ساختماني چاري پراختیا ومومي.
ملا برادر اخند یو وار بیا پر نورو هیوادونو ږغ کړی چي، اسلامي امارت اقتصادي مسایل له سیاست سره نه تړي او هڅه کوي، ترڅو د "مناسبي اقتصادي ډیپلوماسۍ" له لاري سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو ته دوام ورکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د چارواکو په وینا، د دې کارخوني په فعالیت سره به ۵۰۰۰ کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره سي او په ورځني ډول به ۳۰۰۰ مټریک ټنه سیمنټ تولیدوي چي د افغانستان شاوخوا ۶۰ سلنه اړتیا به پوره کړي.
#MillatZagh

❤6
زابل کي د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل سو
د زابل د سوداګرۍ او پانګوني خوني خبر ورکړی چي، په دغه ولایت کي د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل سوی دی.
د یاد ولایت د سوداګرۍ خوني رئیس محمد هاشم مرغه وال پرون (یک شنبه) د دغه نندارتون د پرانستل کېدلو په مراسمو کي ویلي چي، د دغه نندارتون موخه د یاد ولایت د کرهڼیزو محصولاتو، لاسي صنایعو، معدني ډبرو او وچي مېوو پېژندل او ملاتړ دی.
د هغه په وینا، په یاد نندارتون کي په ۳۰ غرفو کي د ښځو لاسي صنایع، وچي او تازه مېوې، کرهڼیز محصولات نندارې ته وړاندي سوي او زیاتوي چي، په یاد نندارتون کي د دغه ولایت د سوداګرو سره، سره د کندهار او نورو هیوادونو سوداګرو هم ګډون کړی؛ ترڅو د یاد ولایت له سوداګرو سره د وچو او تازه مېوو په اړه هوکړه لیکونه وکړي.

❤1
نن افغانستان د ایرلنډ پر وړاندي درېیمه یوه ورځنۍ لوبه کوي
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن غرمه شاوخوا دوې بجې د ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلي پر وړاندي د پنځو ۵۰ اوریزه لوبو د لوبلړۍ د درېیمي لوبي له پاره د یاد هیواد په کوربتوب میدان ته کښته کېږي.
د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د باران امله بې نتیجې سوه، دوهمه افغانستان وګټل، څلورمه به ئې راتلونکې چهارشنبه او وروستۍ لوبه ئې به راتلونکې جمعه ترسره سي.

❤4
زابل د خاک افغان له لاري له روزګان سره نښلول کېږي
له پېښو سره د مبارزې او امادګۍ ملي اداره وايي، زابل او روزګان ولایتونه د زابل د خاک افغان ولسوالۍ له لاري د روزګان له خاص روزګان ولسوالۍ سره نښلوي.
د یادي ادارې د ویاند محمد یوسف حماد په وینا، دا لاره د ۲۵ کیلومتره اوږدوالي او شپږ متره په پراخوالي سره جوړېږي مالي لګښت ئې د دې ادارې له داخلي بودجې څخه ورکول کېږي او په شاوخوا پنځو میاشتو کي به بشپړه سي.
حماد ویلي، د دې لاري په جوړېدلو سره به د دواړو ولایتونو اوسېدونکو ته په بېلابېلو برخو کي ګڼي اسانتیاوي برابري سي.

❤2
نن دونۍ د زمري میاشتي ۱۹مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۰۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۴۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۹ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۱ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۳ او په عام بازار کي کیلو په ۶۵ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۵۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۶،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۵۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۴ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۷۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۸ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

په تله میاشت کي امام ابو حنیفه پنځم ملي او نړیوال نندارتون جوړېږي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني ویلي چي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال د تلي میاشتي له ۱۵مي تر ۲۱مي نېټې امام ابو حنیفه (رحمه الله) پنځم ملي او نړیوال نندارتون جوړوي.
یادي خوني ویلي، د دغه نندارتون جوړولو په موخه د افغانستان د سوداګرۍ خوني او د افغانستان د ملي او نړیوال نندارتون مرکز ترمنځ د همکارۍ یو تړون لاسلیک سوی، چي له مخي به ئې یاد نندارتون په کابل کي د دغه مرکز په کوربتوب جوړېږي او دواړه لوري به له یو او بل سره د هغه د جوړولو په موخه همکاري کوي.
دا نندارتون له تېرو پنځو کلونو راهیسي د کورنیو تولیداتو د معرفت او ملاتړ، د صادراتو د زیاتوالي، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د پانګوني د راجلبولو په موخه جوړېږي چي د کورنیو تولیداتو او سوداګرو سره، سره بهرني سوداګر هم ګډون په کښي کوي.

کابل کي ۴ تنه "وسله وال غله" ووژل سول
د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چي، تېره شپه ئې د کابل په ۱۸مه حوزه کي څلور تنه "وسله وال غله" ویشتلي او وژلي دي.
دغه وزارت ویلي، یادو کسانو یوه کور ته د ننوتلو هڅه کړې وه چي د امنیتي ځواکونو له خوا تر پېژندلو وروسته "نښته" ورسره سوې او په دې نښته کي ټول وژل سوي دي.
شاوخوا ۱۰ ورځي مخکي هم د کابل په اتمه حوزه کي اووه تنه "وسله وال غله" د امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کي وویشتل سول او ووژل سول.

❤5
د بدخشان د شخړي د حل په موخه یو پلاوی دغه ولایت ته تللی
د ریاست الوزرا په هدایت او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر ملا نور الله نوري په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د بدخشان ولایت یفتل ولسوالۍ ته سفر کړی؛ ترڅو په اتفاق بازار کي د خلکو او نظامي کسانو ترمنځ د وروستۍ شخړي څېړنه او بررسي وکړي.
دغه وزارت وايي، په دې پلاوي کي د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي رحمت لله نجیب، د دفاع وزارت لوژستیکي مرستیال علي جان احمد او د هلمند والي امام الدین منصور شامل دي چي، په دې شخړه کي ئې د وژل سوو کسانو په فاتحه کي هم ګډون کړی دی.
ملا نور الله نوري د دې فاتحې پر مهال ویلي چي، اسلامي امارت "قوم پرستي، سمت پرستي او نژاد پرستي" نه پرېږدي او د دې پېښي له مجرمینو سره به قانوني اجراآت وسي.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ په وینا، دا شخړه د رواني زمري میاشتي په ۱۰مه نېټه د یادي ولسوالۍ د اوسېدونکو او نظامي کسانو ترمنځ هغه مهال رامنځ ته سوه چي امنیتي ځواکونو پر موټرسایکل دوه سپاره کسان؛ یو نارینه او یوه ښځه د نشه يي توکو د لېږد په شک د تلاښۍ له پاره راوګرځول او وروسته یاد کس "ادعا" وکړه چي امنیتي ځواکونو له یادي مېرمني سره بدني "تلاښي" کړې ده.

افغانستان او ترکمنستان د ګډو پروژو او اقتصادي همکاریو په اړه خبري کړي
د ترکمنستان د ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف په مشرۍ د دغه هیواد یو لوړپوړی پلاوی هرات ته راغلی او د رئیس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند سره ئې د افغانستان او ترکمنستان د ګډو اقتصادي پروژو او همکاریو په اړه خبري کړي دي.
اقتصادي معاونیت وایي، دواړو لورو د یوې ناستي پر مهال د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو، په هرات کي د یادي پروژې د ګازو د وېش شبکې جوړولو، د دواړو لورو ترمنځ د ګازو د بیو په اړه د هوکړي، د آیکریم بندر بیا پرانستلو، په ترکمن باشي بندر کي د افغانستان د سوداګریزو توکو له پاره د اسانتیاوو برابرولو، د لاجورد مسیر د موجودو ستونزو د حل او د هرات – تورغونډۍ اوسپني پټلۍ د پراختیا په اړه خبري کړي او په یادو برخو کي ئې د دواړو لورو پر ګډي همکارۍ ټینګار کړی دی.
د سرچینې په وینا، هغوی په دې ناسته کي د ټاپ پروژې د پیل، نوري فایبر او اوسپني پټلۍ د پراختیا په اړه هم ږغېدلي او بردي محمدوف ویلي چي، په نژدې راتلونکي کي به په هرات کي د ټاپي پروژې د ګازو د وېش شبکې او د ټاپ برېښنا پروژې چاري پیل کړي.
یاد معاونیت وايي، دواړو لورو د دې موضوعاتو د تعقیب او تطبیق په موخه د یوې ګډي کمېټې پر جوړولو هم هوکړه کړې ده.

د سبا (منځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۳
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۱
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۴
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۷
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۰
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۹
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۴
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۸

غزني کي یوه کس او د هغه مېرمن په یوه حوض کي ډوب او وژل سوي
د غزني امنیه قومنداني وايي، نن (دوشنبه) د دغه ولایت د جاغوري ولسوالۍ په الغزار سیمه کي یوه کس او د هغه مېرمن د اوبو په یوه حوض کي ډوب او وژل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، د دې ښځي خاوند د خپل کور مخ ته په یاد حوض کي لمبېده چي په اوبو کي ډوب سوی او مېرمني ئې هڅه کړې؛ ترڅو هغه وژغوري، خو وروسته دواړه په اوبو کي ډوب او وژل سوي دي.
تېره پنج شنبه په کندهار کي هم دوه کسان په ارغنداب رود کي د لمبېدلو پر مهال اوبو یووړل او ووژل سول.
په زیاتو اوبو، رودونو، ویالو او سیندونو کي لمبېدل د دې پېښو د رامنځ ته کېدلو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

😢4
افغانستان دوهم وار هم ایرلنډ مات کړ
د افغانستان او ايرلينډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو لوبو د لوبلړۍ درېیمه لوبه هم افغانستان په درو ویکټو وګټل.
په ياده لوبه کي ايرلينډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو زموږ ملي ټیم لوبډلي ته ۲۰۷ منډي هدف ورکړ چي افغانستان دغه هدف په ۴۵ اورونو کي پوره کړ.
په دې لوبه کي د افغانستان په ګټه رحمان الله ګربز ۷۱ منډي جوړي کړې او راشد خان او غضنفر بیا درې، درې لوبغاړي وسوځول.
د دواړو هیوادونو ترمنځ د دې لوبلړۍ څلورمه لوبه راتلونکې چهارشنبه ترسره کېږي.

❤8
افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي د ګازو د پېر هوکړه لاسلیک سوه
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د افغان ګاز او ترکمن ګاز شرکتونو ترمنځ د ټاپي پروژې د ګازو د پېرلو هوکړه لاسلیک سوه.
یاد معاونیت ویلي، دا هوکړه پرون (دوشنبه) د هرات په تورغونډۍ بندر کي تر یوې ناستي وروسته لاسلیک سوه او پر مهال ئې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند ویلي چي، په نژدې راتلونکي کي به په هرات ښار او صنعتي ښارګوټي کي د ټاپي پروژې د ګازو وېشلو د شبکې چاري هم د ترکمن ګاز شرکت له خوا او د خصوصي سکټور په همکارۍ پیل سي.
د سرچینې په وینا، د دې هوکړي له مخي به د ټاپي پروژې د ګازو بیه، د ګازو اړتیا او د ګازو د توزیع پروسه مشخصه سي.

کرزي یو وار بیا د نجونو پر زده کړو او کار ټینګار کړی
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا د افغان نجونو پر زده کړو او کار ټینګار کړی او له یوې ایټالوۍ رسنۍ سره ئې په مرکه کي هیله څرګنده کړې چي، افغانستان به پر خپلو "پښو" ودرېږي او "بریالی" به سي.
کرزي په یاده مرکه کي ویلي، غواړي د خپلو درو لوڼو په ګډون د هیواد ټولو نجونو او ښځو ته زده کړو او کار زمینه برابره سي او په وینا ئې، د دغه هدف ترلاسه کولو له پاره هڅي کوي.
د هغه په وینا، اسلامي امارت هم دې ته هڅوي، ترڅو د نجونو پر وړاندي د کار او زده کړو محدودیتونه لیري کړي.

❤2👎1
زابل کي د قتل سر رامنځ ته سوي شخړه په دوستي بدله سوه
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کي ئې د قتل پر سر رامنځ ته سوې شخړه په دوستي بدله کړې ده.
دغه وزارت وایي، یاده شخړه د دوو کورنیو ترمنځ د یوه کس د وژلو له امله رامنځ ته سوې وه، د یوې ناستي پر مهال د سیمه ییزو قومي مشرانو او د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چار ریاست په منځګړیتوب حل سوې ده.
د سرچینې په خبره، دواړو لورو په دې ناسته کي د د ورورګلوۍ غاړي سره ورکړي او یو او بل ته ئې د زیان نه رسولو ژمني کړي دي.

راتلونکې شنبه عمومي رخصتي ده
د کار او ټولنیزو چارو وزارت راتلونکې شنبه "د زمري ۲۴مه" پر افغانستان د اسلامي امارت د بیا واکمنېدلو د پنځمي کالیزي په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړه.
اسلامي امارت د دوهم ځل له پاره د ۱۴۰۰ لېږدیز لمریز کال د زمري میاشتي پر ۲۴مه نېټه پر افغانستان حاکم سو.

👍3❤2
نن منځنۍ د زمري میاشتي ۲۰مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۰۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۴۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۹ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۱ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۳ او په عام بازار کي کیلو په ۶۵ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۲۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۶،۷۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۵۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۸۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۹۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۷ افغانۍ.

د عدلیې وزیر د غصب په اړه د اختصاصي محکمې د پرېکړي پر تطبیق ټینګار کړی
د عدلیې وزیر او له مځکو څخه د غصب د مخنیوي کمېسیون مشر عبدالحکیم شرعي ویلي، پر غصب سوو مځکو د اختصاصي محکمې د پرېکړي تطبیق د یاد کمېسیون "شرعي او قانوني" مکلفیت دی.
عبدالحکیم شرعي په یوه ناسته کي ویلي، د یاد کمېسیون او خلکو ترمنځ تر دعوې لاندي د مځکو په اړه پرېکړه د دولتي غصب سوو مځکو قضیو ته د رسېدګۍ اختصاصي محکمې کار دی او زیاتوي چي، تر پرېکړي وروسته هغه پر ټولو یو شان تطبیق کېږي.
د یاد کمېسیون د معلوماتو پر اساس، د هیواد په بېلابېلو سیمو کي ئې د ۳۰ ښارګوټو شاوخوا ۵۰ میلیونه جریبه مځکي، چي پخوا خلکو رانیولي او اوس په کښي اوسېږي، دولتي تثبیت کړي او له هغوی څخه ئې غوښتي چي، دا مځکي یاد کمېسیون ته وسپاري.

❤1😢1
هلمند کي "معلولو مجاهدینو" ته د مځکو ورکولو لړۍ پیل سوې
د هلمند ولایت ویاند محمد قاسم ریاض وايي، د کور او ښار جوړولو وزارت د دغه ولایت د کډوالو په ښارګوټي کي "معلولو مجاهدینو" ته د کورونو جوړولو په موخه د مځکو ورکولو لړۍ پیل کړې ده.
ریاض ملت ږغ راډیو ته ویلي، هر "معلول مجاهد" ته به پنځه بسوې مځکه ورکړل سي؛ ترڅو هغوی د اوسېدو له پاره له سرپناه څخه برخمن سي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، دا لړۍ ئې د کابینې د ۱۶مي مصوبې د حکم له مخي پیل کړې، وروسته به ئې د هیواد نورو ولایتونو ته هم وغځوي او هغو "مجاهدینو" ورکول کېږي چي د "تېري ۲۰ کلني جګړې" پر مهال ئې د بدن دوه یا زیات غړي له لاسه ورکړي وي.

د پنجشېر له کانونو څخه د شاوخوا ۷،۵ میلیونه افغانیو زمرد خرڅ سول
د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون وايي، د یوې داوطلبۍ له لاري د دغه ولایت د کانونو اووه زره، ۶۵۶ او ۱۸ قیراطه زمرد په اووه میلیونه، ۶۵۸ زره او ۲۰۰ افغانۍ وپلورل سول.
لټون ملت ږغ راډیو ته ویلي، دغه داوطلبي نن (سه شنبه) د همدې ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست له خوا ترسره سوه چي یاده اندازه زمرد پر ملي او د ایران، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، روسیې، هندوستان او اسټرالیا سوداګرو په کښي خرڅ سوي دي.