Millat Zagh
1.73K subscribers
7.67K photos
71 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
پاکستان ته د شاوخوا یو خروار سرپنټین ډبري د قاچاق مخه ونیول سوه
د ننګرهار امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د پچیراګام ولسوالۍ په هزار ناو تنګي سیمه کي ئې پاکستان ته د ۱۲۶۸ منه سرپنټین قیمتي ډبري د قاچاق مخه نیولې ده.
یادي قومندانۍ ویلي، دغه اندازه ډبري په یوه موټر کي د یوه کس له خوا د هسکي مېني له لاري په قاچاقي ډول پاکستان ته وړل کېدې، چي د امنیتي ځواکونو له خوا ئې مخنیوی سوی دی.
#MillatZagh
❤1
نن پیلنۍ د زمري میاشتي ۳۱مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۲۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۶۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: په پمپونو کي لېټر په ۸۳ او په عام بازار کي په ۸۵ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۱ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۵ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۷۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۶،۷۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۷۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۶۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۳۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۵ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤1
کندز کي څه کم ۵۰۰ کیلوګرامه تاریاک نیول سوي
د کندز امنیه قومنداني وايي، تېره ورځ (جمعه) ئې د یاد ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په ایرګنک سیمه کي ۴۸۴ کیلو ګرامه تاریاک نیولي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا نشه يي توکي ئې له اوو کسانو سره نیولي چي، غوښتل ئې له بدخشان څخه ئې یوې بلي سیمي ته انتقال کړي.
د سرچینې په وینا، یاد کسان به تر لومړنیو تحقیقاتو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل سي.
#MillatZagh
❤1
د "شرطې" قانون په رسمي جریده کي خپور سو
عدلیې وزارت خبر ورکړی چي، د اسلامي امارت د مشر تر توشېح وروسته ئې د امنیتي پولیسو د "شرطې" قانون په رسمي جریده کي خپور کړی دی.
دغه وزارت نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاد قانون د دوو بابونو، پنځو فصلونو او ۵۳ مادو درلودونکی دی چي د تطبیق او پلي کولو مسؤلیت ئې د کورنیو چارو وزارت پر غاړه دی.
د سرچینې په وینا، په یاد قانون کي د امنیتي او ترافیک پولیسو مسؤلیتونه، د ترافیکي، جنايي او قاچاقي پېښو پر مهال د هغوی واک او صلاحیتونه، د خلکو د هویت معلومولو، نیولو او پلټلو او د امنیتي ځواکونو له خوا د تجهیزاتو کارولو اړوند سپارښتني او معلومات شامل دي.
#MillatZagh
❤6
هلمند کي تېره اوونۍ څه کم ۱۷ ټنه قاچاقي توکي نیول سوي
د هلمند ولایت ویاند محمد قاسم ریاض وايي، د تېري یوې اوونۍ پر مهال په دغه ولایت کي ۱۶ مټریک تنه او ۸۶۷ کیلوګرامه قاچاقي توکي نیول سوي دي.
د ریاض په وینا، یاد توکي په قاچاقي ډول له پاکستان څخه راوړل کېدل چي په تور ئې ۱۵ کسان هم نیول سوي او د نورو اجراآتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته سپارل سوي دي.
هغه ویلي، په یادو توکو کي خوراکي توکي، انساني او کرهڼیز درمل، ټوکر او د وسایطو پرزې شاملي دي.
#MillatZagh
❤2
په ۸ ولایتونو کي د ۴۴ لرغونو سیمو له پاره حریمونه ټاکل سوي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغوني پېژندني کمېټې غزني، زابل، کندهار، روزګان، هلمند، نیمروز، فراه او هرات ولایتونو ته د سفر پر مهال په یادو ولایتونو کي د ۴۴ لرغونو او تاریخي سیمو وضعیت له نژدې ارزولی او د دغو سیمو له پاره ئې حریمونه ټاکلي دي.
د یاد وزارت د لرغون پېژندني رئیس ذبیح الله سادات وايي، لرغوني او تاریخي سیمي د افغانستان د هویت، تاریخ او فرهنګ مهمه برخه جوړوي، نو ځکه ئې د هغو د لا ساتني او عامه پوهاوي په موخه دغه اقدام ترسره کړی دی.
سادات دا پروګرام د عامه پوهاوي د کچي لوړولو، د لرغونو او تاریخي اثارو د تخریب، د غیرقانوني ودانیزو چارو او نورو احتمالي زیانونو د مخنیوي په برخه کي مهم یاد کړی دی.
#MillatZagh
❤1
راتلونکې شنبه لومړۍ درجه احمد شاه ابدالي کرکټ سيالۍ پيلېږي
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، راتلونکې شنبه (د اګسټ ۲۹مه) نهم پړاو احمد شاه بابا ابدالي څلور ورځنۍ کرکټ سیالۍ پیلېږي او د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال د اکټوبر میاشتي تر اتمي نېټې پوري به دوام وکړي، چي کوربتوب به ئې ننګرهار او خوست وکړي.
د کرکټ بورډ په وینا، په دې سیالیو کي پامیر، هندوکش، ماهیپر او میوند اتلان لوبډلي ګډون کوي او د ملي، الف او ۱۹ کلنو لوبډلو او د کورني کرکټ تکړه لوبغاړي به په کښي ولوبېږي.
#MillatZagh
❤2
د سبا (یونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۳    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۸
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۳
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۷      
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۹         
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۷ 
ننګرهار: اسمان نیمه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۲      
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۹       
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۸
#MillatZagh
❤1
په دوو کلونو کي ۸۹ سوداګر هیواد ته راستانه سوي
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د دوو کلونو په موده کي ۸۹ سوداګر او صنعتکاران هیواد ته راستانه او ۶۸ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه ئې کړې چي په دې پانګونه سره ئې څلور زره او ۶۶۱ کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر کړي دي.
فطرت ویلي، یاد سوداګر او صنعتکاران د ۱۴۴۶ سپوږمیز د دوهمي میاشتي له پای راهیسي تر دا مهاله هیواد ته راستانه سوي چي یو ئې د لوړي، ۷۴ د منځنۍ او ۱۴ د ټیټي کچي دي.
د هغه په وینا، هغوی ته په مرکز او بېلابېلو ولایتونو کي ۲۸۸ جریبه مځکه ورکړل سوې او د ۱۵ سوداګرو اسناد بررسي سوي چي، ژر به د راستنېدلو له امتیازاتو څخه هم برخمن سي.
#MillatZagh
❤2
سمنګان کي ترافیکي پېښي ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د سمنګان امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت په خلم ولسوالۍ کي صیاد سړک ته نژدې په یوه ترافیکي پېښه کي درې کسان وژل سوي او درې نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه نن (یک شنبه) سهار شاوخوا پنځه بجې د یوه کرولا موټر د چپه کېدلو پر مهال رامنځ ته سوې چي له سمنګان څخه د مزارشریف پر لور روان و.
د سرچینې په وینا، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه د خلم ولسوالۍ روغتون ته لېږدول سوي او د دې پېښي لامل ئې د موټر زیات سرعت او بې احتیاطي یاده کړې ده.
#MillatZagh
😢1
"د افغانستان د اوسپنیزي لاري د مدیریت اداره" رامنځ ته سوه
د چارو ادارې عمومي ریاست خبر ورکړی چي، د اسلامي امارت د مشر په حکم د اوسپني پټلۍ له پاره "د افغانستان د اوسپنیزي لاري د مدیریت" په نوم ځانګړې او نوې اداره رامنځ ته سوه.
د سرچینې په وینا، د ټولګټو چارو وزارت د اوسپني پټلۍ مخکینی مرستیال عبدالکریم فاتح د دې ادارې د رئیس په توګه ټاکل سوی او د معرفت پر مهال ئې د چارو ادارې عمومي رئیس انور الحق انور ویلي، د دې ادارې رامنځ ته کېدل د اسلامي امارت له بیا واکمنېدلو راهیسي د وزیرانو د شورا یو هدف و؛ ترڅو د اوسپني پټلۍ په مدیریت سره افغانستان له همدې لاري له نړۍ سره ونښلول سي.
یادي ادارې ویلي، نوې رامنځ ته سوې اداره به د افغانستان د اوسپني پټلۍ د پراختیا، تنظیم او اړوندو چارو د مدیریت مسؤلیتونه مخ ته وړي.
#MillatZagh
❤1
له راستنو سوو او بې ځایه سوو کورنیو سره د نژدې ۱۷۱ میلیونه افغانیو مرسته سوې
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په چنګاښ میاشت کي ئې له ۳۱ زره او ۳۲۰ راستنو سوو او بې ځایه سوو کورنیو سره د ۱۷۰ میلیونه، ۹۵۹ زره او ۹۱۸ افغانیو په ارزښت مرسته کړې ده.
دغه وزارت نن (یک شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاده مرسته د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ په کابل، کاپیسا، پنجشېر، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، بامیان، میدان وردګ، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات، دایکندي، غور، بادغیس، بلخ، جوزجان، بغلان، کندز او تخار ولایتونو کي وېشل سوې ده.
د سرچینې په وینا، په دې مرسته کي خوراکي توکي، نقدي پیسې، روغتیايي خدمتونه او د راستنېدونکو له پاره د کورونو جوړول او بیارغول شامل دي.
#MillatZagh
❤1👍1
نن یونۍ د وږي میاشتي لومړۍ نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۴۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۷۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: په پمپونو کي لېټر په ۸۴ او په عام بازار کي په ۸۶ او ۸۷ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۵ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۷۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۶،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۸۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۳۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۳۲ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۵ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2😢2
کندهار کي یوه کس خپل "زوی" وژلی
د کندهار امنیې قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید ملت ږغ راډیو ته تائید کړه، نن (یک شنبه) سهار د کندهار ښار د ۱۳مه ناحیې اړوند په "شهرنو" کي یوه کس "خپل زوی" وژلی دی.
د جمشید په وینا، د یاد پلار او زوی ترمنځ د جنجال پر مهال یاد کس خپل زوی په اوسپنه وهلی چي په نتیجه کي ئې هغه ژوند له لاسه ورکړی دی.
اسدالله جمشید د دې پېښي لامل "کورني مشکلات" یاد کړي او زیاتوي چي، یاد کس د امنیتي ځواکونو له خوا نیول سوی او تر تحقیقاتو لاندي دی.
د معلوماتو پر اساس، وژل سوی کس مسلم نومېږي چي ۲۵ کلونه عمر ئې درلود او پلار ئې د مستري کسب کوي.
#MillatZagh
😢3
سوېلي کوریا له افغانستان سره ۳ میلیونه ډالره مرسته وکړه
د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګي خبر ورکړی چي، سوېلي کوریا له افغانستان سره درې میلیونه امریکايي ډالره مرسته کړې ده.
دغه پروګرام نن (یک شنبه) پر خپل ایکس له سوېلي کوریا څخه د دې مرستي مننه کړې او ویلي ئې دي چي، په یاده مرسته به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کي ۲۴ زره او ۵۰۰ زیانمنو ښځو او کوچنیانو ته د خوړو او تغذیې مرستي برابري کړي.
#MillatZagh
❤2
اسلامي امارت د افغانستان- تاجکستان پر پوله پوځي تحرکات نه پرېږدي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، اسلامي امارت هیڅ څوک نه پرېږدي، ترڅو د افغانستان او تاجکستان په سرحدونو کي پوځي تحرکات رامنځ ته کړي.
مجاهد د تاجکستان له خوا د یوې وسله والي نښتي پر مهال د دوو افغان قاچاقبرانو تر وژلو وروسته ویلي، ورته پېښي په "هر ځای کي" تر یوې "اندازې" پوري سته؛ خو ټینګار ئې کړی چي، اسلامي امارت له افغانستان څخه د تاجکستان پر وړاندي پوځي تحرکات نه پرېږدي او مخنیوی ئې کوي.
د ذبیح الله مجاهد په وینا، د دواړو هیوادونو ترمنځ قاچاقبران مخکي هم موجود وو، چي وخت ناوخت تګ راتګ کوي او په خبره ئې، له دې پرته "هیڅ پوځي نښته او جدي امنیتي ستونزه نه سته."
تر دې مخکي د تاجکستان د ملي امنیتي کمېټې ویلي وه چي، له افغانستان څخه ور اوښتي دوه تنه قاچاقبر ئې په یوه وسله واله نښته کي وژلي چي یو کلاشینکوف، یوه توپګنچه او ۱۷ کیلوګرامه چرس هم ورسره وو.
#MillatZagh
❤2
لغمان کي ترافیکي پېښي ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د لغمان امنیه قومنداني وايي، د یاد ولایت د قرغۍ ولسوالۍ په ابریشم تنګي سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله دوه کسان وژل سوي او درې نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دغه ترافیکي پېښه نن (یک شنبه) غرمه مهال د کابل- جلال اباد پر لویه لاره له سړک څخه د یوې رکشې د اوښتلو او سیند ته د هغې لوېدلو پر مهال رامنځ ته سوې ده.
د سرچینې په وینا، د دې پېښي ټپیان، چي یوه ښځه هم په کښي شامله ده، نژدې روغتیايي مرکز ته لېږدول سوي او د دې پېښي لامل ئې بې احتیاطي او زیات سرعت یاد کړی دی.
#MillatZagh
❤1
د پښتو او دري ژبو له پاره "واحد او معیاري لیکدودونه" جوړېږي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د ژبو عالي شورا کمېسیون له خوا "د پښتو او دري ژبو د لیکدود د سمون او یووالي" پنځه ورځنی عملي او فرهنګي ورکشاپ جوړ سوی؛ ترڅو د دواړو ژبو له پاره "واحد او معیاري" لیکدودونه جوړ او په علمي، ښوونیزو، اداري او فرهنګي برخو کي استفاده ورڅخه وسي.
دغه وزارت ویلي، د یادو لیکدودونو جوړولو په موخه ئې د لوړو زده کړو او پوهني وزارتونو، د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د کابل او د ښووني او روزني پوهنتونونو استازي، د دواړو ژبو استادان، څېړونکي، ژبپوهان او لیکوالان رادعوت کړي دي.
نن (یک شنبه) د دغه ورکشاپ د پیل پر مهال د یاد وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال وزیر شیخ عبدالرحمان طیبي ویلي، "اسلامي امارت د هیواد د ټولو ژبو پیاوړتیا او پراختیا ته ژمن دی او په اسلامي نظام کي د ژبني، قومي، سمتي او مذهبي تعصب له پاره هیڅ ځای نه سته."
عبدالرحمان طبیي د یاد ورکشاپ له ګډونوالو څخه غوښتنه کړې چي، د هیواد د ژبو د پراختیا او پیاوړتیا له پاره په پوره ډول "همکاري" وکړي.
#MillatZagh
❤2
د شاوخوا ۶،۵ ملیارد افغانۍ په لګښت ۲۱ پروژې منظور سوې
د رئیس الورزا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۶،۵ ملیارده افغانۍ په لګښت ۲۱ پروژې منظور کړي دي.
اقتصادي معاونیت ویلي، د یاد کمېسیون نننۍ غونډي ته د منظورۍ له پاره ۳۴ پروژې وړاندي سوي وې، چي له ډلي ئې ۲۱ منظور، ۱۲ تعدیل او یوه ټاکلي کمېټې ته سپارل سوې؛ ترڅو د پروژې د قیمت په اړه له ګټونکي شرکت سره مذاکرات ترسره او راپور ئې اقتصادي معاونیت ته وړاندي کړي.
د سرچینې په وینا، په دې پروژو کي د کونړ د مناګي برېښنا بند بیارغول، د کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او خوست د هوايي ډګرونو د ګمرکونو له پاره د سکېنرانو اخستل، د هلمند ولایت کادري روغتون، د بدخشان په شغنان، د میدان وردګ په چک او د کندز په قلعه ذال ولسوالیو کي د عمومي روغتونونو جوړول او د هیواد په ګوټ، ګوټ کي د برېښنا رسولو او توزېع پروژې شامل دي، چي د ټولو مالي ملاتړ اسلامي امارت ورکوي.
#MillatZagh
❤2
پروان کي د پنځمي کالیزي د ګډوډولو په تور ۳ کسان نیول سوي
د پروان امنیه قومنداني وايي، د غور بند درې پر لویه لاره ئې هغه درې کسان نیولي چي، غوښتل ئې د اسلامي امارت د پنځمي کالیزي لمانځلو مراسم ګډوډ او چاودېدونکي توکي پر ور وغورځوي.
یادي قومندانۍ ویلي، له دغو کسانو سره ئې څلور BM-1 مرمۍ، ۷۰ کیلوګرامه باروت، ۲۰ مخابرې او یو کرولا موټر نیولی دی.
د سرچینې په وینا، نیول سوو کسانو په لومړنیو څېړنو کي پر یاد جرم اعتراف کړی او قومنداني زیاتوي چي، هغوی به وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپاري.
#MillatZagh
❤3