Millat Zagh
1.73K subscribers
7.67K photos
71 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
کندهار کي په ۵،۵ میلیونه افغانۍ د اوبو د یوې شبکې کارونه پیل سول
د کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست وايي، د سپین بولدک ولسوالۍ په سرور پیروزي سیمه کي ئې په ۵،۵ میلیونه افغانۍ د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو کارونه پیل کړي دي.
د کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا رئیس مولوي دوست محمد سعید په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي ویلي، دا شبکه د یادي سیمي خلکو ته د اوبو برابرولو په موخه جوړېږي چي په بشپړېدلو سره به ئې شاوخوا ۱۱۰ کورنیو ته پاکي اوبه برابري سي.
د سرچینې په وینا، په دې پروژه کي یو شمېر کسانو ته کاري زمینه هم برابره سوې ده.
#MillatZagh
❤2👍1
تخار کي یو کس وژل سوی
د تخار امنیه قومنداني وايي، د هغه کس د وژلو په تور ئې یو کس نیولی چي، وړمه شپه د رستاق ولسوالۍ په خواجه قشقار کي د چاقو او د ګاز د ډبې په وسیله ووژل سو.
یادي قومندانۍ ویلي، تر اوسه د دې پېښي انګېزه نه ده معلومه او وروسته به ئې معلومات له رسنیو سره شریک کړي.
#MillatZagh
❤1👎1
فاریاب کي د ګازو ډبې چاودني ۱۶ کسان ژوبل کړي
د فاریاب امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د شېرین تګاب ولسوالۍ په فیض اباد کلي کي د ګازو ډبې د چاودني له امله ۱۶ کسان ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا چاودنه تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې په یوه کور کي رامنځ ته سوې، چي لامل ئې تر اوسه نه دی روښانه او په اړه ئې لا هم پلټني رواني دي.
د سرچینې په وینا، په ژوبلو سوو کسانو کي ښځي او کوچنیان هم شامل دي چي ځيني ئې د درملني په موخه د فاریاب او نور د مزارشریف روغتون ته لېږدول سوي دي.
#MillatZagh
👍1
افغانستان او بیلاروس د ګډ اقتصادي کمېسیون ۲مه غونډه ترسره کړه
د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري بیلاروس ته د سفر پر مهال د دغه هیواد د کرهڼي او خوړو له وزیر یوري ګورلوف سره د افغانستان او بیلاروس د ګډ اقتصادي کمېسیون دوهمه غونډه ترسره کړه.
د کرهڼي وزارت وايي، په دې غونډه کي دواړو لورو اقتصاد، سوداګرۍ، کرهڼي او مالدارۍ په برخو کي د همکاریو د پراختیا، د نوي ټکنالوژۍ د لېږد رالېږد، افغانستان ته د کرهڼیزو ماشینانو واردولو او بسته بندي کولو، د کېمیاوي سرو د تولید، د لبنیاتو او خوراکي توکو د پروسس او د صنعتي ماشینانو پر تولید خبري کړي دي.
د سرچینې په وینا، افغان پلاوي په دې غونډه کي د بیلاروس پانګوالو ته په افغانستان کي د کانونو د استخراج بلنه ورکړې او دغه هیواد ته د افغانستان د محصولاتو د صادراتو په اړه ئې هم خبري ورسره کړي دي.
#MillatZagh
👍1
د پاکستان له زندانونو څخه ۳۲۲ تنه بندیان ازاد سوي
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چي، د پاکستان له زندانونو څخه ۳۲۲ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سوي دي.
دغه وزارت ویلي، یاد بندیان، چي کوچنیان هم په کښي شامل وو، د پاکستان حکومت له خوا په بېلابېلو سیمو کي نیول سوي او بندیان وو چي تر ازادېدلو وروسته د ډیورنډ فرضي کرښي د سپین بولدک او تورخم له لارو هیواد ته راستانه سوي دي.
د سرچینې په وینا، له هغوی سره د مرستندویه بنسټونو له خوا مرستي سوي او وروسته خپلو سیمو ته لېږدول سوي دي.
تېره اوونۍ هم د دغه هیواد له زندانونو څخه ۸۷۵ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سول.
#MillatZagh
👍1
سمنګان کي ترافیکي پېښي ۳ کسان وژلي
د سمنګان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ په دولت اباد سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله درې کسان وژل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه نن (پنج شنبه) سهار د یوه اکټروز او کرولا موټر ترمنځ سوې چي د کرولا موټر درې سپاریان په کښي وژل سوي دي.
یادي سرچینې د دې پېښي لامل بې احتیاطي یاده کړې او زیاتوي چي، د اکټروز موټر چلوونکی تر پېښي وروسته له سیمي تښتېدلی او د نیولو هڅي ئې پیل سوي دي.
#MillatZagh
👎1
د نن ارزښت؛ نسیم ستانکری
د ملت ږغ راډیو د "ارزښت" خپروني نننی مېلمه "محمد نسیم ستانکزی" دی، چي په دې خپرونه کي به د ده ژوند او په رسنیو کي د کار په اړه خبري ورسره وسي.
نسیم ستانکزي د کابل پوهنتون په ژورنالیزم او د یوه خصوصي پوهنتون په نړیوالو اړیکو کي د لسانس تر کچي زده کړي کړي او په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کي له ندا راډیو او نګاه ټلوېزیون سره د کار په پیل د رسنیو ډګر ته داخل سوی دی.
ښاغلي ستانکزي له یادي مودې راهیسي له هیواد، کابل نیوز، آریانا نیوز ټلوېزیونونو، افغان ازاده او زینت راډیوګانو، ستوری مهالنۍ، زیار اوونیزي، بېنوا ویبپاڼي او سنځل ګل ویبلاګ سره هم په بېلابېلو برخو کي دندي ترسره کړي دي.
نوموړی دا مهال په پلازمېنه کابل کي له طلوع نیوز ټلوېزیون سره د خبرونو ویاند او د سیاسي خپرونو پروډیوسر دی.
دا چي ستانکزی د رسنیو په ډګر کي د کار له پیله تر اوسه له کومو لاسته راوړنو او تجربو سره مخ سوی، دا او د هغه د ژوند په اړه نور معلومات به په یاده خپرونه کي له تاسو سره شریک سي.
کوربه: کمال الدین افغان.
مېلمه: محمد نسیم ستانکزی.
یاده خپرونه نن او سبا غرمه دوې بجې د ملت ږغ راډيو پر ۸۷،۸ ایف ایم څپو اورېدلای سی.
روانه اوونۍ د ښځو د حقوقو اړوند ۱۰۷ قضیې حل سوي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، د رواني اوونۍ پر مهال ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۱۰۷ قضیې حل کړي دي.
د دغه وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وایي، په دې قضیو کي د اجباري نکاحګانو او کورنیو تاوتریخوالی مخنیوی، مېرمني له ولور، میراث او د هغوی له نورو حقوقو څخه برخمني کول او د طلاق قضیې حلول شامل دي.
د خیبر په وینا، په دې موده کي ئې د هیواد په ګوټ، ګوټ کي د کوډو او غیر اسلامي کړنو ترسره کولو په تور نهه کسان تر نیولو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي او د هیواد په بېلابېلو سیمو کي ئې ۷۵ قومي شخړي او دښمنۍ هم په دوستۍ بدلي کړي دي.
#MillatZagh
❤1
نن پنځنۍ د زمري میاشتي ۲۹مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۰۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۴۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۰ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۱ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۵ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۹۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۶،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۸۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۳۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۲۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۱۹ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۶ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤4👍1
په ۲۶۹ میلیونه افغانۍ د ۳۱ مخابراتي انتنونو فعالولو تړون لاسلیک سو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او افغان بیسیم مخابراتي شرکت ترمنځ په ۲۶۹ میلیونه او ۳۶۶ زره افغانۍ په څلورو ولایتونو کي د ۳۱ مخابراتي انتنونو د فعالولو تړون لاسلیک سوی دی.
د دغه وزارت ویاند عنایت الکوزی وایي، یاد تړون، چي د (T.D.F) پروژې ۱۱مه پروژه ده، نن (پنج شنبه) د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر ملا عبدالاحد فضلي او د افغان بسیم مخابراتي شرکت د رئیس علي الله سروري ترمنځ لاسلیک سو او پر مهال ئې د مخابراتو وزیر ملا عبدالاحد فضلي ویلي، هڅه کوي له مخابراتي خدمتونو څخه بې برخي سیمي له مخابراتي پوښښ څخه برخمني کړي.
د الکوزي په وینا، د یاد تړون له مخي به دغه شرکت ۱۴ انتنونه د کندهار په سپین بولدک، ارغستان، معروف، ښورابک او رېګستان ولسوالیو، ۱۲ د پکتیکا په برمل، ګومل، وړممۍ او تروې ولسوالیو، څلور د هلمند په رېګستان، خانشین، دیشو او یو مخابراتي سایټ د زابل په شملزو ولسوالۍ کي فعالوي.
#MillatZagh
❤3👍1
د افغانستان او ایران ترمنځ د ۵ میلیونه ډالرو تړونونه لاسلیک سوي
د فراه ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی چي، په یاد ولایت کي د افغانستان او ایران ترمنځ د پنځه میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک سوي دي.
یاد دفتر ویلي، دا تړونونه د دواړو لورو د خصوصي سکټورونو ترمنځ په یوه ناسته کي لاسلیک سوي چي د سیمنټو او نورو توکو په برخه کي دي.
په یاده ناسته کي د دغه هیواد د جنوبي خراسان ولایت والي محمد رضا هاشمي ویلي، د سوداګرو له پاره به اسانتیاوي هم زیاتي کړي؛ ترڅو د دواړو لورو سوداګري وده وکړي.
د سرچینې په وینا، په دغه ناسته کي دواړو لورو د افغانستان او ایران د سوداګرو د ستونزو د حل او د دواړو لورو ترمنځ د همکارۍ د زیاتوالي په اړه هم خبري کړي دي.
#MillatZagh
❤2👍1
اسلام کلا کي ایران ته د ۱۷۰ زره ډالرو د قاچاق مخه ونیول سوه
د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چي، د هرات ولایت اړوند په اسلام کلا بندر کي ئې ۱۷۰ زره امریکايي ډالره نیولي چي، ایران ته قاچاق کېدل.
دغه وزارت نن (پنج شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاد امریکايي ډالر له یوه کس سره نیولي او زیاتوي چي، دغه کس د نورو اجراآتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته سپارل سوی دی.
#MillatZagh
❤1👍1
د غورچاڼي خپروني مطلبونه:
۱ـ په سریلانکا کي د یوه کس له پښتورګو څخه د ۳،۱ کیلوګرامه ډبرو را ایستل.
۲ـ په ورځني ډول د بادامو خوړلو ګټي.
۳ـ په چین کي د دوو کسانو د میني کیسه.
۴ـ په برېټانیا کي د ۵ میلیونه پونډو په ارزښت د (A.I) نوې پروژه.
۵ـ کورکمن څه شي دي، ګټي ئې څه دي؟
۶ـ جاپان کي داسي صندوق چي انسان یخ ساتي.
۷ـ روباټونه لا هم ولي نه دي توانېدلي، چي په اروپايي او امریکايي شرکتونو کي د انسانانو تشه ډکه کړي؟
۸ـ د اروپا په استونیا کي د داسي موټر په اړه معلومات چي چلوونکي ته اړتیا نه لري.
۹ـ په ټولنیزو رسنیو کي د تنکیو ځوانانو د روږدي کېدلو له امله د میټا شرکت جریمه کېدل.
۱۰ـ د سپاډر مین- ۴ فلم په اړه بشپړ معلومات.
دا او ورته نورو په زړه پوري مطلبونو ته نن او سبا شپه نهه بجې د ملت ږغ راډیو پر ۸۷،۸ ایف ایم څپو او ملت ږغ اپلکېشن غوږ ونیسئ!
د پلې سټور لینک:
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
د آپ سټور لینک:
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
#MillatZagh
❤1👍1
د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۷    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۱
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۵
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۴، کښته ۳۱      
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۲         
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۳۰ 
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۴      
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۳       
نوی ډهلی: اسمان نیمه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۸
#MillatZagh
❤2
هلمند کي ترافیکي پېښي ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د هلمند امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت د باباجي ولسوالۍ په مهاجر بازار کي د یوې ترافیکي پېښي له امله درې کسان وژل سوي او څلور تنه نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه نن (پنج شنبه) د یوه ټېلر او یوه کوچني موټر ترمنځ رامنځ ته سوې ده.
د سرچینې په وینا، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه د ګرشک روغتون ته لېږدول سوي او له ډلي ئې د یوه روغتیايي حالت د اندېښنې وړ یاد سوی دی.
#MillatZagh
❤1👎1
‏د مقاومت جبهې قومندان حسیب قوای مرکز ووژل سو
‏یو شمېر امنیتي سرچینو او المرصاد ویبپاڼي خبر ورکړی چي، د مقاومت جبهې غړی حسیب قوای مرکز "حسیب پنجشېری" د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا په "یو لړ پیچده عملیاتو" کي ووژل سو.
‏یادي سرچینې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
‏⁦ #MillatZagh⁩
❤11👍3
کندهار کي ترافیکي پېښي ۲ کسان وژلي
د کندهار امنیه قومنداني وايي، پرون (جمعه) د ارغنداب ولسوالۍ په سربند سیمه کي په یوه ترافیکي پېښه کي دوه کسان وژل سوي دي.
یادي قومندانۍ ملت ږغ راډیو ته ویلي، دا ټکر د اکوا او یوه موټرسایکل ترمنځ سوی چي په نتیجه کي ئې د موټر سایکل دوه سپاره وژل سوي دي.
یادي سرچینې د دې پېښي لامل بې احتیاطي یاده کړې ده.
ترافیک پولیس له وسایطو سره بې احتیاطي، ترافیکي قوانین نه مراعتول او تېز تګ راتګ د ترافیکي پېښو د رامنځ ته کېدلو اصلي او عمده لاملونه یادوي.
#MillatZagh
❤1
سعودي، سوریې او د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان د کابل د چاودني په اړه خواشینۍ څرګنده کړي
سعودي عربستان، سوریې او د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان د کابل په یوه ښوونځي کي د تېري اوونۍ د چاودني، چي د ملګرو ملتونو په وینا، ۴۲ کوچنیان په کښي ژوبل سوي، په اړه له افغانستان او د دې پېښي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي او غمشریکي څرګنده کړې ده.
د یادو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو او اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان مشر محمد بن عبدالکریم په جلا، جلا خبرپاڼو کي ویلي چي، دا برید غندي او ژوبلو سوو کسانو ته ئې د بېړنۍ روغتیا هیله څرګنده کړې ده.
دا چاودنه تېره دوشنبه ماځیګر شاوخوا پنځه بجې د کابل د ۱۸مي امنیتي حوزې اړوند په دښت برچي سیمه کي د شمع هدایت په نوم په یوه ښوونځي کي وسوه چي قربانیان ئې ټول کوچنیان دي او د اسلامي امارت سره، سره د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چي، په اړه ئې څېړني کوي.
تر دې مخکي هندوستان، ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو هم د یاد برید په اړه خواشیني څرګنده کړې وه.
#MillatZagh
❤2
کرزي د امریکا متحده ایالتونو د استازو جرګې ته د عایشې وهاب د کامیابۍ مبارکي ورکړې
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا متحده ایالتونو د استازو کانګرس جرګې ته د لومړنۍ افغاني مېرمني "عایشې وهاب" د کامیابېدلو مبارکې ورکړې او ویلي ئې دي، که افغان نجونو ته په هیواد کي یا هم بهر فرصتونه برابر سي، هغوی د هیواد په پرمختګ کي رغنده رول لوبولای سي.
حامد کرزي پر خپل ایکس په یوه بیان کي ویلي، په دې سیالیو کي د "عایشې وهاب" بریا دا څرګندوي چي افغان نجوني په بېلابېلو ټولنیزو برخو کي د "ګډون او حضور وړتیا" لري.
کرزي د میرمن عایشې وهاب له پاره په راتلونکي کي هم د بریا هیله څرګنده کړې ده.
#MillatZagh
👎3❤1
هلمند سیند ۴ کسان وړي او وژل سوي
د هلمند امنیې قومندانۍ ویاند نصیر احمد مهاجر وايي، د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کي هلمند سیند څلور کسان وړي او وژل سوي دي.
مهاجر ملت ږغ راډیو ته ویلي، هغوی پرون (جمعه) په یاد سیند کي د لمبېدلو پر مهال اوبو وړي او په وینا ئې، جسدونه ئې تر پیدا کېدلو وروسته خپلو کورنیو ته سپارل سوي دي.
په سیندونو، رودونو او زیاتو اوبو کي لمبېدل د دې پېښو د رامنځ ته کېدلو لاملونه ګڼل کېږي او مسؤلین پر خلکو ږغ کوي چي، په سیندونو، رودونو او زیاتو کي اوبو کي له لمبېدلو څخه ډده وکړي؛ ترڅو د مرګ له خطرونو څخه وژغورل سي.
#MillatZagh
❤2