Millat Zagh
1.73K subscribers
7.65K photos
70 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
په تېرو پنځو کلونو کي ۹۲۸ پېچلي اداري پروسې ساده او اسانه سوي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په تېرو پنځو کلونو کي د چارو ادارې لوی ریاست له خوا په ۱۳ دولتي ادارو کي ۹۲۸ پېچلي او وخت نیوونکي اداري پروسې ساده او اسانه سوي دي.
ذبیح الله مجاهد نن (پنج شنبه) د رسنیو په مرکز کي په دې اړه په یوه خبري کنفرانس کي ویلي، یادي پروسې د "عامه خدمتونو د چټکتیا، د اداري پړاوونو د کمولو، د وخت او لګښت د مخنیوي او هیوادوالو ته د چټکو، روڼو او اسانه" خدمتونو وړاندي کولو په موخه اسانه سوي دي.
د مجاهد په وینا، یادي پروسې په لوړو زده کړو، کرهڼي، پوهني، عامي روغتیا، شهیدانو او معلولینو چارو، د کار او ټولنیزو چارو، د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو او د کانونو او پټرولیم په وزارتونو، د چارو ادارې لوی ریاست، تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره، د افغانستان برېښنا شرکت، د ښاروالۍ چارو د انسجام ریاست او په کابل ښاروالۍ کي ساده سوي دي.
#MillatZagh
❤2👍1
په تېرو پنځو کلونو کي په هرات کي ۲ ملیارډ ډالره پانګونه سوې
د هرات ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، په تېرو پنځو کلونو کي په دغه ولایت کي نژدې دوه ملیارډ امریکايي ډالره پانګونه سوې ده.
یاد دفتر ویلي، دا پانګونه د دغه ولایت په بېلابېلو اقتصادي، تولیدي، خدماتي او زېربنايي سکټورنو کي سوې او زیاتوي چي، د یادي پانګوني په کولو سره نوو شرکتونو ته د فعالیت د پیل زمینه هم برابره سوې ده.
#MillatZagh
❤3👍1
د کندهار د وچي مېوې د صادراتو د ستونزو د حل په اړه خبري سوي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني د سټراتیژیکو چارو مرستیال مجیب الرحمان شېرزاد د کندهار د سوداګرۍ خوني د مرستیال مسعود راحت او د کندهار د وچي مېوې د اتحادیې د مسؤلینو په ملتیا د کندهار د وچي مېوې د صادراتو د ستونزو د حل په اړه د کابل نړیوال هوايي ډګر له مسؤلینو سره خبري کړي دي.
یادي خوني ویلي، په دې ناسته کي د هوايي کارګو له لاري د صادراتو د فیس د کموالي، د هوا له لاري د سوداګریزو محمولو د لېږد او صادراتو د محدودیت، د نوبت او د سوداګریزو محمولو د لېږد د تنظیم په سیسټم کي د موجودو ستونزو د حل په اړه خبري سوي دي.
د سرچینې په وینا، په دې لیدنه کي د کابل نړیوال هوایي ډګر رئیس ډاډ څرګند کړی، د یادو ستونزو د حل له پاره به کار کوي او زیاته کړې ئې ده، چي د کندهار او د هند د امرېتسره ښارونو ترمنځ د ‎پروازونو د پیل په اړه خبري رواني دي؛ ترڅو د کندهار د سوداګرو او صادراتو له پاره اسانتیاوي برابري سي.
هغه همدارنګه ویلي چي، د هوا له لاري د صادراتو په برخه کي به ځیني تخفیفونه هم اعلان کړي.
کندهار یو له هغو ولایتونو څخه دی چي، هر کال په زیاته اندازه وچه او تازه مېوه ځني صادرېږي؛ خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په بندیز سره دغه صادراتي بازار هم ټکنی سوی دی.
#MillatZagh
❤3👍1
د اسلامي امارت د مشر په حکم ۲ چارواکي پر نوو دندو وګمارل سول
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب په حکم دوه چارواکي پر نوو دندو ګمارل سوي دي.
مجاهد پر خپل ایکس لیکلي، د زابل د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو پخوانی رئیس مولوي عبدالغني احسان د چاپېریال ساتني عمومي ادارې د نوي مالي او اداري مرستیال او د کانونو او پټرولیم وزارت د کاډسټر پخوانی عمومي رئیس مولوي عبدالرحمان رحماني د دولتي شرکتونو د سوداګریزو چارو، املاکو او پانګوني د نوي مرستیال په توګه ټاکل سوی دی.
#MillatZagh
👍2❤1
ملا برادر اخند د ترکیې له سفیر سره د دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبري کړي
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په کابل کي د ترکیې له سفیر سادین ایلډز سره د افغانستان او ترکیې د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا او په دغه هیواد کي د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبري کړي دي.
اقتصادي معاونیت ویلي، دواړو لورو نن (پنج شنبه) په یوه لیدنه کي د افغانستان او ترکیې د اقتصادي، سوداګریزه او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا، په دغه هیواد کي د افغان کډوالو د ستونزو د حل، د افغانستان او یاد هیواد ترمنځ د همکاریو د پراختیا او په افغانستان کي د ترکي پانګوالو د پانګوني په اړه خبري کړي او ملا برادر ترکي ‎پانګوالو ته په افغانستان کي د پانګوني بلنه هم ورکړې ده.
د سرچینې په وینا، سادین په یاده ناسته کي ویلي چي، هیواد ئې غواړي له افغانستان سره د ټرانسپورټ، ټرانزیټ، روغتیا، زده کړو او په نورو اقتصادي برخو کي همکارۍ ته پراختیا ورکړي.
هغه همدارنګه ویلي چي، هیواد ئې د افغانستان او نړیوالي ټولني ترمنځ او نړۍ ته د افغانستان د "رښتیني تصویر" د وړاندي کولو په برخه کي همکارۍ ته ژمن دی.
#MillatZagh
👍2❤1
د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۳
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۷
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۲۰
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۵
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۸
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۲
ننګرهار: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۲۳
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۸
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۶
#MillatZagh
❤3
د غورچاڼ خپروني ننني مطلبونه:
1- په ایسلنډ کي د پوځ د شتون او نه شتون په اړه معلومات.
2- د مصنوعي ځیرکتیا جوړ معلومات څنګه وپېژنو؟
3- په نمیبیا کي د وچکالۍ او د اوبو د کموالي له امله د ناپاکو اوبو د پاکولو طریقه.
4- د بدن غوړ څه شي دي او بدن ولي اړتیا ورته لري؟
5- فضا ته د جرمني نوي استول سوي توغندي او پنځه سپوږمکۍ.
6- په نړیواله کچه د جرمني مشهوره د اورګاډي شبکه.
7- د ټیسلا کمپنۍ داسي موټران، چي چلوونکي ته اړتیا نه لري.
8- د چین نوی جوړ سوی موبایل او د هغه ۳۷۰۰ امریکايي ډالره بیه.
9- د مصنوعي ځیرکتیا په اړه د امریکا متحده ایالاتو او چین خبري.
10- نیم سرې ناروغي او په اړه ئې بشپړ معلومات.
11- په بغداد کي د یوه ستر او نړیوال کتابتون په اړه بشپړ معلومات.
12- د هالیووډ د ریزیډنټ ایول فلم.
دا او ورته نور په زړه پوري او جالب مطلبونه نن او سبا شپه نهه بجې له ملت ږغ راډیو څخه اورېدلای سی.
#MillatZagh
❤1
کاناډا له افغانستان سره ۹۵۷ زره ډالره مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر (O.C.H.A) وايي، کاناډا له افغانستان سره ۹۵۷ زره امریکايي ډالره مرسته وکړه.
اوچا نن (پنج شنبه) پر خپل ایکس د یادي مرستي په خاطر له کاناډا څخه مننه کړې او ویلي ئې دي چي، په دې پیسو به زیانمنو افغانانو ته بشري مرستي چمتو کړي.
#MillatZagh
❤5👍1
فاریاب او بلخ کی ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د فاریاب او بلخ امنیې قومندانۍ خبر ورکوي چي، په یادو ولایتونو کي د درو ترافیکي پېښو له امله شپږ کسان وژل سوي او ۱۱ تنه نور ژوبل سوي دي.
یادو سرچینو پرون (جمعه) په جلا، جلا خبرپاڼو کي ویلي، دوې پېښي د فاریاب په اندخوی او قیصار ولسوالیو کي او یوه په بلخ کي د کابل- مزارشریف پر لویه لاره سوې، چي په لومړنیو دوو پېښو کي دوه کسان وژل سوي او پنځه نور ژوبل سوي او په درېیمه کي څلور کسان وژل سوي او شپږ نور ژوبل سوي دي.
د سرچینو په وینا، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتونونو ته لېږدول سوي او د دې پېښي لاملونه ئې بې احتیاطي یاده کړې ده.
#MillatZagh
❤1👎1😢1
سهامي شرکت د نفتو د تصفیې او پروسس فابریکه جوړوي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني او د افغانستان د صنایعو او معدنونو خونو، چي د ونډه وال او سهامي شرکت جوړولو هوکړه ئې کړې، د نفتو د تصفیې او پروسس له پاره د یوه ګډ سهامي شرکت پر جوړولو خبري کړي دي.
د سوداګرۍ خوني ویلي، د دې خوني عمومي رئیس سید کریم هاشمي او د معدنونو خوني رئیس احمد نبي زاده د دواړو خونو ترمنځ د سهامي او ونډه وال شرکت د ګډي کمېټې په دوهمه کاري ناسته د نفتو د سهامي شرکت پر جوړولو خبري کړي او پرېکړه ئې کړې چي په لومړي پړاو کي به د نفتو د تصفیې او پروسس یوه معیاري فابریکه جوړه سي او یاده فابریکه به په ورځني ډول شاوخوا پنځه زره مټریک ټنه نفت تولیدوي.
یادو خونو د تېري زمري میاشتي پر ۲۷مه نېټه د یوه ګډ سهامي شرکت پر جوړولو هوکړه وکړه، چي له مخي به ئې د سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو پانګي په یوه "منظم او قانوني چوکاټ" کي راټولي او د لویو پروژو د تمویل له پاره استفاده کړل سي.
#MillatZagh
❤1👍1
سبا د افغانستان او هندوستان لوبلړۍ پیلېږي
سبا (یک شنبه) ماښام شپږ بجې د افغانستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو ۲۰ اوریزه لوبو لوبلړۍ پیلېږي.
يادي لوبي د افغانستان په کوربتوب او د هندوستان د نوي ډهلي په ارون جېټلي لوبغالي کي کېږي.
دواړو هیوادونو تر دا مهاله نهه ۲۰ اوريزي لوبي کړي، چي اته هندوستان ګټلي او یوه بې پایلي سوې ده.
#MillatZagh
❤1
د سږ کال په دوهمه ربعه کي ۱۵۱ بهرنیو ګرځندویانو له بدخشان څخه لیدنه کړې
د دولتي شرکتونو لوی ریاست وايي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په دوهمه ربعه کي ۱۵۱ بهرنیو ګرځندویانو له بدخشان څخه لیدنه کړې ده.
یاد ریاست ویلي، د افغان تور شرکت هڅه کوي چي، د ګرځندویانو له پاره اسانتیاوي برابري کړي؛ ترڅو هغوی د هیواد له ګڼو سیمو څخه لیدني وکړي او د افغانستان سیاحت ته زړه ښه کړي.
دا په داسي حال کي ده، چي په دې وروستیو کي د بدخشان په واخان ولسوالۍ کي یو اسټرالیايي ګرځندوی د زړه د حملې له امله مړ سو.
#MillatZagh
❤1👍1
روزګان کي یوه کس ځان وژنه کړې
د روزګان د امنیې قومندانۍ ویاند بلال روزګاني ویلي، د دغه ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ په خواجه زي سیمه کي یوه کس ځان وژنه کړې ده.
روزګاني ویلي، دا کس، چي په یوه روغتیايي مرکز کي د ساتونکي په توګه ئې دنده ترسره کول او په همدې مرکز کي د خپلي روغتیاپالي مېرمني محرم و، په خپل ټوپک ځان ویشتلی او وژلی دی.
د بلال روزګاني په وینا، په دې اړه هغه خپرې سوي اوازې حقیقت نه لري، چي ګواکي هغه ویشتل سوی او زیاتوي چي، په اړه ئې لا هم پلټني رواني دي.
#MillatZagh
😢2👍1
نن پیلنۍ د وږي میاشتي ۲۱مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۲۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۱۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۸۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۲ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۳۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۴،۱۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۸۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۳۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۲۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۶ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۸ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2👍1
نن پیلنۍ د وږي میاشتي ۲۱مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۲۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۱۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۸۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۲ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۳۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۴،۱۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۸۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۳۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۲۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۶ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۸ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2👍1
د یو په نسبت ۱۰۰ زره مقیاس جیولوجیکي نقشې اخستني چاري پیل سوي
د کانونو او پټرولیم وزارت د خپل پنځه کلن کاري پلان له مخي د ټول هیواد د یو په نسبت ۱۰۰ زره مقیاس جیولوجیکي نقشې اخستني پروژه سږ کال د خپلو امکاناتو او تجهیزاتو په پام کي نیولو سره په سوېل ختیځ، سوېل او لوېدیځ زونونو کي پیل کړې ده.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان وایي، په دې سروې کي به د سیمو جیولوجیکي جوړښتونه، د مځکي د جوړښت ځانګړتیاوي او د کاني زېرمو احتمالي سیمي په "مسلکي او تخنیکي" ډول وڅېړل سي؛‎ ترڅو د هیواد د کاني سرچینو په اړه بشپړ معلومات راټول، کاني او غیر کاني سیمي تفکیک او د کاني سیمو د اقتصادي وړتیاوو د معلومولو له پاره تخصصي سروې او اکتشافي څېړني ترسره سي.
د افغان په وینا، د یادي نقشې برابرول به د کاني سرچینو د پېژندني او د پانګوني له پاره د "بالقوه" کاني سیمو په تشخیص، وخت، امکاناتو او مالي سرچینو کي د ګټي اخستني له پاره ګټور تمام سي.
#MillatZagh
❤2👍1
د دا.عش د ملاتړ په تور یوه افغانه مېرمن له امریکا متحده ایالتونو څخه و ایستل سوه
یوې امریکايي رسنۍ (P.B.S News) ویلي چي، امریکا متحده ایالتونو یوه ۴۷ کلنه افغانه مېرمن "نذیره حاجي زاده" له متحده ایالتونو څخه ایستلې او افغانستان ته ئې لېږلې ده.
سرچینې پرون (جمعه) په یوه راپور کي د امریکا متحده ایالتونو د عدلیې وزارت په حواله ویلي، دا افغانه مېرمن په متحده ایالتونو کي د داع.ش وسله والي ډلي د یوه احتمالي برید د ملاتړ په تور له امریکا متحده ایالتونو څخه ایستل سوې ده.
په راپور کي راغلي چي، هغې د دغه تور له مخالفت پرته له امریکا متحده ایالتونو څخه د دې پر ایستلو هوکړه کړې ده.
نذیره حاجي زاده د روان زېږدیز کال په جولای میاشت کي د امریکا متحد ایالتونو په ټکساس ایالت کي په خپل کور کي ونیول سوه.
#MillatZagh
❤1👍1
غزني کي ۲۷۲ کیلو ګرامه تاریاک نیول سوي
د غزني امنیه قومنداني وايي، په یاد ولایت کي ئې د کابل- کندهار پر لویه لاره له یوه کس سره ۲۷۲ کیلو ګرامه تاریاک نیولي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا نشه يي توکي په یوه وېګو موټر کي ځای پر ځای سوي وو او له کابل څخه هلمند ته لېږودل کېدل، چي پرون (جمعه) د یاد ولایت امنیتي ځواکونو له علي لالا څلور لاري سره نیولي دي.
د سرچینې په وینا، یاد کس به تر لومړنیو تحقیقاتو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل سي.
#MillatZagh
❤1👍1
کونړ کي ترافیکي پېښي ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د کونړ امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د اسمار ولسوالۍ په شابل سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله دوه کسان وژل سوي او پنځه تنه نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ټکر نن (شنبه) غرمه مهال د سراچه او انټرنېشنل موټرانو ترمنځ سوی دی.
د سرچینې په وینا، ژوبل سوي کسان، چي دوې ښځي هم په کښي شاملي دي، د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي او د پېښي د لامل په اړه پلټني رواني دي.
#MillatZagh
😢2👎1