Millat Zagh
1.73K subscribers
7.65K photos
70 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
بلخ کي په ۸۰ میلیونه افغانۍ د یوه سړک د جوړولو کارونه ‎پیل سول
د بلخ ښاروالي وايي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کي ئې په شاوخوا ۸۰ میلیونه افغانۍ د یوه سړک د جوړولو کارونه پیل کړي دي.
یادي ښاروالۍ ویلي، دا سړک د اتمي ناحیې له سیاه ګرد څخه د بلخ تر دولتي مسلخ پوري د شاوخوا درې کیلومتره اوږدوالي او ۱۶ متره په پراخوالي سره جوړوي، چي لسګونو کسانو ته کاري زمینه هم په کښي برابره سوې ده.
د سرچینې په وینا، د دغه سړک د جوړولو کارونه نن (سه شنبه) پیل سول او په شپږو میاشتو کي بشپړ سي.
#MillatZagh
❤2
د سبا (څلنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۰    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۷
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۰
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۴      
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۶         
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۱۹ 
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۳       
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۶       
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۶
#MillatZagh
❤1
په ۴۲۲ میلیونه افغانۍ د ۵۲ مخابراتي انتنونو د فعالولو تړون لاسلیک سو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالاحد فضلي له افغان ټلیکام مخابراتي شرکت سره په شپږو سرحدي ولایتونو کي د ۵۲ مخابراتي انتنونو د فعالولو تړون لاسلیک کړی دی.
د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وایي، دا تړون نن (سه شنبه) د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب په حکم لاسلیک سو چي له مخي به ئې یاد شرکت په بدخشان، کونړ، ننګرهار، نورستان، پکتیا او خوست ولایتونو کي ۵۲ مخابراتي سایټونه فعالوي.
شاوخوا درې اوونۍ مخکي هم دغه وزارت له یوه خصوصي شرکت سره په ۲۶۹ میلیونه او ۳۶۶ زره افغانۍ د کندهار په ګډون په څلورو ولایتونو کي د ۳۱ مخابراتي انتنونو د فعالولو تړون لاسلیک کړ.
#MillatZagh
❤5
په ۶۵ میلیونه امریکايي ډالره د ننګرهار د تالک د یوه بل کان د استخراج تړون لاسلیک سو
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري له یوه بل خصوصي شرکت سره د ۶۵ میلیونه او ۸۶۵ زره امریکايي ډالرو په پانګوني د ننګرهار د شېرزاد ولسوالۍ د کودي خېل سیمي د تالک کان د دوهم بلاک د استخراج او پروسس تړون لاسلیک کړ.
یاد وزارت ویلي، دا تړون پرون (سه شنبه) لاسلیک سو او د لاسلیک پر مهال ئې ملا هدایت الله بدري ویلي، یاد شرکت به د دغه کان د استخراج او پروسس ټولي چاري د وزارت د قوانینو له مخي ترسره کوي، چي ورسره به د سیمي اوسېدونکو ته کاري زمینه هم برابره سي او د هر ټن پر سر به اسلامي امارت ته دوه زره او ۲۶۵ افغانۍ ورکوي.
د یاد وزارت په وینا، دا کان ۳،۸۲ کیلومتره مربع مساحت لري.
تېره ورځ هم یاد وزارت له یوه بل خصوصي شرکت سره په څلور میلیونه، ۵۱۸ زره او ۳۰۰ امریکايي ډالره پانګوني د دغه ولایت د سپین غر ولسوالۍ د شینواري سیمي د تالک کان د درېیم بلاک د استخراج او پروسس تړون لاسلیک کړ.
#MillaltZagh
❤3👍1
نړیوالي اداري باید د افغان محصلینو تحصیلي حقوقو ته پاملرنه وکړي
په پاکستان کي د افغانستان سفارت د دغه هیواد له طبي پوهنتونونو څخه د افغان محصلینو د ایستلو پر پرېکړه "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې او له نړیوالو طبي، تعلیمي، بشري او مسلکي ادارو څخه ئې غوښتنه کړې چي، د افغان محصلینو "تحصیلي حقوقو" ته پاملرنه وکړي.
یاد سفارت ویلي، هغوی په داسي حال کي له پوهنتنونونو څخه ایستل کېږي چي "په قانوني ډول ئې خپلي زده کړي پیل کړي او تر کلونو هڅو، وخت او مالي او معنوي لګښتونو وروسته د خپلو تحصیلي دورو د بشپړولو په حال کي دي."
افغان سفارت ټینګار کړی چي، علم، زده کړي او بشري اړیکي باید له "سیاسي اختلافاتو" څخه جلا او "خوندي" وساتل سي.
په دې وروستیو کي د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (M.P & D.C) پرېکړه کړې چي، د دغه هیواد په پوهنتونونو کي اوسني افغان محصلین باید پوهنتونونه پرېږدي او خپل هیواد ته ستانه سي.
#MillatZagh
❤2👍1
هرات کي په ۱،۵ میلیونه ډالره یوه سړه خونه جوړه سوې
د هرات ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، په دغه ولایت کي په ۱،۵ میلیونه امریکايي ډالره یوه سړه خونه جوړه سوې او ډېر ژر به ګټي اخستني ته وسپارل سي.
یاد دفتر ویلي، د دې سړې خوني د جوړولو کارونه ۹۷ سلنه بشپړ سوي او په نژدې ورځو کي به ئې پاته چاري هم بشپړي او ګټي اخستني ته به چمتو سي.
د سرچینې په وینا، دا سړه خونه پر څلور زره متره مربع مځکه جوړه سوې او د شاوخوا درې زره مټریک ټنه مېوو، سبزیجاتو، غوښو، درملو او نورو خوراکي توکو د ساتلو ظرفیت لري.
#MillatZagh
❤2👍1
څه کم ۴۰ مېرمني له کورني تاوتریخوالو څخه ژغورل سوي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، په اوو ولایتونو کي ئې ۳۷ مېرمني له کورنیو تاوتریخوالو او ظلم څخه ژغورلي دي.
دغه وزارت ویلي، یادي مېرمني ئې په زابل، میدان وردګ، پکتیکا، پکتیا، کاپیسا، بلخ او تخار ولایتونو کي له بېلابېلو کورنیو تاوتریخوالي څخه ژغورلي او له خپلو حقوقو څخه ئې برخمني کړي دي.
#MillatZagh
❤3
یوه عربي شرکت د درملو کارخوني او د سالنګ دوهم تونل جوړولو ته چمتووالی ښودلی
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د حسن، حبیب او محمود په نوم (H.H.M Global Industry Group) د متحده عربي اماراتو یوه شرکت په افغانستان کي د درملو د تولید یوې کارخوني او د سالنګ دوهم تونل پر جوړولو پانګوني ته لېوالتیا ښودلې ده.
یاد معاونیت ویلي، د پانګوني بین الوزارتي کمېټې په خپله پرونۍ ناسته کي د دې پانګوني هرکلی کړی او یاد شرکت ته ئې ډاډ ورکړی چي، اړوند وزارتونه او ادارې په دې برخه کي له دوی سره همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دي.
د سرچینې په وینا، د یاد شرکت له مسؤلینو څخه غوښتنه سوې؛ ترڅو په دې اړه خپلي طرحي چمتو او د بحث له پاره ئې د پانګوني بین الوزارتي کمېټې ته وړاندي کړي.
#MillatZagh
❤2👍1
نن څلنۍ د وږي میاشتي ۱۸مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۲۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۱۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۸۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۲ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۰ او په عام بازار کي کیلو په ۶۲ او ۶۴ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۳۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۴،۰۵ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۸۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۳۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۱۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۶ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۸ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤1👍1
کندهار کي له ۸۰ کورنیو سره د څارویو د مرستي لړۍ پیل سوه
د کندهار د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د اروپايي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې له خوا له ۸۰ بې وزلو او بیرته راستنو سوو کورنیو سره د څارویو د مرستي لړۍ پیل سوه.
یاد ریاست ویلي، د دغو کورنیو له ډلي د کندهار ښار په شپږمه ناحیه او په ژړۍ او ارغستان ولسوالیو کي هري کورنۍ ته دوې وزې او څلور سېرلي ورکول کېږي چي، د شپږمي ناحیې او ژړۍ ولسوالۍ کورنیو ته یاده مرسته ورکړل سوې او په ارغستان ولسوالۍ کي به هم ژر مستحقو کورنیو ته دغه مرسته ورکړل سي.
د سرچینې په وینا، د دې مرستي ټوله ییز لګښت ۴۳ زره امریکایي ډالره او موخه ئې د یادو کورنیو اقتصادي وده او ملاتړ دی.
#MilatZagh
❤1👍1
افغان محصلینو او استادانو ته په هیواد کي د "زده کړو او خدمت" زمینه برابرېږي
د لوړو زده کړو وزارت وايي، د هغو افغان محصلینو او استادانو له پاره د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی، چي په بهر کي د زده کړو یا عملي خدمت پر مهال له ستونزو سره مخ دي.
دغه وزارت نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاد وزارت افغان محصلینو ته په هیواد کي د پاته "زده کړو د دوام" او استادانو ته د "خدمت او علمي فعالیت" زمینه برابروي.
په دې وروستیو کي د پاکستان طبي او د غاښونو شورا پرېکړه کړې چي، د دغه هیواد له پوهنتونونو څخه دي افغان محصلین ووځي او خپل هیواد ته دي ستانه سي.
#MillatZagh
❤5👍1
د نورستان له کانونو څخه د څه کم ۴ میلیونه افغانیو ډبري وپلورل سوې
د نورستان ولایت د رسنیو دفتر په درې میلیونه او ۹۰۰ زره افغانۍ د شاوخوا ۱۰۰ کیلو ګرامه بېروج او بیلور ډبرو او د هغو د نمونو د خرڅلاو خبر ورکړی دی.
یاد دفتر ویلي، دا ډبري، چي د مرکز پارون او کانتوا ولسوالۍ له کانونو څخه را ایستل سوي وې، نن (چهارشنبه) د همدې ولایت د کانونو د پټرولیم ریاست تر چتر لاندي د یوې داوطلبۍ له لاري پر ملي سوداګرو پلورل سوي دي.
د سرچینې په وینا، له یادو ډبرو څخه په ترلاسه سوو پیسو کي ۳۹ زره او ۵۰۰ افغانۍ د دولت خزانې ته سپارل سوي او پاته نوري د کان کیندونکو دي.
تېره اوونۍ هم د دغه ولایت له کانونو څخه د ۱۲۲،۵ میلیونه افغانیو قیمتي او نیمه قیمتي ډبري وپلورل سوې.
#MillatZagh
❤1
د پولیو ناروغۍ ۴ نوي پېښي ثبت سوي
د روغتیا نړیوال سازمان (W.H.O) خبر ورکړی چي، په افغانستان کي د رواني اوونۍ پر مهال د پولیو ناروغۍ څلور نوري مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
یاد سازمان په خپل تازه راپور کي ویلي، په دې سره په افغانستان کي د سږ کال د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته ورسېد او زیاتوي چي، تازه پېښي د هلمند په مرکز لښکرګاه، فراه، د کونړ په دانګام او د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کي ثبت سوي دي.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه هیوادونه دي، چي یاده ناروغۍ نه ده په کښي ختمه سوې او هر کال لسګونه مثبتي پېښي په کښي ثبتېږي.
#MillatZagh
❤1👍1😢1
په امام ابو حنیفه نړیوال نندارتون کي ۲۰ هیوادونو د ګډون ډاډ څرګند کړی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خونه وايي، د راتلونکي تلي میاشتي له ۱۵مي تر ۲۱مي نېټې امام ابو حنیفه (رحمه الله) پنځم ملي او نړیوال نندارتون جوړوي او په یاد نندارتون کي د ۲۰ هیوادونو شرکتونو د خپل ګډون ډاډ څرګند کړی دی.
د یادي خوني د عامل رياست د پاليسۍ او تخنيکي مرستيال احمد شکيل حازم نن (چهارشنبه) په کابل کي د یاد نندارتون په اړه د چمتووالي په غونډه کي ویلي، په یاد نندارتون کي ئې د ۵۰ هیوادونو شرکتونو ته د ګډون بلني استولي او ازبکستان، ایران، قرغزستان، قزاقستان، هندوستان، روسیې او ګڼو نورو سیمه ییزو هیوادونو خپل ګډون په کښي تائید کړی دی.
دا نندارتون له تېرو پنځو کلونو راهیسي د کورنیو تولیداتو د معرفت او ملاتړ، د صادراتو د زیاتوالي، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د پانګوني د راجلبولو په موخه جوړېږي چي د کورنیو تولیداتو او سوداګرو سره، سره بهرني سوداګر او شرکتونه هم ګډون په کښي کوي.
#MillatZagh
❤6
د ننګرهار د تالک یو بل کان هم په قرارداد ورکړل سو
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د ننګرهار د شېرزاد ولسوالۍ د کودي خېلو سیمي د تالک کان د لومړي بلاک د استخراج او پروسس تړون له نبي افغان شرکت سره د ۱۴ میلیونه، ۸۶۲ زره او ۶۰۰ امریکايي ډالرو په پانګوني سره لاسلیک کړ.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان ویلي، دا تړون پرون (چهارشنبه) د ۳۰ کلونو له پاره لاسلیک سو چي، پر اساس به ئې یاد شرکت په دې سیمه کي ۹۰۰ زره امریکايي ډالره پر ټولنیزو خدمتونو لګوي، د هر ټن پر سر به اسلامي امارت ته ۱۷۹۰ افغانۍ ورکوي او ۳۷۰ کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابروي.
د افغان په وینا، یاد کان ۶،۹۸۸ کیلومتره مربع مساحت لري او د دغه تړون لاسلیک کېدل ئې د هیواد د طبيعي زېرمو د پراختیا، د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جذب، د کاري فرصتونو رامنځ ته کېدلو او د کانونو برخي د پیاوړتیا له پاره یو "مهم ګام" یاد کړی دی.
#MillatZagh
❤3👍1
متقي له بنګله دېشي پلاوي سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي تعامل په اړه خبري کړي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي کابل ته د بنګله دېش له راغلي پلاوي سره، چي علماء، سوداګر او صنعتکاران په کښي شامل دي، د افغانستان او بنګله دېش د دوه اړخیزه اړیکو او تعامل د پراختیا په اړه خبري کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت پرون شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دواړو لورو د یوې لیدني پر مهال د کابل او ډاکې د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا او د دواړو لورو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي تعامل د پیاوړتیا په اړه خبري کړي دي.
د سرچینې په وینا، دواړو خواوو په دې لیدنه کي هیله څرګنده کړې چي، ورته ناستي د افغانستان او بنګله دېش د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا کي مهم رول لري.
#MillatZagh
❤4👍1
کرزي د افغان محصلینو په اړه د پاکستان د پرېکړي د "لغوه" کېدلو غوښتنه کړې
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له پوهنتونونو څخه د افغان محصلینو د وتلو پرېکړه "خواشینوونکی اقدام" بللی او د دې پرېکړي د "لغوه" کېدلو غوښتنه ئې کړې ده.
کرزي ټینګار کړی چي، "د ځوانانو تعلیم، علمي فعالیتونه او له علمي مؤسساتو سره همکارۍ باید د هیوادونو له سیاسي مخالفتونو څخه جلا وساتل سي."
حامد کرزي له هغو سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو څخه مننه هم کړې چي، د دې پرېکړي مخالفت ئې کړی او له خپل حکومت څخه ئې پر هغه د بیا نظر او غور کولو غوښتنه کړې ده.
په دې وروستیو کي د پاکستان طبي او د غاښونو شورا پرېکړه کړې چي، د دغه هیواد له پوهنتونونو څخه دي افغان محصلین ووځي او خپل هیواد ته دي ستانه سي.
#MillatZagh
❤3👍1
امر بالمعروف وزارت روانه اوونۍ شاوخوا ۲ زره "اصلاحي ناستي" ترسره کړي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي، د رواني اوونۍ پر مهال د دغه وزارت محتسبینو د هیواد په ګوټ، ګوټ کي شاوخوا دوه زره "اصلاحي ناستي" ترسره کړي دي.
سیف الاسلام خیبر ویلي، یادي ناستي له "مسجدونو، ښوونځیو، روغتونونو، امارتي ادارو او عامه ځایونو" څخه د څارني پر مهال او له علماء کرامو، قومي مشرانو، ښوونکو، زده کوونکو، سوداګرو او هیوادوالو سره د "حجاب د مراعات، د ناوړه دودونو د مخنیوي او د شرعي اصولو" د پلي کولو په موخه ترسره سوي دي.
د خیبر په وینا، په دې موده کي د دغه وزارت محتسبینو ۶۴ لويي او کوچنۍ شخړي او دښمنۍ په دوستۍ بدلي او د هیواد په ګوټ، ګوټ کي د ښځو د حقوقو اړوند ۱۰۸ قضیو ته رسېدګي کړې ده.
#MillatZagh
❤3
د نن ارزښت؛ مظلیفه کاکړ
د ملت ږغ راډیو د "ارزښت" خپروني نننۍ مېلمنه "مظلیفه کاکړ" ده، چي په یاده خپرونه کي به د دې د ژوند او په رسنیو کي د کار په اړه خبري ورسره وسي.
اغلي کاکړ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کي تر لسانس پوري زده کړي کړي او په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کي د رسنیو ډګر ته راغلې سوې، چي په هغو کي ئې له ولسي جرګې او په پاکستان کي له شال ټلوېزیونونو سره د ویاندي دندي ترسره کړي او دا مهال له بېګم ټلوېزیون سره د خبریالي او ویاندي دنده مخ ته وړي.
دا چي کاکړ د رسنیو په ډګر کي د کار له پیله تر اوسه له کومو لاسته راوړنو او تجربو سره مخ سوې، دا او د دې د رسنیز کار او ژوند په اړه نور معلومات په ارزښت خپرونه کي نن او سبا غرمه دوې بجې له ملت ږغ راډیو څخه واورئ!
کوربه: کمال الدین افغان.
مېلمه: مظلیفه کاکړ.
د پلې سټور لینک:
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
د آپ سټور لینک:
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
#MillatZagh
❤1👍1
نن پنځنۍ د وږي میاشتي ۱۹مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۲۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۱۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۸۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۲ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۰ او په عام بازار کي کیلو په ۶۲ او ۶۴ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۴۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۴،۲۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۹۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۴۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۱۴ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۶،۵۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۸ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤1👍1