Millat Zagh
1.73K subscribers
7.64K photos
70 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
په کندهار کي د بهرنیو جنګیالیو د غونډي په اړه د پاکستان ادعا رد سوه
د کندهار ولایت د رسنیو دفتر د پاکستان د پوځ د ویاند احمد چودري هغه ادعاوي رد کړې، چي هغه ویلي دي، په کندهار کي د دغه ولایت د والي په مشرۍ له "بهرنیو جنګیالیو" سره غونډه سوې ده.
یاد دفتر تېره ورځ (جمعه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي "د پاکستان نظامي حلقات هڅه کوي چي په داسي پوچو ادعاوو سره په افغانستان کي د ملکي خلکو په شهادت رسول او خپل نور جنایتونه توجیه کړي."
په خبرپاڼه کي راغلي چي، افغانستان کومي داسي غونډي ته اړتیا نه لري او نه هم له یادو ډلو سره پالي.
#MillatZagh
❤2👍1👎1
ایران یو افغان د "جاسوسۍ" په تور په دار ځړولی
د هه نګاو په نوم د ایران بشري حقوقو یو سازمان وايي، د ایران حکومت یو افغان، چي مخکي ئې د ایران په سپاه پاسداران کي کار کاوه، د "جاسوسۍ" په تور اعدام کړی دی.
یاد سازمان ویلي، د تورات محمدي په نوم دغه ۴۲ کلن افغان د تېري سپټمبر میاشتي پر ۲۳مه نېټه د کرج په مرکزي زندان کي د هغه د کورنۍ په پټه او له وروستي ځل لیدلو پرته په دار ځړول سوی دی.
هه نګاو وايي، محمدي د مزار شریف اوسېدونکی و، چي اوس ئې د ایران په قم ښار کي ژوند کاوه او څلور اولادونه ئې درلودل.
د ایران د بشري حقوقو د سازمانونو د شمېرو پر اساس، د ایران حکومت د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال په تېره سپټمبر میاشت کي پنځه افغانان په دار ځړولي دي.
#MillatZagh
👎1
راشد خان کندهار ته راغلی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي پیاوړی لوبغاړی راشد خان نن (شنبه) سهار تر شاوخوا ۱۲ کلونو وروسته کندهار ته راغلی دی.
ټاکل سوې چي هغه په کندهار کي د ځینو رغنیزو پروژو پرانستنه وکړي.
https://www.facebook.com/share/p/1DSB1fvdjW/
#MillatZagh
❤4
نن پیلنۍ د تلي میاشتي ۱۱مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۹۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۴ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په 73 افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۱۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۵،۵۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۳۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۸۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۳۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۸۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۸ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤1👍1
په پنجشېر کي د "علم تي" په نوم یو طبي بوټی تثبیت سو
د پنجشېر ویاند سیف الدین لټون وايي، په دغه ولایت کي د "علي بتي" په نوم یو نوی طبي بوټی تثبیت سوی چي په دې سره په دغه ولایت کي د ټولو تثبیت سوو طبي بوټو شمېر ۴۰ ډولونو ته ورسېده.
د سیف الدین لټون په وینا، یاد بوټی د پنجشېر په مرکز بازارک ښار، دره او آبشار ولسوالیو کي تثبیت سوی او اټکل کېږي چي، دغه بوټی پر شاوخوا ۲۰ هکټاره مځکه وجود لري.
د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، یاد بوټی په دودییزه درملنه کي د التهاب او ټپونو د درملني له پاره استفاده کوي.
شاوخوا دوې میاشتي مخکي د پنجشېر د کرهڼي ریاست او یوې مؤسسې ترمنځ په څه باندي ۹۸۱ زره ډالره یو تړون هم لاسلیک سو، چي پر اساس به ئې یاده مؤسسه یو کال په دغه ولایت کي پنج انګش، شیره کمال، لروک او خینه کاه طبي بوټي ټولوي.
#MillatZagh
❤2👍1
بغلان کي ترافیکي پېښو ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د بغلان امنیه قومنداني وايي، پرون (جمعه) په یاد ولایت کي د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان وژل سوي او نهه تنه نور ژوبل سوي دي.
یادي سرچینې ویلي، یوه پېښه د بغلان د مرکز پلخمري ښار په سنګ سلاخ سیمه کي د یوه موټر سایکل او کرولا او بله د دوشي ولسوالۍ په کیله ګي سیمه کي د دوو کرولا موټرانو د ټکر په نتیجه کي سوې ده.
د سرچینې په وینا، په لومړۍ پېښه کي یو کس وژل سوی او په دوهمه پېښه کي هم یو کس وژل سوی او د ښځو او کوچنیانو په ګډون نهه تنه نور ژوبل سوي چي د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.
#MillatZagh
👎1😢1
افغانستان په مالګه کي پر ځان بسیا سوی
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، افغانستان اوس په مالګه کي پر ځان بسیا سوی او له هیڅ هیواد څخه په دې برخه کي واردات نه کوي.
فطرت ویلي، افغانستان په کلني ډول ۳۴۴ زره مټریک ټنه مالګه تولیدوي چي د افغانستان کلنۍ ۳۰۰ زره ټنه اړتیا ئې پورته کړې ده.
معلومات ښيي چي په افغانستان کي اوس له ۱۴ کانونو څخه مالګه استخراج او وروسته پروسس کېږي چي زرګونو کسانو ته کاري زمینه هم په کښي برابره سوې ده.
#MillatZagh
❤2👍1
تېره میاشت د اوسپني پټلۍ له لاري شاوخوا ۷۹۰ زره ټنه انتقالات سوي
د ټولګټو چارو وزارت وایي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په تېره وږې میاشت کي د افغانستان د اوسپني پټلۍ له لاري ۷۹۰ زره او ۷۴۱ مټریک ټنه لېږد رالېږد سوی دی.
دغه وزارت ویلي، یاد انتقالات د حیرتان، آقینې، توري غونډۍ او هرات- خواف اوسپني پټلۍ له لارو سوي چي درې زره او ۷۴۴ ټنه د افغانستان صادرات او پاته نور د نفتي او غیر نفتي توکو واردات دي.
#MillatZagh
❤2👍1
پنجشېر کي ۸ کانونه تثبیت او استخراج ئې پیل سو
د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر وايي، په دغه ولایت کي اته نوي کانونه تثبیت او د استخراج کارونه ئې هم پیل سوي دي.
یاد دفتر ویلي، په دې سره په دغه ولایت کي د ټولو ثبت سوو کانونو شمېر شاوخوا دوه زرو ته ورسېده چي ۲۲۹ ئې د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال له پیل راهیسي ثبت سوي دي.
د سرچینې په وینا، دا مهال په پنجشېر کي د زمردو، بېروجو او ګارنيټو په ګډون د نژدې ۴۰۰ کانونو د استخراج کارونه روان دي.
#MillatZagh
❤4👍1
د بدخشان سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا رسولو هوکړه لیک لاسلیک سو
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس ملا عبدالحق همکار د پامیر انرژۍ شرکت له رئیس امیر خان رحیم سره د بدخشان سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا رسولو په برخه کي د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
یاد شرکت ویلي، دا هوکړه لیک د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کي لاسلیک سو چي پر اساس به ئې د بدخشان سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا رسولو زمینه برابره سي.
د سرچینې په وینا، دواړو لورو په دې ناسته کي د یاد ولایت مرکز فیض اباد ښار ته د ۱۱۰ کیلو ولټه برېښنا لاین غځولو په اړه هم خبري کړي دي.
#MillatZagh
❤3👍1
د سبا (یونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۱۷
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۳
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۸
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۱
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۴
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۸
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۱
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۴
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۴
#MillatZagh
❤2
آریانا افغان هوايي شرکت د کابل- نوي ډهلي د کارګو خدمتونو بیه راکښته کړه
آریانا افغان هوايي شرکت خبر ورکړی چي، د کابل- نوي ډهلي د کارګو الوتنو بیه ئې د یوه کیلو ګرام پر سر له ۱،۶۰ امریکايي ډالرو څخه ۱،۴۰ ډالرو ته راکښته کړې ده.
یاد شرکت ویلي چي، دا ګام ئې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د سوداګرو له پاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه اخستی دی.
آریانا افغان هوايي شرکت سږ کال د کابل او نوي ډهلي ترمنځ په کارګو الوتنو کي هم زیاتوالی راوستلی او په ورځني ډول د دواړو ښارونو ترمنځ دوه کارګو پروازونه ترسره کېږي.
#MillatZagh
❤4👍1
نن واخان ګټي اخستني ته سپارل کېږي
ټاکل سوې چي نن (یک شنبه) د افغانستان او چین ترمنځ واخان دهلېز ګټي اخستني ته وسپارل سي.
یاده لاره شاوخوا ۱۲۲ کیلومتره اوږدوالی لري چي افغانستان له چین سره نښلوي.
#MillatZagh
❤6👍1
د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل د پراختیا په اړه خبري سوي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د سولي او سیاسي چارو له مرستیالي روزمیري ډیکارلو سره، چي د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو نوې استازې رباب فاطمه هم ورسره وه، د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل او همکاریو د پراختیا، بشري مرستو، د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او د افغانستان د اړتیاوو په اړه خبري کړي دي.
یاد وزارت وايي، دواړو لورو پرون (شنبه) د یوې لیدني پر مهال د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل د پراختیا، د دوحې پروسې د ناستو پر دوام او د متقابل تفاهم په اړه خبري او ټینګار کړی دی.
د سرچینې په وینا، دغه پلاوي د پاکستان له خوا پر افغان خاوره د وروستیو بریدونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او د ملکي کسانو پر خوندیتوب ئې ټینګار کړی دی.
#MillatZagh
❤3👍1
نن یونۍ د تلي میاشتي ۱۲مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۹۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۴ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۳ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۴،۳۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۵ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۵ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۱۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۷۳ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۸ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2👍1
د کندهار والي ملا شېرین اخند ولسوالانو ته؛ ټول باید خپل مسؤلیتونه په سم ډول ادا کړي
د کندهار والي ملا شېرین اخند د کندهار د ۱۶ ولسوالیو ولسوالانو ته ویلي چي، ټول باید ور سپارل سوي مسؤلیتونه په ښه ډول ادا کړي.
د کندهار ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، ملا شېرین اخند له هغوی سره د یوې ناستي پر مهال دا څرګندوني کړي او ټینګار ئې کړی چي، ټول ولسوالان باید وخت په وخت د ملکي او نظامي ادارو چاري و ارزوي؛ ترڅو مسؤلین په ښه ډول د هیوادوالو خدمت وکړي.
د سرچینې په وینا، هغه په دې ناسته کي یادو ولسوالانو اړیني لارښووني او سپارښتني هم کړي دي.
#MillatZagh
❤3👍1
په ننګرهار کي ترافیکي پېښي ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د ننګرهار امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په څلورم فارم سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله درې کسان وژل سوي او درې نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه نن (یک شنبه) د ویټز او کراس روډ موټرانو ترمنځ د ټکر په نتیجه کي سوې ده.
د سرچینې په وینا، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.
تېره پنج شنبه هم په یاده ولسوالۍ کي د یوې ترافیکي پېښي له امله دوه کسان ووژل سول او د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۱۳ تنه نور ژوبل سول.
#MillatZagh
😢3❤1👍1
واخان ګټي اخستني ته وسپارل سو
د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت وايي، نن (یک شنبه) په بدخشان کي د افغانستان او چین ترمنځ واخان ټرانزیټي لاره، چي شاوخوا ۱۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري، تر جغل کارۍ وروسته ګټي اخستني ته وسپارل سوه.
یاد وزارت ویلي، د دې لاري پر جوړولو شاوخوا ۳۶۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او د جوړولو کارونه ئې په درو کلونو کي بشپړ سوي دي.
د سرچینې په وینا، یاد سړک د بدخشان د سرحد بروغیل سیمي د پامیر د وغجیر له درې څخه د چین تر پولي پوري په جغلي ډول جوړ سوی چي د څلورو لویو پلونو، ۶۶ پلچکونو او د ۴۰۰۰ متره په اوږدوالي د استنادي دېوالونو جوړول هم په کښي شامل دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت په دې اړه غونډي ته ویلي چي، د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب په حکم په یاده سیمه کي عامه خدمتونو ته ځانګړې پاملرنه سوې او د روغتیا، مخابراتو او نورو خدمتونو په ګډون ګڼ نور عامه خدمات په کښي فعاله سوي دي.
د هغه په وینا، اسلامي امارت هڅه کوي، ترڅو د افغانستان ټولي لیري سیمي له عامه خدمتونو څخه برخمني کړي.
#MillatZagh
❤4👍1
د رئیس الوزرا اداري مرستیال د کندهار له عمومي زندان څخه لیدنه کړې
د رئیس الوزرا د اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ یوه پلاوي، چي د مخابراتو وزیر ملا عبدالاحد فضلي، د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب الله حیات او ځیني نور چارواکي په کښي شامل وو، پرون (شنبه) د کندهار له مرکزي زندان څخه لیدنه کړې او د دغه زندان چاري ئې له نژدې ارزولي دي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کي ویلي، حنفي د ټولو بلاکونو له بندیانو سره لیدلي او هغوی ته ئې ویلي چي، پر تېرو ناسمو کړنو پښېمانه او توبه وباسي؛ ترڅو تر ازادېدلو وروسته د سالمو او د ګټورو وګړو په توګه ژوند وکړي.
د سرچینې په وینا، هغه او مل پلاوي د یاد زندان ستونزي او غوښتني هم اورېدلي او د حل ئې ډاډ ئې ورکړی دی.
#MillatZagh
❤3👍1
په ۳۹،۲ میلیونه افغانۍ په پنځو ګمرکونو کي سکېنران نصب سول
د مالیې وزارت وايي، په ۳۹،۲ میلیونه افغانۍ ئې پنځه سکېنرونه رانیولي او په درو ګمرکونو کي ئې نصب کړي دي.
دغه وزارت ویلي، یاد سکېنرونه دوه د هرات په اسلام کلا، دوه د ننګرهار په تورخم او یو د خوست نړیوال هوايي ډګر په ګمرک کي نصب سوي دي.
د سرچینې په وینا، د دغو سکېنرونو په نصب سره به د مسافرو راوړل کېدونکي توکي په دقت او شفافیت سره پلټل او ارزول کېږي.
#MillatZagh
❤2👍1