Millat Zagh
1.73K subscribers
7.64K photos
70 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
په نژدې راتلونکي کي د دهلې بند د لوړولو عملي چاري پیلېږي
د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده وايي، په نژدې راتلونکي کي به په کندهار کي د دهلې بند د لوړولو پروژې عملي چاري پیل سي.
ملا محمد یونس اخندزاده پرون (سه شنبه) په کاپیسا کي له صیاد څخه کابل ښار او د نوي کابل پروژې ته د اوبو د لېږد پروژې د تخنیکي کارونو د پیل په مناسبت غونډي ته ویلي، د کندهار د دهلې بند د لوړوالي پروژې د ډیزاین کارونه د افغاني انجنیرانو له لوري سوي او تازه ئې د ارزوني له پاره پنځه کمپنۍ انتخاب سوي دي.
د اخندزاده په وینا، د ۴۰ سلنه اټکل په اطمنان سره به دا پروژه په شاوخوا یوه نیمه میاشت کي پیل سي.
ټاکل سوې دغه بند د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب په حکم ۱۳ متره لوړ سي.
#MillatZagh
❤6
د کابل- کندهار پر لویه لاره ۲ مسجدونه جوړ سول
د ټولګټو چارو وزارت وايي، په ۶۲،۷ میلیونه افغانۍ ئې د کابل- کندهار پر لویه لاره دوه مسجدونه جوړ او ګټي اخستني ته سپارلي دي.
یاد وزارت ویلي، یو مسجد د زابل په مرکز کلات ښار کي په ۳۰،۲ میلیونه افغانۍ او بل د میدان وردګ په سید اباد ولسوالۍ کي په ۳۲،۵ میلیونه افغانۍ جوړ سوی دی.
#MillatZagh
❤8
روزګان کي په ۳۰ میلیونه افغانۍ د یوه بند جوړولو کارونه پیل سول
د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د روزګان د چهار چېنو ولسوالۍ کي په یومني سیمه ئې په شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانۍ د یوه بند د جوړولو کارونه پیل کړي دي.
یاد وزارت ویلي، د دغه بند د جوړولو کارونه نن (چهارشنبه) پیل سول او په یوه کال به بشپړ سي.
د یاد وزارت چارواکو د دغه بند د چارو د پیل په غونډه کي ویلي چي، دا بند به د ۳۰۰ زره متره مکعبه اوبو د ځایېدلو ظرفیت ولري او ۴۰۰ هکټاره مځکه به خړوبه کړي.
#MillatZagh
❤4👍1
په ټولنیزو رسنیو کي د یوه زده کوونکي د وهلو ویډیو د تېر کال ده
د پوهني وزارت وايي، په ټولنیزو رسنیو کي خپره سوې وېډیو، چي په کښي ښکاري یو استاد خپل زده کوونکی وهي، د ۱۴۰۴ لېږدیز لمریز کال د کب میاشتي ده.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دغه پېښه د تخار د رستاق ولسوالۍ په چغیان کلي کي د حضرت سلمان فارسي (رضي الله عنه) په مدرسه کي سوې ده.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، دغه کس نیول سوی او موضوع تر تحقیقاتو لاندي ده.
په دې وروستیو کي په ټولنیزو رسنیو کي یوه ویډیو نشر سوې چي د "کرامت" په نوم د یادي مدرسې یو استاد خپل شاګرد وهي او یاده ویډیو په ټولنیزو رسنیو کي د خلکو له غبرګونونو سره مخ سوې ده.
#MillatZagh
❤2👍1
سږ کال شاوخوا ۷۱ زره زېږونپا‎ڼي وېشل سوي
د احصائیې او معلوماتو عمومي اداره وايي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي ئې د ټول هیواد په کچه ۷۱ زره او ۳۴۷ کسانو ته زېږونپاڼي ورکړي دي.
یادي ادارې ویلي، په وېشل سوو زېږونپاڼو کي ئې ۴۹ زره او ۵۰۲ زېږونپاڼي لویانو او ۲۱ زره ۸۴۶ نوري ئې کوچنیانو ته ورکړي، چي تر ټولو ډېري ئې په کابل، ننګرهار، خوست او هرات ولایتونو کي وېشل سوي دي.
سرچینې همدارنګه ویلي چي، په دې موده کي ئې ۱۳ زره او ۵۸۴ کسانو ته د مړیني پارچې هم ورکړي دي.
#MillatZagh
❤1👍1
د سبا (پنځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۱۷    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۴
هرات: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۶
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۰       
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۳         
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۲۱ 
ننګرهار: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۹       
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۴       
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۳
#MillatZagh
❤3
په هلمند او کونړ کي د پاکستان د بریدونو له امله ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پاکستاني پوځي رژیم تېره شپه یو ځل بیا پر هلمند او کونړ هوايي بریدونه کړي چي له امله ئې د ښځو او کوچنیانو په ګډون نهه ملکي کسان وژل سوي او ۱۱ تنه نور ژوبل سوي دي.
د مجاهد په وینا، دا بریدونه د هلمند په ګرمسېر او د کونړ په شلتن ولسوالیو کي سوي او درې کورونه هم په کښي بشپړ ویجاړ سوي دي.
ذبیح الله مجاهد پر خپل ایکس لیکلي چي، اسلامي امارت دا "جنایت" غندي او د ټولو منل سوو اصولو خلاف "تجاوز او جنایت" ئې بولي.
#MillatZagh
😢5❤1👎1
په اسلام کلا بندر کي د اورلګېدني له امله ۱۵ ټانکرونه سوځېدلي
د هرات امنیه قومنداني وایي، په اسلام کلا بندر کي د تېري شپې د اور لګېدني له امله ۱۵ د نفتو ټانکرونه په بشپړ ډول او درې نور په سطحي ډول سوځېدلي دي.
یادي قومندانۍ نن (پنج شنبه) سهار په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، د دې اورلګېدني د لامل او د کره زیانونو په اړه معلومات لا هم بشپړ سوي نه دي.
دا اورلګېدنه تېره شپه په اسلام کلا بندر کي رامنځ ته سوه چي تر شاوخوا نهه بجو پوري ئې دوام وکړ.
#MillatZagh
😢4👍1
پاکستان باید د افغانستان په اړه خپل جګړه ماره پلانونه له سره وڅېړي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر هلمند او کونړ د پاکستان بریدونه غندلي او له پاکستاني مشرانو څخه ئې غوښتي چي، د افغان ښځو او کوچنیانو د وژلو او د پړه اچولو پر ځای خپله جګړه ماره تګلاره او دښمنانه پلانونه له سره وڅېړي.
کرزي ویلي، پاکستان باید له افراطیت خپرولو او نفاق اچولو څخه لاس واخلي او له افغانستان سره د یوه ګاونډي په توګه ښه ګاونډیتوب او اړیکو ته دوام ورکړي.
هغه دغه بریدونه په ښکاره ډول د افغانستان د حریم او ملي حاکمیت نقض ګڼلی او د هغو قربانیانو ته ئې د بشپړي روغتیا او شهیدانو ته ئې د جنت الفردوس دعا کړې ده.
پاکستان تېره شپه پر هلمند او کونړ بریدونه کړي چي له امله ئې د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۲۰ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
#MillatZagh
❤1👍1
د نن ارزښت؛ احمد صهیب حسرت
د ملت ږغ راډیو د "ارزښت" خپروني نننی مېلمه احمد صهیب حسرت دی، چي په دې خپرونه کي به د ده ژوند او په رسنیز ډګر کي د کار په اړه خبري ورسره وسي.
حسرت په کابل پوهنتون کي د ژورنالیزم په برخه کي د لسانس تر کچي زده کړي کړي او په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کي رسنیو ډګر ته داخل سوی دی، چي په هغو کي ئې له شمشاد راډیو، معروف راډیو او ټلوېزیون او ژوندون ټلوېزیون سره دندي ترسره کړي دي.
نوموړی اوس له پژواک خبري اژانس سره د ایډیټر دنده مخ ته وړي.
دا چي حسرت صاحب په رسنيز ډګر کي د کار له پیله تر اوسه له کومو لاسته راوړنو او تجربو سره مخ سوی، دا او د هغه د ژوند په اړه نور معلومات به په نننۍ خپرونه کي نوموړی درسره شریک کړي.
کوربه: کمال الدین افغان.
مېلمه: احمد صهیب حسرت.
وخت: نن او سبا (پنج شنبه) غرمه دوې بجې، له ملت ږغ راډيو ۸۷،۸ ایف ایم څپو او ملت ږغ اپلیکېشن څخه.
د پلې سټور لینک:
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
د آپ سټور لینک:
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
#MillatZagh
❤2
راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه جوړېږي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د رواني اکټوبر میاشتي پر پنځمه نېټه (راتلونکې دوشنبه) د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه جوړوي.
د یاد وزارت ویاندي ماریا زاخارووا په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي ویلي چي، په دې غونډه کي د افغانستان د پلاوي مشري به د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي وکړي.
د زاخارووا په وینا، متقي به په دې غونډه کي د ګډون سره، سره د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره هم وویني او د دوه اړخیزه اړیکو په اړه به خبري ورسره وکړي.
ټاکل سوې دا غونډه په مسکو کي جوړه او د روسیې، افغانستان، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، چین، قزاقستان، قرغزستان او هندوستان هیوادونو استازي او لوړپوړي مسؤلین به ګډون په کښي وکړي.
#MillatZagh
❤3👍1
نن پنځنۍ د تلي میاشتي ۹مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۹۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۵ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۲۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۵،۴۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۶۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۷۹ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۸ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۶ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤1👍1
روانه اوونۍ د ښځو د حقوقو اړوند ۱۰۰ قضیې حل سوي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د رواني اوونۍ پر مهال ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۱۰۰ قضیې حل کړي دي.
یاد وزارت ویلي، په دغو قضیو کي د اجباري نکاحګانو او کورنیو تاوتریخوالو مخنیوی، شرعي نکاحګانو ته زمینه برابرول، مېرمني له خپلو حقوقو څخه برخمني کول او د طلاق قضیې حلول شامل دي.
د سرچینې په وینا، په دې موده کي ئې ۷۱ لويي او کوچنۍ دښمنۍ په دوستۍ بدلي کړي او د هیواد په ګوټ، ګوټ کي ئې د کوډو او جادو کولو په تور اووه کسان تر نیولو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.
#MillatZagh
❤3
ملا ضعیف؛ د هیواد دفاع په "علم او ټکنالوژۍ" سره کېږي
په پاکستان کي د اسلامي امارت د لومړۍ دورې سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وایي، د هیواد دفاع "فرض عین" ده او زیاتوي چي، اوس هغه د "سر په قربانیو" نه؛ بلکي په "علم، ټکنالوژۍ او اسبابو" سره کېږي.
ملا ضعیف پر افغان خاوري د پاکستان تازه بریدونو ته په اشاره پر خپل ایکس لیکلي چي "په عذر او غندلو نه د فرضیت ذمه فارغېږي او نه د قسم خوړلي دښمن سترګي سوځي."
د هغه په وینا، افغانستان باید د ځان د دفاع له پاره "یو څه پیدا یا جوړ کړي."
ملا عبدالسلام ضعیف تر دې مخکي هم ویلي و چي، "پاکستان نه ورور او نه ګاونډی" هیواد دی.
#MillatZagh
❤6👍1
د پاکستان له زندانونو څخه څه کم ۴۰۰ افغان بندیان ازاد سوي
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چي، د رواني اوونۍ پر مهال د پاکستان له زندانونو څخه ۳۶۲ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سوي دي.
دغه وزارت ویلي، یاد افغانان د پاکستان حکومت د بېلابېلو لاملونو له امله نیولي او بندیان کړي وو چي، تر ازادېدلو وروسته د ډیورنډ فرضي کرښي د بولدک او تورخم له لارو هیواد ته راستانه سوي دي.
د سرچینې په وینا، له هغوی سره د مرستندویه بنسټونو له خوا مرستي سوي او وروسته خپلو سیمو ته لېږدول سوي دي.
#MillatZagh
❤1👍1
د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۱۹
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۴
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۶
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۱
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۴
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۷
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۲۰
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۶
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۵، کښته ۲۴
#MillatZagh
❤3
په هرات کي د پرونۍ اورلګېدني له امله ۲۰ ټانکران سوځېدلي
د هرات د امنیې قومندانۍ ویاند سید مسعود حسیني وايي، په اسلام کلا بندر کي د پرونۍ اورلګېدني له امله ۲۰ ټانکران سوځېدلي چي، ۱۶ ئې بشپړ او څلور نور سطحي سوځېدلي دي.
حسیني نن په یوه ویډیو کي ویلي چي، په دې اورلګېدنه کي د اطفایې مدیریت دوه کارکوونکي هم سطحي ژوبل سوي او نور ځاني زیانونه نه لري.
د هغه په وینا، د دې اورلګېدني لامل تر اوسه دی معلوم؛ خو په اړه ئې څېړني رواني دي.
#MillatZagh
😢2❤1👍1
یوناما د پاکستان په بریدونو کي د ۱۹ ملکي افغانانو مرګ ژوبله تائید کړه
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) تائید کړې چي پر هلمند او کونړ د پاکستان په بریدونو کي ۱۰ ملکي کسان وژل سوي، چي ډېری ئې کوچنیان دي او نهه تنه نور ژوبل سوي دي.
یوناما تازه په یوه اعلامیه کي ویلي چي، د دغو بریدونو قربانیان ملکي کسان دي او ټینګار ئې کړی چي، هغوی باید په هر ډول حالاتو کي خوندي وساتل سي.
یوناما غوښتنه کړې چي، نړیوال قوانین باید مراعت او د تاوتریخوالي د کمولو له پاره باید خبري وسي؛ ترڅو د ملکي کسانو خوندیتوب تضمین او هغوی ته د زیانونو رسېدلو مخنیوی وسي.
#MillatZagh
❤1👍1
د کجکي برېښنا د اوبو د کموالي له امله قطع سوه
د هلمند ویاند محمد قاسم ریاض وايي، په کجکي کي د اوبو د کمښت له امله پر هلمند او کندهار د دغه بند برېښنا پرې سوې ده او یاد بند د برېښنا د تولید ظرفیت نه لري.
ریاض وايي، تر هغو چي اوبه پیدا کېږي، هیوادوال دي "صبر او حوصله" وکړي.
#MillatZagh
😢6❤1👍1
په کندهار کي د چینايي ګرځندویانو ۱۲ کسیزي ډلي اسلام ومانه
د خرقې مطهرې ریاست ویلي چي، نن (پنج شنبه) په کندهار کي د چینايي ګرځندویانو یوې ۱۲ کسیزي ډلي اسلام منلی او مسلمانان سوي دي.
دې سرچینې ملت ږغ راډیو ته د یادو کسانو نوملړ رالېږلی چي، ټول ۱۲ کسان دي، چي اووه ئې نارینه او پنځه ښځي دي.
#MillatZagh
❤6