Millat Zagh
1.73K subscribers
7.64K photos
70 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱۵ میلیونه ډالره هوکړه لیکونه لاسلیک سول
د جوزجان ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، دغه ولایت ته د ازبکستان د خوارزم ولایت د راغلي پلاوي او افغانستان ترمنځ د شاوخوا ۱۵ میلیونه امریکايي ډالرو لومړني سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک سوي دي.
یاد دفتر ویلي، دا هوکړه لیکونه پرون (دوشنبه) په شبرغان کي د افغانستان او یاد هیواد د خصوصي سکټورونو ترمنځ د یوه سوداګریز- دوه اړخیز کنفرانس پر مهال لاسلیک سوي دي.
په دغه کنفرانس کي اړوند چارواکو ویلي چي، دا هوکړه لیکونه به د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر اړینو پړاوونو او د دواړو لورو د شرطونو تر تائید وروسته نهايي سي.
#MillatZagh
❤2👍1
افغانستان او قزاقستان د ۲۰میلیونه ډالره تړونونه لاسلیک کړل د
هرات ولایت مقام د رسنیو دفتروايي، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د شاوخوا ۲۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښتسوداګریز تړونونه لاسلیک سوي دي. یاد
دفتر ویلي، دا سوداګریز تړونونهتېره ورځ (دوشنبه) په هرات کي د یوه سوداګریز کنفرانس پر مهال د افغانستان د خصوصيسکټور او هرات ته د افغانستان له پاره د یاد هیواد د ځانګړي استازي یرکین توکوموفپه مشرۍ د راغلي پلاوي ترمنځ لاسلیک سوي دي. په دغه
کنفرانس کي د هرات واليمولانا نور احمد اسلام جار ویلي، افغانستان چمتو دی، ترڅو له قزاقستان سرهسوداګریزي اړیکي پراخي او د دغه هیواد له لاري خپل کرهڼیز محصولات او تولیدات منځنۍاسیا او نورو هیوادونو ته صادر کړي او په دې برخه کي ئې له یاد هیواد څخه د همکارۍغوښتنه کړې ده. توکوموف د
رواني اوونۍ په پیل کيد هرات له والي مولانا نور احمد اسلام جار سره په لیدنه کي ویلي و، د روان ۲۰۲۶ زېږدیزکال په لومړیو شپږو میاشتو کي د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ۵۸۱ میلیونهډالرو سوداګري سوې او هڅه کېږي، ترڅو دا سوداګري زیاته سي. #MillatZagh
❤3👍1
نن منځنۍ د تلي میاشتي ۷مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۹۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۵ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۲۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۶،۳۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۸۶ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۸ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۷ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2👍1
د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني نوی مشر ټاکل سوی
نیکولا بلومو اعلان کړی چي، د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني نوی مشر ګمارل سوی او په دې دنده ئې پیل کړې ده.
هغه تېره شپه پر خپل ایکس لیکلي چي، په افغانستان کي به د اروپايي ټولني د ګټو او ارزښتونو استازیتوب کوي.
بلومو تر دې مخکي په افریقا کي هم د اروپايي ټولني د استازیتوب دنده کړې ده.
#MillatZagh
👍2
د کندهار- هلمند لويي لاري د دوهم سړک کارونه شاوخوا ۳۰ سلنه بشپړ سوي
د ټولګټو چارو وزارت وايي، د کندهار- هلمند لويي لاري د دوهم سړک د دوهمي او درېیمي برخي، چي شاوخوا ۵۲ کیلومتره اوږدوالی لري، د جوړولو کارونه نژدې ۳۰ سلنه بشپړ سوي دي.
یاد وزارت ویلي، د دغه سړک دوهمه برخه د ۲۶ کیلومتره په اوږدوالي او ۷،۳ متره په پراخوالي سره جوړېږي، چي اوس ئې د جوړولو کارونه ۳۰ سلنه بشپړ سوي او درېیمه برخه ئې هم د ۲۶ کیلومتره په اوږدوالي سره جوړېږي، چي د دې برخي د جوړولو کارونه هم ۲۵ سلنه بشپړ سوي دي.
د سرچینې په وینا، دا مهال په بېلابېلو سیمو کي د یادو لاټونو د جوړولو کارونه روان دي او تمه ده په خپل ټاکلي وخت کي ئې چاري بشپړي سي.
د کندهار- هلمند لويي لاري دوهم سړک د کندهار له باغ پل څخه پیل او د هلمند تر ګرشک دوراهي پوري ۱۰۴ کیلومتره اوږدوالی لري چي دا مهال ئې د دوهمي او درېیمي برخي د جوړولو کارونه روان دي او د پاته برخو د جوړولو له پاره ئې هم دغه وزارت پلان لري.
#MillatZagh
❤2👍1
د پنجشېر له کانونو څخه د ۷،۳ میلیونه افغانیو زمرد خرڅ سول
د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون وایي، د دغه ولایت له کانونو څخه په اووه میلیونه، ۳۴۱ زره او ۵۰۰ افغانۍ شپږ زره او ۶۳۹ قیراطه او پنځه نمونې زمرد خرڅ سول.
د لټون په وینا، دا زمرد نن (سه شنبه) د همدې ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست تر نظارت لاندي د یوې داوطلبۍ له لاري پر ملي سوداګرو پلورل سوي دي.
#MillatZagh
❤2👍1
د سوداګرۍ وزیر بیلاروس ته سفر وکړ
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ نن (سه شنبه) د بیلاروس په دوهم نړیوال نندارتون کي د ګډون او د افغانستان او بیلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزه اړیکو او همکاریو د پراختیا په موخه دغه هیواد ته سفر کړی دی.
یاد وزارت ویلي، عزیزي به په دا نندارتون کي د ګډون سره، سره د دغه سفر پر مهال د یاد هیواد د بهرنیو چارو، کرهڼي او صنعت له وزیرانو سره په لیدنو کي د افغانستان او بیلاروس د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا، د صنعتي او کرهڼيزو همکاریو، پانګوني او د دواړو لورو ترمنځ د نوو همکاریو او فرصتونو پر رامنځ ته کولو خبري وکړي.
د سرچینې په وینا، تمه ده په دغه سفر سره د افغانستان او بیلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزه اړیکو پراختیا رامنځ ته او د پانګوني د جلب له پاره زمینه برابره سي.
#MillatZagh
❤2👍1
په ایران کي د څه کم ۷۴ زره افغانانو هویت تثبیت سوی
د احصائیې او معلوماتو عمومي اداره وايي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال له پیل راهیسي ئې په ایران کي د ۷۳ زره او ۷۵۶ افغانانو هویت تثبیت او اړوند کارټونه ئې ورکړي دي.
یادي ادارې ویلي، د دغو افغانانو له ډلي ۵۳ زره او ۸۹۶ افغانان د ایران په مشهد او ۱۹ زره او ۸۶۰ نور د همدې هیواد په زاهدان ښار کي دي.
د د دې ادارې په وینا، په دې موده کي ئې په هیواد کي دننه هم د ۲۱ زره او ۹۴۹ بهر مېشتو افغانانو کاغذي تذکرې په غیر حضوري ډول تائید کړي دي.
#MillatZagh
❤3👍1
د غور ولایت مقام ته نژدې د نارنجک غورځوونکی وژل سوی
د غور ولایت ویاند محمد صادق رصاص ملت ږغ راډیو ته ویلي چي، د غور ولایت مقام ته نژدې د لاسي بم غورځوونکی د امنیتي ځواکونو له خوا ویشتل سوی او وژل سوی دی.
د رصاص په وینا، دغه کس نن (سه شنبه) غرمه څه کم دوې بجې د غور ولایت مقام عمومي سړک سوېلي خوا ته یو نارنجک ور غورځولی چي له امله ئې یوه اووه کلنه نجلۍ ژوبله سوې او نور زیان نه لري.
#MillatZagh
❤2👍1
د افغانستان او بیلاروس د عامي روغتیا وزیرانو د همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې
د عامي روغتیا وزیر نور جلال جلالي بیلاروس ته د سفر پر مهال د دغه هیواد د عامي روغتیا له وزیر هودژایف الکساندر سره د افغانستان او بیلاروس ترمنځ د روغتیايي همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې ده.
یاد وزارت ویلي، دواړو لورو د یوې لیدني پر مهال د روغتیايي همکاریو د زیاتوالي، له بیلاروس څخه افغانستان ته د درملو د وارداتو، طبي تجهیزاتو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیتونو لوړولو او د عملي او علمي څېړنو په اړه خبري کړي دي.
د سرچینې په وینا، الکساندر په دې ناسته کي ویلي، هیواد ئې چمتو دی، ترڅو د درملو، طبي تجهیزاتو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیتونو لوړولو او د مسلکي او علمي تجربو د تبادلې په برخه کي له افغانستان سره همکاري وکړي.
#MillatZagh
❤2👍1
اسلامي امارت ۳م ځل د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
د بهرنیو چارو وزارت وايي، له پاکستان څخه د ډیورنډ فرضي کرښي په اوږدو کي نورستان ته د وروستۍ وسله والي ډلي د را اوښتلو له امله ئې په کابل کي د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار او په دې اړه ئې "قاطع" احتجاج لیک ورسپارلی دی.
یاد وزارت ویلي، اسلامي امارت دا اقدامات په کلکو ټکو غندي او د افغانستان د "حاکمیت او حریم ښکاره نقض" او د "اسلامي، نړیوالو، بشري او د ګاونډیتوب" له اصولو سره ئې په ټکر کي ګڼي.
د یاد وزارت په وینا، "د پاکستان د پوځي رژیم له لوري تر خپل تسلط لاندي سیمو کي مخربو عناصرو ته د جلب او جذب، انسجام، روزني او تجهیز د مرکزونو زمینه برابرول او بیا د پاکستان د پوځ په مستقیمه رهنمايي د ډیورنډ فرضي کرښي دې غاړي ته د هغوی رهمنايي کول په کلکو ټکو غندي."
د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چي، د ورته "بې مسؤلیته کړنو ناوړه عواقب" به د پاکستان پر غاړه وي.
#MillatZagh
❤1👍1
د سبا (څلنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۴    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۲
هرات: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۹
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۱۷       
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۱         
بلخ: اسمان وریځ، تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۶ 
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۹       
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۲       
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۳
#MillatZagh
❤3
له صیاد څخه کابل ته د اوبو د لېږد تخنیکي چاري پیل سوې
د اوبو او انرژۍ وزارت او د امارتي شرکتونو لوی ریاست نن (سه شنبه) د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب په حکم د کاپیسا له صیاد څخه کابل ښار او د نوي کابل پروژې ته د اوبو د لېږد پروژې تخنیکي کارونه پیل کړل.
د امارتي شرکتونو لوی رئیس احمد جان بلال د دې پروژې پرانستغونډي ته ویلي، د نړیوالو اټکلونو پر اساس ښايي کابل تر ۲۰۳۰ زېږدیز کال پوري د اوبو د کمښت له ستر بحران سره مخ سي او دا ئې یوه جدي ستونزه یاده کړې ده.
د هغه په وینا، د دې بحران د مخنیوي له پاره باید پر وخت او لازم اقدامات وسي.
د امارتي شرکتونو لوی ریاست ویلي، د دې پروژې د سروې او ډیزاین کارونه به په یوه کال کي د افغان انجنیرانو له لوري بشپړ سي او زیاتوي چي په بشپړېدلو سره به ئې په ثانیه کي څلور متره مکعبه اوبه کابل ته ولېږدول سي.
#MillatZagh
❤2👍1
په هلمند کي یوه ښځه له ۱۴ کلن کورني بنده ازاده سوه
د هلمند ویاند محمد قاسم ریاض وايي، د دغه ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په کوپکه سیمه کي یوه ښځه له ۱۴ کلن کورني بنده ازاده سوې ده.
ریاض ملت ږغ راډیو ته ویلي، دا ښځه د خپل "پلار او وروڼو" له لوري په خپل کور کي بندي ساتل کېده او په ځنځیرانو تړل سوې وه.
د قاسم ریاض په وینا، یاده مېرمن د درملني په موخه د هزار جفت روغتون ته لېږدول سوې او د دې پېښي په تور څلور کسان نیول سوي دي.
#MillatZagh
❤2
د احمد فرید کوهستاني د وژلو په تور ۳ کسان نیول سوي
تخار امنیه قومنداني وايي، د احمد فرید کوهستاني په نوم د تېر جمهوري حکومت د يوه پوځي کس د وژلو په تور ئې درې کسان نیولي دي.
یادي قومندانۍ هغه راپورونه رد کړي چي ګواکي هغه ویشتل سوی او ویلي ئې دي چي، هغه د تېري یک شنبې په شپه په چاقو سره وژل سوی دی.
د سرچینې په وینا، یادو کسانو د هغه پر وژلو اعتراف کړی، د دې پېښي انګېزه ئې "شخصي او ناموسي" موضوع یاده کړې او هغوی ویلي چي، دا کار ئې د مقتول تر یوې کړني وروسته دوی ته د هغه د اخطارونو له امله کړی دی.
#MillatZagh
❤1👍1👎1
په نورستان کي د "شر او فساد او داع.ش" پر وړاندي عملیات پای ته ورسېدل
دفاع وزارت وايي، د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کي د پاکستان له ملاتړه د برخمنو کسانو پر وړاندي پوځي عملیات پرون (سه شنبه) پای ته رسېدلي چي په نتیجه کي ئې د "شر او فساد او داع.ش" ډلو ۴۱ کسان وژل سوي او ۶۲ نور ژوندي نیول سوي دي.
یاد وزارت تېره شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کي ویلي، اسلامي امارت هیڅ څوک نه پرېږدي، چي په افغانستان کي نا امني رامنځ ته کړي او د دې هڅي په صورت کي به له "سخت" غبرګون سره مخ سي.
دا عملیات د تېري شنبې په سهار د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په ګوردېش سیمه کي د هغو کسانو پر وړاندي پیل سوي وو چي د پاکستان په ملاتړ د ډیورنډ فرضي کرښي له ها غاړي څخه دې ولسوالۍ ته د جنګ او نا امنۍ له پاره را استول سوي وو.
#MillatZagh
❤5
په اسلام کلا بندر کي د نفتو او ګازو ۱۰ ټنه تخلیه او بارګیري جوړېږي
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د پانګوني بین الوزارتي کمېټې د هرات په اسلام کلا بندر کي د نفتو او ګازو د تخلیې او بارګیرۍ د تأسیساتو جوړولو طرحه تائید کړې ده.
یاد معاونیت ویلي، دا طرحه د دې کمېټې په پرونۍ ناسته کي تر هر اړخیزي ارزوني او بحث وروسته تائید سوې چي پر اساس به ئې خصوصي سکټور په یاد بندر کي د ۱۰ زره مټریک ټنه په ظرفیت سره د نفتو او ګازو زېرمي او اړوند تأسیسات جوړوي.
د سرچینې په وینا، د دې تأسیساتو په جوړېدلو سره به د نفتو او ګازو سوداګرو ته په هیواد کي دننه اسانتیاوي برابري، لګښتونه به ئې کم او شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو ته به کاري زمینه هم برابره سي.
#MillatZagh
❤3👍1
د ټولنیزو رسنیو په یوه ویډیو کي د یوه زده کوونکي وهونکی ونیول سو
د تخار امنیه قومنداني وايي، هغه کس ئې نیولی چي په دې وروستیو کي ئې یو زده کوونکی واهه او ویډیو ئې په ټولنیزو رسنیو کي خپره سوې ده.
یادي قومندانۍ ویلي، دا کس کرامت نومېږي، چي د دغه ولایت د رستاق ولسوالۍ په چغیان کلي کي د حضرت سلمان (رضي الله عنه) په مدرسه کي د "مدرس" دنده مخ ته وړي.
د سرچینې په وینا، دا موضوع د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ارګانونو ته سپارل سوې او تر تحقیقاتو لاندي ده.
تر دې مخکي د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي هم دوه کسان ونیول سول چي د کوچنیانو په وهلو تورن وو.
#MillatZagh
❤5👍1
له تاجکستان سره د برېښنا د وارداتو پر زیاتوالي خبري سوي
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس ملا عبدالحق همکار د تاجکستان د برېښنا شرکت له رئیس محمد عمر آسوزاده سره له دغه هیواد څخه افغانستان ته د برېښنا د وارداتو د زیاتوالي په اړه خبري کړي دي.
یاد شرکت ویلي، د آسوزه په مشرۍ دغه پلاوی افغانستان ته راغلی او له ملا عبدالحق سره ئې په یوه لیدنه کي له تاجکستان څخه د واردېدونکي برېښنا د زیاتوالي، د برېښنا د لاینونو د پیاوړتیا او پراختیا او د ۵۰۰ کیلو ولټه پروژې د پلان او جوړولو په اړه خبري کړي دي.
د سرچینې په وینا، دغه پلاوي چمتووالی ښودلی چي له افغانستان سره د برېښنا د زیاتوالي په برخه کي همکاري کوي او د دې موضوعاتو د حل له پاره ئې د تخنیکي او سوداګریزو ټیمونو د خبرو پر دوام هوکړه کړې ده.
#MillatZagh
❤1👍1
نن څلنۍ د تلي میاشتي ۸مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۵ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۱۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۵،۲۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۶۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۸۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۸ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۶ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤1👍1