د مخابراتو مرستیال وزیر په دوهم نړیوال ډيجیټلي فورم کي ګډون کوي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال وزیر حافظ محمد امین جان د یوه پلاوي په مشرۍ په دوهم نړیوال ډيجیټلي فورم کي د ګډون په موخه د روسیې پلازمېني مسکو ته سفر وکړ.
یاد وزارت ویلي، امین جان او مل پلاوی به په یاد فورم کي د دغه وزارت لاسته راوړني، تجربې او ډيجیټلي اقدامات وړاندي کړي او د ګډون کوونکو هیوادونو له استازو سره به د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کي د همکاریو د پراختیا په اړه خبري وکړي.
د سرچینې په وینا، دغه فورم په مسکو کي جوړېږي او د افغانستان په ګډون د بېلابېلو هیوادونو او بنسټونو استازي به د ډیجیټلي ټکنالوژۍ د پراختیا، ډیجیټل حکومتولۍ، مصنوعي ځیرکتیا، سایبري امینت، ډیجیټلي زېربناوو او د هیوادونو ترمنځ د ډیجیټلي همکارۍ په اړه خبري په کښي وکړي.
#MillatZagh

❤3👍1
په کندز کي په ۲۵۱ میلیونه افغانۍ د یوه کمپلکس جوړولو کارونه پیل سول
د کندز ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، د امام صاحب ولسوالۍ په مرکزي څلور لاري کي په شاوخوا ۲۵۱ میلیونه افغانۍ د یوه سوداګریز کمپلکس جوړولو کارونه پیل سوي دي.
یاد دفتر ویلي، د دغه کمپلکس جوړولو کارونه پرون (چهارشنبه) په یوه غونډه سره پیل سول او په دوو کلونو کي به د خصوصي سکټور له خوا بشپړ سي، چي د امام صاحب د ښاروالۍ پر پنځه جریبه مځکه جوړېږي او ۲۵ کاله ئې د قرارداد موده ده.
د سرچینې په وینا، په دې پروژه کي د څلورو پنځه پوړه ییزو ودانیو جوړول شامل دي چي یوه زېرخانه او ۵۱۲ دوکانونه به ولري.

❤1👍1
روانه اوونۍ د ښځو د حقوقو اړوند ۱۱۳ قضیې حل سوي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د رواني اوونۍ پر مهال ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۱۱۳ قضیې حل کړي دي.
یاد وزارت ویلي، په دغو قضیو کي د اجباري نکاحګانو او کورنیو تاوتریخوالو مخنیوی، مېرمني د ولور او میراث په ګډون له خپلو حقوقو څخه برخمني کول، د شرعي نکاحګانو زمینه برابرول او د طلاق قضیې حلول شامل دي.
د سرچینې په وینا، په دې موده کي ئې د هیواد په کچه ۷۷ لويي او کوچنۍ دښمنۍ هم په دوستۍ بدلي کړي او د کوډو او جادو کولو په تور ئې نهه کسان تر نیولو وروسته اړوندو ارګانونو ته سپارلي دي.

❤3
روسیې له افغانستان سره د اوسپني پټلۍ په جوړولو کي همکاري کوي
د روسیې د ټرانسپورټ وزارت معین دیمیتري ژیرینوف وايي، هیواد ئې چمتو دی؛ ترڅو له افغانستان سره د افغان- ټرانس، بلخ- هرات، کندهار- هرات او کندهار- سپین بولدک اوسپنیو پټلیو په پروژو کي همکاري وکړي.
د ټولګټو چارو وزارت وايي، دیمیتري ژیرینوف د افغانستان د اوسپنیزي لاري د مدیریت عمومي ادارې له رئیس ملا عبدالکریم فاتح سره په یوه انلاین ناسته کي دا څرګندوني کړي او ویلي ئې دي چي، روسیه غواړي له افغانستان سره سوداګري پراخه او نوي کوریډورونه رامنځ ته کړي.
د سرچینې په وینا، دواړو لورو په دې ناسته کي د اوسپنیزي کرښي د پراختیا، د اقتصادي او سوداګریزه اړیکو د زیاتوالي، د ټرانزیټي عملیاتو له پاره د قانوني چوکاټ د رامنځ ته کولو او د بنسټیزو پروژو په برخه کي د ګډي همکارۍ په اړه هم خبري کړي دي.

❤5👍2
د پښتو او دري ژبو د شاعر او لیکوال عبدالحنان بارکزي مقبره پیدا او ورغول سوه
د پښتو او دري ژبو د شاعر او لیکوال عبدالحنان بارکزي مقبره، چي په دې وروستیو کي د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په مرد کلا کلي د ځینو فرهنګپالو په هڅو پیدا سوې وه، بیا ورغول سوه.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست هم د دغه ګام ستاینه او هرکلی کړی دی.

افغانستان او ایران د ۴۵۱ میلیونه ډالرو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني خبر ورکړی چي، افغانستان او ایران د شاوخوا ۴۵۱،۸ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت ۲۸ سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
یادي خوني ویلي، دا تړونونه د پنج شنبې په ماښام په کابل کي د افغانستان او ایران د خصوصي سکټورونو ترمنځ د یوه سوداګریز کنفرانس پر مهال لاسلیک سوي دي.
په دې وروستیو کي د ایران د چارواکو او سوداګرو ۱۷۰ کسیزه پلاوی کابل ته راغلی چي موخه ئې د امام ابو حنیفه (رحمه الله) په پنځم ملي او نړیوال ننداراتون کي ګډون او د افغانستان او ایران د دوه اړخیزه اقتصادي، سوداګریزه او تجارتي اړیکو د پراختیا په اړه خبري یادي سوي دي.

❤2👍1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د کندهار د سیمنټو تولیدي فابریکې لومړني تولیدات پیل کړل
د افغانستان د صنایعو او معدنونو خونه وايي، د کندهار د ښوراندام په صنعتي پارک کي د کندهار د سیمنټو تولیدي فابریکې لومړني تولیدات پیل کړي دي.
یادي خوني ویلي، دا فابریکه په درو فازونو کي د ۱۱۳ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګوني سره جوړېږي، چي دا مهال ئې د لومړي فاز تولیدات پیل سوي، په ورځني ډول ۱۵۰۰ مټریک ټنه سیمنټ تولیدوي او ۵۰۰ کسان په کارونو په کښي بوخت دي.
د سرچینې په وینا، د دې کارخوني د ټولو فازونو په فعالیت سره به د دې فابریکې ورځنی تولید شاوخوا ۵۰۰۰ ټنه ته ورسېږي او زرګونو هیوادوالو ته به کاري زمینه هم په کښي برابره سي.

❤5👍1
نن پیلنۍ د تلي میاشتي ۱۸مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۳۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۵۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۲ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۳ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۸۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۳،۳۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۷۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۸ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

په بلخ کي ۲۵۰ جریبه مځکه له غصبه راوګرځول سوه
د عدلیې وزارت وايي، د بلخ په مرکز مزار شریف ښار کي ئې ۲۵۰ جریبه مځکه دولتي تثبیت کړې ده.
یاد وزارت ویلي، دغه مځکه د شمال زون د دولتي غصب سوو مځکو قضیو ته د رسېدګۍ اختصاصي محکمې تر ارزوني او بررسۍ وروسته "امارتي" تثبیت کړې ده.
د سرچینې په وینا، پر دغه مځکه، چي د مزار شریف ښار د اتمي ناحیې اړوند ده، د "عبدالباقي او اسماعیل فارم" موقعیت درلود.
شاوخوا دوې اوونۍ مخکي هم یاد وزارت د بلخ په "ډيپلوماټیک ښارګوټي" کي دوه زره او ۶۵۷،۶ جریبه مځکه دولتي ثبیت کړه.

په پنجشېر کي د برېښنا د ۱۰ بندونو سروې پیل سوې
د پنجشېر ویاند سیف الدین لټون وايي، د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب په حکم په دغه ولایت کي د برېښنا د تولید د ۱۰ بندونو د سروې کارونه پیل سوي دي.
د لټون په وینا، د یادو بندونو د سروې چاري د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د پنجشېر په مرکز بازارک، شتل، پریان او حصه اول ولسوالیو کي پیل سوي دي.
سیف الدین لټون ویلي، تر دې مخکي هم یوې ترکۍ کمپنۍ د دغه ولایت د پریان ولسوالۍ په بام وردار کوتل کي د برېښنا د یوه بند جوړولو سروې کړې وه، چي د ۱۰ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ئې درلود.

په کندهار کي په ۳۲ میلیونه افغانۍ یوه پروژه بشپړه سوه
د کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست په ۳۲ میلیونه، ۲۱۷ زره او ۶۰۰ افغانۍ د یوې پروژې د بشپړولو خبر ورکړی دی.
یاد ریاست وايي، په دې پروژه کي په ډنډ او سپین بولدک ولسوالیو کي د ۶۴،۵ کیلومتره کانالونو پاکول شامل دي چي د شپږو میاشتو له پاره ۸۳۹ کسانو ته کاري زمینه په کښي برابره سوې وه.
د سرچینې په وینا، یاده پروژه د سېلابي اوبو د ذخیره کولو او د خلکو له پاره د کاري زمینې برابرولو په موخه د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ پلي سوې ده.

سبا په ۱۰ ولایتونو کي د بارانونو اټکل سوی
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني ریاست سبا (یک شنبه) په ۱۰ ولایتونو کي د بارانونو وورېدلو او تېزو بادونو اټکل کړی دی.
دغه وزارت ویلي، په غور، دایکندي، بامیان، میدان وردګ، خوست، پکتیا، لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کي له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي متره د باران وورېدلو او په شمالي، لوېدیځو، سوېلي، سوېل ختیځو او مرکزي ولایتونو کي له ۵۰ څخه تر ۸۵ کیلومتره په ساعت کي د باد د تېزوالي اټکل سوی دی.

تېره اوونۍ په هلمند کي شاوخوا ۱۵ ټنه قاچاقي توکي نیول سوي
د هلمند ولایت د رسنیو دفتر وايي، د ګمرکونو د ګرځنده څارني ټیمونو تېره اوونۍ په یاد ولایت کي د ۱۵ زره او ۱۳۰ کیلو ګرامه قاچاقي توکو مخه نیولې ده.
یاد دفتر ویلي، دا توکي په لښکرګاه ښار، ګرمسېر او بهرامچه ولسوالیو کي نیول سوي چي، په قاچاقي ډول هیواد ته راوړل کېدل او خوراکي توکي، درمل، د وسایطو پرزې، ټوکران او ځیني نور غیر خوراکي توکي په کښي شامل دي.
د سرچینې په وینا، د یادو توکو د قاچاق په تور ۱۵ کسان له ۱۱ موټرانو سره نیول سوي او اړوندو ارګانونو ته سپارل سوي دي.

👍2❤1
د سبا (یونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۷
کابل: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۱۱
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۷
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۱
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۲
بلخ: اسمان ځای، ځای وریځ، تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۶
ننګرهار: ځینو سیمو کي د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۲۴، کښته ۱۷
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۳
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۲۳

❤7
افغانستان د انرژۍ په ۱۷م نړیوال کنفرانس کي ګډون کوي
د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده پرون (شنبه) د یوه پلاوي په مشرۍ د انرژۍ په ۱۷م نړیوال کنفرانس کي د ګډون په خاطر د سعودي عربستان پلازمېني ریاض ته سفر وکړ.
یاد وزارت ویلي، په دغه فورم کي د شاوخوا ۱۰۰ هیوادونو استازي ګډون کوي او د انرژۍ په برخه کي د اړینو موضوعاتو، همکاریو، فرصتونو او د تجربو شریکولو په اړه به خبري وکړي.
د سرچینې په وینا، په یاد فورم کي د ملا محمد یونس اخندزاده ګډون د نړیوالو تجربو شریکولو، د هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا او د افغانستان د انرژۍ سکټور له پاره د همکاریو د راجلبولو په برخه کي مهم ګڼل کېږي.

د افغانستان، ازبکستان او هند ترمنځ د ۴۰۰ میلیونه ډالرو هوکړه لیکونه لاسلیک سول
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خونه وايي، د افغانستان، ازبکستان او هندوستان ترمنځ د شاوخوا ۴۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت سوداګریز او د پانګوني هوکړه لیکونه لاسلیک سوي دي.
یادي خوني ویلي، دا هوکړه لیکونه د تېري جمعې ورځي په ماښام په کابل کي د امام ابو حنیفه (رحمه الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کي د یوه سوداګریز کنفرانس پر مهال د افغانستان او یادو هیوادونو د خصوصي سکټورنو ترمنځ لاسلیک سوي دي.
د سرچینې په وینا، تمه ده یاد هوکړه لیکونه د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د پانګونو د زیاتوالي او د کورنیو او بهرنیو شرکتونو له پاره د نوو سوداګریزو فرصتونو د رامنځ ته کېدلو زمینه برابره کړي.

په نورستان کي په ۳۰ میلیونه افغانۍ د اوبو رسولو ۱۰ شبکې جوړي سوې
د نورستان ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، په دغه ولایت کي په ۳۰ میلیونه افغانۍ د اوبو رسولو ۱۰ شبکې جوړي او ګټي اخستني ته وسپارل سوې.
یاد دفتر ویلي، دا شبکې د نورستان په مرکز پارون ښار او په وانټ، واما، منډول، دواب، کامدېش او برګمټال ولسوالیو کي د یونیسېف په مالي ملاتړ جوړي سوي چي په ګټي اخستني سره ئې دوه زره او ۴۴۷ کورنیو ته پاکي اوبه برابري سوي دي.
د سرچینې په وینا، د یادو پروژو د تطبیق پر مهال ۱۰ زره کسانو ته کاري زمینه هم برابره سوې وه.

په فراه کي ۴۶۹ کیلو ګرامه تاریاک نیول سوي
د فراه امنیې قومندانۍ خبر ورکړی چي، د دغه ولایت د مرکز فراه ښار په بهبود سیمه کي ئې ۴۶۹ کیلو ګرامه تاریاک نیولي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دغه نشه يي توکي له درو کسانو سره په فلډر او لوکسل موټرانو کي نیول سوي چي غوښتل یوې بلي سیمي ته ئې قاچاق کړي.
د سرچینې په وینا، تورن کسان د نورو اجراآتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته سپارل سوي دي.

نن یونۍ د تلي میاشتي ۱۹مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۴۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۲ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۳ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۹۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۳،۵۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۸۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.

د نجونو نړیواله ورځ؛ کرزي د افغانستان د پرمختګ له پاره د نجونو زده کړي مهمي بللي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا د نجونو پر زده کړو ټینګار کړی او ویلي ئې دي چي، د افغانستان د پرمختګ او پراختیا له پاره باید د نجونو زده کړو ته توجه وسي.
کرزي نن (د اکټوبر ۱۱مه) د نجونو نړیوالي ورځي په مناسبت ویلي، د افغانستان پرمختګ هغه وخت ممکن دی، چي ټولو نجونو ته یو ډول د زده کړو فرصتونه برابر سي او لوړو علمي زده کړو ته په رسېدلو سره د خپل ولس خدمت وکړي.
هغه هیله څرګنده کړې چي، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانستل سي؛ ترڅو هغوی د خپلي پوهي، تخصص او مهارتونو له لاري د هیواد په پرمختګ کي برخه واخلي او په نړیواله کچه د افغانستان د ویاړ لامل سي.

❤3👎2