Millat Zagh
1.73K subscribers
7.64K photos
70 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
د سبا (‎څلنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۵    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۳
هرات: اسمان څه ناڅه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۴
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۷       
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۳         
بلخ: اسمان څه ناڅه وریځ، تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۳ 
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۶، کښته ۱۸       
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۳       
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۴
#MillatZagh
❤2
سبا د امام ابوحنیفه (رحمه الله) پنځم ملي او نړیوال نندارتون جوړېږي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خونه وايي، سبا (چهارشنبه) په کابل کي د امام ابو حنیفه (رحمه الله) پنځم ملي او نړیوال نندارتون جوړوي.
یادي خوني ویلي، دا نندارتون به د رواني تلي میاشتي تر ۲۱مي نېټې پوري دوام وکړي.
د سرچینې په وینا، په دغه نندارتون کي د ګډون په موخه د ایران یو پلاوی کابل ته راغلی او د ازبکستان، قرغزستان، قزاقستان، هندوستان، روسیې او ګڼو نورو سیمه ییزو هیوادونو پلاوي به هم کابل ته راسي او په دغه نندارتون کي به ګډون وکړي.
دا نندارتون له تېرو پنځو کلونو راهیسي د کورنیو تولیداتو د معرفت او ملاتړ، د صادراتو د زیاتوالي، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د پانګوني د راجلبولو په موخه جوړېږي چي د کورنیو تولیداتو او سوداګرو سره، سره بهرني سوداګر او شرکتونه هم ګډون په کښي کوي.
#MillatZagh
❤1👍1
په هرات او غزني کي ترافیکي پېښي ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د هرات او غزني امنیې قومندانۍ خبر ورکوي چي، پرون (سه شنبه) د هرات- اسلام کلا او کابل- کندهار پر لویو لارو د دوو ترافیکي پېښو له امله شپږ کسان وژل سوي او اووه تنه نور ژوبل سوي دي.
یادو سرچینو ویلي، یوه ټکر د غزني د مرکز په شهباز بازار کي د ۵۸۰ مسافر وړونکي او کرولا موټرانو او بل د هرات- اسلام کلا پر لویه لاره د کنډک په سیمه کي د ټکسي او پریس موټرانو ترمنځ سوی، چي په لومړۍ پېښه کي یو کس وژل سوی، پنځه نور ژوبل سوي او په دوهمه پېښه کي د یوې کورنۍ پنځه کسان وژل سوي او دوه نور ټپیان دي.
سرچینو د دې پېښو لاملونه بې احتیاطي یاده کړې ده.
#MillatZagh
❤1👎1😢1
افغانستان او ایران د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبري کړي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي پالیسۍ د مرستیال حمید قنبري په مشرۍ د دغه هیواد راغلي پلاوي او د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال وزیر عبدالرحمان قانت د کابل او تهران د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبري کړي دي.
یاد وزارت ویلي، قانت او دغه پلاوي، چي په کابل کي د ایران سفیر علي رضا بیکدلي هم په کښي شامل و، د کانونو په برخه کي د پانګوني، د هرات- مزار شریف اوسپني پټلۍ او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبري کړي دي.
د سرچینې په وینا، قانت په دغه ناسته کي له یاد پلاوي څخه غوښتي چي، د افغانستان او ایران ترمنځ دغه هیواد ته د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د سفر پر مهال لاسلیک سوې هوکړه باید عملي سي؛ ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو د لا پراختیا لامل سي.
دغه وزارت وايي، قانت هغوی ته ویلي چي د افغانستان د کانونو په برخه کي د پانګوني له فرصتونو څخه ګټه واخلي او هر ډول اسانتیاوو برابرولو ډاډ ئې ورکړی دی.
#MillatZagh
❤1👍1
په بدخشان کي چاودني ۲ کسان ژوبل کړي
د بدخشان امنیه قومنداني وايي، نن (چهارشنبه) سهار د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار کي چاودنه سوې چي له امله ئې دوه کسان سطحي ژوبل سوي دي.
د یادي قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي، د دې چاودني په تور څلور مشکوک کسان نیول سوي او زیاتوي چي، د دې پېښي په اړه نوري څېړني هم رواني دي.
د کامګار په وینا، ټپیان دوه ملکي کسان دي چي په یوه کرولا موټر کي سپاره وو او د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.
#MillatZagh
❤1👎1
د کرهڼي وزیر ازبکستان ته تللی
د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د ازبکستان په رسمي بلنه او د دغه هیواد د پلازمېني تاشکند په کوربتوب په یوه تخنیکي فورم کي د ګډون په موخه یاد هیواد ته سفر کړی دی.
ذکر سوي وزارت ویلي، عمري به د دغه سفر پر مهال په یوه نړیوال تخنیکي فورم کي، چي نن او سبا دوام کوي، ګډون وکړي او په دغه فورم کي به په وچه کي د پرتو هیوادونو د خوړو د خوندیتوب او د دوامداري پراختیا په اړه خبري اتري وسي.
د سرچینې په وینا، د کرهڼي وزیر به په دغه سفر کي د ازبکستان او په دغه فورم کي د ګډون کوونکو هیوادونو له استازو سره د افغانستان د کرهڼیزو او اقتصادي ظرفیتونو، د کرهڼیزو محصولاتو د صادراتو او سوداګرۍ د پراختیا، د پانګوني د جلب او د مسلکي پوهي او تجربو د شریکولو په اړه هم خبري وکړي.
#MillatZagh
👍1
نن څلنۍ د تلي میاشتي ۱۵مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۴۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۲۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۳ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۳ او په عام بازار کي کیلو په ۶۵ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۹۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۳،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۹۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۷۲ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۸ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤1👍1
متقي د چین له ځانګړي استازي سره د دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبري کړي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان له پاره د چین له ځانګړي استازي یوشیاو یونګ سره د افغاستان او چین د دوه اړخیزه اړیکو او ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبري کړي دي.
یاد وزارت ویلي، دواړو لورو د روسیې په کوربتوب د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د اتمي غونډي په څنډه کي سره لیدلي او د افغانستان او چین د اړیکو د پراختیا، د افغانستان د اقتصادي او سیمه ییز اتصال په برخه کي د ګډي همکارۍ، د سیمه ییز وضعیت او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه ئې خبري کړي دي.
د سرچینې په وینا، دوی د افغانستان او چین اړیکي مثبتي یادي کړي او د هغو پر لا پراختیا ئې ټینګار کړی دی.
#MillatZagh
👍1
سږ کال له څه کم ۴۴ زره راستنو سوو کوچنیانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه اخستل سوې
د پوهني وزارت وايي، د روان ۱۴۰۵ ښوونیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي ئې له ۴۳ زره او ۸۴۱ راستنو سوو افغان کوچنیانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه اخستې ده.
د یاد وزارت ویاند ذبیح الله همت ویلي، دغه کوچنیان تر یادي ازمویني وروسته د خپلو تعلیمي سویو پر اساس ښوونځیو ته معرفي سوي او په زده کړو ئې پیل کړی دی.
د همت په وینا، د دغه بهیر موخه د راستنېدونکو کډوالو له پاره د زده کړو زمینه برابرول دي.
د پوهني وزارت شمېرې ښیي چي تېر کال هم له ۸۲ زره او ۸۳۲ تنو راستنو سوو افغان کوچنیانو څخه یاده ازموینه اخستل سوې او په ښوونځیو کي شامل سوي دي.
#MillatZagh
👍1
له راستنو سوو سره د خوراکي توکو د مرستي یو تړون لاسلیک سو
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت او یوې مؤسسې ترمنځ په شاوخوا ۳۱ زره امریکايي ډالرو یو تړون لاسلیک سوی چي پر اساس به ئې یاده مؤسسه په کندهار کي له راستنو سوو کورنیو سره مرسته کوي.
دغه وزارت ویلي، د یاد تړون له مخي به د افغانستان د خلکو له پاره د بشردوستانه مرستو مؤسسه له ۱۸ زره او ۹۲۴ راستنو سوو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته کوي.
#MillatZagh
👍1
د متقاعدینو ۱۷م نوملړ اعلان سو
مالیې وزارت د تېر جمهوري حکومت د متقاعدینو ۱۷مه نوملړ اعلان کړی دی.
یاد وزارت ویلي، په دغه نوملړ کي د ټولګټو چارو، د کانونو او پټرولیم او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواک ریاست متقاعدین شامل دي چي د رواني تلي میاشتي له ۱۸مي څخه د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال د لیندۍ میاشتي تر ۱۸مي نېټې به ئې تقاعد اجراء کړل سي.
یاد وزارت له دغو متقاعدینو څخه غوښتي چي، تر حضوري تګ مخکي په انلاین بڼه د دغه وزارت په ویبپاڼه کي نوملیکنه وکړي.
د سرچینې په وینا، د پاته نورو ادارو نوملړونه به وروسته اعلان کړي.
#MillatZagh
👍1
په کابل کي د امام ابو حنیفه (رحمه الله) پنځم ملي او نړیوال نندارتون پرانستل سو
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني نن (چهارشنبه) په کابل کي د افغانستان نړیوال نندارتون د مرکز په کوربتوب د امام ابو حنیفه (رحمه الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون پرانستنه وکړه چي د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، د سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، ګڼو دولتي چارواکو او د بېلابېلو هیوادونو پلاوو ګډون په کښی کړی وو.
یادي خوني ویلي، دا نندارتون به د رواني تلي میاشتي تر ۲۱مي نېټې پوري دوام وکړي، چي تر ۷۰۰ په زیاتو غرفو کي د ۵۵۰ کورنیو او بهرنیو شرکتونو بېلابېل تولیدات نندارې ته وړاندي سوي دي.
اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند دغه نندارتون د افغانستان او نورو هیوادونو د اقتصادي او سوداګریزه اړیکو د پراختیا له پاره مهم بللی او د هغو پر لا پراختیا ئې ټینګار کړی دی.
دا نندارتون له تېرو پنځو کلونو راهیسي د کورنیو تولیداتو د معرفت او ملاتړ، د صادراتو د زیاتوالي، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د پانګوني د راجلبولو په موخه جوړېږي.
#MillatZagh
👍1
په کابل کي د امام ابو حنیفه (رحمه الله) پنځم ملي او نړیوال نندارتون پرانستل سو
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني نن (چهارشنبه) په کابل کي د افغانستان نړیوال نندارتون د مرکز په کوربتوب د امام ابو حنیفه (رحمه الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون پرانستنه وکړه چي د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، د سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، ګڼو دولتي چارواکو او د بېلابېلو هیوادونو پلاوو ګډون په کښي کړی وو.
یادي خوني ویلي، دا نندارتون به د رواني تلي میاشتي تر ۲۱مي نېټې پوري دوام وکړي، چي تر ۷۰۰ په زیاتو غرفو کي د ۵۵۰ کورنیو او بهرنیو شرکتونو بېلابېل تولیدات نندارې ته په کښي وړاندي سوي دي.
اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند دغه نندارتون د افغانستان او نورو هیوادونو د اقتصادي او سوداګریزه اړیکو د پراختیا له پاره مهم بللی او د هغو پر لا پراختیا ئې ټینګار کړی دی.
دا نندارتون له تېرو پنځو کلونو راهیسي د کورنیو تولیداتو د معرفت او ملاتړ، د صادراتو د زیاتوالي، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د پانګوني د راجلبولو په موخه جوړېږي.
#MillatZagh
❤3👍1
په شاوخوا ۷ ملیارده افغانۍ ۱۶ پروژې منظور سوې
د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په شاوخوا اووه ملیارده افغانۍ ۱۶ پروژې منظور کړي دي.
اقتصادي معاونیت ویلي، دا پروژې نن (چهارشنبه) د یاد کمېسیون په نوبتي غونډه کي منظور سوي چي د بدخشان د واخان ولسوالۍ له بروغیل څخه تر بزهای ګنبد پامیر خورد پوري د ۷۱ کیلومتره سړک بیارغول، په پکتیکا، فاریاب او بامیان کي د ولسوالیو په کچه درې روغتونونه او په هلمند کي د یوه ۳۵۰ بستریز روغتون جوړول، په اسلام کلا بندر کي د ځینو ګمرکي تأسیساتو جوړول، له قرغې بند څخه بادام باغ تحقیقاتي باغ ته د اوبو پایپ غځول او په کابل او لوګر کي د ځینو سړکونو جوړول شامل دي.
د سرچینې په وینا، دې غونډي ته د منظورۍ له پاره ۳۴ پروژې وړاندي سوي وې چي یوه لغوه، نهه تعدیل، پنځه دوهم ځل داوطلبۍ ته او درې نوري اعاده سوي دي.
#MillatZagh
❤1👍1
د سبا (‎پنځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۶    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۴
هرات: اسمان څه ناڅه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۸
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۱۷       
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۳         
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۶ 
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۹       
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۴       
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۳
#MillatZagh
❤3
د یوناما پر دفتر برید کوونکې ډله نیول سوې
د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت ځانګړي شرطې د "مقاومت جبهې" هغه څلور کسیزه ډله نیولې چي په کابل کي ئې د یوناما پر دفتر د برید پلان درلود.
یادو ځواکونو پر خپل ایکس د هغوی یوه ویډیو خپره کړې چي یاد کسان پر دغه جرم اعتراف کوي.
په ویډیو کي لیکل کېږي چي له هغوی سره چاودېدونکي توکي او نور مهمات هم نیول سوي دي.
#MillatZagh
❤5👎2👍1
له ایران څخه د ۲۰۰۰ مېګا واټه برېښنا پر راواردولو خبري سوي
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي د ایران د انرژۍ له وزیر ډاکټر عباس علي ابادي سره، چي پرون د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی، له دغه هیواد څخه افغانستان ته د دوه زره مېګاواټه برېښنا د را واردولو په اړه خبري کړي دي.
د سوداګرۍ وزارت ویلي چي، دواړو لورو د امام ابو حنیفه (رحمه الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون د پرانستغونډي په څنډه کي سره لیدلي او افغانستان له پاره د یادي برېښنا د وارداتو، په افغانستان کي د اوبو بندونو او د اوبو د تصفیې خونو د جوړولو، ګډو پانګونو او د اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه ئې خبري کړي دي.
د سرچینې په وینا، علي ابادي په دې ناسته کي عزیزي ته د ایران د سفر بلنه هم ورکړې؛ ترڅو په دغه هیواد کي د اوبو او برېښنا په جوړېدونکو نندارتونونو کي ګډون وکړي.
#MillatZagh
❤2👍1
نن پنځنۍ د تلي میاشتي ۱۶مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۲۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۱۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۲ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۳ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۳ او په عام بازار کي کیلو په ۶۵ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۹۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۴ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۷۶ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۸ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2👍1
په تخار کي ۶۱۴ کیلو ګرامه تاریاک نیول سوي
د تخار امنیې قومندانۍ خبر ورکړی چي، د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کي ئې ۶۱۴ کیلو ګرامه تاریاک نیولي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا نشه يي توکي په یوه شخصي امبولانس کي ځای پر ځای سوي وو او له بدخشان څخه دغه ولایت ته قاچاق کېدل چي امنیتي ځواکونو ئې مخنیوی کړی دی.
شاوخوا ۲۰ ورځي مخکي هم په دغه ولایت کي په یوه شخصي امبولانس کي ۴۲۰ کیلو ګرامه تاریاک ونیول سول.
#MillatZagh
❤2👍1
په سمنګان او جوزجان کي ترافیکي پېښو ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د سمنګان او جوزجان امنیې قومندانیو خبر ورکړی چي، په یادو ولایتونو کي د درو ترافیکي پېښو له امله درې کسان وژل سوي او درې نور ژوبل سوي دي.
یادو سرچینو ویلي، دوې ترافیکي پېښي پرون (چهارشنبه) په سمنګان کي سوي چي په نتیجه کي ئې دوه کسان وژل سوي او درې نور ژوبل سوي او یوه پېښه نن سهار په جوزجان کي سوې چي له امله ئې یوه ۵۵ کلنه ښځه وژل سوې ده.
هغوی د دې پېښو لاملونه بې احتیاطي یاده کړې ده.
وړمه ورځ په غزني کي د کابل- کندهار پر لویه لاره هم د یوې ترافیکي پېښي له امله د یوې کورنۍ پنځه کسان ووژل سول او دوه نور ژوبل سول.
#MillatZagh
👎1😢1