کابل کي د طبي اخلاقو او مسلکي مسؤلیت په نوم علمي کنفرانس جوړ سو
د دفاع وزارت د ستر درستیز روغتیايي قومندانۍ له خوا نن (سه شنبه) د "طبي اخلاقو او مسلکي مسؤلیت" په نوم یو عملي او دوه ورځنی کنفرانس جوړ سو.
د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي یاد کنفرانس ته د وینا پر مهال ویلي، افغانستان په روغتیايي برخه کي داسي کادرونه لري، چي د نړۍ پرمختللي هیوادونه ئې نه لري او د پېچلو عملیاتو په ترسره کولو کي ئې د هغوی په اړه باورمندي ښودلې ده.
د ستر درستیز د روغتیايي چارو قومندان ډاکټر محمد طاهر احرار په دغه کنفرانس کي ډاکټرانو ته په اشاره ویلي چي، په ښه ډول باید د هیوادوالو خدمت وکړي او نور کادرونه هم وروزي؛ ترڅو د هیواد د خدمت جوګه سي.
د دفاع وزارت په وینا، دا کنفرانس ئې د بېلابېلو روغتونونو د متخصصینو او ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو په خاطر جوړ کړی او ګڼو متخصصینو او ډاکټرانو ګډون په کښي کړی دی.
#MillatZagh

❤1
د سبا (څلنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۴، کښته ۲۹
کابل: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۱
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۳
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۶، کښته ۳۲
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۲
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۶
ننګرهار: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۴
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۲
اسلام اباد: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۳
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۷

عمان کي مېشتو افغانانو ته د وېزو د بیا پیل په اړه خبري سوي
د عمان په پلازمېنه مسقط کي د افغانستان سرپرست سفیر حافظ عمر د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو له رئیس محمد بن ناصر المبسلي سره په عمان کي مېشتو افغانانو ته د دغه هیواد د وېزو د بیا پیل په اړه خبري کړي دي.
دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دواړو لورو نن (سه شنبه) د یوې لیدني پر مهال په دې اړه خبري کړي او عمر په یاده لیدنه کي له محمد څخه غوښتي چي، په دې هیواد کي مېشتو افغانانو ته د وېزو د بیا پیلولو او د هغوی د پاسپورټونو د معلوماتو د لېږد د اسانتیاوو په برخه کي همکاري ورسره وکړي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، دواړه لوري په دغه هیواد کي د افغان بندیانو د ستونزو پر حل هم ږغېدلي دي.

دفاع وزارت په بلوچستان او پښتونخوا کي پر داع.ش او نورو "تخریبي ډلو" هوايي بریدونه تائید کړل
دفاع وزارت وايي، تېره شپه ئې د پاکستان تر ولکې لاندي په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کي د داع.ش وسله والو او هغو کسانو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي چي، په افغانستان کي ئې د پاکستان د هوايي بریدونو له پاره کوردینات برابرول.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دا بریدونه ئې د بلوچستان د پښین په سرانانو، د خیبر پښتونخوا په قمبرخېل او د چترال شاه سلیم په ګرم چشمو سیمو کي په بریالي ډول ترسره کړي او مقابل لوري ته ئې "درانه ځاني او مالي زیانونه" په کښي اړولي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، په یادو مرکزونو کي "تخریبي کړني او پر ملکو خلکو بریدونه" پلانېدل.

❤5
ازبکستان او قطر د افغانستان د ملاتړ په اړه خبري کړي
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان له پاره د دغه هیواد ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف په تاشکند کي د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره د افغانستان د ملاتړ په اړه خبري کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دواړو لورو په دې لیدنه کي د افغانستان د اوږدمهاله ټولنیز او اقتصادي ملاتړ او بشردوستانه همکاریو په اړه خبري کړي او د افغانستان له پاره د دواړو هیوادونو پر ګډ کار، سیمه ییزي همکارۍ او اقتصادي پرمختګ ئې ټینګار کړی دی.
ازبکستان او قطر دوه له هغو هیوادونو څخه دي چي، له اسلامي امارت سره ئې اړیکي ښې دي.

افغانستان له قرغزستان څخه بار وړونکو موټر چلوونکو ته د وېزو ورکولو غوښتنه کړې
په قرغزستان کي د افغانستان سرپرست سفیر مولوي عبدالشکور حقاني د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د څلورمي سیاسي څانګي له رئیس میربېک باکیتوویچ څخه غوښتي چي، یاد هیواد دي د افغانستان بار وړونکو موټر چلوونکو ته وېزي ورکړي.
په دغه هیواد کي د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، حقاني د یوې لیدني پر مهال له باکیتوویچ څخه یاده غوښتتنه کړې او د هغه پر ورکړه ئې ټینګار کړی چي، د باکیتوویچ له خوا ډاډ ورکړل سوی دی.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، دواړو لورو په دې ناسته کي د کابل او بشکیک د سوداګریزه اړیکو د پراختیا په اړه هم خبري کړي دي.

د زونونو په کچه د فوټبال سیالۍ د هرات په بریا پیل سوې
د هلمند په کوربتوب د زونونو په کچه د فوټبال سیالۍ نن (چهارشنبه) سهار پیل سوې او په لومړۍ لوبه کي ئې هرات درې د یو ګولونو په توپیر کندز ته ماته ورکړه.
ټاکل سوې نن ماځیګر د دې سیالیو په دوهمه لوبه کي کابل د هرات پر وړاندي ولوبېږي.
دا لوبي د هلمند، هرات، کابل، کندز، خوست او بلخ زونونو د یوې، یوې لوبډلي په ګډون پیل سوي او ۱۰ ورځي به دوام وکړي چي، دوې مخکښي لوبډلي به ئې د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ ته لاره پیدا کړي.

سږ کال په افغانستان کي د نشه يي توکو کښت ۹۵ سلنه کم سوی
د ملګرو ملتونو د نشه يي او جرمونو پر وړاندي د مبارزې نړیواله اداره (U.N.O.D.C) وايي، په روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال کي په افغانستان کي د نشه يي توکو؛ په ځانګړي ډول د تاریاکو کښت د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په پرتله ۹۵ سلنه کم سوی دی.
یادي ادارې په یوه تازه راپور کي ویلي، د اسلامي امارت له خوا د نشه يي توکو تر بندیز وروسته دا څلورم کال دی چي، په افغانستان کي د نشه يي توکو کښت مخ پر ورکېدلو دی.
په راپور کي راغلي چي، افغانستان په دې سره په نړیواله کچه د نشه يي توکو د تولید په برخه کي ستر بدلون رامنځ ته کړی او ټینګار ئې کړی چي، په دې برخه کي د راتلونکو ګواښونو د مخنیوي له پاره نړیوالي او ګډي همږغۍ او همکارۍ ته اړتیا ده.
تازه د اسلامي امارت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم نن په یوه غونډه کي ویلي، اسلامي امارت د نشه يي توکو کښت سل په سل کي له منځه وړی او نه پرېږدي چي، یو څوک د نشه يي توکو کښت وکړي.
حنفي پر نړیوالي ټولني ږغ کړی چي، د نشه يي توکو د بدیل کښت په خاطر د افغانستان له کروندګرو سره مرستي وکړي او هېر ئې نه کړي.

کابل کي د ۱۱۸ میلیونه افغانۍ په پانګوني سره د یوه مارکېټ طرحه تائید سوه
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د پانګوني بین الوزارتي کمېټې په خپله نوبتي ناسته کي په کابل کي د یوه سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تائید کړې ده.
سرچینې په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا مارکېټ به د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کي د مالیې وزارت پر مځکه او د خصوصي سکټور په ۱۱۸ میلیونه افغانۍ پانګوني سره جوړ سي، چي د شپږو پوړونو او ګڼو اسانتیاوو درلودونکی به وي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، په نننۍ غونډه کي د کابل ښار په پنځمه ناحیه او د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کي هم د دوو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو خبري سوي او طرحي ئې اړوندو وزارتونو ته سپارل سوي؛ ترڅو په اړه ئې څېړنه ترسره او د پانګوني بین الوزارتي کمېټې ته ئې وسپاري.

نن څلنۍ د چنګاښ میاشتي ۱۰مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۱۹۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۹۹۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۳۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۵۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۷ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۶۵ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۵۳ او په عام بازار کي کیلو په ۵۵ او ۵۷ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۵۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۸،۵۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۰۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۷ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۹ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

👎2
سرپل کي څه کم ۴ میلیونه جریبه څړځایونه تثبیت سول
عدلیې وزارت وايي، د دولتي مځکو د غصب د مخنیوي او بیرته راګرځولو کمېسیون په سرپل کي درې میلیونه، ۹۴۴ زره او ۵۶۵ جریبه څړځایونه تثبیت کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاد څړځایونه د همدې ولایت په مرکز او ولسوالیو کي تثبیت او د مځکو په بانک کي ثبت سوي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، د یادو څړځایونو له جملې څخه شاوخوا ۳،۵ میلیونه جریبه پر خپل طبیعي حالت دي او شاوخوا ۴۵۰ زره جریبه ئې له طبیعي حالت څخه وتلي چي، د خلکو له خوا آبي او للمي کرهڼه ورباندي کېده.

تخار کي په ۵۲ میلیونه افغانۍ د ۳ پروژو کارونه پیل سول
د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت وايي، د تخار په چاه آب ولسوالۍ کي ئې په ۵۲ میلیونه افغانۍ د درو پراختیايي پروژو کارونه پیل کړي دي.
دغه وزارت ویلي، په یادو پروژو کي د اوبو رسولو د دوو شبکو او د شپږ زره ۱۲۰ متره په اوږدوالي د اوبو د یوه کانال جوړول شامل دي، چي لسګونو کسانو ته کاري زمینه هم په کښي برابره سوې ده.
د سرچینې په وینا، د یادو شبکو په جوړېدلو سره به درې زره کورنۍ د څښاک له اوبو څخه برخمني او به یاده ولسوالۍ کي به دوه زره ۵۰۰ جریبه کرهڼیزي مځکي ته د خړوبولو زمینه برابره سي.

شپږیزه لیګ د امو په بریا پیل سو
د افغانستان کورني کرکټ د سترو ۲۰ اوریزه سیالیو (شپږیزه لیګ) ۱۱م پړاو په لومړۍ لوبه کي امو نهنګانو په اتو ویکټو بند امیر ښامارانو ته ماته ورکړه.
په نننۍ لوبه کي بندامیر د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو امو نهنګان ته ۱۳۴ منډي هدف ورکړ چي د امو نهنګانو له خوا د عمران میر ۷۸ زیاتو منډو په مټ پوره سو.
ټاکل سوې نن ماپښین د دغه لیګ په یوه بله لوبه کي مس عینک اتلان او سپین غر پړانګان سره مخ سي.

روسیې پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ په اړه اندېښنه ښودلې او پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه ئې، چي شاوخوا ۲۰۰ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله په کښي واوښته، یوه غمجنه پېښه یاده کړې ده.
د دغه وزارت په وینا، ملګرو ملتونو هم تائید کړې چي، په یادو بریدونو کي ملکي کسان په نښه سوي دي.
یاد وزارت له کابل او اسلام اباد څخه غوښتي چي، رامنځ ته سوي ستونزي او مسایل د خبرو او ډيپلوماسۍ له لاري حل کړي؛ ترڅو وسله والي شخړي پای ته ورسېږي.

❤2
د سږ کال د افغان حاجیانو د راستنېدلو بهیر پای ته ورسېد
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی چي، له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د راستنېدلو بهیر نن (چهارشنبه) سهار پای ته ورسېد.
یاد وزارت ویلي، په نننۍ او وروستۍ الوتنه کي ۲۵۲ تنه افغان حاجیان له سعودي عربستان څخه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راولېږدول سول، چي په دې سره د سږ کال د ټولو ۳۰ زره افغان حاجیانو د راستنېدلو بهیر پای ته ورسېد.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخي، سږ کال د ښځو په ګډون ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته لېږدول سوي وو چي د لېږدولو او رالېږدولو تړونونه ئې له آریانا افغان او کام اېر نړیوالو هوايي شرکتونو سره سوي وو.

کرهڼي وزارت او نړیوالو بنسټونو کندهار کي ۱۵۳ شنې خوني جوړي کړي
د کندهار د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، تېر کال ئې په کندهار کي په ۲۵،۲ میلیونه افغانۍ ۱۵۳ بابه شنې خوني جوړي او ګټي اخستني ته سپارلي دي.
دغه ریاست وايي، یادي شنې خوني د کرهڼي وزارت او د خوړو او کرهڼي نړیوال سازمان (F.A.O) په مالي ملاتړ په نېش، خاکرېز، لوړ او کښته میوند، لوړ او کښته شاولیکوټ، ژړۍ، پنجوايي، ارغنداب، ډنډ، دامان، ارغستان، معروف، تخته پل او سپین بولدک ولسوالیو کي جوړي سوي دي.
د سرچینې په وینا، د یادو شنو خونو جوړولو موخه د کروندګرو ملاتړ او د نشه يي توکو بدیل کښت زمینه برابرول وو.
دغه ریاست همدارنګه ویلي، اوس هم د کندهار په درو ولسوالیو کي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په مالي ملاتړ د ۱۵ بابه شنو خونو جوړولو کارونه روان دي چي په نژدې راتلونکي کي به ګټي اخستني ته وسپارل سي.

❤3
کابل کي د صنعت اوونۍ ملي او نړیوال نندارتون پرانستل سو
د افغانستان د صنایعو او معدنونو خوني له خوا نن (چهارشنبه) د کابل په حضوري چمن کي د صنعت اوونۍ په ویاړ د صنعت او کانونو ملي او نړیوال اوونیز نندارتون پرانستل سو.
د یادي خوني چارواکو د دغه نندارتون په پرانستغونډه کي ویلي چي، په دغه نندارتون کي په ۳۶۵ غرفو کي د بېلابېلو سکټورنو تولیدات او محصولات د اوو ورځو له پاره نندارې ته وړاندي سوي دي.
د هغوی په وینا، دا نندارتون د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او ودي او د افغان محصولاتو له پاره د بازار موندني په خاطر جوړ سوی دی.

کونړ کي د تالندي رالوېدلو له امله یو کس وژل سوی
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې ریاست ملت ږغ راډیو ته ویلي، د دغه ولایت د دانګام ولسوالۍ په توحید اباد سیمه کي د تالندي رالوېدلو په پېښه کي یو کس وژل سوی دی.
د سرچینې په وینا، دا تندر نن (چهارشنبه) د بارانونو پر مهال پر یوه کور رالوېدلی چي له امله ئې یو ۱۲ کلن کوچنی وژل سوی او ۳۰ سره څاروي ئې هم هلاک کړي دي.

❤1😢1
نن د انګلستان او هند ترمنځ ۲۰ اوریزه لوبلړۍ پیلېږي
نن شپه د افغانستان پر وخت پر نهه بجې د انګلستان په کوربتوب د انګلستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو ۲۰ اوریزه لوبو لوبلړۍ پیلېږي.
د دې لوبلړۍ دوهمه لوبه به راتلونکې شنبه، درېیمه راتلونکې سه شنبه، څلورمه د رواني جولای پر نهمه او وروستۍ به ئې هم د رواني میاشتي پر ۱۱مه نېټه ترسره سي.
هند داسي مهال له انګلستان سره مخ کېږي چي، د رواني اوونۍ په پیل کي ئې د لومړي ځل له پاره پر ایرلینډ د ۲۰ اوریزه لوبو لوبلړۍ دوه پر صفر وبایلل.

سویډن له افغانستان سره ۵،۲۶ میلیونه ډالره مرسته وکړه
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی اماني صندوق (S.T.F.A) وايي، سویډن له افغانستان سره ۵،۲۵ میلیونه امریکايي ډالره مرسته کړې ده.
دغه صندوق نن (چهارشنبه) پر خپل ایکس له یاد هیواد څخه د دې مرستي په خاطر مننه کړې او ویلي ئې دي چي، په دې مرسته به د انعطاف منونکو افغانانو ملاتړ وکړي.
سویډن د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال په پیل کي هم له افغانستان سره ۹،۳۹ میلیونه امریکايي ډالره مرسته وکړه.