Millat Zagh
1.73K subscribers
7.69K photos
71 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
د سبا (پنځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۷
کابل: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۸
هرات: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۲۰
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۸
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۱
بلخ: اسمان ځای، ځای لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۲۳
ننګرهار: باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۲۳
کوټه: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۱
اسلام اباد: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۴
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۹
#MillatZagh
❤2
هلمند له کابل څخه لوبه وګټل
د زونونو په کچه د فوټبال په سیالیو کي د هلمند لوبډلي د کابل لوبډلي ته درې پر دوه ماته ورکړه.
یادي لوبي د کوربه هلمند، هرات، کابل، کندز، خوست او بلخ زونونو ترمنځ نن سهار پیل سوې او ۱۰ ورځي به دوام وکړي.
د یادو سیالیو په دوهمه ورځ به سبا (پنج شنبه) ماځیګر پنځه بجې د خوست او بلخ لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره سي.
#MillatZagh
❤2
افغانستان کي د نننۍ زلزلې مرکز بدخشان و
د امریکا د مځکپېژندني نړیواله اداره وايي، په افغانستان کي نننۍ زلزله د رښتر په کچه ۵،۵ درجې وه او مرکز ئې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کي تر مځکي ۲۱۶،۷ کیلومتره لاندي ثبت سوی دی.
دا زلزله نن څه ګړی مخکي د شپې پر ۱۰ بجې او ۲۷ دقیقو وسوه، چي د پلازمېني کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کي هم حس سوه؛ خو د زیانونو په اړه ئې ځه نه دي ویل سوي.
تېره شنبه هم په افغانستان کي د رښتر په کچه ۶،۱ درجې زلزله وسوه؛ خو له نېکه مرغه کوم زیان ئې نه درلود.
#MillatZagh
😢4👍1
د ایران او افغانستان د ګډي خوني یو پلاوی کابل ته راغلی
په پلازمېنه کابل کي د ایران سفارت خبر ورکړی چي، د ایران او افغانستان د ګډي سوداګریزي خوني یو پلاوی افغانستان ته راغلی دی.
دغه سفارت نن (پنج شنبه) پر خپل ایکس لیکلي چي، دا پلاوی به د افغانستان د صنعت او کانونو په ملي او نړیوال نندارتون کي ګډون وکړي او له افغان چارواکو سره به سوداګریزي ناستي او کنفرانس هم ترسره کړي.
سرچینې د یاد سفر موخه د افغانستان او ایران د سوداګریزه اړیکو پراختیا یاده کړې ده.
#MillatZagh
❤1👍1
په ۵ میلیونه ډالره پانګوني د هرات د مالګي کان تړون لاسلیک سو
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمي د مالګي د کان څلورم بلاک ئې په پنځه میلیونه، ۴۹۰ زره او ۹۵۰ امریکايي ډالره پانګوني یوه شرکت ته په قرارداد ورکړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا سیمه ۹،۵۸ کیلومتره مربع مساحت لري او تړون ئې پرون (چهارشنبه) د کانونو او پټرولیم د وزیر ملا هدایت الله بدري او د عبدالحمید فیضي کان کیندني او پروسس شرکت ترمنځ لاسلیک سوی دی.
ملا بدري د یاد تړون د لاسلیک کولو پر مهال ویلي، دا تړون د ۱۵ کلونو له پاره سوی چي، پر اساس به ئې یاد شرکت د هر ټن پر سر اسلامي امارت ته ۱۵۰۰ افغانۍ رویالټي ورکوي او ټولي چاري به ئې د دغه وزارت له اصولو سره سمي ترسره کوي.
د دغه وزارت په وینا، فیضي شرکت به په سیمه کي د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو ټولنیز خدمات هم وړاندي کړي او د یاد کان په را ایستلو کي به ۱۱۵ کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره سي.
#MillatZagh
❤2👍1
سږ کال د ناچاودو او پخوانیو ماینونو له امله ۱۷۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر (اوچا) وايي، د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیله د اپرېل میاشتي تر پایه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کي د پخوانیو او ناچاودو ماینونو په چاودنو کي ۱۷۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اوچا پرون (چهارشنبه) په یوه بیان کي ویلي چي، لا هم په افغانستان کي د پخوانیو او ناچاودو ماینونو شتون د خلکو ژوند ګواښي او زیاتوي چي، د یاد شمېر ۷۵ سلنه قربانیان کوچنیان دي.
یاد دفتر ویلي، د دې له پاره، چي افغانستان له پخوانیو او ناچاودو ماینونو څخه پاک سي، ۱۴،۵ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا ده؛ خو یوازي د همدې کال تر جون میاشتي پوري د دې پروګرام له پاره ۳،۶ میلیونه ډالره ترلاسه سوي دي.
اوچا پر نړیوالو بنسټونو ږغ کړی چي، په افغانستان کي د یاد پروګرام د ملاتړ له پاره مرسته وکړي؛ ترڅو د پخوانیو او ناچاودو ماینونو له امله د نوري مرګ ژوبلي د رامنځ ته کېدلو مخه ونیول سي.
#MillatZagh
👎1😢1
روانه اوونۍ د ښځو د حقوقو اړوند ۷۳ قضیې حل سوي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، د رواني اوونۍ پر مهال ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۷۳ قضیې حل کړي دي.
دغه وزارت نن (پنج شنبه) په خپل اوونیز راپور کي ویلي، په یادو قضیو کي د اجباري نکاحګانو او کورنیو تاوتریخوالو مخنیوی، ښځي د میراث، ولور او له اړوندو نورو حقوقو څخه برخمني کول، د شرعي نکاحګانو زمینه برابرول او د طلاق قضیې حلول شامل دي.
د سرچینې په وینا، په دې موده کي ئې د هیواد په بېلابېلو سیمو کي ۴۹ لويي او کوچنۍ قومي شخړي هم په دوستۍ بدلي کړي او په ګوټ، ګوټ کي ئې د کوډو او جادو کولو په تور پنځه کسان تر نیولو وروسته اړوندو ارګانونو ته سپارلي دي.
#MillatZagh
❤3
د پاکستان له زندانونو څخه څه کم ۱۵۰ افغانان ازاد سوي
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د رواني اوونۍ پر مهال د پاکستان له زندانونو څخه ۱۴۷ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سوي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاد افغانان د اوسېدلو د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله نیول سوي وو چي، تر ازادېدلو وروسته د ډیورنډ فرضي کرښي د چمن- سپین بولدک او تورخم له لارو هیواد ته راستانه او خپلو سیمو ته لېږدول سوي دي.
د سرچینې په وینا، له یادو کسانو سره د مرستندویه بنسټونو له خوا مرستي هم سوي دي.
تېره اوونۍ هم د دغه هیواد له زندانونو څخه ۳۴۴ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سول.
#MillatZagh
❤2👍1
ملت ږغ راډیو مو د هیواد له حالاتو په دقیق او باوري ډول خبروي، د ملت ږغ راډیو په خبري ګروپ کي راسره یوځای سئ!
https://chat.whatsapp.com/I9UD6KYx5D688CxwEmDc9r
#MillatZagh
❤2
نن پنځنۍ د چنګاښ میاشتي ۱۱مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۱۹۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۹۹۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۳۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۵۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۷ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۶۵ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۵۴ او په عام بازار کي کیلو په ۵۶ او ۵۸ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۶۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۸ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۹۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۷،۵۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۸ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
👍1
یوه ترکي شرکت له کثافاتو څخه د برېښنا تولید ته چمتووالی ښودلی
د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی چي، د ترکیې یو شمېر پانګوالو په افغانستان کي له کثافاتو څخه د برېښنا تولید او د برېښنايي تأسیساتو پر بیارغونه پانګوني ته لېوالتیا ښودلې ده.
دغه شرکت ویلي، د (N.K.Y) په نوم د یاد ترکي شرکت مرستیال هاقاس بوس د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي رئیس ملا عبدالحق همکار سره په لیدنه کي په دې اړه خبري کړي چي، ملا عبدالحق د هرکلي سره، سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د سرچینې په وینا، هاقاس په یاده لیدنه کي ویلي چي، شرکت ئې په دې برخه کي د نړۍ په شاوخوا ۲۰ هیوادونو کي خدمات وړاندي کوي او اوس غواړي په افغانستان کي هم له کثافاتو څخه د برېښنا پر تولید او د برېښنايي تأسیساتو پر بیارغولو پانګونه وکړي.
#MillatZagh
👍1
یوه افغان د هیواد ټولو ولایتونو ته پر موټرسایکل سیاحت کړی
د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی چي، د سید سجاد سادات په نوم یوه افغان د هیواد ټولو ۳۴ ولایتونو ته پر موټرسایکل د سیاحت په موخه سفر کړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي د سجاد په حواله ویلي، یاد سفر ئې له هرات څخه پیل کړی او د لوګر ولایت په لیدلو سره ئې پای ته رسولی چي، د شپږو میاشتو په موده کي ئې د هیواد په ۳۴ ولایتونو کي تر ۸۰ زیاتو ولسوالیو ته سفرونه کړي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار د سادات دا هڅي ستایلي او پر نورو کورنیو او نړیوالو ګرځندویانو ئې هم ږغ کړی چي، په افغانستان کي د اوسني امنیت په شتون سره کولای سي هري سیمي ته په ډاډه زړه سفر وکړي.
تر دې مخکي هم یوه افغان، چي اوس په جرمني کي اوسېږي، د افغانستان بېلابېلو سیمو ته پر موټرسایکل سیاحتي سفر کړی و.
#MillatZagh
👍2❤1👎1
امو پرله پسې ۲مه لوبه وګټل
د ۱۱م پړاو شپږیزه کرکټ لیګ په درېیمه لوبه کي امو لوبډلي بست لوبډلي ته په پنځو ویکټو ماته ورکړه او پرله پسې دوهمه لوبه ئې وګټل.
په یاده لوبه کي بست د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو او د نجیب ځدراڼ ۴۵ زیاتو منډو په مټ امو ته ۱۵۴ منډي هدف ورکړ او د امو له پاره ګلبدین نائب او یمین احمدزي درې، درې لوبغاړي وسوځول.
امو یاد هدف په ۱۹م اور کي د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو او د عبدالمالک ۶۴ منډو په مټ پوره کړ.
د یاد لیګ په بله لوبه کي نن ماپښین بندامیر او سپین غر لوبډلي سره مخ کېږي.
#MillatZagh
👍1
ملا برادر اخند او امیر خان متقي د خامنه يي په جنازه کي د ګډون په پار ایران ته ولاړل
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند او د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ایران د پخواني او مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د جنازې په مراسمو کي د ګډون په خاطر دغه هیواد ته تللي دي.
یادي سرچینې ویلي، دا سفر نن (پنج شبنه) ترسره سو.
د دغه سفر بلنه څو ورځي مخکي په کابل کي د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع ته سپارلې وه.
ایراني رسنۍ وايي، د خامنه يي د جنازې مراسم به راتلونکې اوونۍ پیل سي.
#MillatZagh
❤2👍1
د افغانستان او ایران د اوسپني پټلۍ د پراختیا په اړه خبري سوي
د هرات ولایت د رسنیو دفتر وايي، د دغه ولایت والي مولوي نور احمد اسلام جار د ایران د اوسپني پټلۍ شرکت له یوه لوړپوړي پلاوي سره د افغانستان او ایران د اوسپني پټلۍ د پراختیا په اړه خبري کړي دي.
یاد دفتر په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دواړو لورو په هرات کي د یوې لیدني پر مهال د اوسپني پټلۍ د پراختیا او پیاوړتیا په اړه خبري کړي او د یوې ګډي غونډي پر مهال ئې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوسپني پټلۍ پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د سرچینې په وینا، اسلام جار یادي غونډي ته ویلي چي، د افغانستان او ایران ترمنځ د اوسپني پټلۍ په پراختیا سره به نه یوازي د دواړو لورو ترمنځ ټرانزیټي او سوداګریزي اړیکي زیاتي او د اقتصادي ودي زمینه برابره سي؛ له دې سره، سره به کاري فرصتونه هم رامنځ ته سي.
ایران غواړي د افغانستان له لاري له منځنۍ اسیا سره یوځای سي او په همدې خاطر د تېري جون میاشتي په پیل کي د افغانستان او ایران ترمنځ د هرات- مزارشریف ۶۵۷ کیلومتره اوسپني پټلۍ د جوړولو، تخنیکي مشخصاتو او معیارونو، د یادي پروژې د پړاوونو، د مالي تمویل د جوړښت او په یاده پروژه کي د افغاني او ایراني شرکتونو د ګډون صورت جلسه لاسلیک کړه.
#MillatZagh
👍1
هلمند کي په ۷۲ میلیونه افغانۍ د ۳ روغتیايي مرکزونو جوړولو کارونه پیل سول
د عامي روغتیا وزارت وايي، په هلمند کي د دغه وزارت له بودجې څخه په ۷۲ میلیونه افغانۍ د درو روغتیايي مرکزونو جوړولو کارونه پیل سوي دي.
د یاد ولایت د عامي روغتیا رئیس ډاکټر نقیب الله فاتح په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي ویلي چي، دا روغتیايي مرکزونه په نادعلي، ګرشک او سنګین ولسوالیو کي جوړېږي چي، د زرګونو کسانو له پاره به روغتیايي خدمات وړاندي کوي.
دا خبر داسي مهال ورکړل سوی چي، تازه د عامي روغتیا وزارت له خوا په کابل کي هم په ۴۰ میلیونه افغانۍ د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثاني روغتون د ودانۍ جوړولو بیا پیل سوي، چي مخکي نیمګړي پاته وو.
#MillatZagh
👍1
ساها هوايي شرکت د افغانستان او ایران ترمنځ پروازونه پیل کړل
په افغانستان کي د ساها ایراني شرکت مسؤلین خبر ورکوي چي، پرون (چهارشنبه) ئې د افغانستان او ایران ترمنځ پروازونه پیل کړي دي.
د یاد شرکت استازی علي همدرد وايي، شرکت به ئې په اوونۍ کي د افغانستان او ایران ترمنځ څلور پروازونه ترسره کوي، چي د تهران- کابل، مشهد- مزارشریف او کندهار- مشهد ترمنځ به وي.
د همدرد په وینا، دا ګام د افغانستان او ایران ترمنځ د ټرانسپورټي اړیکو د پراختیا او د مسافرو له پاره د اسانتیاوو برابرولو په هدف اخستل سوی دی.
د معلوماتو پر اساس، دا مهال د یاد شرکت په ګډون شپږ ایراني هوايي شرکتونه د افغانستان او ایران ترمنځ د پروازونو په برخه کي فعالیت کوي.
#MillatZagh
👍1
د طوفاني بادونو له امله د کجکي لاین پرې سوی
د کندهار برېښنا ریاست خبر ورکړی چي، د طوفاني بادونو له امله د کجکي برېښنا لاین پرې سوی او پر کندهار برېښنا قطع سوې ده.
دغه ریاست وايي، تخنیکي ټیمونه سیمي ته رسېدلي؛ ترڅو ژر تر ژره یاده ستونزه حل کړي.
د سرچینې په وینا، د یادي ستونزي تر حل پوري پر کندهار د جنراتورنو برېښنا په نوبت سره وېشل کېږي او هیوادوال دي تر هغو زغم ولري.
#MillatZagh
😢2❤1👍1
د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۰، کښته ۲۵
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۹
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۷
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۹
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۳
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۴
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱
اسلام اباد: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۶
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۹
#MillatZagh
❤1
بند امیر دوهمه ماته وخوړه
د ۱۱م پړاو شپږیزه ۲۰ اوریزه کرکټ سياليو په څلورمه لوبه کي سپين غر په ۲۲ منډو بند امیر ته ماته ورکړه او دا په روانو سیالیو کي د بند امیر دوهمه ماته سوه.
په ياده لوبه کي سپين غر د اوو لوبغاړو په سوځېدلو او د محمد وسيم اکرم ځاځي ۷۹ زياتو منډو په مټ بند امیر ته ۱۸۱ هدف ورکړ او د بند امير له پاره اظهار الحق نويد او فرمان صافي دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
د یاد هدف د پوره کېدلو له پاره بند امیر د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۵۸ منډي وکړې او لوبه ئې د ۲۲ منډو په توپیر وبایلل.
سبا (جمعه) په یاد لیګ کي د مس عینک او بند امیر لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.
#MillatZagh
❤1👍1