Millat Zagh
1.73K subscribers
7.69K photos
71 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
د افغانستان د کرهڼي وزیر نوي ډهلي ته ورسېد
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال وايي، د افغانستان د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري نوي ډهلي ته ور رسېدلی او د هغه هرکلی ئې کړی دی.
جېسوال پر خپل ایکس له دغه انځور سره لیکلي چي، دواړه لوري به د دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبري وکړي.
د افغانستان د کرهڼي وزارت وایي، افغان پلاوی به په دغه سفر کي له هندي چارواکو او خصوصي سکټور سره د کابل او نوي ډهلي د صادراتو او وارداتو بهیر د پراختیا او دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبري وکړي.
#MillatZagh
❤1👍1
دایکندي کي ترافیکي پېښي ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د دایکندي امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ په چملوق سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله دوه کسان وژل سوي او شپږ تنه نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دغه ترافیکي پېښه نن (سه شنبه) د یوه فلانکوچ ډوله موټر چپه کېدلو پر مهال رامنځ ته سوې چي د غزني پر لور روان وو.
دا پېښه داسي مهال رامنځ ته سوې چي، پرون په زابل او سمنګان ولایتونو کي هم د دوو ترافیکي پېښو له امله ۳۹ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
#MillatZagh
په ۳۱۵ میلیونه افغانۍ پانګوني د هرات د مالګي کان تړون لاسلیک سو
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د نمکسار سیمي د مالګي کان لومړی بلاک ئې یوه شرکت ته په ۳۱۵ میلیونه او ۵۹۴ زره افغانۍ پانګوني سره په قرارداد ورکړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاد تړون نن (سه شنبه) د کانونو او پټرولیم د وزیر ملا هدایت الله بدري او د اسماعیل شېرزاد عزیزي شرکت د مسؤل ترمنځ د ۱۵ کلونو له پاره لاسلیک سوی دی.
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د یاد تړون د لاسلیک کولو پر مهال ویلي چي، یاد شرکت به د هر ټن پر سر اسلامي امارت ته ۱۵۰۰ افغانۍ رویالټي ورکوي او د دغه کان د استخراج او پروسس ټولي چاري به د کانونو وزارت د قوانینو چوکاټ کي ترسره کوي.
د دغه وزارت په وینا، یاد شرکت به په سیمه کي د پنځه میلیونه افغانیو ټولنیز خدمات هم وړاندي کوي او د دغه کان په استخراج کي به ګڼ شمېر هیوادوالو ته د کان زمینه هم برابره کړي.
#MillatZagh
د کانونو وزیر د ترکمنستان له سفیر سره د ټاپي پروژې د کارونو په اړه خبري کړي
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري نن (سه شنبه) په کابل کي د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره د ټاپي پروژې د روانو چارو په اړه خبري کړي دي.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان وايي، دواړو لورو د یوې ناستي پر مهال په افغانستان کي د یادي پروژې د روانو کارونو په اړه خبري کړي او عوضوف په یاده لیدنه کي ویلي چي، په افغانستان کي به د دې پروژې چاري د ټاکل سوي مهالوېش سره سم بشپړي سي.
د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس، تر دا مهاله په افغانستان کي د یادي پروژې ۱۰۲ کیلومتره نل لیکه غځول سوې او تمه ده د راتلونکي ۲۰۲۷ زېږدیز کال په لومړیو کي ئې په هرات کي کارونه ختم او په نورو سیمو کي پیل سي.
#MillatZagh
👍1
د افغانستان او بهرنیو سکټورونو ترمنځ د یو ملیارډ ډالرو تړونونه لاسلیک سوي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان د خصوصي او یو شمېر بهرنیو سکټورونو ترمنځ د یو ملیارډ امریکايي ډالرو په ارزښت ۵۰ سوداګریزه تړونونه لاسلیک سوي دي.
دغه وزارت نن (سه شنبه) په یوه خبرپاڼه کي چي، یاد هوکړه لیکونه د کابل په کوربتوب د صنعت او معدنونو په ملي او نړیوال نندارتون کي لاسلیک سوي چي ډېری ئې له ایران سره دي.
د یاد نندارتون د پای ته رسېدلو په مراسمو کي د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي پر هیوادوالو ږغ کړی چي، د وارداتي توکو پر ځای له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.
یاد نندارتون تېره چهارشنبه کابل کي جوړ او نن پای ته ورسېد چي په شاوخوا ۴۰۰ غرفو کي بېلابېل کورني تولیدات او محصولات نندارې ته په کښي وړاندي سول.
#MillatZagh
د سبا (څلنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۶
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۰
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۴
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۸
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۲
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۶
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۵
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۱
نوی ډهلی: باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۲۶
#MillatZagh
د شاپور ځدراڼ جنازه سبا کابل ته راوړل کېږي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي د پخواني او وفات سوي لوبغاړي شاپور ځدراڼ کورنۍ وايي، د هغه جنازه به سبا (چهارشنبه) ماځیګر شاوخوا څلور نیمي بجې کابل ته را ورسېږي او ټاکل سوې چي بل سبا (پنج شنبه) ئې په کابل مرکزي عیدګاه کي د جنازې لمونځ ادا سي.
هم مهاله د افغانستان کرکټ بورډ د مرحوم ځدراڼ د مړیني په پار د کورني کرکټ ستري سیالۍ (شپږیزه) لیګ د دوو ورځو له پاره وځنډاوه.
شاپور ځدراڼ نن سهار وختي په هند کي د سپینو کورویاتو د کمښت ناروغۍ له امله ساه ورکړه.
#MillatZagh
😢6
متقي او د ملګرو ملتونو پلاوی له یو او بل سره پر همکارۍ ږغېدلي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د کډوالو لويي کمېشنرۍ (U.N.C.H.R) له عالي کمېشنر برهام صالح او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (U.N.D.P) له رئیس الکساندر ډي کرو سره د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا، بشري او پراختیايي مرستو، د راستنېدونکو کډوالو پر اړتیاوو، د نشه يي توکو د بدیل کښت او د دوامداره پراختیايي پروګرامونو په اړه خبري کړي دي.
دغه وزارت وايي، متقي پرون (سه شنبه) له یاد پلاوي سره د یوې لیدني پر مهال له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو پر جبري ایستلو اندېښنه څرګنده کړې او له هغوی څخه ئې غوښتي چي، د راستنېدونکو کډوالو او د نشه يي توکو د بدیل کښت په خاطر د افغان کډوالو ملاتړ وکړي.
د سرچینې په وینا، برهام او مل پلاوي هم ویلي چي، د افغان کډوالو جبري ایستل ورته د منلو نه دي او هڅه به وکړي؛ ترڅو له یادو هیوادونو سره د افغان کډوالو د جبري ستنېدلو د بهیر پر ځنډولو خبري وکړي او هغوی به په خپله خوښه هیواد ته ستانه سي.
دغه پلاوی تېره یک شنبه کابل ته راغلی چي موخه ئې د اسلامي امارت له چارواکو سره خبري او له نژدې د افغان کډوالو د حالت لیدل او ارزول یاد سوي دي.
#MillatZagh
❤2👍1
کابل کي د ۲ سوداګریزو مارکېټونو طرحي تائید سوي
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د پانګوني بین الوزارتي کمېټې په پلازمېنه کابل کي د دوو سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحي تائید کړي دي.
یاد معاونیت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا طرحي پرون (سه شنبه) د یادي کمېټې په نوبتي غونډه کي تائید سوي چي، دواړه به د مالیې وزارت پر مځکه جوړ سي.
د سرچینې په وینا، دا مارکېټونه به یو د لومړۍ ناحیې په منډوي سیمه کي د ۱۶۱ میلیونه افغانۍ په پانګوني او اتو پوړونو او بل به هم په یاده ناحیه کي د پنځو پوړونو په درلودلو سره جوړ سي چي، په دواړو کي به لسګونو هیوادوالو ته کاري زمینه برابره سي.
#MillatZagh
👍1
#ویډیو: زموږ همکار نیهان ځواک د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي د پخواني او وفات سوي لوبغاړي شاپور ځدراڼ د ژوند په اړه لنډ معلومات راټول کړي، په دې ویډیو کي ئې درسره وګورئ!

https://www.facebook.com/share/v/1EgpoZz4WJ/?mibextid=wwXIfr
#MillatZagh
نن څلنۍ د چنګاښ میاشتي ۱۷مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۰۲۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۱۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۳۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۵۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۹ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۶۶ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۵۹ او په عام بازار کي کیلو په ۶۰ او ۶۲ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۶،۴۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۴۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۲۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۳۱ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۷ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2👍1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
شاپور سبا په نادر خان تپه کي خاورو ته سپارل کېږي
یو شمېر سرچینې وايي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي د پخواني او وفات سوي لوبغاړي جنازه به نن (چهارشنبه) ماځیګر د هندوستان له نوي ډهلي څخه کابل ته راولېږدول سي.
د هغوی په وینا، شاپور ځدراڼ به سبا د کابل په مرکزي عیدګاه کي د جنازې تر لمانځه وروسته په نادر خان تپه (مرنجان تپه) کي خاورو ته وسپارل سي.
هغه وړمه شپه ناوخته د هند په یوه روغتون کي د سپینو کورویانو د کمښت ناروغۍ له امله ساه ورکړه.
#MillatZagh
❤2👍1
جوزجان کي د یوه ۱۴ کلن ځوان د وژلو په تور یو کس نیول سوی
د جوزجان امنیه قومنداني وايي، د هغه ۱۴ کلن ځوان د وژلو په تور ئې یو کس نیولی، چي پرون (سه شنبه) د یاد ولایت په درزآب ولسوالۍ کي د یوه کس له خوا په چاقو وهلو سره ووژل سو.
د یادي قومندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي ملت ږغ راډیو ته ویلي، تورن کس د امنیتي ځواکونو له خوا د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کي نیول سوی او د نورو اجراآتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته سپارل سوی دی.
د حلیمي په وینا، تر اوسه د یادي پېښي لامل نه دی معلوم؛ خو په اړه ئې پلټني رواني دي.
#MillatZagh
❤2👍1
د روغتیا نړیوال سازمان او پولیو یو پلاوی کندهار ته راغلی
د روغتیا نړیوال سازمان د سیمه ییز دفتر مشره ډاکټره حنان بلخي وايي، افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د پولیو د څارني له بورډ سره یوځای کندهار ولایت ته راغلې او له میرویس حوزوي روغتون څخه ئې لیدنه کړې ده.
بلخي نن (چهارشنبه) پر خپل ایکس لیکلي، په یاد روغتون کي ئې له هغو ډاکټرانو، نرسانو او روغتیايي کارکوونکو سره لیدلي چي، د "ډېرو ستونزو" سره، سره بیا هم خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندي کوي او ټینګار ئې کړی چي، نړیوال باید په افغانستان کي د روغتیايي خدمتونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د هغې په وینا، اوس مهال په افغانستان کي تر ۲۲ میلیونه زیات کسان بشري مرستو او ۱۴،۴ میلیونه روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري، په داسي حال کي د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیل راهیسي شاوخوا ۱۵۰ روغتیايي مرکزونه د مالي ملاتړ د کمښت له امله تړل سوي یا ئې خدمات له ځنډ سره مخ دي.
بلخي یو وار بیا ویلي چي، په افغانستان کي د پولیو د له منځه وړلو او د بشري او روغتیايي خدماتو وړاندي کولو له پاره نړیوال ملاتړ مهم دی او باید ترلاسه سي.
#MillatZagh
❤2👍1
نړیوال بنسټونه دي راستنېدونکو کډوالو ته دي عامه خدمات برابر کړي
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د ملګرو ملتونو د کډوالو لويي کمېشنرۍ (U.N.C.H.R) له عالي کمېشنر برهام صالح څخه غوښتي چي، نړیوال بنسټونه دي افغان کډوالو ته عامه خدمات برابر کړي.
اقتصادي معاونیت وايي، ملا برادر اخند نن (چهارشنبه) یوې لیدني پر مهال له هغه څخه غوښتي چي، ملګري ملتونه او نړیوال بنسټونه دي راستنېدونکو او بېځایه سوو افغانانو ته د سرپناه، ښوونځیو، برېښنا، پاکو اوبو، کارموندني او نورو برخو اسانتیاوي برابري کړي.
د سرچینې په وینا، صالح په یاده ناسته کي ملا برادر اخند ته ډاډ ورکړی چي، دوی به د افغانستان له پاره د مرستو راجلبولو په برخه کي پوره، پوره هڅي وکړي؛ ترڅو یادو افغانانو ته د ژوند اسانتیاوي برابري کړي.
#MillatZagh
❤2👍1
متقي د متحده عربي اماراتو له سفیر سره د دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا ږغېدلی
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کي د متحده عربي اماراتو له سفیر سیف الکتبي سره د افغانستان او متحده عربي اماراتو د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا په اړه خبري کړي دي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دواړو لورو نن (چهارشنبه) د یوې ناستي پر مهال د کابل او ابوظبۍ د دوه اړخیزه اړیکو او همکاریو د پراختیا او سیمه ییزو حالاتو په اړه خبري کړي دي.
د سرچینې په وینا، دواړو لورو د کابل او ابو ظبۍ اړیکي مخ پر وده بللي او الکتبي ټینګار کړی چي، هیواد ئې له افغانستان سره دوامداره همکاریو ته ژمن دی.
#MillatZagh
❤1👍1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د شاپور جنازه کابل ته راورسېده
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي د ملي اتل او پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ جنازه کابل ته راورسېده او د ګڼو ملي لوبغاړو او زرګونو هیوادوالو له خوا د نوموړي کور ته یووړل سوه.
د کرکټ بورډ په وینا، د ځدراڼ د جنازې لمونځ به سبا (پنج شنبه) د کابل په مرکزي عیدګاه کي ادا او وروسته به په نادرخان یا مرنجان تپه کي خاورو ته وسپارل سي.
ځدراڼ پرون سهار وختي په هند کي د ویني د سپینو کورویانو د کمښت ناروغۍ له امله ساه ورکړه.
#MillatZagh
😢5❤1👍1
سږ کال له هراته ۱۱۷ زره ټنه تازه مېوه صادره سوې
د هرات ولایت د رسنیو دفتر وايي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په تېرو درو میاشتو کي له دغه ولایت څخه د ۱۴۶ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۱۷ زره ټنه تازه مېوه صادره سوې ده.
یاد دفتر نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دا صادرات عربي او د منځنۍ اسیا هیوادونو ته ترسره سوي دي.
#MillatZagh
❤1👍1
افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي او ټرانسپورټي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبري کړي
د ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسی ثاني په کابل کي د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره د ګډو اقتصادي، سوداګریزو او ټرانسپورټي همکاریو او زېربنايي پروژو په اړه خبري کړي دي.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي، دواړو لورو نن (چهارشنبه) د یوې لیدني پر مهال د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د آقینې- اندخوی د ۱۰ کیلومتره اوسپني پټلۍ جوړولو، د تورغونډۍ بندر د پراختیا او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د انتقالاتو د زیاتوالي په اړه خبري کړي دي.
د حق شناس په وینا، هغوی په دې اړه تر خبرو وروسته د اقتصادي او سوداګریزه اړیکو د پراختیا سره، سره د ټرانسپورټي او زېربنايي پروژو په برخه کي پر دوه اړخیزه او دوامداره همکارۍ ټینګار کړی دی.
#MillatZagh
❤1👍1
د اسلام کلا بندر د پراختیا پلان لاسلیک سو
د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د هرات په اسلام کلا ولسوالۍ کي د اسلام کلا بندر د پراختیا معیاري او تفصیلي پلان لاسلیک کړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا پلان د یادي سیمي د اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو، د نفوسو د ودي، سوداګریزو فعالیتونو، ټرانسپورټي شبکو او ښاري پراختیا پر بنسټ جوړ سوی چي د سړکونو شبکه، سوداګریزي، خدماتي او شنې سیمي، عامه تأسیسات، ټرانسپورټ، د اوبو ایستلو سیسټم او نوري اړیني اسانتیاوي په پام کي په کښي نیول سوي دي.
د سرچینې په وینا، یاد پلان به د دغه بندر د ټرانسپورټي خدمتونو په ښه والي، د معیاري خدمتونو وړاندي کولو او د پانګوني د فرصتونو په پراختیا کي خورا ګټور رول ولوبوي.
تر دې مخکي هم د دغه وزارت له خوا د لومړي ځل له پاره د هرات ښار ماسټر پلان تائید سو چي په عملي کېدلو سره به ئې د هرات ښار په ښاري وده او صنعتي پرمختګ کي به مهم رول ادا کړي.
#MillatZagh
❤1👍1