Millat Zagh
1.73K subscribers
7.69K photos
71 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
کورنیو چارو وزارت لومړی ځل د (D.N.A) چټک پېژندلو سیسټم فعال کړ
د کورنیو چارو وزارت وايي، د لومړي ځل له پاره ئې د دغه وزارت د جنايي تخنیک ریاست په لابراتور کي د (D.N.A) یا چټک پېژندني سیسټم فعال او ګټي اخستني ته سپارلی دی.
د دغه وزارت چارواکو نن (چهارشنبه) د یاد سیسټم د فعالولو پر مهال ویلي چي، د دا سیسټم په فعالیت سره به نه یوازي د مجرمانو پېژندنه په اسانه توګه وسي؛ بلکي د جرمونو کچه به هم ورسره راکښته سي.
د یاد وزارت د خبرپاڼي له مخي، دا سیسټم به د د عدالت په تأمین، د جرمونو په کشف کي د دقت لوړولو، د مجرمینو په پېژندنه، د بې ګناه کسانو د ملاتړ او عدلي او قضايي ارګانونو ته د علمي او باوري شواهدو په وړاندي کولو کي خورا ګټور رول ادا کړي.
#MillatZagh
❤1👍1
د سبا (پنځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۶
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۶
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۳، کښته ۲۸
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۲
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۷
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۶
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۲
نوی ډهلی: باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۲۶
#MillatZagh
❤2
کندهار کي د عسلو تولیدات د تېر کال په پرتله یو برابر زیات سوي
د کندهار د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د سږ کال په پسرلي په کندهار کي ۴۴،۲ مټریک ټنه عسل تولید سوي چي، د تېر کال په پرتله یو برابر زیاتوالی ښيي.
دغه ریاست وايي، په کندهار کي د عسلو د مچمچیو د فارمونو ډېرېدل د یادو تولیداتو د زیاتوالي لامل سوی دی.
د سرچینې په وینا، دا مهال په کندهار کي د عسلو د مچمچیو ۶۸ فارمونه فعال دي، چي تېر کال دا شمېر ۴۳ وو.
#MillatZagh
👍1
نن د جبل السراج د سیمنټو د ۲مي تولیدي کارخوني کارونه پیلېږي
د افغانستان ملي پراختیا شرکت وایي، نن (پنج شنبه) په پروان کي د جبل السراج د سیمنټو د تولید د دوهمي کارخوني د جوړولو چاري په رسمي ډول پیلوي.
یاد شرکت دا پروژه د افغانستان د ځان بسیایني پر لور یو مهم ګام بللی دی.
#MillatZagh
👍1
د پاکستان له زندانونو څخه څه کم ۶۵۰ تنه افغان بندیان ازاد سوي
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د رواني اوونۍ پر مهال د پاکستان له زندانونو څخه ۶۳۸ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سوي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاد افغانان د اوسېدلو د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله نیول سوي وو چي، تر ازادېدلو وروسته د ډیورنډ فرضي کرښي د چمن- سپین بولدک او تورخم له لارو هیواد ته راستانه او خپلو سیمو ته لېږدول سوي دي.
د سرچینې په وینا، له یادو کسانو سره د مرستندویه بنسټونو له خوا مرستي هم سوي دي.
تېره اوونۍ هم د دغه هیواد له زندانونو څخه ۱۴۷ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سول.
#MillatZagh
❤1👍1
ننګرهار کي ۳۲،۵ لکه کلداري او ۱۰۰ زره "غلا سوي" افغانۍ نیول سوي
د ننګرهار امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کي ئې هغه کس نیولی چي، له یوه صراف څخه ئې ۳۲،۵ لکه پاکستانۍ کلداري او ۱۰۰ زره افغانۍ "غلا" کړي وې.
یادي قومندانۍ ویلي، دغه کس دا پیسې د بهسود له پله سره له یوه صراف څخه د توپګنچې په زور "غلا" کړي وې او زیاتوي چي، دغه کس ئې له یادو پیسو او یوې توپګنچې سره لاس په لاس نیولی دی.
د سرچینې په وینا، نیول سوي کس پر دغه جرم اعتراف کړی او دوسیه به ئې وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل سي.
#MillatZagh
👍1
د نن ارزښت؛ عمران سرکوټوال
د ملت ږغ راډیو په نننۍ ارزښت خپرونه کي، چي خبریالان په کښي مېلمانه کېږي، محمد عمران سرکوټوال مېلمه دی، چي په دې خپرونه کي به د ده د ژوند، زده کړو او په رسنیز ډګر کي د ده کار په اړه خبري ورسره سي.
سرکوټوال د لغمان پوهنتون په ژورنالیزم پوهنځي کي تر لسانس پوري زده کړي کړي او په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کي د رسنیو ډګر ته راغلی، چي په هغو کي ئې له اصلاح او حریت راډیوګانو، ژوندون ټلوېزیون او الجزېرې نړیوالي خبري شبکې سره د خبریال په توګه دندي ترسره کړي او اوس په کابل کي له امید راډیو سره د خبریال دنده مخ ته وړي.
دا چي نوموړی په دې برخه کي کومي تجربې، لاسته راوړني او تجربې لري؟
دا او د ورته نورو معلوماتو له پاره نن او سبا غرمه دوې بجې د ملت ږغ راډیو ارزښت خپروني ته پر ۸۷،۸ ایف ایم څپو او ملت ږغ اپلیکېشن غوږ ونیسئ!
کوربه: کمال الدین افغان.
مېلمه: محمد عمران سرکوټوال.
وخت: نن او سبا غرمه دوې بجې.
د پلې سټور لینک:
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
د آپ سټور لینک:
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
#MillatZagh
روانه اوونۍ د ښځو د حقوقو اړوند ۱۰۱ قضیې حل سوي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، روانه اوونۍ ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۱۰۱ قضیو ته رسېدګي کړې ده.
د دغه وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وایي، په حل سوو قضیو کي د اجباري نکاحګانو او کورنیو تاوتریخوالو مخنیوی، مېرمني د میراث، ولور او له اړوندو نورو حقوقو څخه برخمني کول، د شرعي نکاحګانو زمینه برابرول او د طلاق د قضیو حلول شامل دي.
د خیبر په وینا، په دې موده کي ئې د هیواد په ګوټ، ګوټ کي ۵۵ لويي او کوچنۍ دښمنۍ په دوستۍ بدلي او د هیواد په یو شمېر سیمو کي ئې د کوډو او جادو کولو په تور اته کسان نیولو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.
#MillatZagh
❤2
کندهار کي د مولانا عبدالغفار بریالي په نوم یو مسجد پرانستل سو
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کي د مولانا عبدالغفار بریالي (رحمه الله) په نوم یو مسجد جوړ او پرانستل سو.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي مولانا بریالی د هیواد یو نوموتی شاعر او فرهنګي شخص یاد کړ او په وینا ئې، دا مسجد ئې د یاد فرهنګي شخص د تلپاته یاد په موخه په دې نوم نومولی دی.
د دغه ریاست په وینا، دا مسجد د حج او اوقافو ریاست په مالي ملاتړ په ۱۹ لکه افغانۍ جوړ سوی دی.
#MillatZagh
❤3
نن پنځنۍ د چنګاښ میاشتي ۱۸مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۵۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۳۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۵۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۹ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۶۶ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۶،۷۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۷۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۵۵ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۱۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۳۱،۵۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۷ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
👍1
یوه میاشت وروسته د کندهار د سیمنټو د کارخوني تولیدات پیلېږي
د کانونو او پټرولیم وزیر مولوي هدایت الله بدري وايي، یوه میاشت وروسته به په کندهار کي د سیمنټو د تولیدي کارخوني تولیدات پیل سي.
بدري نن (پنج شنبه) په پروان کي د جبل السراج د دوهمي تولیدي کارخوني د جوړولو د چارو په پرانستغونډه کي ویلي، د یادي کارخوني کارونه بشپړېدلو ته نژدې سوي او تمه ده ژر ئې د تولیداتو بهیر پیل سي.
د هغه په وینا، دا مهال د هیواد په نورو سیمو کي هم د سیمنټو په برخه کي د جبل السراج د دوهمي کارخوني په ګډون د اتو نورو تولیدي کارخونو جوړولو کارونه روان دي، چي په راتلونکو شاوخوا دوو کلونو کي به ئې د جوړېدلو کارونه بشپړ او افغانستان به په دې برخه کي پر ځان بسیا سي.
#MillatZagh
👍1
شاپور ځدراڼ په مرنجان تپه کي خاورو ته وسپارل سو
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ملي اتل او پخوانی لوبغاړی شاپور ځدراڼ، چي په هند کي د سپینو کورویانو د کمښت ناروغۍ له امله ئې ساه ورکړه، نن (پنج شنبه) د پلازمېني کابل په نادر خان یا مرنجان تپه کي خاورو ته وسپارل سو.
د هغه د جنازې په مراسمو کي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال وزیر مولوي عتیق الله عزیزي د نوموړي مړینه د افغانستان ستره ضایعه یاده کړه او زیاته ئې کړه چي، د ځدراڼ د ژوند، لوبو او لاسته راوړنو په اړه به په مستند ډول معلومات راټول او خوندي کړي.
بل خوا د نوموړي پلار د هغه د جنازې او تدفین په مراسمو کي له ټولو مرسته کوونکو ادارو او هیوادوالو څخه مننه کړې او له کرکټ بورډ څخه ئې غوښتنه کړې چي په کابل کي نوی جوړېدونکی لوبغالی د "قهرمان" شاپور ځدراڼ په نوم ونوموي.
د هغه د جنازې په مراسمو کي د ملي لوبډلي ګڼو لوبغاړو، مسؤلینو او لسګونه زره هیوادوالو ګډون کړی وو چي د نوموړي د جنازې بدرګه ئې د ځدراڼ له کور څخه د هغه تر ګوره وکړه.
#MillatZagh
😢4👍1
د غورچاڼ خپروني ننني مطلبونه:
1- د نړۍ تر تولو ټیټ قد لرونکې جوړه.
2- د ۲۰۲۶ زېږدیز کال د ښایستو ښارونو نړیواله څېړنه.
3- په نړیواله کچه د زیاتو روباټونو صادروونکی هیواد.
4- په امریکا کي د ۳۲ کلن عمر لرونکي طوطي کیسه.
5- په نړیواله کچه د ټولنیزو رسنیو استعمال.
6- له نړیوال فوټبال سره د فوټبال د دوو ستورو؛ کریسټیانو رونالډو او نیمار مخه ښه.
7- د چین او روسیې ګډ نظامي تمرینات.
8- ولي غوماشي ځیني کسانو د نورو په پرتله ډېر یا لږ چیچي؟
9- اسټرالیا کي خلکو ته د لمریزي برېښنا وړیا ورکړه.
10- د اندازې له مخي د نړۍ تر ټولو ټیټه ښځه.
11- د هندۍ سېنما د مشهور اداکار عامر خان درېیم واده او د جیلر ټو فلم د خپرېدلو نېټه.
دا او ورته په زړه پوري او ښایستو مطلبونو ته نن او سبا شپه نهه بجې د ملت ږغ راډيو پر ۸۷،۸ ایف ایم څپو او ملت ږغ اپلیکېشن باندي غوږ ونیسئ!
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
د آپ سټور لینک:
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
#MillatZagh
👍1
پروان کي د جبل السراج د سیمنټو د ۲مي تولیدي کارخوني کارونه پیل سول
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، نن (پنج شبنه) د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کي د جبل السراج د سیمنټو د دوهمي تولیدي کارخوني د جوړولو کارونه پیل سول.
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د یادو کارخوني د جوړولو د چارو پیل د افغانستان د صنعتي ودي، اقتصادي خپلواکۍ، د کورني تولید د پیاوړتیا او د هیواد د راتلونکي سوګالۍ پر لور یو مهم ګام یاد کړی او په وینا ئې، اسلامي امارت هڅه کوي، ترڅو دې برخي ته نوره پاملرنه هم وکړي.
د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم یادو مراسمو ته ویلي، دا مهال په جوزجان، کندهار او غور ولایتونو کي هم د سیمنټو د تولیدي کارخونو د جوړولو کارونه روان دي چي په بشپړېدلو سره به ئې افغانستان نه یوازي په دې برخه کي پر ځان بسیا سي؛ بلکي نورو هیوادونو ته به هم د سیمنټو صادرات پیل کړي.
یاده کارخونه د افغانستان ملي پراختیا شرکت په بودجه جوړېږي چي په ۲۴ ساعتونو کي به د ۵۰۰۰ مټریک ټنه سیمنټو د تولیدولو ظرفیت ولري او زرګونو کسانو ته به کاري فرصتونه هم برابر کړي.
#MillatZagh
❤2👍1
بدخشان کي د بدخشان لاجوردو په نوم دوهم ملي نندارتون پرانستل سو
د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چي، په بدخشان کي د "بدخشان لاجورد" په نوم دوهم ملي نندارتون جوړ سوی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاد نندارتون نن (پنج شنبه) پرانستل سو او درې ورځي به دوام وکړي چي، بېلابېل کورني تولیدات، لاسي صنایع او غالۍ، وچه مېوه، لبنیات، نقلیه وسایط، صابون او یو شمېر نور توکي نندارې ته په کښي وړاندي سوي دي.
د سرچینې په وینا، دا نندارتون د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او بازار موندني په خاطر جوړ سوی دی.
#MillatZagh
❤1👍1
د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۶
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۱
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۴
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۴، کښته ۲۸
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۲
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۸
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۷
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۱
نوی ډهلی: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۷
#MillatZagh
❤2
کندهار کي د راستنو سوو افغان کډوالو له پاره د ۲۵ کورونو جوړولو چاري پیل سوې
د کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست وايي، په پنجوايي ولسوالۍ کي ئې د راستنو سوو افغان کډوالو له پاره د ۲۵ بابه کورونو جوړولو کارونه پیل کړي دي.
د کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا رئیس مولوي دوست محمد سعید په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي ویلي، دا کورونه د اسلامي هوسایني نړیوالي مؤسسې په مالي ملاتړ د ۶،۷ میلیونه افغانۍ په لګښت جوړېږي چي موخه ئې د راستنو سوو افغان کډوالو له پاره د سرپناه برابرول دي.
د هغه په وینا، دا کورونه به د درو خونو، یوه حال، یوه تشناب او یوه پخلنځي درلودونکي وي چي پر هر یوه شاوخوا ۲۶۸ زره افغانۍ لګښت راځي.
#MillatZagh
❤2👍1
د افغانستان او هند ګډي کمېټې د دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبري کړي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، نن (پنج شنبه) د نوي ‎ډهلي په کوربتوب د افغانستان او هندوستان د بهرنیو چارو وزارتونو د مشترکي کمېټې څلورمه ناسته ترسره او د کابل او نوي ډهلي د دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبري په کښي ترسره سوي دي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د افغان پلاوي مشري د یاد وزارت د لومړي سیاسي رئیس شعیب بریالي او د هند لوري مشري د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، پاکستان او ایران د چارو رئیس انند پرکاش پر غاړه وه، چي دواړو لورو د سیاسي او اقتصادي همکاریو په چوکاټ د کي د وېزو د صدور، د سوداګریزو ستونزو د حل او د صادراتو او وارداتو بهیر د پراختیا په اړه خبري کړي دي.
هم مهاله د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رهندیر جېسوال هم ویلي چي په دې ناسته کي دواړو لورو د کابل او نوي ډهلي د دوه اړخیزه سیاسي او اقتصادي اړیکو په اړه خبري کړي دي.
#MillatZagh
❤2👍1
سبا کندهار کي د شاپور ځدراڼ فاتحه ترسره کېږي
کندهار کرکټ آمریت وايي، سبا د ماځیګر له څلورو تر شپږو بجو د عینو مېني اړوند د کندهار په کرکټ عمومي لوبغالي کي د کرکټ ملي لوبډلي د ملي اتل شاپور ځدراڼ فاتحه ترسره کوي.
یاد آمریت له هیوادوالو څخه غوښتي چي، په دې فاتحه کي له دوی سره ګډون وکړي.
#MillatZagh
😢8
هلمند کي ترافیکي پېښي ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
په هلمند کي ۲۱۵ قول اردو خبر ورکړی چي، د دغه ولایت د واشېر ولسوالۍ په ښوراب سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله پنځه کسان وژل سوي او ۱۶ تنه نور ژوبل سوي دي.
یاد قول اردو په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دغه ترافیکي پېښه پرون (جمعه) د کندهار- هرات پر لویه لاره د یوه مسافر وړونکي او بار وړونکي ټېلر موټر ترمنځ د ټکر پر مهال رامنځ ته سوې ده.
د سرچینې په وینا، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه د ښوراب ساحوي روغتون ته لېږدول سوي دي.
#MillatZagh
❤1