Millat Zagh
1.73K subscribers
7.69K photos
71 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
اسلامي امارت د پاکستان پر وړاندي له افغانستان څخه د ګواښ او استعمال څرګندوني رد کړې
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد یو وار بیا د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ادعادي رد او بې بنسټه بللي او ویلي ئې دي چي، اسلامي امارت هیڅ چا ته اجازه نه ورکوي؛ ترڅو د افغانستان له خاوري څخه پر بل هیواد برید وکړي یا هم ګواښ ورته پېښ کړي.
مجاهد په یوه ږغیز کلیپ کي ویلي، دغه ادعاوي نه یوازي د دواړو لورو په ګټه نه دي؛ له دې سره، سره ئې د کابل او اسلام اباد د اړیکو فضا هم زیانمنه کړې ده.
د هغه په وینا، اسلامي امارت په افغانستان کي هیڅ ترهګري ډلي ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او نه هم له افغان خاوري څخه بل هیواد ته ګواښ سته.
دا غبرګون داسي مهال ښودل سوی چي، تازه شهباز شریف ویلي، پر پاکستان برید کوونکي ډلي د افغانستان له خاوري څخه ګټه اخلي.
#MillatZagh
❤1
افغانستان او هند د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبري کړي
د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري هند ته د سفر پر مهال د دغه هیواد د سوداګرۍ او صنایعو خونو فدارسیون له چارواکو سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا او په افغانستان کي د هندي پانګوالو د پانګوني په اړه خبري کړي دي.
دغه وزارت نن (شنبه) پر خپله ویبپاڼه لیکلي، عمري د یوې لیدني پر مهال له هغوی سره د کابل او نوي ډهلي د همکاریو د پراختیا، د افغان او هندي پانګوالو له پاره د همکاریو د زمینې برابرولو او د دواړو لورو د خصوصي سکټورنو د ګډو غونډو جوړېدلو په اړه خبري او ټینګار کړی دی.
د سرچینې په وینا، عمري په دې ناسته کي هغوی ته په افغانستان کي د پانګوني بلنه هم ورکړې او په افغانستان کي د پانګوني ظرفیتونه او فرصتونه ئې ورته تشرېح کړي دي.
#MillatZagh
❤1
سږ کال د افغانستان نفوس ۳۷،۲ میلیونه اټکل سوی
د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې اټکل کړی چي، سږ کال د افغانستان نفوس ۳۷،۲ میلیونه دی، چي ۵۱ سلنه ئې نارینه او ۴۹ سلنه ئې ښځینه دي.
د یادي ادارې ویاند محمد حلیم رفیع نن (شنبه، د جولای ۱۱مه) د نفوس نړیوالي ورځي په مناسبت په یوه ږغیز کلیپ کي ویلي چي، د یادو کسانو له ډلي نژدې ۲۶ میلیونه کسان په اطرافو او ۹،۸ میلیونه په ښارونو کي ژوند کوي او ۱،۵ میلیونه کوچیان دي.
د هغه په وینا، په ګڼ نفوسه ولایتونو کي کابل لومړی او هرات دوهم ولایت دی.
#MillatZagh
نن پیلنۍ د چنګاښ میاشتي ۲۰مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۵۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۳۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۵۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۹ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۶۶ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۴ او په عام بازار کي کیلو په ۶۶ او ۶۸ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۶ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۲۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۳۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۷ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2
ننګرهار کي ترافیکي پېښي ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د ننګرهار امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت د پچیر اګام ولسوالۍ په مرغي کنډو سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله نهه کسان وژل سوي او اته نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ نن (شنبه) ملت ږغ راډیو ته ویلي، دغه ترافیکي پېښه د یوه ډاکسن موټر د چپه کېدلو پر مهال رامنځ ته سوې چي، درې کوچنیان، درې ښځي او درې نارینه کسان په کښي وژل سوي دي.
د سرچینې په وینا، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه د روداتو ولسوالۍ روغتون ته لېږدول سوي او د پېښي د څرنګوالي په اړه څېړني رواني دي.
#MillatZagh
❤1
امو نهنګانو سپین غر له ماتي سره مخ کړ
د ۱۱م پړاو شپږیزه ۲۰ اوريزه لیګ په ۱۳مه لوبه کي امو نهنګانو په اتو ویکټو سپین غر ته ماته ورکړه، چي دا په روانو سیالیو کي د سپین غر لوبډلي لومړۍ ماته سوه.
په نننۍ لوبه کي سپين غر د اوو لوبغاړو په سوځېدلو سيالي لوبډلي ته ۱۶۸ منډي هدف ورکړ چي امو د عمران میر ۸۸ زیاتو منډو په مټ دا هدف پوره کړ.
د دې لیګ بله لوبه د بست ساتونکو او مس عینک اتلانو ترمنځ ده، چي پر دوې بجې به پیل سي.
#MillatZagh
فراه کي ۲ "وسله وال غله" ویشتل سوي
د فراه امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د شیب کوه ولسوالۍ په حوزه سیمه کي د امنیتي ځواکونو له خوا دوه "وسله وال غله" ویشتل سوي، چي یو ئې وژل سوی او یو بل ژوبل سوی دی.
یادي قومندانۍ ویلي، هغوی څلور کسان وو چي تېره شپه ئې له یوه کور څخه ۴۵،۵ میلیونه ایراني تومن، پنځه زره افغانۍ او یوه توپګنچه "غلا" کړې وه او د امنیتي ځواکونو له خوا په ځوابي برید کي دوه ویشتل سوي، یو روغ نیول سوی او څلورم تښتېدلی دی.
د سرچینې په وینا، له نیول سوو کسانو سره یادي پیسې، درې توپګنچې او یو لوکسل موټر نیول سوی دی.
#MillatZagh
❤2
پکتیکا کي یوه سړه خونه جوړېږي
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، په پکتیکا کي د ۹۳،۵ میلیونه افغانۍ په لګښت یوه سړه خونه جوړېږي، چي دا مهال ئې د جوړولو کارونه ۳۰ سلنه بشپړ سوي دي.
یاد معاونیت وايي، د دې سړې خوني د جوړولو کارونه د تېر ۱۴۰۴ لېږدیز لمریز کال د تلي میاشتي په پای کي پر شپږ جریبه مځکه پیل سوي او د سږ کال تر پایه به بشپړ سي.
د سرچینې په وینا، دا سړه خونه به د ۶۰۰ مټریک تنه توکو د ساتلو ظرفیت ولري، چي په بشپړېدلو سره به ئې د یاد ولایت کروندګرو ته د تازه مېوو د ساتلو په برخه کي اسانتیاوي برابري سي.
#MillatZagh
سمنګان کي ترافیکي پېښي ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د سمنګان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کي د یوې ترافیکي پېښي له امله درې کسان وژل سوي او اووه تنه نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دغه ترافیکي پېښه نن (شنبه) ماپښین د دوو موټرانو ترمنځ د ټکر پر مهال رامنځ ته سوې ده.
د سرچینې په وینا، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي او د یادي پېښي لامل ئې بې احتیاطي یاده کړې ده.
#MillatZagh
😢1
کندهار کي ۳ "غلا سوي" موټران نیول سوي
د کندهار امنیه قومنداني وايي، هغه درې اکوا موټران ئې نیولي، چي څه موده مخکي په هرات کي "غلا" سوي او وروسته کندهار او هلمند ولایتونو ته را لېږدول سوي وو.
یادي قومندانۍ نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا موټران له څلورو "مظنونینو" سره یوځای نیول سوي او دغه کسان به تر څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل سي.
د سرچینې په وینا، یاد موټران د هرات ولایتي مسؤلینو ته سپارل سوي؛ ترڅو خپلو مالکانو ته ئې تسلیم کړي.
#MillatZagh
❤2👍1
د سبا (یونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۰، کښته ۲۷
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۹
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۴
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۹
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۱
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۰، کښته ۲۷
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۳
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۰
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۳۰
#MillatZagh
❤1
د بدخشان والي د اسلامي امارت او فاتح ترمنځ د جنجالونو اوازې رد کړې
د بدخشان والي مولوي محمد اسماعیل غزنوي هغه اوازې رد کړې، چي ویل کېدل د زابل پخوانی مرستیال والي جمعه خان فاتح، چي اوس په بدخشان کي دی، له اسلامي امارت سره مخالفت لري او په دې وروستیو کي ئې جنجالونه ورسره راغلي دي.
غزنوي په یوه وېډیو کي ویلي، "فاتح د اسلامي امارت پر وړاندي د ننګوني کومه اراده نه درلوده او نه اسلامي امارت د هغه پر وړاندي کومه اراده لري."
د هغه په وینا، هغه ولایت مقام ته ورغلی، له ده سره ئې لیدلي او د اسلامي امارت سره کومه ستونزه او مخالفت نه لري.
تر دې مخکي داسي اوازې وې چي د فاتح او اسلامي امارت ترمنځ ځیني جنجالونه راولاړ سوي دي.
#MillatZagh
❤1👍1
کونړ کي د یوه دېوال نړېدلو له امله دوه نیم کلن کوچنی وژل سوی
د کونړ له پېښو سره د مبارزې ریاست وايي، تېره شپه د دغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کي یو دېوال نړېدلی او له امله ئې یو دوه نیم کلن کوچنی وژل سوی دی.
د سرچینې په وینا، دا پېښه د بارانونو او تېز باد پر مهال رامنځ ته سوې او زیاتوي چي، له دې سره، سره په ګلايي سیمه کي یو تندر هم رالوېدلی چي له امله یو شمېر کرهڼیزي مځکي هم تخریب سوي دي.
دغه ریاست وايي، یاد کوچنی کریم الله نومېده او د شوکت زوی و، چي په دې وروستیو کي هیواد ته راستانه سوي وو.
#MillatZagh
😢2👍1
کندهار کي یوې ښځي خپل مېړه وژلی
د کندهار امنیې قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید ملت ږغ راډیو ته تائید کړې چي، د کندهار ښار په لویه ویاله کي د نازک کوټۍ ته نژدې یوې ښځي خپل مېړه په چاړه وهلو سره وژلی دی.
جمشید ویلي، دا پېښه پرون (شنبه) غرمه رامنځ ته سوې او یاده ښځه تر پېښي وروسته له یوه بل کس سره تښتېدلې ده.
د هغه په وینا، پلټني رواني دي، ترڅو د یادي پېښي لامل پیدا او یاده ښځه ونیول سي.
د معلوماتو پر اساس، د دوی د واده شاوخوا دوې میاشتي کېدې او د دواړو کورنۍ وايي چي، له یو او بل سره ئې کوم مشکل نه درلود.
#MillatZagh
😢4👍1
بلخ کي د مولانا جلال الدین بلخي درېیم ملي نندارتون پرانستل سو
د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چي، په بلخ کي د "مولانا جلال الدین بلخي" درېیم ملي نندارتون پرانستل سوی دی.
یاد وزارت ویلي، دا نندارتون پرون (شنبه) پرانستل سو او د درو ورځو له پاره په ۱۷۰ غرفو کي بېلابېل کورني تولیدات نندارې ته په کښي وړاندي سوي دي.
په دې اړه جوړو سوو مراسموکي د یاد ولایت مرستیال والي نور الهادي ابو ادریس ټینګار کړی چي، باید د کورنیو تولیداتو ملاتړ وسي او بهرني پانګوال ئې هڅولي؛ ترڅو په افغانستان کي پانګونه وکړي.
د سرچینې په وینا، دا نندارتون د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او بازار موندني، د پانګوني راجلبولو او د کورنیو ظرفیتونو د پېژندلو په خاطر جوړ سوی دی.
#MillatZagh
❤1👍1
سږ کال په کرکېله کي د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی
د احصائیې او معلوماتو عمومي اداره وایي، سږ کال په ټول هیواد کي پر شاوخوا درې میلیونه هکټاره مځکه کرکېله سوې، چي د تېر ۱۴۰۴ لېږدیز لمریز کال په پرتله ۱۰،۲ سلنه زیاتوالی په کښي راغلی دی.
یادي ادارې ویلي، په یاده کرکېله کي ۲،۱ میلیونه هکټاره اوبه ییزه او نژدې ۸۷۴ زره هکټاره للمي ده او زیاتوي چي، دا زیاتوالی د سږ کال د بارانونو او مناسبو اقلیمي شرایطو له امله راغلی دی.
د دې ادارې د معلوماتو پر اساس، په هلمند، کندهار، هرات او کندز ولایتونو کي اوبه ییز او په تخار، بدخشان، هرات او بادغیس ولایتونو کي للمي کښت زیات سوی دی.
#MillatZagh
❤1👍1
د افغانستان مالیات په سیمه کي نه سته
د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخند ویلي، د افغانستان د اوسنیو کمو مالیاتو په ډول مالیات په نورو هیوادونو کي نه سته.
هغه نن (یک شنبه) په کابل کي د دغه وزارت د تخفیفونو په غونډه کي ویلي چي، دوی هڅه کوي، ترڅو پر ولس اساني راولي؛ نه سختي.
ملا محمد ناصر اخند ویلي، ټول مالیات بیرته پر خدماتو لګول کېږي او په وینا ئې، که یو څوک په دې برخه ستونزه لري، د دغه وزارت دروازې د هغو پر مخ خلاصي دي.
#MillatZagh
❤1👍1
نن په مالیاتو کي یو شمېر تخفیفونه اعلانېږي
ټاکل سوې نن (یک شنبه) د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم او د مالیې وزارت له خوا په مالیاتو کي یو شمېر تخفیفونه اعلان سي.
د نورو معلوماتو له پاره له ملت ږغ راډیو سره واوسئ!
#MillatZagh
❤4👍1
نن یونۍ د چنګاښ میاشتي ۲۱مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۰۴۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۲۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۳۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۵۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۹ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۶۶ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۸ او په عام بازار کي کیلو په ۷۰ او ۷۲ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۷۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۲۰ کلداري.
یو ریال:۱۷،۲۵ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۷۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۸،۵۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۷ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤1👍1
فراه کي د خپل پلار د وژلو په تور یو کس نیول سوی
د فراه امنیه قومنداني وايي، د عصمت الله په نوم هغه کس ئې نیولی، چي د خپل پلار په وژلو تورن دی.
یادي قومندانۍ ویلي، دا پېښه پرون (شنبه) سهار د یاد ولایت د پشت رود ولسوالۍ په آب سوراخ سیمه کي رامنځ ته سوې او پر یاد کس تور دی، چي خپل پلار ئې په توپګنچه ویشتلی او وژلی دی.
د سرچینې په وینا، یاد کس ئې د نورو اجراآتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته سپارلی دی.
#MillatZagh
👍1