Millat Zagh
1.73K subscribers
7.69K photos
71 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
اسلامي امارت د قطر د پخواني امیر پر مړینه خواشیني څرګنده کړه
اسلامي امارت د قطر د پخواني امیر شېخ حمد بن خلیفه آل ثاني د مړیني په اړه خواشیني څرګنده کړې او په دې اړه ئې د قطر حکومت او د هغه کورنۍ ته د غمشریکۍ پیغام ورکړی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن (یک شنبه) پر خپل ایکس په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، "د ورور هیواد قطر د پخواني امیر شېخ حمد بن خلیفه آل ثاني د وفات له امله د نوموړي کورنۍ او ټول قطري ولس ته تعزیت وایو."
د قطري رسنیو د راپورونو پر اساس، هغه نن سهار د ۷۴ کلونو په عمر مړ سوی؛ خو د مړیني لامل په اړه ئې څه نه دي ویل سوي.
#MillatZagh
👍1
د نفتو د وارداتو په ګډون ۴ ډوله مالیاتي تخفیفونه اعلان سول
د رئیس الورزا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي نن (یک شنبه) په کابل کي د رسنیو په مرکز کي یوې غونډي ته وویل، د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم او د مالیې وزارت له خوا څلور ډوله مالیاتي تخفیفونه اعلان سوي، چي د حکمي او حقیقي اشخاصو، د ملکیتونو د انتقال او د نفتو د وارداتو په برخه کي دي.
د حنفي په وینا، د کانونو له استخراجي شرکتونو پرته د حکمي او حقیقي اشخاصو، چي شرکتونه او خصوصي روغتونونه هم په کښي شامل دي، د عوایدو مالیه له ۲۰ څخه ۱۰ سلني ته راکښته سوې، د افرادو د عوایدو کلنۍ مالیه تر ۱۲۰ زره افغانیو پوري معاف او له ۱۲۰ زرو څخه تر ۱،۲ میلیونه افغانۍ پوري ۱۰ سلنه او تر دې لوړ ۱۵ سلنه ټاکل سوې، د ملکیتونو د انتقال مالیه له یوه څخه ۰،۵ سلني ته راکښته سوې او د ګازو او تېلو د واردوونکو شرکتونو له پاره د هر ټن پر سر ۵۰ افغانۍ مالیه ټاکل سوې ده.
د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخند یادي غونډي ته ویلي چي، پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدلو راهیسي ۱۳ ډوله مالیاتي تخفیفونه په پام کي نیول سوي او په وینا ئې، دا لړۍ به په راتلونکي کي هم دوام ولري.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي د دې تخفیفونو د هرکلي ترڅنګ ویلي چي، په دې سره به د تولید، کارموندني، د پانګوني د زیاتوالي او د اقتصادي ودي زمینه هم برابره سي.
#MillatZagh
❤1👍1😢1
بغلان کي د خټکیو او هندواڼو حاصلات ۱۵ سلنه زیات سوي
د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، بغلان کي سږ کال پر پنځه زره او ۵۰ هکټاره مځکه خټکي او هندواڼې کرل سوي، چي د تېر کال په پرتله به ۱۵ سلنه زیات حاصل ورکړي.
دغه وزارت پر خپله ویبپاڼه لیکلي، له یادي کرکېلي څخه به د اټکل له مخي ۱۵۹ زره او ۷۵ ټنه حاصل ترلاسه سي چي د تېر کال په پرتله لوړوالی ښيي.
د سرچینې د معلوماتو پر اساس، د اصلاح سوو تخمونو او کېمیاوي سرو کارول، د کرهڼي د ترویجي خدمتونو پراختیا، د معیاري طریقو دودول او د کرهڼي ساحې زیاتېدل د دې سبب سوي؛ ترڅو سږ کال په بغلان کي له یادو مېوو څخه زیات حاصلات ترلاسه سي.
تېر کال په یاد ولایت کي پر څلور زره او ۶۵۸ هکټاره مځکه خټکي او هندواڼې کرل سوي او ۱۳۸ زره او ۱۲۴ ټنه حاصلات ځني ترلاسه سوي وو.
#MillatZagh
👍1
ازبکي پانګوالو په افغانستان کي پانګوني ته لېوالتیا ښودلې
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري په کابل کي د ازبکستان له سفیر اویبیک عثمانوف سره په افغانستان کي د ازبکي پانګوالو د پانګوني، د افغانستان او ازبکستان د اقتصادي او سوداګریزه اړیکو د ټینګښت او ګډو همکاریو په اړه خبري کړي دي.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان وايي، دواړو لورو نن (یک شنبه) د یوې لیدني پر مهال په دې اړه خبري کړي، چي پر مهال ئې اوبیبک په افغانستان کي د ازبکي پانګوالو د پانګوني لېوالتیا څرګنده کړې او بدري هغوی ته ډاډ ورکړی چي، افغانستان د بهرنیو پانګوالو د پانګوني له پاره د خپلو قوانینو، شرایطو او اسانتیاوو په برابرولو سره چمتو دی او ملاتړ ئې کوي.
د افغان په وینا، دواړو خواوو په دې ناسته کي د طوطي میدان د ګازو کان د ستونزو د حل په اړه هم له یو او بل سره مشورې او خبري کړي دي.
#MillatZagh
❤1👍1
حقاني؛ دیني او عصري علومو ته یو ډول توجه نه کول ظلم دی
د ازمویني عمومي ادارې رئیس شېخ عبدالباقي حقاني وايي، دیني او عصري علومو ته باید یو ډول توجه وسي او په وینا ئې، که چا یو ډول توجه نه ده ورکړې، له ولس ئې ظلم کړی دی.
حقاني نن (یک شنبه) د سږ کال د کانکور ازمویني د ۱۰ غوره کسانو د ستایلو په غونډه کي ویلي چي، اسلامي امارت دواړو علومو ته په "ښه او یو ډول توجه" کوي او د هغو پرمختګ ته "ژمن" دی.
د هغه په وینا، افغانستان، چي ټکول سوی، د همدې عصري علومو د کمزورۍ له امله ټکول سوی دی.
#MillatZagh
❤2👍1
اسلامي امارت په بنګله دېش کي د وروستیو طبیعي پېښو له امله خواشیني څرګنده کړه
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په بنګله دېش کي د وروستیو طبیعي پېښو او د هغو د مرګ ژوبلي له امله خواشیني څرګنده کړې او د دغو پېښو له امله ئې د یاد هیواد له حکومت او زیانمنو کورنیو سره غمشریکي څرګنده کړې ده.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کي ویلي، "اسلامي امارت د قربانیانو کورنیو ته د بشپړي او عاجلي روغتیا او د بېځایه سوو کورنیو له پاره د ژر عادي ژوند د بیرته تأمین هیله څرګندوي."
#MillatZagh
❤3👍1
د امو او بست لوبه بې پايلي سوه
د ۱۱م پړاو شپږیزه لیګ ۱۶مه لوبه، چي د بست او امو نهنګانو ترمنځ وه، د باران او د هوا د خرابوالي له امله بې پایلي اعلان او دواړو لوبډلو ته یوه، یوه نمره ورکړل سوه.
په ياد ليګ کي سبا (دوشنبه) د بند امير او سپين غر او مس عينک او امو ترمنځ لوبي ترسره کېږي.
#MillatZagh
❤1
ننګرهار کي د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه یو نندارتون جوړ سوی
د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چي، په ننګرهار کي د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل سوی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاد نندارتون نن (یک شنبه) پرانستل سو او د رواني چنګاښ میاشتي تر ۲۳مي نېټې پوري به دوام وکړي، چي موخه ئې د کورنیو تولیداتو ملاتړ او بازارموندنه ده.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، په دغه نندارتون کي په ۸۰ غرفو کي خوراکي توکي، کرهڼیز محصولات، لاسي صنایع، غالۍ او یو شمېر نور کورني تولیدات د درو ورځو له پاره نندارې ته وړاندي سوي دي.
#MillatZagh
❤3👍1
د سبا (دونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۰، کښته ۲۷
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۹
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۳
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۸
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۰
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۸
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۴
کوټه: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۹
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۹
#MillatZagh
❤3
سرپل کي پر یوې نجلۍ د جنسي تېري اوازې حقیقت نه لري
د سرپل د امنیې قومندانۍ ویاند نقیب الله علم یار هغه اوازې رد کړې، چي ویل کېدل په دغه ولایت کي له یوې نجلۍ سره غیر اخلاقي چلند سوی دی.
علم یار ملت ږغ راډیو ته ویلي، دا نجلۍ د کورني تاوتریخوالي په نتیجه کي وژل سوې او په تور ئې د هغې ۱۵ کلن د عمه زوی نیول سوی، چي تر څېړنو وروسته به اړوندو ارګانونو ته وسپارل سي.
د هغه په وینا، په ټولنیزو رسنیو کي په دې اړه خپرې سوي ګنګوسې هیڅ حقیقت نه لري.
#MillatZagh
❤5👍1
د سوداګرۍ خوني له جامع عمر سره ۲۰ زره ډالره مرسته وکړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني ویلي چي، په کندهار کي ئې د جامع عمر (رض) له پاره ۲۰ زره امریکايي ډالره مرسته کړې ده.
یادي خوني ویلي، دا پیسې به د دې جامعې د بیارغولو پر چارو ولګول سي.
دا مرسته داسي مهال سوې چي، شاوخوا دوې میاشتي مخکي په شاوخوا ۱۱ میلیونه افغانۍ د دې جامعې د بیارغولو پاته کارونه پیل سول او تمه ده په شپږو میاشتو کي بشپړ سي.
#MillatZagh
❤3👍1
غزني کي ترافیکي پېښي ۳۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د غزني ولایت مقام ویاند میوندشاه احمدزی وایي، د دغه ولایت د ګیلان ولسوالۍ په پښ کندي سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله یو کس وژل سوی او ۳۰ تنه نور ژوبل سوي دي.
احمدزی وایي، دغه ترافیکي پېښه پرون (یک شنبه) څاښت مهال د کابل- کندهار پر لویه لاره د یوه ۵۸۰ مسافر وړونکي موټر د چپه کېدلو پر مهال رامنځ ته سوې ده.
د سرچینې په وینا، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي او د یادي پېښي لامل ئې د موټر چلوونکي بې غوري یاده کړې ده.
#MillatZagh
😢2👎1
اسلامي نظام د بشر اساسي حقوق ورکړي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شېخ الحدیث خالد حنفي وايي، د بشري حقوقو تعریف هغسي نه دی، څنګه چي نړیوالو کړی دی.
حنفي نن (دوشنبه) په هرات کي د لوېدیځو ولایتونو له دیني عالمانو، مسؤلینو او قومي مشرانو سره د همږغۍ په غونډه کي ویلي چي، د بشري حقوقو په تعریف کي د امنیت، ژوند، مال او عزت ساتني، له فساد او بې لارۍ څخه د راګرځولو، له نشه يي توکو څخه د خلاصون او ورته نور بشري او اساسي حقوق شامل دي، چي یوازي اوسني اسلامي نظام دا حقوق ورکړي دي.
د هغه په وینا، اوسنی اسلامي نظام یوازینی نظام دی، چي بشري او اساسي حقوقو ته ژمن دی.
#MillatZagh
❤3
کندهار کي له ۷۵۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او نقدو پیسو مرسته وسوه
له پېښو سره د مبارزې او امادګۍ اداره وایي، د کندهار ولایت په مرکز کندهار ښار کي ئې له ۷۵۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او نقدو پیسو مرسته کړې ده.
یادي ادارې ویلي، دا مرسته ئې د خوړو نړیوال پروګرام (W.F.P) په مالي ملاتړ یادو کورنیو ته ورکړې چي ټوله ییز ارزښت ئې دوه میلیونه او ۱۷۵ زره افغانۍ وو.
د سرچینې په وینا، د دغه پروګرام له مخي به راتلونکې میاشت هم له یادو کورنیو سره مرسته وسي.
#MillatZagh
❤2👍1
نن دونۍ د چنګاښ میاشتي ۲۲مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۰۶۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۳۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۳۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۵۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۹ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۶۸ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۸ او په عام بازار کي کیلو په ۷۰ او ۷۲ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۹۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۸،۳۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۴۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۷۴ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۸ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۶ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤1👍1
د راستنېدونکو افغان کډوالو له پاره ۵۸ ښارګوټي ځانګړي سوي
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د راستنېدونکو کډوالو له پاره د سرپناه برابرولو په خاطر د هیواد په بېلابېلو سیمو کي ۵۸ ښارګوټي ځانګړي سوي دي.
فطرت په یوه ږغیز کلیپ کي ویلي، د یادو ښارګوټو له جملې څخه دا مهال په ۳۰ ښارګوټو کي هغوی ته د مځکو ورکولو بهیر روان دی او ټولټال ۵۹ زره او ۱۳۳ نمرې پر راستنو سوو افغان کډوالو کورنیو وېشل سوي دي.
د هغه په وینا، په دغو ښارګوټو کي سړکونه، د اوبو رسولو شبکې او روغتیايي او ښوونیزو مرکزونه جوړول هم په ‎پلان کي نیول سوي چي، د کور او ښار جوړولو وزارت له ئې دغه کارونه مخ ته وړل کېږي.
#MillatZagh
❤3👍1
تخار کي یوه مور او زوی له ۷ کلن کورني زندانه ازاد سول
د تخار امنیه قومنداني وايي، هغه مور او د هغې اووه کلن زوی ئې له یوه شخصي زندان څخه ژغورلي، چي له تېرو اوو کلونو راهیسي د یوه کور په زندان کي ساتل کېده.
یادي قومندانۍ ویلي، هغوی د دغه ولایت د رستاق ولسوالۍ په بیشکند کلي کي د یادي ښځي د خاوند له خوا زنداني سوي وو او تر ازادولو وروسته ئې د درملني په موخه روغتون ته لېږدولي دي.
د سرچینې په وینا، د دې پېښي په تور ئې یو کس نیولی او څېړني ورڅخه رواني دي.
#MillatZagh
👍1
سبا ۱۶ میلیونه ډالر لیلام ته وړاندي کېږي
افغانستان بانک خبر ورکړی چي، سبا (سه شنبه)‌ په کابل کي د یوې داوطلبۍ له لاري ۱۶ میلیونه امریکايي ډالره د لیلام بازار ته وړاندي کوي.
یاد بانک په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دغه ډالر د افغانیو د ارزښت د پیاوړتیا په خاطر لیلام ته وړاندي کوي او پر شرایطو برابرو صرافانو او بانکونو ئې ږغ کړی چي، په دې داوطلبۍ کي ګډون وکړي او خپل حسابونه د لیلام ورځي تر پایه تصفیه کړي.
دا ډالر داسي مهال داوطلبۍ ته وړاندي کېږي چي، دا مهال یو امریکايي ډالر په څه کم ۶۶ افغانۍ تبادله کېږي.
تېره اوونۍ هم افغانستان بانک د افغانیو د ارزښت د پیاوړتیا په موخه ۱۶ میلیونه ډالره لیلام کړل.
#MillatZagh
❤1👍1
کابل او تهران د دوه اړخیزه اړیکو او کونسلي چارو د پراختیا په اړه خبري کړي
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو د مرستیال وحید جلال زاده په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته راغلی او د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره ئې د کابل او تهران د دوه اړخیزه اړیکو او کونسلي چارو د پراختیا په اړه خبري کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دواړو لورو نن (دوشنبه) په کابل کي د یوې ناستي پر مهال د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا، خلکو ته د کونسلي چارو د لا ښه والي او سرحدي همکاريو په اړه خبري کړي او متقي د دې ناستي پر مهال ټینګار کړی چي، "اتباعو ته د کونسلي خدمتونو وړاندي کول باید لا اسانه، چټک او د منل سوو معیارونو مطابق وي."
په خبرپاڼه کي د جلال زاده په حواله راغلي چي، تمه ده رواني خبري د دواړو لورو ترمنځ د کونسلي چارو د لا پراختیا او اسانتیاوو رامنځ ته کولو لامل سي.
#MillatZagh
❤2