له هراته جرمني ته ۱۰ زره متره مربع غالۍ صادري سوي
د هرات ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیل راهیسي له دغه ولایت څخه جرمني ته ۱۰ زره متره مربع غالۍ صادري سوي دي.
یاد دفتر وايي، له دغو صادراتو څخه ۱۰۳ زره امریکايي ډالره ترلاسه سوي دي.
غالۍ د افغانستان له مهمو صادراتو څخه دي چي په تېر ۱۴۴۷ سپوږمیز کال کي هم له افغانستان څخه د ۱۴ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت شاوخوا ۷۶۰ زره متره مربع غالۍ ترکیې، روسیې، اسټرالیا، امریکا، کاناډا، اروپا، عربي او افریقايي هیوادونو ته صادري سوي دي.
#MillatZagh

❤2👍1
هند د نورستان له زلزله ځپلو سره مرسته وکړه
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د نورستان په مرکز پارون ښار کي د رامنځ ته سوو سېلابونو او مرګ ژوبلي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي ئې دي چي، هیواد ئې له هغوی سره یوه محموله بشري مرسته هم کړې ده.
د دغه وزارت ویاند رندهیر جېسوال وايي، په یاده مرسته کي خوراکي توکي او خېمې شاملي دي چي له پېښو سره د مبارزې ادارې ته ئې سپارلې؛ ترڅو پر زیانمنو کسانو ئې ووېشي.
د جېسوال په وینا، هیواد ئې په اوسنیو سختو حالاتو کي د افغانانو ملاتړ او لاسنیوي ته ژمن دی.

❤1👍1👎1
د انګلستان ۱۰۰ توپیزه لیګ پیل سو
پرون شپه د انګلستان ۱۰۰ توپيزه ليګ پیل سو چي په لومړۍ لوبه کي ئې د راشد خان په ګډون می لندن لوبډلي په اوو ویکټو سنرایزرز لیډز لوبډلي ته ماته ورکړه.
په ياده لوبه کي سنرايزرز د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سيالي لوبډلي ته ۱۴۴ منډي هدف ورکړ چي می لندن یاد هدف د درو لوبغاړو په سوځېدلو پوره کړ.
د یاد لیګ دوهمه لوبه نن شپه ۱۰ بجې د سوترن برېب او ويلش پير لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

نيوزيلنډ له ويسټنډيز څخه ۵۰ اوريزه لوبلړۍ وګټل
نیوزیلنډ له ویسټنډیز سره د پنځو ۵۰ اوریزه لوبو په وروستۍ لوبه کي نیوزیلنډ ته په دوو ویکټو ماته ورکړه او یاده لوبلړۍ ئې درې پر دوه ځني وګټل.
په دې لوبه کي نیوزیلنډ د نهو لوبغاړو په سوځېدلو سیال ټیم ته ۲۶۹ منډي هدف ورکړ چي ویسټنډیز ئې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو په پوره کولو کي پاته سو.
د دې لوبلړۍ دوې لوبي ویسټنډیز او درې ئې نیوزیلنډ وګټلې چي په دې سره د نیوزیلنډ په ګټه پای ته ورسېده.

نن څلنۍ د چنګاښ میاشتي ۳۱مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۹۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۵۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۷۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۰ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۷۲ او په عام بازار کي کیلو په ۷۵ او ۷۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۹۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۸ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۳۵ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۸۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۶ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

❤1👍1
پر امید کمپ د پاکستان برید باید د جنګي جرم په توګه وڅېړل سي
د بخښني نړیوال سازمان وايي، د پاکستان د هغي ادعا د ثاتبتېدلو له پاره ئې هیڅ اسناد نه دي ترلاسه کړي چي، ګواکي په کابل کي د امید په نوم د روږدو کسانو د درملني له مرکز څخه پوځي ګټه اخستل کېده او غوښتنه ئې کړې چي، پر یاد کمپ د پاکستان یاد برید باید د "احتمالي جنګي جرم" په توګه وڅېړل سي.
د یاد سازمان په وینا، په پر دغه کمپ د پاکستان په بریدونو کي شاوخوا ۲۶۹ کسان وژل سوي او ۱۲۲ تنه نور ژوبل سوي چي، ټول ملکي کسان دي او ټینګار ئې کړی چي، په دې اړه باید څېړنه وسي.
یادي سرچینې ویلي، د دې ادعا د ثابتېدلو په موخه ئې د یاد برید د قربانیانو له کورنیو او د دغه کمپ له کارکوونکو سره مرکې کړي او له دې سره، سره ئې یو شمېر وېډیوګاني او انځورونه هم ترلاسه کړي؛ خو د هغې د ثابتېدلو له پاره ئې هیڅ اسناد نه دي موندلي او باید په اړه ئې څېړنه وسي.
د یاد سازمان د سیمه ییز دفتر مشري ایزابیل لاسي ویلي، "پر امید کمپ برید د نړیوالو بشردوستانه قوانینو نقض دی او کېدای سي جنګي جرم یاد سي."
د هغه په وینا، دا برید د پاکستان د پوځي پلان جوړوني د ناکامۍ ښکارندويي کوي او په خبره ئې، هغه کسان به هم تر قانوني تعقیب لاندي ونیول سي چي د دغه برید جنايي مسؤلیت پر ثابت سي.

هرات کي یو کیلو ګاز په ۵۵ افغانۍ خرڅېږي
د هرات د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، نن (چهارشنبه) په دغه ولایت کي د افغانستان د نفتو او ګاز دولتي شرکت له خوا یو کیلوګرام مایع ګاز په ۵۵ افغانۍ خرڅېږي.
یاد دفتر وايي، دا ګام د ښاریانو د ملاتړ او خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه اخستل سوی چي دا مهال په نهو سیمو کي په یاده بیه خرڅېږي او زیاتوي چي، دا لړۍ به د دغه ولایت نورو سیمو ته هم وغځول سي.
په دې وروستیو کي په هیواد کي د ګازو او تېلو نرخونه خورا لوړ سوي چي حتی په ځینو ولایتونو کي د یوه کیلو ګاز بیه تر ۷۵ او ۸۰ افغانیو پوري رسېږي او هیوادوال ئې له اسلامي امارت څخه د کنټرول غوښتنه کوي.

❤3👍1😢1
اسلامي امارت یو شمېر چارواکي تغیر او تبدیل کړل
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم د کندهار پوهنتون د رئیس په ګډون یو شمېر چارواکي د یو او بل پر ځای ټاکل سوي دي.
مجاهد تازه پر خپل ایکس لیکلي، د کندهار پوهنتون پخوانی رئیس شېخ عبدالرحمان طیبي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر د نوي مرستیال وزیر، د ستري محکمې د دارلافتاء ریاست پخوانی غړی شېخ عبدالرحمان غزنوي د کندهار پوهنتون د نوي رئیس، د جوزجان پخوانی امنیه قومندان قاري محمد اسماعیل راسخ د همدې ولایت د نوي والي، د ۲۱۷ عمري قول اردو پخوانی مرستیال ملا عبدالکریم نافذ د جوزجان د نوي امنیه قومندان او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر پخوانی مرستیال وزیر مولوي عتیق الله عزیزي د هرات د اطلاعاتو او کلتور د نوي رئیس په توګه ټاکل سوی دی.

Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
نورستان کي د لادرکو کسانو پلټنه نن هم روانه ده
له پېښو سره د مبارزې او امادګۍ اداره وایي، د نورستان په مرکز پارون ښار کي د وروستیو سېلابونو له امله ۲۳ کسان وژل سوي او شاوخوا ۱۰۰ کسان لادرکه دي چي، له ډلي ئې د ۱۷ کسانو جسدونه موندل سوي او د پاته نورو د موندلو عملیات نن (چهارشنبه) هم جریان لري.
د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد وايي، په دې سېلابونو کي تر ۸۰ زیات کسان ژوبل سوي هم دي.
حماد له هیوادوالو او مرستندویه بنسټونو څخه غوښتنه کړې؛ ترڅو د دغو سېلاب ځپلو لاسنیوی وکړي.
دغه سېلابونو تېره دوشنبه پر پارون ښار راغلي چي، ګڼي شخصي او دولتي ودانۍ، هوټلونه او دوکانونه ئې وړي یا هم زیانمن کړي دي.

👍1😢1
سمنګان کي یوه وحشي لېوه ۱۹ کسان داړلي
د سمنګان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د دره صوف پایین ولسوالۍ په قره جنګل او اویتان شمالک کلیو کي یوه وحشي لېوه د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۱۹ کسان داړلي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې رامنځ ته سوې او یاد حیوان وروسته د سیمه ییزو خلکو له خوا وژل سوی دی.
د سرچینې په وینا، داړل سوي د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي او روغتیايي حالت ئې د ډاډ وړ دی.

یوې کمپنۍ د ټاپي د ګازو د وېش پر شبکې ۴۲۰ میلیونه ډالرو پانګوني ته چمتووالی ښودلی
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، یوې خصوصي کمپنۍ د ټاپي (T.A.P.I) پروژې د ګازو د وېش شبکې پر جوړولو ۴۲۰ میلیونه ډالرو پانګوني ته لېوالتیا ښودلې او په دې اړه خبري ورسره رواني دي.
دغه وزارت یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، د دې شبکې په جوړېدلو سره به درې زره کسانو ته په مستقیم او ۷۰ زره نورو کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره سي.
د کانونو وزارت د معلوماتو پر اساس، تر دا مهاله په هرات کي د یادي پروژې ۱۰۶ کیلومتره نل لیکه غځول سوې چي له ډلي ئې ۳۶ کیلومتره نل لیکه تر مځکي لاندي ښخه سوې او د یادي پروژې د نل لیکي غځولو له پاره ۱۲۷ کیلومتره نور مسیر هم چمتو سوی دی.
د سرچینې په وینا، د یادي پروژې په بشپړېدلو سره به هرات په یوه مهم صنعتي مرکز بدل سي، د ګاز په را رسېدلو سره به ئې زرګونه تولیدي کارخانې فعالي سي، د سوداګرۍ او صنعت د پراختیا نوي فرصتونه به رامنځ ته سي، د برېښنا د تولید ظرفیت به لوړ سي او د کېمیاوي، پتروشیمي او نورو صنعتي محصولاتو د تولید له پاره به هم زمینه برابره سي.

👍1
افغانستان او ازبکستان د اوسپني پټلۍ د پراختیا په اړه خبري کړي
د ټولګټو چارو وزارت د اوسپني پټلۍ مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دغه هیواد د اوسپني پټلۍ ادارې له عمومي رئیس ظفر نزرلوف سره ئې د اوسپني پټلۍ په برخه کي د افغانستان او ازبکستان د دوه اړخیزه همکاریو، ګډو پروژو د تعقیب او زېربنایي پروژو د پلي کولو په اړه خبري کړي دي.
دغه وزارت وايي، دواړو لورو د یوې ناستي پر مهال د افغان ټرانس پروژې د پیل، افغانستان ته د هرات- مزارشریف د اوسپني پټلۍ سروې د امکان سنجۍ د اسنادو د سپارلو، د حیرتان- مزارشریف د اوسپني پټلۍ د ۴مي برخي د تأسیساتو، ګدامونو او فرعي کرښو او د حیرتان له لاري د افغانستان او ازبکستان د انتقالاتو د زیاتوالي په اړه خبري کړي دي.
د سرچینې په وینا، دواړو لورو تر یادو خبرو وروسته د اوسپني پټلۍ د دوه اړخیزه همکاریو پر پراختیا، د سوداګریزه اړیکو د پیاوړتیا، د سوداګریزه انتقالاتو پر زیاتوالي او سوداګرو ته د زیاتو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

د سبا (پنځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۵
کابل: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۸
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۳
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۷
روزګان: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۱
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۵
ننګرهار: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۲۱
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۹
نوی ډهلی: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۷

❤3

نن پنځنۍ د زمري میاشتي لومړۍ نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۴۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۷۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۵۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۷۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۰ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۷ او په عام بازار کي کیلو په ۷۰ او ۷۱ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۹۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۸ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۳۵ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۸۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۵ کلداري.

د پاکستان له زندانونو څخه څه کم ۱۱۰۰ افغان بندیان ازاد سوي
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د رواني اوونۍ پر مهال د پاکستان له زندانونو څخه ۱۰۹۹ افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سوي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاد افغانان په دا هیواد کي د اوسېدلو د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله نیول سوي وو چي، تر ازادېدلو وروسته د ډیورنډ فرضي کرښي د چمن- سپین بولدک او تورخم له لارو هیواد ته راستانه او خپلو سیمو ته لېږدول سوي دي.
تېره اوونۍ هم د دغه هیواد له زندانونو څخه ۱۴۱۶ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سول.

روانه اوونۍ د ښځو د حقوقو اړوند ۱۱۵ قضیې حل سوي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، روانه اوونۍ ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۱۱۵ قضیو ته رسېدګي کړې ده.
دغه وزارت وایي، په حل سوو قضیو کي د اجباري نکاحګانو او کورنیو تاوتریخوالو مخنیوی، مېرمني د میراث، ولور او له اړوندو نورو حقوقو څخه برخمني کول، د شرعي نکاحګانو زمینه برابرول او د طلاق د قضیو حلول شامل دي.
د سرچینې په وینا، په دې موده کي ئې د هیواد په ګوټ، ګوټ کي ۶۱ لويي او کوچنۍ دښمنۍ په دوستۍ بدلي کړي او د هیواد په یو شمېر سیمو کي ئې د کوډو او جادو کولو په تور اته کسان نیولو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
ایران د نورستان له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړه
په پلازمېنه کابل کي د ایران سفارت وایي، هیواد ئې د نورستان له زلزله ځپلو سره مرسته کړې او سیمي ته ئې لېږلې ده.
دغه سفارت پر خپل ایکس لیکلي، په یاده مرسته کي یو شمېر خوراکي توکي شامل دي چي، پر زیانمنو کورنیو به ووېشل سي.
تر دې مخکي هندوستان هم له یادو سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو او خېمو بشري مرستي وکړې.

د نن ارزښت؛ سید وزیر اند
د ملت ږغ راډیو د نننۍ ارزښت خپروني له پاره مو د خبریالانو له ډلي سید وزیر اند ټاکلی؛ ترڅو په دې یو ساعته خپرونه کي د ده د ژوند او په رسنیز ډګر کي د کار په اړه خبري ورسره وسي.
اند له شېخ زاید پوهنتون څخه د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کي زده کړي کړې او په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کي د رسنیو ډګر ته راغلی، چي په هغو کي ئې له غرغښت راډیو او ټلوېزیون سره د خبریال او ورزشي برخي مسؤل په توګه کار کړی او دا مهال له ژمن او ازمون راډیو او ټلوېزیونونو سره دندي مخ ته وړي.
دا چي نوموړی په دې برخه کي کومي تجربې لري، هغه به په خپرونه کي د ده له خوا درسره شریکي سي.
مه ئې هېروئ؛ نن او سبا غرمه دوې بجې له ملت ږغ راډیو پر ۸۷،۸ ایف ایم څپو او ملت ږغ اپلیکېشن!
کوربه: کمال الدین افغان.
مېلمه: سید وزیر اند.
د پلې سټور لینک:
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
د آپ سټور لینک:
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676