Millat Zagh
1.73K subscribers
7.68K photos
71 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
نورستان کي د سېلابونو له امله د وژل سوو کسانو شمېر ۲۴ ته پورته سو
اسلامي امارت د نورستان په مرکز پارون ښار کي د رامنځ ته سوو سېلابونو او مرګ ژوبلي په اړه خواشیني څرګنده کړې او د دې پېښي ټپیانو ته ئې د بشپړي روغتیا او شهیدانو ته د جنت الفردوس دعاء کړې ده.
د ارګ مرستیال ویاند ویاند حمدالله فطرت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د دغو سېلابونو له امله یاد ولایت د ښاروال او د لومړي کنډک د قومندان په ګډون ۲۴ کسان وژل سوي او ۸۵ تنه نور ژوبل سوي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، اړوندو ارګانونو په سیمه کي د پېښي له قربانیانو سره د مرستو بهیر روان ساتلی او پر شتمنو هیوادوالو ئې ږغ کړی چي د دې پېښي د زیانمنو کسانو لاسنیوی وکړي.
هم مهاله له پېښو سره د مبارزې ادارې چارواکي وايي، ۱۵ کسان لا هم لادرکه دي او په اړه ئې پلټني رواني دي.
اسلامي امارت له ټولو هیوادوالو څخه غوښتني، ترڅو په هغو ځایونو کي د اوسېدولو کورونه او کاروباري ځایونه جوړ نه کړي، کوم چي د سېلابونو له خطر سره مخ وي.
#MillatZagh
👍1😢1
سبا په ۱۷ ولایتونو کي د بارانونو اټکل سوی
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني ریاست سبا (جمعه) په ۱۷ ولایتونو کي د بارانونو وورېدلو او تېزو بادونو اټکل کړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، لوګر، کابل، میدان وردګ، بامیان، پکتیا، خوست، پکتیکا او غزنی هغه ولایتونه یاد کړي چي له ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي متره د باران اټکل په کښي سوی دی.
دغه وزارت په مرکزي، سوېلي، ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کي له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره په ساعت کي د باد د تېزوالي اټکل هم کړی دی.
#MillatZagh
❤5
د شاوخوا ۱،۳ ملیارډ افغانۍ په لګښت ۱۳ پروژې منظور سوي
د رئیس الورزا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱،۳ ملیارډ افغانۍ په لګښت ۱۳ پروژې منظور کړي دي.
اقتصادي معاونیت وایي، د یاد کمېسیون نننۍ غونډي ته د منظورۍ له پاره ۳۴ پروژې وړاندي سوي وې چي، له ډلي ئې ۱۳ منظور، ۱۶ تعدیل، یوه لغوه او څلور د تدارکاتي پروسو او قیمتونو په اړه ټاکلو کمېټو ته سپارل سوي؛ ترڅو په اړه ئې هر اړخیزه څېړنه ترسره او راپور ئې راتلونکي غونډي ته چمتو کړي.
د سرچینې په وینا، په منظور سوو پروژو کي د پکتیا په جاني خېل ولسوالۍ کي د یوه عمومي روغتون جوړول، د هیواد په یو شمېر سیمو کي د مخابراتي خدمتونو فعالول، د برېښنا توزېع او په کابل کي د یو شمېر داخلي سړکونو جوړول شامل دي.
#MillatZagh
❤2👍1
د ۴ سترو اقتصادي پروژو د امنیت د ټینګښت تړونونه لاسلیک سول
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، له کورنیو چارو وزارت سره ئې د څلورو سترو اقتصادي پروژو د امنیت د تأمین تړونونونه لاسلیک کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاد تړونونه د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ د مرستیال عبدالرحمان قانت او د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتني امنیتي تصدۍ د مرستیال مولوي سعیدالله حماس ترمنځ لاسلک سوي دي.
د سرچینې په وینا، د یادو تړونونو له مخي به د عامه تصدۍ امنیتي ساتونکي په لوګر کي د مس عینک، د بدخشان د لاجوردو، د شبرغان- مزار ګازو نل لیکي او د امو دریا نفتي حوزې امنیت ټینګوي؛ ترڅو د یادو پروژو کارونه په "خوندي" ډول او "مناسبت" وخت کي پر مخ ولاړ سي.
#MillatZagh
❤2👍1
کرکټ بورډ د سمیع مهمند له کورنۍ سره ۴۵۲ زره افغانۍ مرسته وکړه
یوې سرچینې ملت ږغ راډیو ته ویلي چي، د افغانستان کرکټ بورډ د لوبڅار سمیع الله مهمند، چي د روان کال په اپرېل میاشت کي ئې په کندهار کي په یوه طبیعي پېښه کي ژوند له لاسه ورکړ، له کورنۍ سره نژدې ۴۵۲ زره افغانۍ نقدي مرسته کړې ده.
زموږ یاده سرچینه وایي، دا مرسته نن (پنج شنبه) د هغه کورنۍ ته وسپارل سوه.
#MillatZagh
❤4
د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۵
کابل: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۸
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۴
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۶
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۱
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۵
ننګرهار: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۲۳
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۹
نوی ډهلی: باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۸
#MillatZagh
❤4
د "غورچاڼ" خپروني ننني مطلبونه:
۱ـ د روباټ په واسطه په انسانانو باندي د کالو اغوستل.
۲ـ د اروپا یو کوچنی؛ خو د نړۍ تر ټولو شتمن هیواد لوګزامبورګ.
۳ـ هند کي د نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندي د مبارزې له پاره له مصنوعي ځیرکتیا څخه کار اخستل.
۴ـ له قزاقستان څخه فضا ته د دوو روسي ستورمزلو سفر.
۵ـ د سهار د ناشتې ګټي.
۶ـ په پنکه باندي د کور یا یوې خوني یخولو اسانه طریقه.
۷- د نړۍ لومړنی د غوښو صادروونکی هیواد پاکستان.
۸ـ د مصنوعي ځیرکتیا نړیوال سازمان رامنځ ته کېدل.
۹ـ د ۲۰۲۶م فوټبال نړیوال جام په اړه بشپړ معلومات؛ دا لیګ د فلسطین د ملاتړ کوونکي هیواد هسپانیې په ګټه پای ته ورسېد.
۱۰ـ انګلستان کي تر ۱۶ کلونو پر کم عمره کسانو د مشروباتو بندیز او د هغه لاملونه.
۱۱ـ له غوماشو څخه د نه کرکي په اړه یو حیرانوونکی مطلب.
۱۲ـ د هندۍ سېنما د مشهورو اداکارانو؛ شیریاش تلپړي او کاجل اګروال د نوي فلم په اړه بشپړ معلومات.
دا او ورته نور په زړه پوري مطلبونه نن او سبا شپه نهه بجې له ملت ږغ راډیو ۸۷،۸ ایف ایم څپو او ملت ږغ اپلیکېشن له لاري اورېدلای سی.
#MillatZagh
❤3
انډيا زمبابوې ته ماته ورکړه
د هندوستان او زمبابوې ترمنځ د درو ۲۰ اوریزو لوبو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کي زمبابوې سيالي لوبډلي ته ۱۲۶ منډي هدف ورکړ، چي انډيا د سوریا وانشي ۵۰ منډو په مټ په ۱۴م اور کي پوره کړ او لوبه ئې د اوو ویکټو په توپیر ځني وګټل.
د دواړو هیوادونو ترمنځ د لوبلړۍ دوهمه لوبه راتلونکې شنبه ترسره کېږي.
#MillatZagh
👍2
ایران ۳ افغانان په لاریونونو کي د ګډون په تور په دار وځړول
د ایران د بشري حقونو د څار سازمان “هه نګاو” وايي، د ایران حکومت هغه درې افغانان په دار ځړولي چي، د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال د جنورۍ په پیل کي ئې د دغه هیواد د لاریونونو پر مهال نیولي وو.
دغه سازمان په یوه تازه راپور کي ویلي چي، افشار شاه احمدي، ایمان شفاعي او صدر الدین احمدزاده د جنورۍ پر ۱۰مه په اصفهان کي په لاریونونو کي د اور اچولو په تور ونیول سول او ۴۰ ورځي په یوه پټه توقیف خونه کي تر ساتلو وروسته په پټه په دار ځړول سوي دي.
د دغه راپور پر اساس، ایمان شفاعي په دې موده کي له تنفسي ناروغۍ سره مخ و؛ خو له درملني څخه بې برخي و.
د سرچینې په وینا، ایمان شفاعي او افشار شاه احمدي په یاد هیواد کي له خپلو کورنیو سره یوځای اوسېدل؛ خو صدر الدین احمدزاده د کار په خاطر ایران ته تللی و.
د رواني جولای میاشتي پر ۱۹مه هم یاد هیواد د ګل محمد محمدي په نوم یو افغان د ایران په لاریونونو کي د همکارۍ په تور دار وځړاوه.
#MillatZagh
❤2👎1
د پټې خزانې د لیکوال محمد هوتک د مقبرې د بیارغولو کارونه پیل سول
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د زابل ولایت د سوري ولسوالي په ممو کلي ئې د پټي خزانې د لیکوال، شاعر او تاریخ لیکونکي محمد هوتک د مقبرې د بیارغولو لومړني کارونه پیل کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د هغه د مقبرې د بیارغولو کارونه وړمه ورځ (پنج شنبه) پیل سول او په یوه میاشت کي به بشپړ سي چي د پښتو ژبي د اوسني شاعر، لیکوال او څېړونکي استاد محمد معصوم هوتک له خوا ۲۰۰ زره افغانۍ ځانګړي سوي دي.
#MillatZagh
❤2👍1
بادغیس او بدخشان کي ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د بادغیس او بدخشان امنیې قومندانۍ خبر ورکوي چي په یادو ولایتونو کي د دوو ترافیکي پېښو له امله درې کسان وژل سوي او ۱۶ تنه نور ژوبل سوي دي.
یادو قومندانیو په جلا، جلا خبرپاڼو کي ویلي، دغه ترافیکي پېښي یوه د بادغیس د مرکز قلعه نو ښار په سبزک بند سیمه کي د هرات- بادغیس پر لویه لاره د یوه لنډکروزر موټر چپه کېدلو او بله د بدخشان په کوف آب ولسوالۍ کي هم د یوه لنډکروزر موټر چپه کېدلو پر مهال رامنځ ته سوې ده.
سرچینو د یادو پېښو لاملونه بې احتیاطي او د لارو خرابوالی یاد کړی دی.
#MillatZagh
👎1😢1
نن پیلنۍ د زمري میاشتي ۳مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۴۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۷۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۵۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۷۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۰ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۰ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۷ او په عام بازار کي کیلو په ۷۰ او ۷۱ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۶،۰۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۹۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۳۵ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۸۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۵۹ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤1👍1
غزني کي په ۲۶ میلیونه افغانۍ د یوې پروژې کارونه پیل سول
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په شېراباد سیمه کي ئې په ۲۶ میلیونه افغانۍ د اوبو د یوه کانال او یوه کوچني بند د جوړولو کارونه پیل کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د کانال شپږ زره او ۱۴۷ متره په اوږدوالي او کوچنی بند د اته متره لوړوالي او ۵۸ متره په اوږدوالي سره جوړوي چي، کارونه ئې پرون (جمعه) پیل سول او په ۱۵ میاشتو کي به بشپړ سي.
د سرچینې په وینا، په دې پروژه کي سلګونو کسانو ته کاري زمینه هم برابره سوې او په بشپړېدلو سره به ئې شاوخوا پنځه زره جریبه مځکه خړوبه سي.
#MillatZagh
❤1👍1
اسلامي امارت په افغانستان کي د نامعلومه ډلو د فعالیت ادعا رد کړه
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هغه څرګندوني رد کړي چي، ویلي ئې دي، په افغانستان کي وسله والي ډلي فعالیت کوي او یادي ډلي پاکستان ته ګواښ پېښوي.
مجاهد د ډار په غبرګون کي ویلي، په افغانستان کي هیڅ وسله والي ډلي فعالیت نه کوي او نه هم اجازه نه ورکوي؛ ترڅو د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر وړاندي وکاروي.
د هغه په وینا، که یو څوک په دې اړه اندېښنې لري، له اسلامي امارت سره دي ئې په رسمي ډول شریکي کړي.
تر دې مخکي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کي ادعا کړې وه چي په افغانستان کي وسله والي ډلي فعالیت کوي او له افغانستان څخه پاکستان ته امنیتي ګواښونه جوړوي.
#MillatZagh
❤1👍1
په تېرو دوو ورځو کي د سېلابونو له امله ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
له پېښو سره د مبارزې او امادګۍ اداره وايي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کي د سېلابونو او غره ښویېدلو له امله ۱۰ کسان وژل سوي او شپږ تنه نور ژوبل سوي دي.
یادي ادارې په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د دغو پېښو له امله شاوخوا ۶۵۰ کورونه، ۲۷ پلونه او څلور زره ۳۷۳ جریبه کرهڼیزي مځکي او د هغو حاصلات او په ټوله ییز ډول دوه زره ۷۲۸ کورنۍ زیانمني سوي دي.
د دې خبرپاڼي پر اساس، دا ځاني او مالي زیانونه په زابل، غزني، خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر، میدان وردګ، کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر، لغمان، ننګرهار، کونړ او بدخشان ولایتونو کي رامنځ ته سوي دي.
#MillatZagh
😢3❤1👍1
د سبا (یونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۰، کښته ۲۶
کابل: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۰
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۶
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۶
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۰، کښته ۲۶
ننګرهار: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۲۴
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۰
نوی ډهلی: باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۹
#MillatZagh
❤1
د ازبکستان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی
د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چي، د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجه یوف په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاد پلاوی نن (شنبه) کابل ته راغلی چي، د یاد هیواد د خصوصي سکټور غړي هم په کښي شامل دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، یاد پلاوی به د اسلامي امارت له چارواکو سره د دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګریزه اړیکو د پراختیا په اړه خبري وکړي.
#MillatZagh
👍2
انډيا زمبابوې ته دوهمه پرله پسې ماته ورکړه
د انډيا او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د‌ درو ۲۰ اوريزه‌ لوبو د لوبلړۍ په دوهمه لوبه کي هند په ۹۰ منډو توپير زمبابوې ته ماته ورکړه او دا ئې پرله پسې دوهمه بریا سوه.
په ياده لوبه کي انډيا د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو او د ايشن کېشن ۸۱ زياتو منډو په مټ سيالي لوبډلي ته ۲۲۰ منډي هدف ورکړ چي سیاله لوبډله ئې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو په ترلاسه کولو کي پاته راغله.
د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه هم هند ګټلې او وروستۍ به ئې سبا (یک شنبه) ترسره سي.
#MillatZagh
ملګرو ملتونو د ایران له خوا د افغانانو پر اعدامولو خواشیني څرګنده کړې
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچاډ بېنیټ د ایران له خوا د افغانانو د اعدامونو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.
ریچاډ پر خپل ایکس په یوه بیان کي لیکلي، "افغانان په دغه هیواد کي یو له تر ټولو زیانمنو ډلو څخه دي چي ډېری وختونه هلته په پټه ژوند کوي او دا چي، ایران هغوی په اعدام محکوموي، د خواشینۍ وړ ده."
دا غبرګون داسي مهال ښودل سوی چي، ایران تېره جمعه د دغه هیواد په لاریونونو کي نیول سوي درې افغانان په دار وځړول چي یو ئې ناروغ هم و او په دې سره د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیل راهیسي د ایران له خوا په دار د ځړول سوو افغانانو شمېر شاوخوا ۱۶ تنو ته ورسېد.
#MillatZagh
👍1
خوست کي په ۲۱ میلیونه افغانۍ د یوه سړک جوړولو کارونه پیل سول
د خوست ښاروالي وايي، په دغه ولایت کي ئې په ۲۱ میلیونه افغانۍ د مردیخېلو سړک د جوړولو کارونه پیل کړي دي.
د یادي ښاروالۍ مسؤلینو پرون (شنبه) په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي ویلي، دغه سړک د ۱،۷ کیلومتره په اوږدوالي جوړوي چي، د سړک په دواړو خواوو کي د ۳،۴ کیلومتره په اوږدوالي د چریو او درو پلچکونو جوړول هم په کښي شامل دي.
د یاد ولایت د ښاروال عبدالرشید عمري په وینا، په روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال کي ئې په دغه ولایت کي د سړکونو جوړولو یو شمېر نوري پروژې هم په پلان کي نیولي چي په راتلونکي کي به ئې کارونه پیل سي.
تېره ورځ د لوګر په مرکز پل علم ښار کي هم په ۳۰ میلیونه افغانۍ د یوه سړک جوړولو کارونه پیل سول.
#MillatZagh
❤1👍1