Millat Zagh
1.73K subscribers
7.68K photos
71 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
زابل کي ترافیکي پېښي ۲ کسان وژلي
د زابل امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کي د یوې ترافیکي پېښي له امله دوه کسان وژل سوي، چي د هلمند ولایت اوسېدونکي وو.
یادي قومندانۍ ویلي، دغه ترافیکي پېښه تېره شپه د کابل- کندهار پر لویه لاره د یوه ټېلر او پرېمو موټر ترمنځ د ټکر پر مهال رامنځ ته سوې ده.
تېره ورځ په فراه ولایت کي هم د یوې ترافیکي پېښي له امله یو کس ووژل سو او دوه تنه نور ژوبل سول.
#MillatZagh
👎1😢1
د ریاست الوزرا دفتر د ازبکستان پلاوي ته هرکلی وکړ
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د رئیس الوزرا د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع نن (یک شنبه) سهار وختي د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجه یوف په مشرۍ راغلي پلاوي ته هرکلی ویلی دی.
د فطرت په وینا، دغه پلاوی به د رئیس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، د کانونو او پټرولیم له وزیر ملا هدایت الله بدري، د کرهڼي له وزیر مولوي عطاءالله عمري او د ټولګټو چارو له وزیر ملا محمد عیسی ثاني سره د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزه، پانګوني او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه لیدني او خبري ولري.
دغه پلاوي تېره ورځ کابل ته راغلی چي، د یاد هیواد د خصوصي سکټور غړي هم ورسره دي او ټاکل سوې دواړه لوري افغان- ازبک سوداګریز کنفرانس هم ترسره کړي.
#MillatZagh
❤1👍1
کندهار کي ۶۸ کارټنه پاکستاني ام او کرهڼیز درمل نیول سوي
د کندهار د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، له پاکستان څخه راقاچاق سوي ۶۸ کارټنه ام او کرهڼیز درمل ئې نیولي دي.
دغه ریاست وايي، په نیول سوو توکو کي ۶۰ کارټنه ام او اته کارټنه کرهڼیز درمل شامل دي چي، له پاکستان څخه د هلمند د بهرامچې له لاري راقاچاق او د کندهار ښار په اوومه ناحیه کي له باغ پل سره په یوه موټر کي نیول سوي دي.
د سرچینې په وینا، یاد توکي د نورو اجراآتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته سپارل سوي دي.
#MillatZagh
❤1👍1
نن یونۍ د زمري میاشتي ۴مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۴۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۷۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۵۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۷۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۰ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۰ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۷ او په عام بازار کي کیلو په ۷۰ او ۷۱ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۶،۰۸ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۷۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۳۵ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۸۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۵۶ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹،۵۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤1👍1
پنجشېر ته په درو میاشتو کي ۲۵ زره ګرځندویان ورغلي
د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون وايي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په لومړیو درو میاشتو کي دغه ولایت ته د ۱۲۰ بهرنیو ګرځندویانو سره، سره ۲۵ زره کورني ګرځندویان ورغلي دي.
لټون ملت ږغ راډیو ته ویلي، طبیعي ښکلاوي او د دوبي په موسم کي د یاد ولایت مناسبه هوا د دې سبب سوي، ترڅو پنجشېر ته زیات ګرځندویان په سیاحت ورسي.
#MillatZagh
❤1👍1
د ازبکستان یو بل پلاوی هم کابل ته را ورسېد
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني ویلي چي، د ازبکستان د فرغانې ولایت د والي په مشرۍ یو بل پلاوی هم نن (یک شنبه) کابل ته را ورسېد.
په دې سره د دغه هیواد د دوو پلاوو، چي یو ئې تېره ورځ کابل ته راغلی، د لوړپوړو چارواکو او سوداګرو شمېر شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته ورسېد.
د یادي خوني د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمر احسان الله احسان ملت ږغ راډیو ته ویلي، دغه پلاوي او افغانستان به نن په کابل کي افغان- ازبک سوداګریز کنفرانس (B2B) ترسره کړي.
#MillatZagh
👍1
کابل کي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون پرانستل سو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له خوا نن (یک شنبه) په کابل کي د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز په کوربتوب د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پنځه ورځنی نندارتون پرانستل سو.
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند او اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په دې مراسمو کي یاد نندارتون د افغانستان د ټکنالوژيکي او مخابراتي سکټور له پاره مهم یاد کړی او ویلي ئې دي چي، غواړي افغانستان په تدریجي ډول سره د ټکنالوژۍ په برخه کي له نړۍ سره سیال کړي.
د ملا برادر په وینا، "افغانستان کولای سي سوېلي اسیا له منځنۍ اسیا سره د ډاتا د ټرانزیټ په برخه کي وصل کړي."
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالاحد فضلي دې نندارتون ته وویل، هڅه کوي، چي د هیواد لېري او له مخابراتي خدمتونو بې برخي سیمي له مخابراتي خدمتونو څخه برخمني کړي او زیاته ئې کړه چي، یوازي له ۲۰۲۱ زېږدیز کال راهیسي د هیواد په ګوټ، ګوټ کي ۴۰۰ مخابراتي سایټونه فعال سوي او د سلګونو نورو د فعالولو چاري اوس هم رواني دي.
د یاد وزارت په وینا، دغه نندارتون په افغانستان کي د ټکنالوژۍ او مخابراتي سکټور د ملاتړ او د لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو شریکولو په موخه جوړ سوی چي، د ټکنالوژۍ په برخه کي یو شمېر سیالۍ هم په پام کي په کښي نیول سوي دي.
#MillatZagh
❤1👍1
ملا برادر اخند د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبري کړي
د رئیس الورزا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن (یک شنبه) د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کي د یوې لیدني پر مهال د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه یوف او مل پلاوي سره د افغانستان او ازبکستان د دوه اړخیزه سیاسي، اقتصادي، سوداګریزه، پانګوني او ټرانزیټي همکاریو په اړه خبري کړي دي.
ملا برادر اخند د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو پراختیا د دواړو هیواونو د اقتصادي ګټو او سیمه ییز ثبات له پاره مهمه بللې او ویلي ئې دي اسلامي امارت چمتو دی؛ ترڅو له ټولو سته ظرفیتونو څخه په ښه استفاده یادي اړیکي نوري هم پراخي کړي.
ملا برادر د دې ناستي پر مهال له جمشید څخه غوښتي چي، هیواد ئې باید د افغانستان د صادراتي لېږدوونکو وسایطو پر وړاندي د سوداګریزو خنډونو په له منځه وړلو، له چین، منځنۍ اسیا او روسیې څخه راتلونکو افغان ټرانزیټي مالونو ته د معافیت ورکولو، د منځنۍ اسیا، روسیې او چین بازارونو ته د افغان کرهڼیزو محصولاتو، وچو او تازه مېوو، خوراکي توکو او قیمتي ډبرو د صادراتو د اسانتیاوو برابرولو، ټرانزیټي ظرفیتونو لوړولو، ګمرکي پراختیا او افغانانو ته د وېزو ورکولو په برخه کي اسانتیاوي راولي؛ ترڅو د کابل او تاشکند د دوه اړخیزه اړیکو فضا نوره هم پیاوړې سي.
د سرچینې په وینا، جمشید هم په یادو برخو کي تر ډاډ ورکولو وروسته ویلي چي، ازبکي پانګوال غواړي په حیرتان کي د زینک ډبرو د پروسس پر کارخانه ۵۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي او زیاته ئې کړه چي، د افغانستان او ازبکستان سوداګري تر تېر کال د پام وړ زیاته سوې چي، تر دا مهاله ۱،۶ ملیارډ امریکايي ډالرو ته رسېدلې او تمه ده نوره هم زیاته سي.
#MillatZagh
👍1
نورستان کي د وروستیو سېلابونو له امله ۱۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د نورستان ولایت ویاند فریدون صمیم وايي، د دغه ولایت په مرکز پارون ښار کي د وروستیو سېلابونو له امله ۲۵ کسان وژل سوي چي، له ډلي ئې د ۲۳ کسانو جسدونه موندل سوي او د پاته نورو د موندلو هڅي اوس هم رواني دي.
صمیم نن (یک شنبه) په یوه وېډیو کي ویلي، د یادو کسانو سره، سره ۱۲۵ تنه ژوبل سوي هم دي چي، له ډلي ئې ۳۶ کسان سخت ژوبل او پاته نور سطحي ژوبل دي او زیاتوي چي، په دې پېښه کي یو شمېر کورونه، هوټلونه، د پارون د برېښنا شبکه، د ښاروالۍ ودانۍ او کرهڼیزي مځکي هم زیانمني سوي دي.
فریدون صمیم وايي، د مرستندویه ادارو او شتمنو هیوادوالو په ملاتړ ئې پر زیانمنو کورنیو ۵،۵ میلیونه نقدي افغانۍ او ۵۰۰ نورو کورنیو ته ئې خوراکي او غیر خوراکي توکي هم وېشلي دي.
یاد ویاند پر نړیوالو بنسټونو ږغ کړی چي، د دغه ولایت د اوسېدونکو لاسنیوی وکړي او د زیانمنو سوو عامه تأسیساتو په بیارغولو کي مرسته ورسره وکړي.
#MillatZagh
👍1
د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۶۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
له پېښو سره د مبارزې او امادګۍ ملي اداره وايي، د تېري چنګاښ میاشتي له ۲۹مي راهیسي د هیواد په ګوټ، ګوټ کي د بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو له امله ۳۴ کسان وژل سوي او ۲۹ نور ژوبل سوي دي.
د دې ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت نن (یک شنبه) په یوه وېډیو کي ویلي، د یادو پېښو له امله څه کم ۱۱۰۰ کورونه، شاوخوا ۱۵۰ دوکانونه، شاوخوا اته زره جریبه کرهڼیزي مځکي او د هغو حاصلات او په ټوله ییز ډول څلور زره او ۴۶۲ کورنۍ زیانمني سوي دي.
د همت په وینا، یاد مالي او ځاني زیانونه په زابل، غزني، خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر، میدان وردګ، کابل، پروان، پنجشېر، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، نورستان او بدخشان ولایتونو کي رامنځ ته سوي دي.
یادي ادارې له ټولو هیوادوالو څخه غوښتي چي، د بارانونو اټکلونو او احتیاطي تدابیرو ته پام وکړي.
#MillatZagh
👍1
هلمند کي په ۹۱ میلیونه افغانۍ د یوه پل او سړک جوړولو کارونه پیل سول
د هلمند ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، د دغه ولایت د موسی کلا ولسوالۍ په مرکز کي په ۹۱ میلیونه، ۲۴۲ زره او ۵۶۸ افغانۍ د یوه پل او یوه سړک د جوړولو کارونه پیل سول.
یاد دفتر وايي، دا پروژه د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت له خوا نن (یک شنبه) پیل سوه چي د ۲۶۰ متره اوږدوالي او نهه متره په پراخوالي د یوه اوسپنیز او کانګرېټي پل او له بازار سره د نښلوونکي ۱۲۰ متره سړک جوړول په کښي شامل دي.
د سرچینې په وینا، یاده پروژه به په دوو کلونو کي بشپړه سي.
تېره اوونۍ هم د هلمند د کجکي ولسوالۍ په اذان ناوې سیمه کي په شاوخوا ۱۸۰ میلیونه پر هلمند سیند د یوه پل جوړولو کارونه پیل سول چي په دوو کلونو کي به هغه هم بشپړ سي.
#MillatZagh
👍1
د سبا (دونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۷
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۹
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۶
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۳، کښته ۲۹
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۲
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۷
ننګرهار: ځینو سیمو کي د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۵
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱
نوی ډهلی: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۹
#MillatZagh
❤1
پنجشېر کي ۴۲ نوي کانونه تثبیت سوي
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رئیس محمد قاسم امیري وايي، په دغه ولایت کي د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو ۴۲ نوي کانونه تثبیت سوي دي.
امیري ویلي، دغه سیمي د یاد ولایت په عنابه، حصه اول او پریان ولسوالیو کي د کانونو وزارت د انجینرۍ ټیمونو له خوا تثبیت سوي چي، زمرد، تورمالین او شنه ګارنیټ په کښي شامل دي.
د هغه په وینا، د تثبیت سوو کانونو له ډلي د زمردو ۲۸ کانونه په حصه اول او پریان ولسوالیو، د شنو ګارنیټو ۱۲ کانونه په عنابه ولسوالۍ او د تورمالینو دوه کانونه په عنابه او حصه اول ولسوالیو دي.
محمد قاسم امیري زیاتوي چي، اوس د یادو کانونو د وېش د جوازونو په اړه خبري رواني دي او په راتلونکي کي به ئې د استخراج کارونه هم پیل سي.
#MillatZagh
👍1
مشرتابه:‎ امر بالمعروف او نهي عن المنکر د اسلامي امارت یوه ځانګړې موخه ده
د اسلامي امارت مشرتابه د کندهار په کوربتوب د سوېلي زون ولایتونو له مسؤلینو، عالمانو او قومي مشرانو سره د امر بالمعروف وزارت د قانون د تطبیق په اړه د همږغۍ په غونډه کي ویلي چي، د اسلامي امارت د "جهاد" یوه "ځانګړې موخه" د "امر بالمعروف او نهي عن المنکر" تطبیق کول دي.
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، مشرتابه په دې غونډه کي پر ټولو مسؤلینو، دیني عالمانو او ګډونوالو باندي ټینګار کړی چي، باید د دې موخي په ترلاسه کولو کي پوره، پوره هڅي وکړي او خپل ورسپارل سوی مسؤلیت ادا کړي.
د سرچینې په وینا، دې غونډي ته د امر بالمعروف وزیر شېخ خالد حنفي هم ویلي چي، د مسؤلینو سره، سره عالمان او قومي مشران دي هم د دغه قانون په تطبیق کي همکاري وکړي.
حنفي همدارنګه ژمنه کړې چي، د "اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا، د ټولني اصلاح او د دغه قانون د عملي کېدلو په برخه کي به خپلو هڅو ته دوام ورکړي."
#MillatZagh
❤2
ازبکستان له افغانستان څخه د ۱۰۰ زره ټنه پنبې صادرولو ته چمتووالی ښودلی
د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه یوف ویلي، هیواد ئې چمتو دی؛ ترڅو له افغانستان څخه ۱۰۰ زره مټریک ټنه پنبه صادر کړي.
د امارتي شرکتونو لوی ریاست وايي، جمشید پرون (دوشنبه) د یاد ریاست له عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال سره په لیدنه کي یادي څرګندوني کړي او زیاته کړې ئې ده چي، له دې سره، سره له افغانستان سره د کرهڼیزو اصلاح سوو تخمونو او کېمیاوي سرو په برخه کي همکاري هم کوي.
د خواجه یوف په وینا، له راغلو پلاوو څخه ئې یو ټیم په کابل کي پاته کېږي؛ ترڅو له افغانستان څخه د تازه مېوو د صادراتو په اړه له افغان چارواکو او سوداګرو سره خبري وکړي.
هم مهاله یاد ازبکي چارواکي د کرهڼي له وزیر مولوي عطاءالله عمري سره هم په لیدنه کي د افغانستان او ازبکستان د دوه اړخیزه اړیکو د خبرو ترڅنګ ویلي چي، هیواد ئې د افغانستان کرهڼیزو محصولاتو؛ په ځانګړي ډول پنبې، پټاټو او نورو توکو ته اړتیا لري، غواړي د هغوی په تولید او پروسس کي له افغانستان سره ګډه همکاري وکړي او د دغه کار له پاره ئې د ګډو کمېټو پر جوړولو هوکړه کړې ده.
#MillatZagh
❤1👍1
افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي همکاریو د پراختیا او افغان- ټرانس د پیل په اړه خبري کړي
د ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه یوف سره د افغانستان او ازبکستان د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا او افغان- ټرانس اوسپني پټلۍ پروژې د امکان سنجۍ د چارو د پیل په اړه خبري کړي دي.
دغه وزارت وایي، دواړو لورو د دې ناستي پر مهال په افغانستان کي د یادي پروژې د مطالعاتو د پیل، د ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو د پراختیا او د حیرتان له لاري د انتقالاتو پر زیاتوالي خبري کړي او د دواړو لورو ترمنځ د انتقالاتو پر زیاتوالي، د ټرانزیټي همکاریو د پراختیا او سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرولو ئې ټینګار کړی؛ ترڅو د سوداګرۍ بهیر نور هم چټک سي.
د سرچینې په وینا، د دې لیدني پر مهال خواجه یوف ویلي، هیواد ئې چمتو دی؛ ترڅو د تورغونډۍ بندر پر پراختیا او د هرات- مزارشریف اوسپني پټلۍ پر جوړولو پانګونه وکړي چي، ملا محمد عیسی ثاني ئې د هرکلي ترڅنګ د افغانستان د قوانینو په چوکاټ کي د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
#MillatZagh
❤1👍1
نن دونۍ د زمري میاشتي ۵مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۴۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۷۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۵۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۷۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۰ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۰ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۷ او په عام بازار کي کیلو په ۷۰ او ۷۱ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۶،۱۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۶۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۳۵ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۸۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۵۴ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤1👍1
سویس کي د افغانستان شتمنۍ ۷۰۰ میلیونه ډالره ګټه کړې
په سویس کي د افغانستان د امانتي صندوق څارونکی غړی انور الحق احدي وايي، په دغه هیواد کي د افغانستان ۳،۵ ملیارډ ډالره شتمنۍ شاوخوا ۷۰۰ میلیونه امریکايي ډالره ګټه کړې ده.
احدي د افغانستان د پوهانو او متخصصانو ټولني په ۷۷م انلاین کنفرانس کي، چي د "افغانستان سیاسي وضعیت؛ واقعیتونه او راتلونکي لید" په نوم جوړ سوی و، ویلي، په دې سره د افغانستان د دې ملۍ شتمنۍ کچه ۴،۲ ملیارډ امریکايي ډالرو ته رسېدلې ده.
د هغه په وینا، د امریکا متحده ایالتونو په دوو محکمو کي د افغانستان د دې شتمنیو په ګټه پرېکړي سوې، تمه ده وروستۍ محکمه هم د افغانستان په ګټه تمامه سي او د وضعیت په عادي کېدلو سره به یادي پیسې د افغانستان بانک ته وسپارل سي.
پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدلو سره هم مهاله په امریکا متحده ایالتونو کي د افغانستان شاوخوا نهه ملیارډ امریکايي ډالره شتمنۍ کنګل سوې چي، نژدې اووه ملیارډ ډالره ئې اوس هم د امریکا متحده ایالتونو په بانکونو کي کنګل دي او ۳،۵ ملیارډ ډالره ئې له کنګل څخه تر ازادېدلو وروسته د سویس بانکونو ته ولېږدول سوې.
#MillatZagh
❤1👍1