Millat Zagh
1.73K subscribers
7.68K photos
71 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
افغانستان او ازبکستان د ۲۰۰ میلیونه ډالرو ۲۲ تړونونه لاسلیک کړل
د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چي، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۲۲ سوداګریز تړونونه لاسلیک سوي دي.
یاد وزارت وايي، دا تړونونه تېره شپه د کابل په کوربتوب د افغان- ازبک سوداګریز فورم پر مهال د کابل او تاشکند د خصوصي سکټورونو ترمنځ لاسلیک سوي، چي د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي، افغان چارواکو، د دغه هیواد د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه یوف او د دواړو لورو د خصوصي سکټورونو غړو ګډون په کښي کړی وو.
په دغه فورم کي د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي ویلي، یاد هیواد ته په ازمایښتي ډول ۱۰ زره متریک ټنه پنبه صادره سوې او اوس یاد هیواد غواړي ۱۰۰ زره ټنه نوره پنبه هم صادره کړې او په وینا ئې، تمه ده سږ کال د افغانستان او ازبکستان سوداګري پنځه ملیارډ امریکايي ډالرو ته ورسېږي.
د عزیزي په وینا، "دغه هدف به هغه وخت ترلاسه سي چي موږ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا له پاره په ګډه کار وکړو."
د یاد هیواد د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه یوف هم ویلي، هیواد ئې له افغانستان سره د دوه اړخیزه اړیکو پراختیا ته ژمن دی او افغانستان ډېر فرصتونه لري چي، کولای سي د کابل او تاشکند د د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا کي مهم رول ولوبوي.
#MillatZagh
❤1👍1
❤1
روزګان کي په ۳۸۰ زره ډالره یو روغتیايي مرکز ګټي اخستني ته وسپارل سو
د عامي روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي روزګان ته د سفر پر مهال د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ ښار په فیروشه سیمه کي یو روغتیایي مرکز ګټي اخستني ته سپارلی دی.
نور جلال جلالي د دغه مرکز په پرانستغونډه کي ویلي، یاد روغتیايي مرکز په ۳۸۰ زره امریکایي ډالره د ملګرو ملتونو د کډوالو لويي کمېشنرۍ (U.N.C.H.R) په مالي ملاتړ جوړ سوی چي، د دې سیمي اوسېدونکو ته به اړین او روغتیايي خدمات وړاندي کوي.
هم مهاله دغه وزارت وايي، له یوې مؤسسې سره ئې په درې میلیونه، ۱۰۲ زره او ۸۸۷ امریکايي ډالره په کندهار، هلمند، نیمروز او روزګان ولایتونو کي ۳۷۲ زره او ۹۹۹ کسانو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندي کولو تړون هم لاسلیک کړی چي، ۶۲۶ روغتیايي کسانو ته به کاري زمینه هم په کښي برابره سي.
#MillatZagh
❤1👍1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د هلمند په رېګونو کي له مرګ سره مخ ۳ افغانان وژغورل سول
د ۲۱۵ قول اردو مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی چي، د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کي ئې هغه درې کسان ژغورلي چي، د یادي سیمي په رېګونو کي ورک او له مرګ سره مخ وو.
د سرچینې په وینا، د هغوی روغتیايي حالت اوس مهال د ډاډ وړ دی.
تر دې مخکي هم ۱۹ تنه افغانان چي، غوښتل ئې د کار په موخه ایران ته په قاچاقي ډول ولاړ سي، د نیمروز په مارګو (مرګ) دښت کي د تندي او ګرمۍ له امله مړه سول چي، له ډلي ئې د پنځو کسانو جسدونه پیدا او د پاته نورو په اړه پلټنو کومه نتیجه نه ده ورکړې.
#MillatZagh
❤3👍1
پر هلمند سیند په ۲۷۰ میلیونه افغانۍ د یوه بل پل جوړولو کارونه پیل سول
د هلمند ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کي پر هلمند سیند د یوه بل پل جوړولو کارونه پیل سوي دي.
یاد دفتر وایي، د دغه پل د جوړولو کارونه نن (دوشنبه) د ټولګټو چارو وزارت له خوا پیل سول او په دوو نیمو کلونو کي به بشپړ سي.
د سرچینې په وینا، یاد پل به ۳۳۷ متره اوږدوالی او ۱۲ متره پراخوالی ولري چي، په ګرشک کي د اوسني پل ترڅنګ جوړېږي.
#MillatZagh
❤1👍1
په ملګرو ملتونو کي د افغانستانی پخوانی دایمي استازی "روان فرهادي" مړ سو
په ملګرو ملتونو کي د افغانستان د پخواني دایمي استازي او لیکوال "عبدالغفور روان فرهادي" کورنۍ تائید کړې چي، روان فرهادي د پرون (یک شنبې) په ماښام د ۹۶ کلونو په عمر مړ سوی دی.
د هغه د کورنۍ غړي، چي د امریکا متحده ایالتونو په سنفرانسیسکو ایالت کي اوسېږي، وايي، نوموړی د زیات عمر له امله مړ سوی دی.
د هغه له مړیني سره هم مهاله پخواني ولسمشر حامد کرزي د نوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د هغه کورنۍ ئې ته د صبر جمیل او مرحوم ته د جنت الفردوس دعا کړې ده.
عبدالغفور روان فرهاي د ۱۳۰۸ لېږدیز لمریز کال د وږي میاشتي پر لومړۍ نېټه په کابل کي زېږېدلی و چي، زده کړي ئې په کابل او پاریس کي د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو په برخه کي ترسره کړي وې او له ۱۹۹۳- ۲۰۰۶ زېږدیز کلونو پوري په ملګرو ملتونو د افغانستان د دایمي استازي دنده ئې ترسره کړه.
#MillatZagh
❤1👍1
سږ کال یتمیانو، کونډو او معلولینو ته ۶،۹ ملیارده افغانۍ ورکړل سوي
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، دوې میاشتي مخکي ئې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د روان ۱۴۰۵ مالي کال د نقدي مساعدتونو د ورکولو لړۍ پیل کړې چي، تر دا مهاله ئې شپږ ملیارده او ۹۰۰ میلیونه افغانۍ یادو کسانو ته ورکړي دي.
د دغه وزارت ویاند فیصل خاموش وایي، دا پیسې ئې په مرکز او ولایتونو کي شاوخوا ۵۰۰ زره یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د شپږو میاشتو د میاشتني مساعدتونو په ډول ورکړي دي.
د خاموش په وینا، د سږ کال له پاره یادي لړۍ ته ۱۱ ملیارډ افغانۍ بودجه ځانګړې سوې او زیاتوي چي، دغه بهیر اوس هم دوام لري.
#MillatZagh
❤2
د سبا (منځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۶    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۹
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۶         
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۴، کښته ۲۸      
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۰       
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۰، کښته ۲۶ 
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۶    
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۱     
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۷
#MillatZagh
❤2
نیمروز کي نامعلومه وسله والو ۴ کسان ویشتلي
د نیمروز امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د مرکز زرنج ښار د شصت سړک په سیمه کي نامعلومه وسله والو کسانو څلور کسان ویشتلي چي، د قومي مشر عبدالخالق نورزي او د هغه د وراره په ګډون دوه ئې وژل سوي او دوه نور ژوبل سوي دي.
د سرچینې په وینا، دا پېښه نن (دوشنبه) رامنځ ته سوې او د لامل او انګېزې په اړه ئې څېړني رواني دي.
#MillatZagh
😢2👎1
نامعلومه وسله والو د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس ویشتلی او وژلی
د بدخشان امنیې قومندانۍ تائید کړه چي د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ذبیح الله امیري د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا ویشتل سوی او وژل سوی دی.
یادي قومندانۍ ویلي، دا پېښه نن (سه شنبه) سهار هغه وخت رامنځ ته سوه چي، نوموړی د بهارک- فیض اباد پر لویه لاره کار ته روان و او د موټرسایکل سپرو نامعلومه وسله والو کسانو له خوا ویشتل سوی دی.
د سرچینې په وینا، د هغه د ساتونکو له خوا یو بریدګر هم وژل سوی او یو بل تښتېدلی چي، د نیولو هڅي ئې رواني دي.
#MillatZagh
😢2👍1
د پاکستان په بریدونو کي څه کم ۱۲۰۰ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د بشري حقوقو بنسټ (رواداري) وایي، د ۲۰۲۴ زېږدیز کال له ډسمبر څخه د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال د جون میاشتي تر پایه پر افغان خاوره د پاکستان په بریدونو کي ۱۱۷۸ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې او شاوخوا ۲۹ زره کورنۍ د دغو بریدونو له امله بې ځایه سوي دي.
یاد بنسټ په یوه تازه څېړنیز راپور کي، چي پر افغانستان د پاکستان د ۵۰ بریدونو اغېزې په کښي څېړل سوي دي، ویلي، دا مرګ ژوبله پر هلمند، کندهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، کابل، ننګرهار او نورستان ولایتونو د پاکستان په بریدونو کي رامنځ ته سوې او له دې سره، سره سلګونه کورونه، روغتیايي او ښوونیز مرکزونه او نور عامه تأسیسات هم په کښي زیانمن یا هم په بشپړ ډول تخریب سوي دي.
د دغه څېړنیز راپور پر اساس، یوازي په کابل کي د امید د معتادینو پر مرکز د پاکستان په بریدونو کي تر ۳۰۰ زیات تر درملني لاندي معتادین ووژل سول چي، د بخښني نړیوال سازمان ئې په "ښکاره ډول د نړیوالو بشري حقوقو نقض او احتمالي جنګي جنایت" یادوي.
#MillatZagh
😢2
نن منځنۍ د زمري میاشتي ۶مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۴۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۷۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۵۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۷۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۰ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۶۹ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۶ او په عام بازار کي کیلو په ۷۰ او ۷۱ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۶،۱۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۳۵ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۸۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۵۳ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹،۵۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور د رئیس د قتل په تور "تښتېدلی" کس ونیول سو
د بدخشان د امنیې قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار وایي، د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس ذبیح الله امیري د وژلو په تور ئې "تښتېدلی" کس نیولی دی.
ذبیح الله امیري نن سهار د دغه ولایت د فیض اباد- بهارک ولسوالۍ پر لویه لاره کار ته د تللو پر مهال د مو‎ټرسایکل سپرو نامعلومه وسله والو کسانو وویشتل سو او ژوند له لاسه ورکړ، چي وروسته د هغه ساتونکو د بریدګرو له ډلي یو کس وواژه او یو بل وتښتېد چي تازه هغه هم نیول سوی دی.
#انځور: د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس.
#MillatZagh
❤6
ننګرهار کي د پخوانۍ مرمۍ چاودني ۲ کوچنیانو ته مرګ ژوبله اړولې
د ننګرهار امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار په سره دېوال سیمه کي د یوې پخوانۍ مرمۍ په چاودنه کي یو کوچنی وژل سوی او یو بل ژوبل سوی دی.
یادي قومندانۍ ویلي، دغه چاودنه هغه مهال پر یادو کوچنیانو وسوه چي د بختیار په نوم ۱۱ کلن کوچني د څارویو څرولو پر مهال یوه ناچاوده مرمۍ پیدا کړې او ټکولې ده.
د سرچینې په وینا، ژوبل سوی کوچنی د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوی او روغتیايي حالت ئې د ډاډ وړ دی.
مسؤلین پر هیوادوالو ږغ کوي چي، د ورته ناچاودو توکو د لیدلو پر مهال له اړوندو ارګانونو سره په اړیکه کي سي او هغو ته ور نژدې نه سي؛ ترڅو د مرګ له خطر سره مخ نه سي.
#MillatZagh
😢1
روزګان کي د یوه عمومي روغتون د جوړولو کارونه پیل سول
د روزګان ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، د دغه ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کي د یوه عمومي روغتون د جوړولو کارونه پیل سوي دي.
یاد دفتر وایي، د دا روغتون د جوړولو کارونه یاد ولایت ته د عامي روغتیا د وزیر مولوي نور جلالي د سفر پر مهال پیل سول او د چارو د پیل په مراسمو کي ئې جلالي ویلي چي، دغه روغتون د هیواد په ۳۱۸ ولسوالیو کي له جوړېدونکو روغتونونو څخه دی چي د اسلامي امارت په بودجه جوړېږي.
د جلالي په وینا، هڅه کوي، ترڅو د هیواد لېري او له روغتیايي مرکزونو څخه بې برخي سیمي له روغتیايي خدمتونو څخه برخمني کړي.
د رواني اوونۍ په پیل کي هم د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کي په ۳۸۰ امریکايي ډالره یو روغتیايي مرکز جوړ او ګټي اخستني ته وسپارل سو.
#MillatZagh
❤1👍1
د پنجشېر له کانونو څخه په ۱۴،۵میلیونه افغانۍ ۶۰۰۰ قیراطه زمرد خرڅ سول
د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون وایي، د دغه ولایت له کانونو څخه را ایستل سوي شپږ زره او ۷۵۵ قیراطه زمرد په ۱۴ میلیونه، ۴۵۳ زره او ۸۰۰ افغانۍ خرڅ سوي دي.
لټون ملت ږغ راډیو ته ویلي، دا زمرد نن (سه شنبه) د همدې ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست له خوا د یوې داوطلبۍ له لاري پر ملي سوداګرو پلورل سوي دی.
دا خبر داسي مهال ورکړل سوی چي، روانه اوونۍ په دغه ولایت کي د زمردو، تورمالینو او شنو ګارنیټ قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو ۴۲ نوي کانونه هم د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا تثبیت سول چي په راتلونکي کي به د هغو د استخراج کارونه هم پیل سي.
#MillatZagh
❤1👍1
کونړ کي د یوې داوطلبۍ له لاري د ۱۱۹ میلیونه افغانیو ډبري خرڅي سوي
د کونړ ولایت د کانونو او پټرولیم رئیس محمد شېرین حقاني وايي، د دغه ولایت له کانونو څخه د ۱۱۹،۳ میلیونه افغانۍ په ارزښت ۱۵۵۸ کیلوګرامه بیروج ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبري وپلورل سوې.
د حقاني په خبره، دا ډبري نن (سه شنبه) د یوې ازادي داوطلبۍ له لاري پلورل سوي دي.
هغه ویلي، له یادو ډبرو څخه په ترلاسه سوو پیسو کي ۱۱،۹ میلیونه افغانۍ د اسلامي امارت او پاته نوري د کان کیندونکو دي.
#MillatZagh
❤2👍1
د شېرخان بندر له لاري د سوداګرۍ د پراختیا وړاندیزونه تائید سول
د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نننۍ غونډه کي د شېرخان بندر له لاري له تاجکستان، قرغزستان او چین سره د سوداګرۍ د زیاتوالي په موخه یو شمېر وړاندیزونه تائید سوي دي.
اقتصادي معاونیت وایي، په دې غونډه کي د یادو وړاندیزونو له مخي مالیې، کورنیو چارو او یو شمېر نورو وزارتونو ته په شېرخان بندر کي د لازمو زېربناوو جوړولو او د موجودو زېربناوو پراخولو، په یاد بندر کي د ګمرک، ګودامونو، تخلیې او بارګیرۍ خدمتونو د وړاندي کولو په موخه د یوه لوجستیکي مرکز له پاره د بودجې ځانګړي کولو او د یاد مرکز جوړولو امر سوی دی.
د سرچینې په وینا، په یاده غونډه کي ټولګټو چارو وزارت ته هم هدایت سوی؛ ترڅو د کټای دهلېز، چي د ایران- افغانستان- تاجکستان- چین ترمنځ دی، د فعالولو له پاره په افغانستان کي د اوسپني پټلۍ وړ تأسیسات جوړ کړي او پرېکړه سوې چي، امارتي شرکتونه به خپله داغمه اوسپنه ملي پراختیا شرکت ته وسپاري؛ ترڅو یاد شرکت ئې تر پروسس وروسته په سېخ ګول او نورو تولیدي شکلونو په خپلو پروژو کي وکاروي.
اقتصادي معاونیت همدارنګه ویلي چي، په دې غونډه کي د معیار او کیفیت ملي ادارې له خوا ۳۷ معیارونه او ۱۲ د ازمایښت طریقې هم تائید سوي دي.
#MillatZagh
❤1👍1
د سږ کال له پیله د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله څه کم ۸۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
له پېښو سره د مبارزې اداره وايي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال د وري میاشتي له شپږمي راهیسي تر نن (سه شنبې) پوري د هیواد په ګوټ، ګوټ کي د بارانونو، سېلابونو، طوفانونو، غره ښویېدلو او نورو طبیعي پېښو له امله ۳۵۷ کسان وژل سوي او ۴۳۶ تنه نور ژوبل سوي دي.
د یادي ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت وایي، د دغو پېښو پر مهال شاوخوا ۱۳۰۰ کورونه، څه باندي ۸۲۰ دوکانونه، د ۳۹ زره جریبه مځکو او باغونو حاصلات تخریب او په ټوله ییز ډول ۲۴ زره او ۳۵ کورنۍ زیانمني سوي دي.
د همت په وینا، زیانمنو سوو کورنیو ته ئې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستي ورکړي او دغه لړۍ اوس هم د نورستان په ګډون په یو شمېر سیمو کي روانه ده.
#MillatZagh
😢2👍1