Millat Zagh
1.73K subscribers
7.68K photos
71 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
افغانستان او د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د همکاریو د پراختیا په اړه خبري کړي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (U.N.D.P) له نوي استازي تورهان صالح سره له افغانستان سره د یاد پروګرام د همکاریو د پراختیا په اړه خبري کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دواړو لورو نن (سه شنبه) د یوې لیدني پر مهال په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د فعالیتونو، د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ، روغتیايي او کرهڼیزي همکارۍ، د نشه يي توکو د بدیل کښت، چاپېریال ساتني، اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو ته د رسېدلو پر موضوعاتو خبري کړي او متقي د دې خبرو پر مهال د یاد پروګرام له لوري د بشري مرستو ترڅنګ د انکشافي او زېربنايي پروژې پر تطبیق ټینګار کړی دی.
د سرچینې په وینا، صالح په دې ناسته کي متقي ته ډاډ ورکړی چي، پروګرام به ئې د افغانستان له لومړیتوبونو سره د همږغۍ سره، سره د انکشافي پروژو او ظرفیت لوړولو په برخه کي خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
#MillatZagh
❤2👍1
د سبا (څلنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۶    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۶         
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۷      
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۱       
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۰، کښته ۲۷ 
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۶    
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۱     
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۸
#MillatZagh
❤4
کجکي کي د تخنیکي ستونزي له امله پر کندهار برېښنا قطع سوې
د کندهار برېښنا ریاست خبر ورکړی چي، په هلمند کي د لښکرګاه دوراهي او کجکي ترمنځ د برېښنا لاین تخنیکي ستونزه پیدا کړې او له امله ئې پر کندهار برېښنا قطع سوې ده.
دغه ریاست وايي، تخنیکي ټیمونه سیمي ته رسېدلي؛ ترڅو ژر تر ژره یاده ستونزه حل کړي.
د سرچینې په وینا، د یادي ستونزي تر حل پوري پر کندهار د جنراتورنو برېښنا په نوبت سره وېشل کېږي او هیوادوال دي تر هغو حوصله وکړي.
#MillatZagh
❤5👍1
د کندهار د تاریخ کور د لیدونکو پر مخ پرانستل سو
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د کندهار د تاریخ کور (موزیم) د بیارغوني او تنظیم ټول کارونه بشپړ سوي او پرون (سه شنبه) ئې په یوه غونډه سره د لیدونکو پر مخ په رسمي ډول پرانستی دی.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي ویلي، دا موزیم به کندهار ته د ګرځندویانو په راجلبولو کي کي مهم رول ولوبوي او زیاته ئې کړه چي، د دې موزیم په یاده نوې ودانۍ کي ئې له میلاد څخه مخکي راهیسي بیا تر اوسه د شپږ دورو شاوخوا ۱۰ زره کتابي، لرګین، خټین او فلزي تاریخي او لرغوني اثار په ځانګړو ویترنونونو کي ځای پرځای کړي؛ ترڅو هیوادوال ئې لیدنه وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرکزي موزیم رئیس صبغت الله عابد هم په یادو مراسمو کي ویلي، غواړي د هیواد ټول موزیمونه جوړ او بیارغوي او نه پرېږدي چي یو څوک د افغانستان لرغوني او تاریخي اثار قاچاق کړي.
دغه موزیم لومړی ځل په ۱۳۱۱ لېږدیز لمریز کال پرانستل سو چي وروسته ئې ودانۍ نه درلوده؛ خو موده وروسته د کندهار د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کي دننه یوه ودانۍ ورته ځانګړې او ټول لرغوني او تاریخي اثار د افغانستان د کلتوري میراثونو د څېړني او ساتني انسټیټیوت په مالي ملاتړ په کښي ځای پرځای سول.
#MillatZagh
❤2👍1
لومړی ځل د افغانستان ډبري امریکا متحده ایالتونو ته صادري سوي
د هرات ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، د لومړي ځل له پاره د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د افغانستان ډبري امریکا متحده ایالتونو ته صادري سوي دي.
یاد دفتر وایي، په دا صادراتو کي د دغه ولایت د زنده جان ولسوالۍ د کانونو توري ډبري شاملي چي، د هرات د صنایعو او معدنونو خوني په همکارۍ د دغه ولایت له لاري امریکا متحده ایالتونو ته صادري سوي دي.
یادي سرچینې دا صادرات د افغانستان د کاني صادراتو د پراختیا او په نړیوالو بازارونو کي د افغانستان د پیاوړتیا یو مهم ګام بللی دی.
#MillatZagh
❤2👍1
ويسټنډيز په ټیسټ لوبه کي پاکستان ته ماته ورکړه
د کوربه ويسټنډيز او مېلمه پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوو ټيسټ لوبو د‌ لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کي ويسټنډيز سيالي لوبډلي ته په ۹۰ منډو توپير ستره ماته ورکړه.
ټاکل سوې دواړي لوبډلي د دې لوبلړۍ وروستۍ لوبه د راتلونګي اګسټ میاشتي له دوهمي تر اوومي نېټې ترسره کړي.
#MillatZagh
نن منځنۍ د زمري میاشتي ۷مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۴۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۷۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۵۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۷۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۰ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۶۹ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۶ او په عام بازار کي کیلو په ۷۰ او ۷۱ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۶،۱۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۳۵ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۸۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۵۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹،۵۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤1👍1
د تېر کال حاجیانو ته شاوخوا ۳۰۰۰ افغانۍ بیرته ورکول کېږي
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب وایي، د تېر ۱۴۴۷ سپوږمیز کال د افغان حاجیانو له لګښتونو او تحویل سوو پیسو څخه په پاته سوو پیسو کي هر حاجي ته درې زره او ۲۲۳ افغانۍ بیرته ورکوي.
نور محمد ثاقب نن (چهارشنبه) د رسنیو په مرکز کي یوې خبري غونډي ته وویل چي، هغوی ته د یادو پیسو د ورکولو لړۍ به راتلونکې شنبه پیل سي او زیاته ئې کړه چي هر حاجي کولای سي د پېژندپاڼي او پاسپورټ په درلودلو سره یادي پیسې په مرکز او ولایتونو کي د حج او اوقافو له ریاستونو څخه ترلاسه کړي.
د هغه په وینا، تېر کال له شاوخوا ۳۰ زره کسانو څخه د حج فریضې ادا کولو په موخه له هر کس څخه ۲۶۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ ترلاسه سوي وې چي، ټوله ییز لګښت ئې اووه ملیارده، ۸۱۸ میلیونه، ۳۰۷ زره او ۲۰۰ افغانۍ و او د یادو پیسو له جملې څخه ۹۴ میلیونه، ۵۶۵ زره او ۶۱۶ افغانۍ پاته سوي چي، بیرته به د تېر کال هر حاجي ته شاوخوا ۳۰۰۰ افغانۍ ورکړي.
#MillatZagh
❤4👍1
د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کي د یوه عمومي روغتون کارونه پیل سول
د عامي روغتیا وزیر نور جلال جلالي کندهار ته د راتګ پر مهال نن (چهارشنبه) د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کي د یوه عمومي روغتون جوړولو د بنسټ ډبره کښېښوده.
جلالي د دغه روغتون د چارو د پیل په مراسمو کي ویلي، یاد روغتون د اسلامي امارت له خوا د هیواد په ۳۱۸ ولسوالیو کي له جوړېدونکو روغتونونو څخه دی چي، جوړولو ته ئې ۴۰،۵ میلیونه افغانۍ ځانګړي سوي او په بشپړېدلو سره به ئې د یادي سیمي اوسېدونکو ته ټول اړین او روغتیايي خدمات وړاندي کېږي.
د هغه په وینا، یاد روغتون به د ۱۸ میاشتو په موده کي بشپړ او ګټي اخستني ته وسپارل سي.
تېره اوونۍ هم جلالي د کندهار په دامان ولسوالۍ کي په ۵۰ میلیونه افغانۍ د یوه عمومي روغتون د جوړولو د چارو د پیل ډبره کښېښوده.
#MillatZagh
❤2👍1
افغانستان او ازبکستان د ۵۰ میلیونه ډالرو نور هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني خبر ورکړی چي، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د شاوخوا ۵۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۲۵ نور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک سوي دي.
یادي خوني ویلي، دا هوکړه لیکونه بلخ ته د ازبکستان د فرغانې ولایت د والي خیرالله بازاروف په مشرۍ د ازبکي پلاوي له راتګ سره هم مهاله په دغه ولایت کي د یوه سوداګریز کنفرانس پر مهال د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ لاسلیک سوي دي.
دې سرچینې همدارنګه ویلي چي، په دغه ناسته کي د افغانستان د بلخ او د ازبکستان د فرغانې ولایتونو د سوداګرۍ خونو ترمنځ هم د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک سوی دی.
د رواني اوونۍ په پیل کي هم د کابل په کوربتوب د افغان- ازبک سوداګریز فورم پر مهال د کابل او تاشکند د خصوصي سکټورونو ترمنځ د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۲۲ سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک سول.
#MillatZagh
❤2👍1
د متقاعدینو د تقاعد ورکولو ۱۰م نوملړ اعلان سو
مالیې وزارت د تېر جمهوري حکومت متقاعدینو ته د تقاعد ورکولو ۱۰م نوملړ اعلان کړی دی.
دغه وزارت نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، په دې نوملړ کي به د عدلیې وزارت د کارکوونکو او د کورنیو وزارت د سمونملانو تقاعد د رواني زمري میاشتي له ۱۰مي څخه د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال د تلي میاشتي تر ۱۰مي نېټې پوري اجراء سي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، یاد کسان باید تر حضوري تګ مخکي په انلاین بڼه نوبت ونیسي.
د دغه وزارت په وینا، د پاته نورو ادارو نوملړ به وروسته اعلان کړي.
#MillatZagh
❤2👍1
سرپل کي د قتل په تور ۲ کسان نیول سوي
د سرپل امنیه قومنداني وايي، د هغي پېښي په تور ئې دوه کسان نیولي چي، پرون (سه شنبه) د یاد ولایت د مرکز سرپل ښار په درېیمه امنیتي حوزه کي رامنځ ته سوه او په نتیجه کي ئې یو کس ووژل سو او یو بل ژوبل سو.
د سرچینې په وینا، دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځ ته سوې او زیاتوي چي، له یادو کسانو سره ئې درې وسلې هم نیولي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، تورن کسان ئې د نورو اجراآتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته سپارلي دي.
#MillatZagh
❤2👍1
د سبا (پنځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۴
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۶
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۳، کښته ۲۷
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۱
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۷
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۴
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۹
نوی ډهلی: اسمان ځای، ځای وریځ د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۸
#MillatZagh
❤3
جرمني له خپل هیواد څخه ۳۰ تنه په جنايي جرمونو تورن افغانان وایستل
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینټ ویلي، چي، ۳۰ تنه په جنايي جرمونو تورن افغانان ئې له دغه هیواد څخه ایستلي او افغانستان ته ئې ستانه کړي دي.
دوبرینټ ویلي، یاد افغانان پرون (سه شنبه) په یوه الوتکه کي افغانستان ته استول سوي دي.
هغه همدارنګه تائید کړې چي، په یادو کسانو کي ۳۱م کس هم یو افغان و، چي کومه جنايي سابقه ئې نه درلوده؛ خو بیا هم له دغه هیواد څخه د غیرقانوني ژوند له امله ایستل سوی دی.
پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدلو راهیسي دا لومړی ځل دی چي‎، دغه هیواد له جنايي جرمونو پرته یو افغان بیرته افغانستان ته راستون کړ.
#MillatZagh
❤2👍1
کجکي کي بیا د تخنیکي ستونزي له امله پر کندهار برېښنا قطع سوې
د کندهار برېښنا ریاست خبر ورکړی چي، په هلمند کي د لښکرګاه دوراهي او کجکي ترمنځ د برېښنا عمومي لاین تخنیکي ستونزه پیدا کړې او له امله ئې پر کندهار برېښنا قطع سوې ده.
دغه ریاست وايي، تخنیکي ټیمونه سیمي ته رسېدلي؛ ترڅو ژر تر ژره یاده ستونزه حل کړي.
د سرچینې په وینا، د یادي ستونزي تر حل پوري پر کندهار د جنراتورنو برېښنا په نوبت سره وېشل کېږي او هیوادوال دي تر هغو حوصله وکړي.
تېره شپه هم یاد مشکل رامنځ ته سوی و چي، له امله ئې پر کندهار برېښنا قطع سوې وه.
#MillatZagh
👍1😢1
Millat Zagh pinned a photo