روزګان کي په ۶۵ میلیونه افغانۍ د یوه ټرانسپورټي ترمینل جوړولو کارونه پیل سول
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د روزګان د مرکز ترینکوټ ښار په ګرم آب سیمه کي ئې په شاوخوا ۶۵ میلیونه افغانۍ د بار وړونکو موټرانو له پاره د یوه ترمینل جوړولو کارونه پیل کړي دي.
دغه وزارت ویلي، یاد ترمینل پر ۲۰۰ جریبه مځکه جوړېږي چي، کارونه ئې وړمه ورځ (پنج شنبه) پیل سول او په ۱۲ میاشتو کي به بشپړ سي.
د سرچینې په وینا، یاد ترمینل به د ټولو اړینو اسانتیاوو درلودونکی وي او په بشپړېدلو سره به ئې د بار وړونکو موټرانو د چلوونکو له پاره ګڼي ټرانسپورټي اسانتیاوي برابري سي.
#MillatZagh

ایټالیا کي د سوځول سوو افغانانو جسدونه خپلو کورنیو ته وسپارل سول
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د هغو درو افغانانو جسدونه ئې کابل ته رالېږدولي، چي د روان کال د غبرګولي میاشتي پر ۱۸مه په ایټالیا کي د یوه پاکستاني له خوا په یوه پېښه کي، چي د شخصي دښمنۍ له امله رامنځ ته سوې وه، وسوځول او ووژل سول.
دغه وزارت نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د عصمت الله، فضل امین او امجد صافي په نومونو د دغو افغانانو جسدونه ئې د رواني زمري میاشتي پر شپږمه او پنځمه کابل ته رالېږدولي او هر یو ئې خپلي کورنۍ ته سپارلی دی.
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د دې پېښي په اړه د هغوی له کورنیو سره خواشیني څرګنده کړې او له نړیوالي ټولني څخه ئې غوښتي چي، د افغان کدوالو وضعیت ته پام وکړي او د زیانونو پر وړاندي ئې ملاتړ وکړي.

❤1
ازبکستان له افغانستان سره د ۲۰۰ زره ډالرو مرسته وکړه
د عامي روغتیا وزارت وایي، ازبکستان د بلخ له ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون ئې د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د روغتیايي تجهیزاتو مرسته کړې ده.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا مرسته د یاد هیواد د فرغانې ولایت له خوا سوې چي د ناروغاتو بسترونه، ویلچر بایسکلان، د هوا یخولو (A.C) دستګاوي، یخچالونه او یو شمېر نور اړین توکي په کښي شامل دي.
د سرچینې په وینا، له یادي مرستي څخه به د نوموړي روغتون د ناروغانو له پاره د اړینو اسانتیاوو او خدماتو په وړاندي کولو کي کار واخستل سي.

❤2👍1
د سبا (یونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۷
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۷
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۴، کښته ۲۸
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۲
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۹
ننګرهار: ځینو سیمو کي د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۶
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۱
نوی ډهلی: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۸

د ایران پر لاره مړه سوي ۱۴ افغانان په بادغیس کي خاورو ته وسپارل سول
د بادغیس ولایت د رسنیو دفتر وایي، هغه ۱۴ تنه افغانان، چي په قاچاقي ډول ایران ته د کار له پاره د اوښتلو پر مهال د تندي او ګرمۍ له امله مړه سوي وو، یاد ولایت ته لېږدول سوي او خاورو ته سپارل سوي دي.
د سرچینې په وینا، هغوی نن (شنبه) د ملي دفاع وزارت په چورلکو کي د دغه ولایت د دریبوم ولسوالۍ ته لېږدول سوي او هلته خاورو ته وسپارل سول.
یاد کسان تېره ورځ تر شاوخوا څلورو اوونیو لادرکه کېدلو وروسته د نیمروز د رېګونو په لاله دښتونو کي پیدا سول، چي د پېژندلو نه وو.

سبا په ۱۰ ولایتونو کي د بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو اټکل سوی
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني ریاست سبا (یک شنبه) په ۱۰ ولایتونو کي د بارانونو وورېدلو، سېلابونو او تېزو بادونو اټکل کړی دی.
یادي سرچینې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، ننګرهار، پکتیا، خوست او غزني ولایتونو کي له ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي متره باران او په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، لوېدیځو او شمالي ولایتونو کي له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره په ساعت کي د باد د تېزوالي اټکل کړی دی.

❤2
کابل کي ۷ "وسله وال غله" ووژل سول
د کابل امنیه قومنداني وايي، تېره شپه شاوخوا نهه بې ئې د کابل د اتمي حوزې په ستانکزي بلاکونو کي اووه تنه "وسله وال غله" د ځوابي برید پر مهال ویشتلي او وژلي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، په دې نښته کي یو امنیتي ساتونکی هم ژوبل سوی او زیاتوي چي، له هغوی څخه ئې یو موټر او یو شمېر وسلې هم ترلاسه کړي دي.
تېره ورځ هم په کابل کي د "وسله والو غلو" ۱۶ کسیزه ډله ونیول سوه او اړوندو ارګانونو ته وسپارل سوه.

❤1👍1
نورستان کي د ۲ نورو کسانو جسدونه وموندل سول
د نورستان ولایت ویاند فریدون صمیم وايي، د دغه ولایت په مرکز پارون ښار کي د وروستیو سېلابونو له امله د لادرکو کسانو له ډلي د دوو نورو کسانو جسدونه هم موندل سوي چي، په دې سره ټول وژل سوي کسان ۲۴ تنه ورسېدل.
صمیم وايي، یاد کسان تېره ورځ (شنبه) د ژغورني عملیاتو په ۱۳مه ورځ وموندل سول، چي دواړه نارینه دي.
یاد سېلابونه د تېري چنګاښ میاشتي پر ۲۹مه د دغه ولایت په مرکز پارون کي راغلل چي د مرګ ژوبلي سره، سره ئې دغه ولایت ته د شاوخوا ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت مالي زیانونه واړول.

👍1
کندهار کي په څه کم ۵ میلیونه افغانۍ د یوه چک ډېم جوړولو کارونه پیل سول
د کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست وايي، د لوړ شاولیکوټ ولسوالۍ په محمد جان اغا کارېز سیمه کي ئې په ۴،۸ میلیونه افغانۍ د یوه چک ډېم جوړولو کارونه پیل کړي دي.
د کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا رئیس ملا دوست محمد سعید په دې مراسمو کي ویلي، یاد چک ډېم د وچکالۍ د مخنیوي په خاطر جوړوي چي په جوړېدلو سره به ئې شاوخوا سیمي ابادي او د دښتو اوبه مهار سي.
دغه ریاست وايي، یاد چک ډېم د ۵۳ متره اوږدوالي او پنځه متره په لوړوالي سره جوړوي چي د شاوخوا ۳۶ زره متره مکعبه اوبو د ذخیره کولو ظرفیت به ولري.

امازون د نړیوال سوپر لیګ اتلولي وګټل
د درېيم پړاو نړيوال سوپر ليګ ۲۰ اوريزه کرکټ سياليو په پايلوبه کي ګيانا امازون لوبډلي په شپږو منډو سنفرانسیسکو لوبډلي ته ماته ورکړه او پرله پسې دوهم ځل اتلولي ئې وګټل.
په ياده لوبه کي امازون د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سيالي لوبډلي ته ۸۶ منډي هدف ورکړ چي سنفرانسیسکو ئې په ترلاسه کولو کي پاته سوه او دا لوبه امازون وګټل.
په دې لوبه کي د امازون په ګټه محمد نبي درې لوبغاړي وسوځول.

سوداګریز بانکونه پر هرات- مزارشریف اوسپني پټلۍ ۵۵ ملیارده افغانۍ پانګونه کوي
افغانستان بانک وايي، سوداګریز بانکونه د یوې طرحي له مخي د هرات- مزارشریف ۶۵۷ کیلومتره اوسپني پټلۍ پر جوړولو شاوخوا ۵۵ ملیارده افغانۍ پانګونه کوي.
یاد بانک نن (یک شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دغه پانګونه د تېر ۱۴۴۷ سپوږمیز کال یوه له مهمو موضوعاتو څخه ده چي د افغانستان بانک، مالیې وزارت او اقتصادي معاونیت د یوه ګډ میکانیزم پر اساس به د سوداګریزو بانکونو له خوا په مشارکت سره وسي.
د سرچینې په وینا، یاد میکانیزم په بشپړېدلو سره به دا پانګوني ته زمینه برابره سي.
د اوسپني پټلۍ دغه کرښه له هرات څخه پیل او تر مزارشریف پوري رسېږي چي، نه یوازي د افغانستان له پاره د اقتصادي دهلېز ارزښت لري؛ له دې سره، سره ایران او ترکیه هم د افغانستان له لاري د منځنۍ اسیا له هیوادونو او چین سره نښلوي.

نن یونۍ د زمري میاشتي ۱۱مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۴۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۷۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۵۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۷۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۸ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۶۹ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۶ او په عام بازار کي کیلو په ۷۰ او ۷۱ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۶،۱۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۸،۲۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۳۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۸۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

❤3👍1
کابل کي د زړه سوري کوچنیانو د درملني روغتون پرانستل سو
افغاني سره میاشت وايي، په کابل کي ئې په شاوخوا ۶،۵ میلیونه امریکايي ډالره د زړه سوري کوچنیانو د درملني یو مجهز روغتون پرانستی دی.
په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي د یادي ټولني عمومي رئیس شهاب الدین دلاور ویلي، په یاد روغتون کي به په کلني ډول د دوه زره زړه سوري کوچنیانو درملنه کېږي او خدمات به ئې ټول وړیا او ۲۴ ساعته وي.
د دلاور په وینا، تر دې وروسته به د ټولو هغو کوچنیانو درملنه هم په دغه روغتون کي ترسره کېږي، چي مخکي د درملني په موخه بهر ته لېږدول کېدل.
د رئیس الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي ویلي، یادي ټولني تر دا مهاله شاوخوا ۳۶ زره په دې ناروغۍ اخته کوچنیان ثبت کړي چي، زیاتره ئې د درملني وس نه لري او په دې روغتون کي به ئې تداوي وسي.

تېر کال د افغانستان او نورو هیوادونو ترمنځ ۱۳،۹ ملیارد ډالره سوداګري سوې
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په تېر ۱۴۴۷ سپوږمیز کال کي د افغانستان او نورو هیوادونو ترمنځ ۱۳ ملیارده او ۹۰۱ میلیونه امریکايي ډالره سوداګري سوې چي تر مخکیني کال شاوخوا ۸۳۵ میلیونه زیاتوالی ښيي.
مجاهد نن (یک شنبه) له کندهار څخه کابل ته د رسنیو مرکز ته په یوه انلاین خبري کنفرانس کي ویلي، په یاده سوداګري کي یو ملیارد او ۷۲۲ میلیونه ډالره د افغانستان صادرات او ۱۲ ملیارده او ۱۷۸ میلیونه ډالره د بېلابېلو هیوادونو واردات دي.
د مجاهد په وینا، له تېر کال راهیسي د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د بندیز سره، سره تېر کال د افغانستان په صادراتو کي شاوخوا ۱۵ میلیونه امریکايي ډالره زیاتوالی راغلی دی.
په ۱۴۴۶ سپوږمیز کال کي د افغانستان او نورو هیوادونو ترمنځ ۱۳ ملیارده او ۷۴ میلیونه ډالره سوداګري سوې وه چي، یو ملیارد او ۷۰۷ میلیونه ډالره ئې صادرات او ۱۱ ملیارده ۳۶۷ میلیونه ډالره ئې واردات وو.

👍2❤1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
بدخشان کي شاوخوا ۱۱ ټنه نشه يي توکي وسوځول سول
د بدخشان امنیه قومنداني وایي، ۱۱ مټریک ټنه او ۸۰ کیلوګرامه نشه يي توکي ئې سوځولي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دغه نشه يي توکي د تېرو ۲۵ ورځو پر مهال په یاد ولایت کي نیول سوي وو او پرون (شنبه) د یوه ځانګړي پلاوي له خوا سوځول سوي دي.
د سرچینې په وینا، د سوځول سوو نشه يي توکو په تور ۲۲ کسان هم نیول سوي او د نورو اجراآتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته سپارل سوي دي.

❤3👍2
کرزي په پاکستان کي افغان محصلینو ته د وېزو پر نه تمدید خواشیني څرګنده کړې
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کي افغان زده کړیالانو ته د وېزو د نه تمدید او د هغوی زورولو له امله خواشیني څرګنده کړې او ویلي ئې دي چي، پاکستان باید د افغان محصلینو ستونزو ته رسېدګي او پام وکړي.
کرزي نن (یک شنبه) پر خپل ایکس لیکلي، دغه افغان زده کړیالان له نورو مسایلو پرته یوازي او یوازي د زده کړو له پاره پاکستان ته تللي دي او د یاد هیواد چارواکي باید له نورو مسایلو څخه په جلا ډول د هغوی ستونزي حل کړي.
د هغه په وینا، پاکستان باید له یادو افغان زده کوونکو سره د نړیوالو اکاډمیکو اصولو پر اساس مخ ته ولاړ سي.
په دې وروستیو کي داسي راپورونه خپاره سوي چي، د پاکستان له خوا په دغه هیواد کي د افغان زده کړیالانو وېزې نه تمدید کېږي او له دې سره، سره زورول کېږي.
تر اوسه اسلامي امارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

👍4
سبا په ۱۲ ولایتونو کي د بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو اټکل سوی
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني ریاست سبا (دوشنبه) په ۱۲ ولایتونو کي د بارانونو وورېدلو، سېلابونو او تېزو بادونو اټکل کړی دی.
یادي سرچینې په غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، پنجشېر، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کونړ، نورستان او بدخشان ولایتونو کي له ۱۰ څخه تر ۴۰ ملي متره باران او په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، لوېدیځو او شمالي ولایتونو کي له ۵۰ څخه تر ۹۵ کیلومتره په ساعت کي د باد د تېزوالي اټکل کړی دی.

😢3❤1
د سبا (دونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۷
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۷
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۴، کښته ۲۸
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۲
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۷
ننګرهار: ځینو سیمو کي د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۲۴
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۷

❤5👍2
د کندهار په ګډون په سوېلي ولایتونو کي د یو شمېر روغتونونو د چارو پیل او پرانستل
د عامي روغتیا وزیر نور جلالي وايي، کندهار، زابل او روزګان ولایتونو ته د سفر پر مهال ئې په یادو ولایتونو کي د شاوخوا ۳۵۰ میلیونه افغانۍ په لګښت د یو شمېر روغتونونو جوړولو د بنسټ ډبري ايښي او ځیني ئې ګټي اخستني ته سپارلي دي.
جلالي ویلي، په دې پروژو کي د کندهار په دامان او شاولیکوټ ولسوالیو کي په شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانۍ د دوو عمومي روغتونونو د جوړولو د چارو پیل، د کندهار د عینو مېني په ۳۵۰ روغتون کي په ۱،۵ میلیونه ډالره د بېړنۍ پاملرني (I.C.U) څانګي پرانستل، د روزګان په چهارچینو ولسوالۍ کي په ۵۵ میلیونه افغانۍ د یوه عمومي روغتون د چارو پیل، د همدې ولایت په مرکز ترینکوټ کي په ۳۸۰ زره ډالره د یوه مرکز پرانستل، په دهراود ولسوالۍ کي په ۲۵ میلیونه افغانۍ د یوه بل روغتیايي مرکز پرانستل او د زابل په شملزو ولسوالۍ کي په شاوخوا ۴۸ میلیونه افغانۍ د یوه عمومي روغتون د چارو پیلول شامل دي.
د هغه په وینا، د دغه سفر موخه ئې د هیواد په لېري او ۳۱۸ ولسوالیو کي د عمومي روغتونونو جوړول او د یادو ولسوالیو اوسېدونکي له روغتیايي خدمتونو څخه برخمني کول وو.

❤5👍1
د کرهڼي وزارت یو پلاوی مالداوو ته تللی
د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرهڼي او مالدارۍ د مرستیال صدراعظم عثماني په مشرۍ یوه لوړپوړي افغان پلاوي د مالداوو جمهوریت په رسمي بلنه دغه هیواد ته سفر کړی دی.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا سفر د افغانستان او مالداوو ترمنځ د عملي او تخنیکي همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په موخه سوی دی.
د سرچینې په وینا، افغان پلاوی به د دغه سفر پر مهال د رواني اګسټ میاشتي تر اوومي نېټې پوري د یاد هیواد له چارواکو سره د کرهڼیزو همکاریو د پراختیا، کرهڼیزو څېړنو، نوښتونو، د نباتاتو د ساتني، د عصري کرهڼیزو ټکنالوژیو او ګډو عملي پروګرامو د تطبیق په اړه خبري وکړي.