لغمان کي د ګازو ډبې چاودني ۱۴ کسان ژوبل کړي
د لغمان ولایت مقام ویاند عبدالمالک نیازی وايي، په یاد ولایت کي پرونۍ چاودنه د یوې رکشې د ګاز د ډبې د چاودلو له امله رامنځ ته سوې او ۱۴ کسان په کښي ژوبل سوي دي.
عبدالمالک نیازي ویلي، دا چاودنه پرون (جمعه) د مرکز مهترلام ښار په رحماني څلورلاري کي سوې ده.
نیازي د یاد ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چي، په دې اړه اندېښنه و نه کړي او زیاتوي چي په اړه ئې نوري پلټني هم پیل سوي دي.
#MillatZagh

❤1👎1😢1
د متقاعدینو ۱۳م نوملړ اعلان سو
مالیې وزارت وايي، د تېر جمهوري حکومت متقاعدینو ته د تقاعد ورکولو ۱۳م نوملړ ئې اعلان کړی دی.
دغه وزارت ویلي، په یاد نوملړ کي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د لوړو زده کړو وزارت او ولایتي پوهنتونونو، د کابل د پولي تخنیک او ښووني او روزني پوهنتونونو، د کابل پوهنتون ریاست، د کابل طبي پوهنتون عمومي ریاست او د ټولګټو چارو او مخابراتو وزارتونو متقاعدین شامل دي چي، تقاعد به ئې د رواني وږي میاشتي له ۱۰مي څخه د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز د تلي میاشتي تر نهمي نېټې پوري اجراء کړل سي.
د سرچینې په وینا، یاد کسان باید تر حضوري تګ مخکي په انلاین بڼه د دغه وزارت په ویبپاڼه کي نوملیکنه وکړي او نوبت ونیسي.
د یاد وزارت په خبره، د پاته نورو ادارو نوملړ به وروسته اعلان کړي.

❤2👍1
نن پینۍ د وږي میاشتي ۷مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۵۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۶ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۳ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه او د کندهار ښاروالۍ نرخونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۴۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۹۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۴۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۵۲ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۴،۵۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۱ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

❤2
روزګان کي ۱۶ کلنه دښمني په دوستي بدله سوه
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د روزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ په باغچر سیمه کي ئې هغه دښمني په دوستي بدله کړې چي، ۱۶ کسان په کښي وژل سوي وو.
یاد وزارت ویلي، دا دښمني د دوو قومونو ترمنځ ۱۶ کاله مخکي د مځکي پر سر رامنځ ته سوې وه او پرون (جمعه) د سیمه ییزو مسؤلینو او قومي مخورو په منځګړیتوب حل سوه.
د سرچینې په وینا، دواړو قومونو ژمني کړي چي، نور به یو او بل ته زیان نه رسوي او د ورورګلوۍ ژوند ته به ادامه ورکوي.

اروپايي ټولني له افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته وکړه
د خوړو نړیوال پروګرام (W.F.P) وایي، اروپايي ټولني له افغانستان سره د اقلیمي بدلونونو پر وړاندي د مقاومت او د سیمه ییزو سیسټمونو د پیاوړتیا له پاره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
یاد پروګرام د دې مرستي هرکلی کړی او پر خپل ایکس ئې په یوه بیان کي ویلي چي، یادي پیسې به په افغانستان کي د اقلیمي بدلون پر وړاندي د پیاوړتیا او د ټولنیز معیشت د ملاتړ په برخه کي په مصرف ورسوي.
د سرچینې په وینا، د دې مرستي له جملې څخه به یوه برخه د ښځو او ځوانانو له پاره د اقتصادي فرصتونو پر برابرولو هم ولګول سي؛ خو د هغوی شمېر ئې نه دی په ډاګه کړی.

کندهار کي د "ډوډۍ د وزن کموالي" په خاطر یو شمېر نانوایاني وتړل سوې
کندهار ښاروالي وايي، په کندهار ښار کي ئې د نظارت پر مهال یو شمېر هغه نانوایاني تړلي چي، د ډوډۍ وزن ئې تر ټاکلي وزن کم و او د ښاروالۍ له نرخپاڼي څخه ئې سرغړونه کړې وه.
کندهار ښاروالۍ نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د نظارت یاده لړۍ به روانه وساتي او خبرداری ئې ورکړی چي، له ټاکلي نرخپاڼي څخه سرغړوونکي نانوایاني به له ورته اقدام سره مخ سي.
کندهار ښاروالۍ تېره اوونۍ د نانوایانو او قصابانو له پاره ځانګړي نرخپاڼي وټاکلې او خبرداری ئې ورکړ چي له یادو نرخپاڼو څخه سرغړوونکي نانوایاني او قصابیاني به وتړي.

❤4
هلمند کي یوه ۸۰ کلن کس ته د ۱۸ کلني نجلۍ د نکاح مخه ونیول سوه
د هلمند ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کي د یوې اجباري نکاح مخنیوی سوی دی.
یاد دفتر ویلي، د دې نکاح له مخي یوه ۱۸ کلنه نجلۍ د هغې د کورنۍ له خوا یوه ۸۰ کلن کس ته په نکاح کېده، چي د امر بالمعروف وزارت محتسبینو ئې مخنیوی کړی دی.

❤7
پروان کي ترافیکي پېښي ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د پروان امنیه قومنداني وايي، د یاد ولایت په سالنګونو کي د یوې ترافیکي پېښي له امله دوه کسان وژل سوي او درې نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې په "کلینر قبر" سیمه کي د یوه کرولا موټر چپه کېدلو پر مهال رامنځ ته سوې ده.
سرچینې د دې پېښي لامل بې احتیاطي یاده کړې او زیاتوي چي، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.

❤2😢2👎1
ډېر ژر به په هرات کي د ټاپي پروژې د ګازو د وېش شبکې چاري پیل سي
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په هرات کي د ټاپي پروژې ۱۲۰ کیلومتره نل لیکه غځول سوې او په نژدې راتلونکي کي به په یاد ولایت کي د دې پروژې د ګازو د وېش د شبکې تخنیکي چاري هم پیل سي.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان ویلي، د یادي شبکې د ډیزاین چاري د ترکمن ګاز شرکت له خوا پیل سوي او ډېر ژر به ئې ساحوي چاري هم پیل سي.
د افغان په وینا، په دغه ولایت کي د ټاپي پروژې د ۱۵۳ کیلومتره مسیر له برخي څخه ۱۴۵ کیلومتره مسیر د نل لیکي غځولو له پاره چمتو سوی، د یادي پروژې له پاره ۱۲۸ کیلومتره د څارني سړک جوړ سوی، د نل لیکي ښخولو له پاره ۷۸ کیلومتره جر کښل سوی او ۵۱ کیلومتره نل لیکه تر مځکي لاندي ښخه سوې ده.
همایون افغان زیاتوي چي، تمه ده ژر په دغه ولایت کي د ۲۲ کیلومتره په اوږدوالي او ۲۰ اینچه په قطر سره د یوې فرعي نل لیکي غځولو چاري هم پیل سي او د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال تر پایه به په هرات کي د دې پروژې چاري بشپړي او یاده پروژه به ګټي اخستني ته وسپارل سي.

❤4👍1
بلخ کي ۱۰ زره جریبه مځکه دولتي تثبیت سوه
عدلیې وزارت وایي، د شمال زون د دولتي غصب سوو مځکو قضیو ته د رسېدګۍ اختصاصي محکمې د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کي ۱۰ زره جریبه مځکه دولتي تثبیت کړې ده.
یاد وزارت ویلي، دا مځکه په مؤمن اباد سیمه کي موقعیت لري او د یادي محکمې له خوا تر بررسۍ او ارزوني وروسته دولتي تثبیت سوې ده.
د سرچینې په وینا، د دې پرېکړي له مخي د یادي مځکي متصرفین باید دا مځکه د مځکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب سوو مځکو بیرته راګرځولو کمېسیون ته وسپاري.

❤3👍1
پنجشېر کي په ۱۲۵ زره ډالره ۵۰ شنې خوني جوړي سوي
د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر وايي، د خوړو او کرهڼي نړیوال سازمان (F.A.O) د دغه ولایت په مرکز بازارک او دره او حصه اول ولسوالیو کي ۵۰ شني خوني جوړي او له ۱۰۰۰ کروندګرو سره ئې د کېمیاوي سرو او اصلاح سوو تخمونو مرسته کړې ده.
د یاد دفتر په وینا، د دغو شنو خونو پر جوړولو ۱۲۵ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی دی.
دې سرچینې ویلي، دا پروژې د کروندګرو د ملاتړ او د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا په موخه پلي سوي دي.

هلمند کي په ۳۹ میلیونه افغانۍ یو سړک جوړ سو
د هلمند ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په پنځمه ناحیه کي په څه باندي ۳۹ میلیونه افغانۍ یو سړک جوړ او نن (شنبه) ګټي اخستني ته وسپارل سو.
یاد دفتر ویلي، دا سړک د بولان سیمي د شملانۍ له ویالې څخه شروع تر استقلال څلور لاري پوري د ۳،۸ کیلومتره په اوږدوالي سره جوړ سوی دی.
د سرچینې په وینا، د دغه سړک په جوړېدلو سره د یادي سیمي اوسېدونکو ته په ټرانسپورټ کي ګڼي اسانتیاوي برابري سوي دي.

د سبا (یونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۰، کښته ۲۲
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۰
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۶
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۴
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۹
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۶
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۴
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۸
نوی ډهلی: اسمان نیمه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۸

ازبکستان په خپل نړیوال نندارتون کي افغانستان ته د ګډون بلنه ورکړه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د ازبکستان د قشقه دریا ولایت والي شهرت مرادوف افغانستان ته راغلی او د دغه وزارت د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر مولوي احمدالله زاهد ته ئې د ازبکستان په نړیوال نندارتون کي د ګډون بلنه ورکړې ده.
یاد وزارت ویلي، شهرت مرادوف نن (شنبه) د یوې لیدني پر مهال مولوي احمدلله زاهد ته په یاد نندارتون کي د ګډون بلنه ورکړې ده.
د سرچینې په وینا، دواړو لورو په دې ناسته کي د مستقیمو اقتصادي همکاریو، ګډي پانګوني او د افغانستان او ازبکستان د دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګریزه اړیکو د پراختیا په اړه هم خبري کړي دي.
ټاکل سوې دا نندارتون د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال په اکټوبر میاشت کي ترسره سي.

د افغان پوسټ دولتي شرکت پلاوي ټایلنډ ته سفر کړی
د دولتي شرکتونو لوی ریاست وايي، د افغانستان پوسټ دولتي شرکت د عمومي رئیس رحمت الله مکي په مشرۍ یوه درې کسیزه پلاوي ټایلنډ ته سفر کړی دی.
دغه شرکت ویلي، افغان پلاوی به د دغه هیواد د پلازمېني بنکاک په کوربتوب د اسیا پوسټي اتحادیې (A.P.P.U) په ۱۴مه پوسټي کنګره او د اجرئیوي رئیسانو په ناسته کي ګډون وکړي.
د سرچینې په وینا، په دغه کنګره کي به د پوسټي خدمتونو د پراختیا او معیاري کېدلو، د نړیوالو پوسټي همکاریو د پراختیا، د پوسټي ادارو ترمنځ د تجربو او مسلکي تبادلې، د پوسټي او ګمرکي چارو د همږغۍ او د پوسټي خدمتونو د کیفیت لوړولو په اړه خبري وسي.
یاد شرکت ویلي، په دې ناسته کي د ۳۲ هیوادونو د پوسټي ادارو استازي، د پوسټ نړیوالي اتحادیې (U.P.U)، د نړیوال ګمرک سازمان (W.C.O)، د نړیوال ملکي هوايي چلند سازمان (I.C.A.O) او یو شمېر نورو پوسټي ادارو او نړیوالو بنسټونو استازي ګډون کوي.

افغانستان او ایران د هرات- مزارشریف اوسپني پټلۍ په اړه خبري کړي
په کابل کي د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د افغانستان د اوسپني پټلۍ ادارې له عمومي رئیس عبدالکریم فاتح سره د هرات- مزارشریف اوسپني پټلۍ د ډیزاین او جوړولو په اړه خبري کړي دي.
د یاد هیواد سفارت پر خپل ایکس لیکلي چي، دواړو د یوې لیدني پر مهال د دې اوسپني پټلۍ د جوړولو او ډیزاین په اړه نظرونه شریک کړي او بیکدلي ویلي، ایران هم لېواله دی؛ ترڅو د دې اوسپني پټلۍ پر جوړولو پانګونه وکړي.
د اوسپني یاده پټلۍ له هرات څخه تر مزارشریف پوري شاوخوا ۶۵۷ کیلومتره اوږدوالی لري چي نه یوازي د افغانستان له پاره د اقتصادي دهلېز ارزښت لري؛ له دې سره، سره ایران او ترکیه هم د افغانستان له لاري د منځنۍ اسیا له هیوادونو او چین سره نښلوي.

❤3
افغانستان او ازبکستان د ۲۶۷ میلیونه ډالرو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چي، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۲۶۷ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۲۰ سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک سوي دي.
یاد وزارت ویلي، دا تړونونه تېره شپه په کابل کي د دواړو خواوو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د یوه سوداګریز کنفرانس پر مهال لاسلیک سوي، چي د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر مولوي احمدالله زاهد او د یاد هیواد د پلاوي مشر او د قشقه دریا ولایت والي شهرت مرادوف هم ګډون په کښي کړی وو.
د سرچینې په وینا، دا هوکړه لیکونه د خوراکي توکو، ټوکر، ساختماني موادو، برېښنايي وسایلو او فرنیچر په برخو کي دي.
په یاد کنفرانس کي مولوي احمدالله زاهد ویلي، د افغانستان او ازبکستان د وروستیو سفرونو په نتیجه کي د دواړو لورو سوداګرو تر بل هر وخت زیاته سوې او ټینګار ئې کړی چي، د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ د لا پراختیا له پاره باید موجودي ستونزي حل او خنډونه لیري سي.

نن یونۍ د وږي میاشتي ۸مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۵۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۶ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۳ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه او د کندهار ښاروالۍ نرخونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۵۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۲۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۸۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۳۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۴۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۵۲ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۴،۵۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۱ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۵۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۶ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۳ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه او د کندهار ښاروالۍ نرخونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۵۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۲۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۸۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۳۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۴۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۵۲ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۴،۵۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۱ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2
په دولتي پوهنتونونو کي د سیاسي علومو او حقوقو پوهنځي نه تړل کېږي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه راپورونه رد کړل چي، ویل کېدل په دولتي پوهنتونونو کي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي تړل کېږي.
مجاهد نن (یک شنبه) په کابل کي د رسنیو په مرکز کي یوه خبري کنفرانس ته ویلي، په دولتي پوهنتونونو کي د یاد پوهنځي د لا قوي کېدلو او پیاوړتیا له پاره کار روان دی.
د هغه په وینا، دا پرېکړه یوازي په ځینو خصوصي پوهنتونونو کي، چي هلته یاد پوهنځي ته سمه توجه نه کېږي، راجع ده.

اسلامي امارت د هرات د علماوو شورا د رئیس پر مړینه خواشیني څرګنده او "ستره ضایعه" یاده کړه
اسلامي امارت د هرات د علماوو شورا د رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد بشر د مړیني له امله خواشیني څرګنده کړې او د هغه مړینه ئې یوه "ستره ضایعه" یاده کړې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن (یک شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، "د نوموړي علمي هستۍ وفات علمي ټولني او د افغانستان اسلامي امارت ته یوه ستره ضایعه ده، اسلامي امارت د هغه له کورنۍ سره په دې ستر مصیبت کي ځان شریک ګڼي، مرحوم ته له الله تعالی څخه د جنت الفردوس او کورنۍ او خپلو ته ئې جمیل صبر او جزیل اجر غواړي."
په خبرپاڼه کي راغلي چي، اسلامي امارت د هغه علمي خدمتونه او د هرات د علماوو شورا د رئیس په توګه د هغه هلي ځلي ستايي.
نوموړي دیني عالم پرون (شنبه) د زړه د ناروغۍ له امله ساه ورکړه او جنازه ئې نن غرمه یوه بجه د هرات په جامعه فیض العلوم کي ادا کېږي.