ایران یو معلول افغان په دار کړ
د "هه نګاو" په نوم د ایران د بشري حقوقو یو سازمان وایي، د ایران حکومت د ولي جان نورزي په نوم هغه ۲۹ کلن افغان په دار ځړولی چي، معلول و او په ویلچر بایسکل کي ئې ژوند تېراوه.
دغه سازمان په یوه راپور کي ویلي، یاد افغان د رواني سپټمبر میاشتي په دوهمه نېټه د دغه هیواد د کرمان ولایت په رفسنجان مرکزي زندان کي په داسي حال کي په دار ځړول سوی چي، په ویلچر بایسکل کي ناست و او د معلولیت له امله ئې د حرکت توان نه درلود.
په راپور کي راغلي چي، ولي جان نورزی درې کلونه مخکي په دغه هیواد کي د قتل په تور د ایراني پولیسو د عملیاتو پر مهال ونیول سو او په دې عملیاتو کي نوموړی د ایراني پولیسو له خوا وویشتل سو چي په نتیجه کي ئې هغه سخت ټپي او معلول سو.
د سرچینې په وینا، هغه د فراه ولایت اوسېدونکی و.
ایران تېره اوونۍ هم دوه افغانان د دغه هیواد د مشهد په وکیل اباد زندان کي په دار وځړول.
#MillatZagh

😢2
د امو دریا نفتي حوزې د څارني او د زمرد سای د (F.D.F) سیسټم فعالولو تړونونه لاسلیک سول
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري او د (T.N.G) تاتارستاني کمپنۍ د رئیس ترمنځ د امو دریا نفتي حوزې د څارني او مشورتي خدمتونو د وړاندي کولو او د زمرد سای بلاک د (F.D.F) سیسټم د جوړولو تړونونه لاسلیک سوي دي.
ملا هدایت الله بدري د یادو تړونونو د لاسلیک کېدلو پر مهال ویلي، هڅه کوي د هیواد طبیعي سرچینې په مسلکي او شفاف ډول مدیریت او استخراج کړي؛ ترڅو د هیواد عواید زیات او خلکو ته کاري زمینه برابره سي.
د یاد وزارت ویاند همایون افغان ویلي، د امو دریا نفتي حوزې د تړون، چي په ۲،۸ میلیونه امریکايي ډالره او یوه کال کي پلي کېږي، په پلي کېدلو سره به د یادي حوزې د استخراج کچه لوړه او د نورو برخو چاري لا پیاوړي سي.
افغان همدارنګه ویلي، په زمرد سای بلاک کي د یاد سیسټم، چي په ۱۱ میلیونه ډالره او اتو میاشتو کي تطبیق کېږي، په فعالیت به سره د یادي سيمي د نفتو ورځنی استخراج دوه زره مټریک ټنو ته لوړ سي.

❤1
کندهار کي د لوړې بند عملي چاري پیل سوي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کي د لوړې بند د امکان سنجۍ، مطالعې او سروې تړون، چي په تېر ۱۴۴۷ سپوږمیز کال کي لاسلیک سوی، اوس ئې عملي کارونه روان دي.
مجاهد نن (دوشنبه) د "حکومت د مطبوعاتو په هنداره کي" د پروګرام په اووم خبري کنفرانس کي وویل، "د دغه بند د عملي چارو بهیر پیل سوی دی" خو په دې اړه ئې نور جزئیات نه دي ورکړي.
بل خوا د یادي سیمي یو شمېر اوسېدونکي ملت ږغ راډیو ته وايي چي، د دغه بند چاري ټکنۍ دي او له اسلامي امارت څخه غواړي چي، جوړولو ته ئې توجه وکړي؛ ترڅو په جوړېدلو سره ئې ارغستان او نژدې ولسوالۍ له وچکالۍ څخه وژغورل سي.
د یاد بند د امکان سنجۍ، مطالعې او سروې کارونه د تېر ۲۰۲۵ زېږدیز کال د جون میاشتي په پای کي د اوبو او انرژۍ وزارت او افغان- جرمن شرکت ترمنځ په ۱۰۲ میلیونه افغانۍ سره د یوه تړون له مخي پیل سول او په مراسمو کي ئې د اوبو او انرژۍ پخواني وزیر ملا عبداللطیف منصور ویلي و چي، دغه چاري به په ۱۸ میاشتو کي بشپړي سي.

❤2
نن دونۍ د وږي میاشتي ۱۶مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۵ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۳ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۴ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۵۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۴،۷۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۹۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۴۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۱۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۶ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۸ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

عبدالقدیر پهلوان زاده د شخصي دښمنۍ له امله وژل سوی
د هرات امنیه قومنداني وايي، عبدالقدیر پهلوان زاده، چي ویل کېږي تېره جمعه د هرات ښار په څلورمه ناحیه کي په یوه پمپ کي وژل سوی او ویډیو ئې په ټولنیزو رسنیو کي خپره سوې ده، د شخصي دښمنۍ له امله وژل سوی دی.
د یادي قومندانۍ ویاند سید مسعود حسیني ملت ږغ راډیو ته ویلي، دا پېښه د "شخصي دښمنۍ" په نتیجه کي رامنځ ته سوې او په اړه ئې نوري څېړني او د عاملینو د نیولو هڅي هم رواني دي.
د هغه په وینا، یو شمېر مشکوک کسان تر تعقیب لاندي دي.
په دې وروستیو کي په ټولنیزو رسنیو کي یوه ویډیو خپره سوه چي په هرات کي یو نامعلوم وسله وال کس یو بل کس وهي او وروسته ئې د وسلې په وسیله ووژني.

😢4
سعودي عرب، قطر، اذربایجان او ناروې په افغانستان کي پانګوني ته لېوالتیا ښودلې
د افغان سولي له پاره د امریکا متحده ایالتونو پخواني او ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د سعودي عربستان، قطر، اذربایجان او د ناروې هیوادونو یو شمېر شرکتونه لېواله دي، ترڅو په افغانستان کي پانګونه وکړي.
زلمي خلیلزاد نن (دوشنبه) د رئیس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند سره په لیدنه کي ویلي، هغوی غواړي په ځانګړي ډول د افغانستان د نفتو او ګازو پر اکتشاف او استخراج پانګونه وکړي چي، د ملا برادر اخند له خوا ئې هرکلی سوی او د هر ډول همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو ډاډ ئې ورکړی دی.
د زلمي خلیلزاد په وینا، په افغانستان کي پرمختګونه سوي او د بهرنۍ پانګوني د جلب او جذب له پاره ښه زمینه برابره سوې ده.

❤3
زابل کي د یوه کس جسد موندل سوی
د زابل د امنیې قومندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر ملت ږغ راډیو ته تائید کړه، د عبدالحکیم په نوم د کندهار یو اوسېدونکی، چي شاوخوا درې اوونۍ مخکي په زابل کي لادرکه سوی و، نن ئې جسد په شهرصفا ولسوالۍ کي موندل سوی دی.
د جوهر په وینا، د دې پېښي په تور درې مشکوک کسان نیول سوي او زیاتوي چي، د لامل په اړه ئې هم تحقیقات روان دي.
یوې بلي سرچینې ملت ږغ راډیو ته ویلي، عبدالحکیم د کندهار ښار د پنځمې ناحیې اړوند د انصاري مېني اوسېدونکی و او په زابل کي ئې درملتون کاوه چي شاوخوا درې اوونۍ مخکي له زابل څخه کندهار ته پر لاري لادرکه سوی و.

د کشک- تېرپل نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک سو
د کانونو او پټرولیم وزارت او د سعودي عربستان د دلتا نړیوالي کمپنۍ ترمنځ په هرات او بادغیس ولایتونو کي د کشک- تېرپل نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک سو.
د یاد وزارت ویاند همایون افغان ویلي، دا تړون نن (دوشنبه) په کابل کي د رسنیو په مرکز کي د یوه کنفرانس پر مهال د کانونو او پټرولیم د وزیر ملا هدایت الله بدري او د یادي کمپنۍ د اجرائیوي رئیس شاهر التقي ترمنځ د ۲۵ کلونو له پاره لاسلیک سوی چي اته کاله اکتشافي دوره هم ورسره ده او په لومړي پړاو کي به ئې یاده کمپنۍ د دې حوزې د اوو بلاکونو پر اکتشاف او استخراج ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه کوي.
د افغان په وینا، دا حوزه شاوخوا ۲۲ زره کیلومتره مربع مساحت لري او زیاتره بلاکونه ئې د ګازو دي، چي په استخراج سره به ئې افغانستان په دې برخه کي پر ځان بسیا سي.

د سبا (منځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۱۹
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۷
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۱
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۳
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۶
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۱۹
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۲
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۶
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۶

د هرات د پېښي مظنونین نیول سوي
د هرات امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت د څلورمي ناحیې د پېښي، چي یو کس د "شخصي دښمنۍ" له امله په کښي وژل سوی، مظنونین ئې نیولي دي.
د یادي قومندانۍ ویاند سید مسعود حسیني وايي، نیول سوي کسان تر تحقیقاتو لاندي دي او زیاتوي چي، وروسته به ئې اړوندو ارګانونو ته وسپاري.
د حسیني په وینا، دا موضوع په "جدي ډول" تر تحقیقاتو لاندي ده.
په دې وروستیو کي په ټولنیزو رسنیو کي یوه ویډیو نشر سوې چي د هرات په څلورمه ناحیه کي یو نامعلوم وسله وال کس یو بل کس په وسله ووهي او ووژني.

کندهار کي له نظامي زده کړو څخه ۳۸۵ کسان فارغ سول
د کندهار امنیه قومنداني وايي، د کندهار د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۳۸۵ کسان فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته وړاندي سول.
یادي قومندانۍ ویلي، فارغو کسانو ته یوه میاشت "عقیدوي او مسلکي" زده کړي ورکړل سوي او نن (دوشنبه) د یوې غونډي پر مهال د خدمت په موخه ټولني ته وړاندي سوي دي.
په دې مراسمو کي د یاد مرکز تدریسي مرستیال مولوي سید الرحیم فاتح پر فارغو کسانو ږغ کړی چي، په ښه ډول د هیوادوالو خدمت وکړي له ولس سره پر "ښه چلند" ئې ټینګار کړی دی.
تېره دوره هم له یاد مرکز څخه ۸۵ تنه امنیتي پولیس فارغ او د خدمت په پار ټولني ته وړاندي سول.

آریانا افغان هوايي شرکت یوه الوتکه ترمیم او ازمایل
آریانا افغان هوايي شرکت وايي، هغي بوینګ ۷۳۷ الوتکي ته ئې ازمایښتي پرواز ورکړی چي، دوه کاله مخکي په خوست نړیوال هوايي ډګر کي زیانمنه سوې وه.
یاد شرکت ویلي، دا الوتکي ته ئې په ۲،۳ میلیونه امریکايي ډالره انجن رانیولی او په کښي نصب کړی ئې دی چی، تېره ورځ (دوشنبه) ئې په کابل نړیوال هوايي ډګر کي بریالی پرواز هم ورکړی دی.

خوست کي په ۳۷ میلیونه افغانۍ ۱۲ پروژې بشپړي سوې
د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت وایي، په خوست کي ئې په ۳۷ میلیونه افغانۍ پراختیايي پروژې بشپړي او ګټي اخستني ته سپارلي دي.
دغه وزارت ویلي، یادي پروژې په ځاځي میدان او باک ولسوالیو کي تطبیق سوي چي، د کلیوالي سړکونو، کالونو، سربندونو، کارېزونو او استنادي دېوالونو جوړول په کښي شامل وو او پر مهال ئې سلګونو کسانو ته کاري زمینه هم برابره سوې وه.

د کندهار- سپین بولدک اوسپني پټلۍ ډیزاین ۹۵ سلنه بشپړ سوی
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د کندهار- سپین بولدک ۹۶ کیلومتره اوسپني پټلۍ د سروې او ډیزاین کارونه، چي د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په می میاشت کي پیل سوي وو، ۹۵ سلنه بشپړ سوي او وروسته به ئې عملي چاري پیل سي.
ذبیح الله مجاهد پرون (دوشنبه) د رسنیو په مرکز کي "حکومت د مطبوعاتو په هنداره کي" د پروګرام په اووم خبري کنفرانس کي ویلي، له دې سره، سره د کندهار- هرات ۷۶۳ کیلومتره اوسپني پټلۍ د سروې او ډیزاین او د هرات- تورغونډۍ ۱۱۳ کیلومتره اوسپني پټلۍ د امکان سنجۍ مطالعات او ډیزاین هم ۹۵ سلنه بشپړ سوی دی.
د کندهار- سپین بولدک د اوسپني پټلۍ له کندهار ښار څخه پیل او تر سپین بولدک ولسوالۍ پوري رسېږي چي، نه یوازي کندهار او بولدک سره نښلوي، له دې سره، سره به کندهار د اوسپني پټلۍ له چمن ښارګوټي سره هم ونښلول سي.

❤1👍1
نن منځنۍ د وږي میاشتي ۱۷مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۴۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۲۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۸۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۵ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۳ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۴ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۲۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۴،۳۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۸۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۳۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۲۸ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۵ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۹ افغانۍ.

❤1👍1😢1
تېر کال د اوسپني پټلۍ په انتقالاتو کي ۷۷،۹ سلنه زیاتوالی راغلی
د ټولګټو چارو وزارت وایي، په تېر ۱۴۴۷ سپوږمیز کال کي د افغانستان د اوسپني پټلۍ له لارو اووه میلیونه، ۶۰۲ زره او ۴۱۹ مټریک ټنه انتقالات سوي، چي تر ۱۴۴۶ سپوږمیز کال ۷۷،۹ سلنه زیاتوالی په کښي راغلی دی.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا انتقالات د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او هرات- خواف له لارو ترسره سوي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، په ۱۴۴۶ سپوږمیز کال کي د افغانستان د اوسپني پټلۍ له لارو څلور میلیونه، ۲۷۲ زره او ۷۱ مټریک ټنه انتقالات سوي وو؛ خو تېر کال په دغه شمېر کي شاوخوا درې میلیونه ټنه زیاتوالی راغلی دی.

❤2👍1
د سواد نړیواله ورځ؛ یوناما لوستل، لیکل او زده کړو د ټولو حق بولي
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) وايي، هر څوک حق لري؛ ترڅو "ولولي، ولیکي، زده کړه وکړي او په ټولنه کي په بشپړه توګه ګډون وکړي."
یوناما نن (د سپټمبر ۸مه) د سواد نړیوالي ورځي په مناسبت پر خپل فېسبوک دغه څرګندوني کړي او دا څرګندوني ئې له ۶۰ کلونو راهیسي "یوه مفکوره" یاده کړې ده.
د یوناما د شمېرو پر اساس، "په اوسني وخت کي لا هم ۷۳۹ میلیونه ځوانان او لویان د سواد له بنسټیزو مهارتونو څخه بې برخي دي" او په وینا ئې، دوی او د ملګرو ملتونو کلتوري او فرهنګي سازمان (یونیسکو) هڅه کوي؛ ترڅو دا وضعیت بدل، د سواد اموزۍ پروګرامونه پیاوړي او د ټولو له پاره د زده کړو فرصتونه برابر کړي.
هم مهاله په کابل کي د یونیسکو دفتر هم د دې ورځي په مناسبت ویلي چي، د ښه راتلونکي په جوړولو کي سواد یو ښه "فرصت" دی.

افغانستان له زمبابوې او بنګله دېش سره ۵۰ او ۲۰ اوریزي او ټیسټ لوبي کوي
افغان کرکټ ملي لوبډله د روان کال په اکټوبر او نومبر مياشتو کي له زمبابوې او بنګله کرکټ ملي لوبډلو سره ۵۰ اوریزه او درې اړخیزه لوبلړۍ، له زمبابوې سره ۲۰ اوریزه لوبلړۍ او له یادو لوبډلو سره درې ټيسټ لوبي کوي.
د کرکټ بورډ په وینا، لومړی به د اکټوبر له نهمي تر ۱۳مي د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ ټیسټ لوبه وسي، د همدې میاشتي د ۱۷مي او ۲۳مي ترمنځ به د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د ۵۰ اوریزه لوبلړۍ ترسره سي، ټولي لوبډلي به د یو او بل پر وړاندي ولوبېږي او دوې مخکښي لوبډلي به ئې پایلوبه ترسره کړي.
کرکټ بورډ همدارنګه ویلي، د اکټوبر پر ۲۷مه، ۲۹مه او د نومبر پر لومړۍ نېټه به د افغانستان او زمبابوې ترمنځ درې ۲۰ اوریزي لوبي او تر یادو لوبو وروسته به د دواړو ترمنځ دوې ټیسټ لوبي هم وسي چي، یوه به ئې د نومبر له پنځمي تر نهمي او بله به ئې هم د یادي میاشتي له ۱۳مي تر ۱۷مي پوري دوام وکړي.
د کرکټ بورډ په وینا، د دې ټولو لوبو کوربتوب د افغانستان پر غاړه دی او په متحده عربي اماراتو کي ترسره کېږي.

اسلامي امارت له امریکايي ځواکونو څخه پاته سوي تجهیزات هیڅ چا ته نه سپاري
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، په افغانستان کي له امریکایي ځواکونو څخه پاته سوي وسلې او پوځي تجهیزات په اسلامي امارت پوري اړه لري او هیڅ چا ته ئې نه ورکوي.
بلخي د سي بي ایس نیوز نړیوالي خبري شبکې د یوې پوښتني په ځواب کي ویلي، امریکايي ځواکونو په افغانستان کي ګڼ شمېر بې ګناه افغانان وژلي او نه غواړي دا تجهیزات بیرته امریکا متحده ایالتونو ته ورکړي.
د بلخي په وینا، "موږ د افغانستان د شتمنیو د راکړي ورکړي کوم کاروبار نه کوو" او د پوښتني په ډول ئې ویلي چي، امریکايي ځواکونو په افغانستان کي د رامنځ ته سوو "قربانیو او ویجاړیو بیه" پرې کړې ده.
پنټاګون تېر کال ویلي و چي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په وخت کي له دوی څخه د شاوخوا اووه ملیارډ امریکايي ډالرو په ارزښت تجهیزات او وسلې په افغانستان کي پاته سوي دي، چي وخت ناوخت ئې د غوښتلو په اړه د متحده ایالتونو اوسنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ څرګندوني کوي.

👍3❤1👎1
د جمهوري حکومت د ارګ تشریفاتي رئیس هیواد ته راستون سو
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو نیولو کمېسیون وايي، د تېر جمهوري حکومت د ارګ د تشریفاتو رئیس ولیدالله منصور بیرته هیواد ته راستون سوی دی.
یاد کمېسیون ویلي، "نوموړي خپل هیواد ته په راتګ خوښي وښوده او د یاد کمېسیون له هڅو او استقبال څخه ئې مننه وکړه."
له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون په وار، وار په بهر کي پر مېشتو افغانانو او پخوانیو چارواکو ږغ کړی چي، هیواد ته راستانه سي او د هغوی د خوندیتوب ډاډ ئې ورکړی دی.

❤2👍2