Millat Zagh
1.73K subscribers
7.64K photos
70 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
د سږ کال د وروستیو ۶ میاشتو کاري وختونه اعلان سول
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال د وروستیو شپږو میاشتو له پاره د رسمي کارکوونکو کاري وختونه اعلان کړل.
یاد وزارت ویلي، د تلي میاشتي له لومړۍ څخه د روان کال د کب میاشتي تر وروستۍ نېټې پوري به رسميات د سهار له اته نیمو بجو څخه پیل او ماپښین پر درې نیمو بجو به پای ته رسېږي، چي د غرمې له ۱۲ څخه تر یوې بجې د لمانځه او ډوډۍ دمه هم په کښي شامله ده؛ خو د پنج شنبې په ورځ به رسمیات له دمې پرته تر یوې نیمي بجې پوري وي.
د سرچینې په وینا، په دې کاري وختونو کي د روژې میاشت نه ده شامله او زیاتوي چي، د یادي میاشتي په راتګ سره به د یوې میاشتي له پاره لنډ کاري وختونه اعلان کړي.
#MillatZagh
❤2👍2
د متقاعدینو ۱۶م نوملړ اعلان سو
مالیې وزارت د تېر جمهوري حکومت د متقاعدینو ۱۶م نوملړ اعلان کړی دی.
یاد وزارت ویلي، په دغه نوملړ کي د دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست جګړنان، د کورنیو چارو وزارت سمونیاران، د چارو ادارې لوی ریاست، د احصایې او معلوماتي ملي ادارې، د نفوسو د احوالو د ثبت عمومي ریاست، د صکوکو مطبعې او د افسوټر شرکت متقاعدین شامل دي.
د سرچینې په وینا، د یادو کسانو تقاعدونه به د رواني وږي میاشتي له ۲۸مي څخه د سږ ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال د لړم میاشتي تر ۲۸مي نېټې پوري اجرا سي او یاد وزارت له دوی څخه غوښتي چي، تر حضوري تګ مخکي په انلاین بڼه د دغه وزارت په ویبپاڼه کي نوملیکنه وکړي.
یاد وزارت وايي، د پاته نورو ادارو نوملړونه به وروسته اعلان کړي.
#MillatZagh
❤2👍1
په کندهار کي د رنګ جوړولو یوې کارخوني فعالیت پیل کړ
په کندهار کي د رنګ جوړولو یوې کارخوني د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په پانګوني فعالیت پیل کړ.
د یادي کارخوني مسؤلینو نن (چهارشنبه) د دې فابریکې د پرانستلو پر مهال ویلي، موخه ئې د رنګ په برخه کي د وطني تولیداتو وړاندي کول دي او ۲۵ کسانو ته ئې کاري زمینه هم برابره کړې ده.
د هغوی په وینا، په ورځني ډول به په ۱۳ ډولونو کي ۱۸ زره لېټره رنګ تولیدوي او بازار ته به ئې وړاندي کوي.
#MillatZagh
❤5👍1
د سبا (پنځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۹    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۳
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۸
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۱       
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۴         
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۰ 
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۶، کښته ۱۸       
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۴       
نوی ډهلی: اسمان نیمه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۵
#MillatZagh
❤2
د کونړ له کانونو څخه د ۱۵۴،۵ میلیونه افغانیو ډبري وپلورل سوې
د کونړ ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست د دغه ولایت له کانونو څخه د ۱۵۴،۵ میلیونه افغانیو قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د خرڅلاو خبر ورکړی دی.
یاد ریاست ویلي، دا ډبري تېره ورځ (سه شنبه) د یاد ولایت په مرکز اسعد اباد ښار د قیمتي ډبرو په ځانګړي مارکېټ کي د یوې داوطلبۍ له لاري پر ملي سوداګرو پلورل سوي دي.
د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رئیس محمد شېرین حقاني وايي، له دغو ډبرو څخه په ترلاسه پیسو کي ۱۵ میلیونه افغانۍ د اسلامي امارت خزانې ته جمع سوي او پاته نوري د کان کیندونکو دي.
#MillatZagh
❤2👍1
اسلامي امارت مکې مکرمې ته نژدې برید جنایت یاد کړی او په کلکو ټکو ئې غندلی
د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان مکې مکرمې ښار ته نژدې د ډرون برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي ئې دي، یاد وزارت "د حرمینو شریفینو پر لور هر ډول اقدام، چي د دغو سپېڅلو اماکنو امنیت او حرمت ته ګواښ پېښوي، یو نه بخښونکی جنایت" دی.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تېره شپه په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دغه برید د بهرنیو چارو وزارت "ژوره اندېښنه" راپارولې ده.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، حرمین شریفین د اسلامي امت د درناوي وړ مقدسات دي، چي د "مسلمانانو ژور احساسات" راپاروي او باید په هر ډول حالاتو کي له "شخړو، تاوتریخوالو او پوځي اقداماتو" څخه خوندي وساتل سي.
#MillatZagh
❤2
امریکا د کابل د ابي ګېټ د برید په همکارۍ تورن افغان په ۲۰ کاله بند محکوم کړ
امریکا متحده ایالتونو د محمد شریف الله په نوم هغه افغان په ۲۰ کاله بند محکوم کړ، چي د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګسټ میاشتي پر ۲۶مه نېټه د کابل نړیوال هوايي ډګر د ابي ګېټ د ځانمرګي برید په همکارۍ تورن و.
فاکس نیوز امریکايي خبري شبکې ویلي، هغه د امریکا متحده ایالتونو یوې فدرالي محکمې د روان کال په اپرېل میاشت د یاد برید د مالي ملاتړ او همکارۍ "مجرم" ګڼلی دی.
د سرچینې په وینا، محمد شریف الله له (F.B.I) سره په مرکه کي هم منلې چي، له دا.عش وسله والي ډلي سره ئې د ځینو بریدونو په طرحه کولو کي مرسته کړې ده.
د کابل نړیوال هوايي ډګر په ابي ګېټ کي د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګسټ پر ۲۶مه نېټه ځانمرګی برید وسو، چي شاوخوا ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري په کښي ووژل سول او مسؤلیت ئې دا.ع.ش ډلي ومانه.
#MillatZagh
❤2👍1
افغانستان نن له هند سره خپله وروستۍ لوبه کوي
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن ماښام شپږ نیمي بجې له هند کرکټ ملي لوبډلي سره د درو ۲۰ اوریزه لوبو وروستۍ لوبه ترسره کوي.
د دې لوبلړۍ مخکینۍ لوبي هند ګټلي او په نننۍ لوبه سره به د دواړو ترمنځ دا لوبلړۍ پای ته ورسېږي.
#MillatZagh
سږ کال په افغانستان کي د پولیو ۲۵ مثبتي پېښي ثبت سوي
د پولیو د له منځه وړلو د بېړني عملیاتي مرکز مسؤلین وايي، د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیل راهیسي په ټول هیواد کي د ګوزڼ ناروغۍ ۲۵ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
د یاد مرکز مسؤلینو نن (پنج شنبه) په کندهار کي د سوېل لوېدیځ زون له خبریالانو سره د پولیو د عامه پوهاوي او همږغۍ په ناسته کي ویلي چي، دا شمېر تر تېر کال زیاتوالی ښيي.
هغوی پر ټولو هیوادوالو او مشرانو ږغ وکړ چي په را روان ملي کمپاین کي، چي د راتلونکي اوونۍ په سه شنبه په سوېل زون کي پیلېږي، خپل تر پنځو کلونو کم عمره کوچنیان واکسین کړي؛ ترڅو له یادي ناروغۍ څخه وژغورل سي.
‏#MillatZagh
❤2👍1
نن پنځنۍ د وږي میاشتي ۲۶مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۹۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۸ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۶۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۵،۶۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۵۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۱۷ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۶ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۸ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
😢2👍1
اسلامي امارت د ۳ چارواکو دندي تغیر کړې
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د اسلامي امارت د مشر په حکم د درو چارواکو دندي تغیر سوي دي.
ذبیح الله مجاهد نن (پنج شنبه) پر خپل ایکس لیکلي، د فاریاب پخوانی امنیه قوماندان ملا سراج الدین احمدي د ۲۰۹ الفتح قول اردو د لومړۍ پلي لواء نوی قوماندان، د ۲۰۹ الفتح قول د لومړۍ پلي لواء پخوانی قوماندان ملا نادر حقجو د سمنګان نوی امنیه قوماندان او د سمنګان پخوانی امنیه قوماندان مخدوم عبدالخبیر د فاریاب نوی امنیه قوماندان ټاکل سوی دی.
#MillatZagh
❤3👍1
د نن ارزښت؛ صدام مېړنی
نن د ملت ږغ راډیو په ارزښت خپرونه کي د خبریالانو له ډلي صدام مېړنی مېلمه دی، چي په دې خپرونه کي به د ده د ژوند او په رسنیو کي د کار په اړه خبري ورسره وسي.
مېړني په ادبیاتو کي لوړي زده کړي کړي او له ۱۴ کلونو راهیسي په رسنیز ډګر کي کار کوي، چي د هغو له جملې څخه ئې له سباوون راډیو او ټلوېزیون سره په هلمند او کابل کي د خبرونو د مدیر په توګه دندي ترسره کړي او دا مهال په هلمند کي د افغان خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې مسؤلیت ور په غاړه دی.
دا چي نوموړی په دې برخه کي کومي لاسته راوړني او تجربې لري، دا او د ورته نورو پوښتنو د ځوابونو ترلاسه کولو له پاره نن (پنج شنبه) او سبا غرمه دوې بجې د ملت ږغ راډیو ارزښت خپرونه واورئ!
کوربه: کمال الدین افغان.
مېلمه: صدام مېړنی.
ملت ږغ راډیو ۸۷.۸ ایف ایم څپې.
#MillatZagh
❤3👍1
نیمروز او لوګر کي ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د نیمروز او لوګر امنیې قومندانۍ خبر ورکوي چي، نن (پنج شنبه) په یادو ولایتونو کي د دوو ترافیکي پېښو له امله شپږ کسان وژل سوي او درې تنه نور ژوبل سوي دي.
یادو سرچینو ویلي، یو ټکر د نیمروز دروازې ته نژدې د دوو موټرانو ترمنځ سوی چي درې کسان په کښي وژل سوي او درې نور ژوبل سوي او په یوه بله پېښه کي د لوګر د مرکز پل علم ښار په بابوس سیمه کي یو پریس موټر د زیات سرعت له امله د موټر چلوونکي له کنټرول څخه وتلی او په کوچنیانو کي نښتی چي له امله ئې د یوې کورنۍ درې کوچنیان وژل سوي دي.
د هغوی په وینا، یادي پېښي د بې احتیاطۍ او زیات سرعت له امله رامنځ ته سوي او د نیمروز ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.
#MillatZagh
❤1👍1😢1
"د افغانستان د انټرنیټ د داخلي تبادلې مرکز" جوړ سو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په هیواد کي "د افغانستان د انټرنیټ د داخلي تبادلې د مرکز یا (N.I.X.A)" د جوړولو او ګټي اخستني ته د هغه د سپارلو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت ویلي، د "بهرنیو بېلابېلو مسیرونو فعالیت" د معلوماتو "محرومیت" تر سوال لاندي راوستلی و، نو ځکه ئې دا مرکز د "داخلي انټرنیټ د ټرافیک او خوندي ساتلو" په موخه جوړ کړی دی.
د سرچینې په وینا، د دغه مرکز پر جوړولو شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او زیاتوي چي، د دغه مرکز په فعالیت سره د انټرنیټي ترافیک د داخلي تبادلې له پاره مهمه زېربنا برابره سوې؛ ترڅو د مخابراتو پوښښ، سرعت او فعالیت قوي سي.
#MillatZagh
❤3👍1
نیمروز او لوګر کي ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د نیمروز او لوګر امنیې قومندانۍ خبر ورکوي چي، نن (پنج شنبه) په یادو ولایتونو کي د دوو ترافیکي پېښو له امله شپږ کسان وژل سوي او درې تنه نور ژوبل سوي دي.
یادو سرچینو ویلي، یو ټکر د نیمروز دروازې ته نژدې د دوو موټرانو ترمنځ سوی چي درې کسان په کښي وژل سوي او درې نور ژوبل سوي او په یوه بله پېښه کي د لوګر د مرکز پل علم ښار په بابوس سیمه کي یو پریس موټر د زیات سرعت له امله د موټر چلوونکي له کنټرول څخه وتلی او په کوچنیانو کي نښتی چي له امله ئې د یوې کورنۍ درې کوچنیان وژل سوي دي.
د هغوی په وینا، یادي پېښي د بې احتیاطۍ او زیات سرعت له امله رامنځ ته سوي او د نیمروز ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.
#MillatZagh
👍1😢1
د نجونو پر زده کړو د بندیز ۵م کال؛ ۲،۶ میلیونه نجوني له زده کړو محرومي سوي
د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ صندوق (U.N.I.C.E.F) خبر ورکړی چي، له تېرو پنځو کلونو راهیسي ۲،۶ میلیونه افغان نجوني له منځنیو زده کړو څخه بې برخي سوي دي.
یونیسیف نن (پنج شنبه) د نجونو پر زده کړو د یاد بندیز د پنځم کال د پوره کېدلو په مناسبت له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چي، دا بندیز لغوه او نجونو ته بیرته د منځنیو او لوړو زده کړو اجازه ورکړي.
تېره ورځ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کي هم د افغان نجونو د زده کړو او کار د بندیزونو په اړه خبري سوي او له اسلامي امارت څخه د یادو بندیزونو د لېري کېدلو غوښتنه سوې ده.
تر اوسه اسلامي امارت په دې اړه څه نه دي ویلي.
#MillatZagh
❤2👎2👍1
روانه اوونۍ ښځو د حقوقو اړوند ۱۲۵ قضیې حل سوي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، د رواني اوونۍ پر مهال ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۱۲۵ قضیې حل کړي دي.
یاد وزارت ویلي، په دې قضیو کي له کورنیو تاوتریخوالو څخه د ښځو ژغورل، د اجباري نکاحګانو مخنیوی او شرعي نکاحګانو ته زمینه برابرول شامل دي.
یادي سرچینې همدارنګه ویلي، په دې موده کي ئې د هیواد په ګوټ، ګوټ کي ۷۷ لويي او کوچنۍ دښمنۍ په دوستۍ بدلي کړي او د کوډ او جادو کولو ۱۰ تورن کسان ئې د نورو اجراآتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته سپارلي دي.
#MillatZagh
❤4
غزني کي په ۳۷۱ میلیونه افغانۍ د کابل- کندهار لاري د یوې برخي د پراخولو کارونه پیل سول
د غزني ښاروالۍ وايي، د دغه ولایت په مرکز غزني ښار کي ئې په ۳۷۱ میلیونه افغانۍ د کابل- کندهار لويي لاري د ۱۳ کیلومتره برخي د پراخولو او جوړولو کارونه پیل کړي دي.
یادي ښاروالۍ ویلي، د دې پروژې چاري نن (پنج شنبه) د ځینو ولایتي چارواکو له خوا پیل سوې او په یوه کال کي به بشپړي سي.
د دغه ولایت ښاروال ابو محمد ثابت د دې پروژې د پرانستغونډي پر مهال ویلي، په یاده پروژه کي د غزني ښار له روضې سیمي څخه د ښاروالۍ تر دروازې پوري د کابل- کندهار لويي لاري د دواړو غاړو پراخول شامل دي، چي هره یوه به ئې د ۱۴- ۱۴ متره په پراخوالي سره جوړه سي.
د ثابت په وینا، په دې پروژه کي د سړک په دواړو خواوو کي د ویالو او پلي لارو جوړول هم شامل دي.
#MillatZagh
❤3👍1
د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۱۷
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۴
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۸
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۱۹
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۵
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۹
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۹
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۴
نوی ډهلی: اسمان نیمه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۴
#MillatZagh
❤5
په کندز، بغلان او بلخ کي ۳ صنعتي ښارګوټي پرانستل سول
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال په کندز، بغلان او بلخ ولایتونو کي د درو صنعتي ښارګوټو د جوړولو د چارو پرانستنه کړې ده.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، په یادو ښارګوټو کي په کندز کي د عبدالرحمان بن سمره (رضي الله عنه) ۱۰ زره جریبه ښارګوټی، په بغلان کي د امام قتیبه بن سعید (البغلاني رحمه الله) ۱۶۰۰ جریبه ښارګوټی او په بلخ کي د امام شقیق بلخ (رحمه الله) ۲۲ زره جریبه ښارګوټی دی.
ملا برادر اخند د دغو ښارګوټو د پرانستلو پر مهال ویلي، د دې ښارګوټو په جوړولو سره به ګڼي فابریکې فعاله او د افغانستان صنعت وده وکړي.
یادي سرچینې ویلي، ملا برادر اخند په کندز کي "ختیځ لمر" د اوسپني ویلي کولو یوه فابریکه هم ګټي اخستني ته سپارلې، چي یوه بهرني شرکت ۸،۶ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه پر کړې، په ورځني ډول ۳۰۰ مټریک ټنه اوسپنه ویلي کوي او شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته کاري زمینه هم په کښي برابره سوې ده.
#MillatZagh
❤2