اسلامي امارت د کوهاټ برید غندلی او هغه ئې "نه توجیه کېدونکی" عمل بللی
د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان تر ولکې لاندي د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کي د جمعې د لمانځه پر مهال د تېري ورځي د برید په اړه خواشيني څرګنده کړې او دغه برید ئې "یو نه توجیه کېدونکی او د غندني وړ عمل" یاد کړی دی.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، اسلامي امارت یاد برید په "کلکو ټکو غندي" او په "مقدسه" ځایونو کي بریدونه د غندني وړ بولي.
په یاده خبرپاڼه کي اسلامي امارت د دغه برید د قربانیانو کورنیو ته د خواخوږۍ پیغام هم ورکړی دی.
یاد برید تېره ورځ د کوهاټ په یوه مسجد کي د پولیسو یوه مرکز ته نژدې وسو، چي شاوخوا ۲۰ کسان په کښي وژل سوي او تر ۷۰ زیات نور په کښي ژوبل سوي دي.
#MillatZagh

❤3👎1
د نړیوال بانک او د خوړو او کرهڼي نړیوال سازمان پلاوی کندهار ته راغلی
د افغانستان له پاره د نړیوال بانک رئیس فاریس هداد زېروس او د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼي نړیوال سازمان رئیس ریچارډ ترنچارډ کندهار ته راغلي او د کندهار له والي ملا شېرین اخند سره ئې په کندهار کي د ځینو مهمو او اساسي پروژو په اړه خبري کړي دي.
د کندهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي، په دې لیدنه کي ملا شېرین اخند له هغوی څخه غوښتي چي، د کندهار د دهلې بند د لوړولو، د میرویس سیمه ییز روغتون د ملاتړ، د سړو خونو او چیک ډېمونو جوړولو، وچو او تازه مېوو ته د بازار موندني او د نشه يي توکو د بدیل کښت په ګډون په کندهار کي د ځینو اساسي پروژو ملاتړ وکړي او یادي پروژې تطبیق کړي.
د سرچینې په وینا، یادو چارواکو په دې لیدنه کي ملا شېرین اخند ته ډاډ ورکړی چي، هڅه کوي، ترڅو د دغه ولایت لومړنۍ او اساسي پروژې ملاتړ او تطبیق کړي.

❤1
په نژدې راتلونکي کي د ټاپ برېښنا پروژې د لاري نقشه تائیدېږي
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د ټاپ (T.A.P) ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا پروژې د رئیس مراد ارتیکوف په مشرۍ د ترکمنستان یو پلاوی افغانستان ته راغلی او د دغه شرکت له عمومي رئیس ملا عبدالحق همکار سره ئې د دې پروژې د لاري د نقشې په اړه خبري کړي دي.
یاد شرکت ویلي، دغه پلاوي له ملا عبدالحق سره په دې ناسته کي ویلي چي، په نژدې راتلونکي کي به د یادي پروژې د لومړنۍ لاري نقشه تائید او وروسته به ئې نور کارونه ئې پیل سي.
د سرچینې په وینا، یاد پلاوي ویلي، هیواد ئې چمتو دی، ترڅو ژر تر ژره دا پروژه پیل کړي.
افغانستان برېښنا شرکت همدارنګه ویلي، دغه پلاوي د هرات د نور الجهاد سب سټېشن د نیمګړو چارو د بشپړولو او د بادغیس ولایت بالا مرغاب ولسوالۍ ته د برېښنا رسولو او تأمین په اړه هم ژمني کړي دي.
په دې پروژه کي له ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو څخه په تېرېدلو پاکستان ته ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږدول کېږي چي، افغانستان ته به د نورو ګټو سره، سره د دې پروژې کلنی د ټرانزیټ فیس هم ورکول کېږي.

نن پیلنۍ د وږي میاشتي ۲۸مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۶۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۸۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۸ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۶۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۵،۵۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۵۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۴ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۱۹ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۶ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۸ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

❤2
په تخار کي ۵۴۳ کیلو ګرامه تاریاک او چرس نیول سوي
د تخار امنیه قومنداني وايي، د تېرو دوو ورځو پر مهال ئې په درو عملیاتو کي ۵۴۳ کیلو ګرامه تاریاک او چرس نیولي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، په دغو نشه يي توکو کي ۴۲۰ کیلوګرامه تاریاک په یوه شخصي امبولانس کي او همدارنګه ۹۷ کیلو ګرامه نور تاریاک او ۲۶ کیلو ګرامه چرس په دوو نورو عملیاتو کي نیول سوي دي.
د سرچینې په وینا، د دغو نشه يي توکو په تور نهه کسان نیول سوي او تر تحقیقاتو بشپړېدلو وروسته به اړوندو ارګانونو ته وسپارل سي.

ابو نصر فراهي ګمرک کي په ۶۴،۴ میلیونه افغانۍ څلور هنګرونه جوړ سول
مالیې وزارت وایي، د فراه ولایت په ابو نصر فراهي ګمرک کي ئې په ۶۴،۴ میلیونه افغانۍ څلور هنګرونه جوړ او ګټي اخستني ته سپارلي دي.
یاد وزارت ویلي، دا هنګرونه په ټوله ییز ډول د ۳۲ زره متریک ټنه توکو د ساتلو ظرفیت لري، چي د سوداګریزو توکو د خوندیتوب له پاره به ګټور تمام سي.
د سرچینې په وینا، یاد هنګرونه د دغه وزارت په پراختیايي بودجه جوړ سوي او په فعالیت سره به ئې یو شمېر کسانو ته کاري زمینه برابره سي.

هرات کي په ۱،۵ میلیونه ډالره یوه سړه خونه جوړه سوه
د هرات ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، په دغه ولایت کي په ۱،۵ میلیونه امریکايي ډالره یوه سړه خونه جوړه او ګټي اخستني ته وسپارل سوه.
یاد دفتر ویلي، دا سړه خونه د خصوصي سکټور له خوا پر څلور زره متره مربع مځکه په شپږو میاشتو کي جوړه سوې او د درې زره مټریک ټنه توکو د ساتلو ظرفیت لري.
د یادي سړې خوني مسؤلینو ویلي چي، په میاشتني ډول ئې د تازه مېوو د هر کیلو ګرام د ساتني لګښت د محصول د ډول او د ساتني د مودې له مخي له دوو څخه تر ۱۰ افغانیو پوري ټاکلی دی.

د سبا (یونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۱۸
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۵
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۱۸
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۱۹
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۴
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۰
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۲۱
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۶
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۵

ایران کي د یوې ترافیکي پېښي له امله ۷ افغان کډوال وژل سوي
د ایران د بشري حقوقو یو سازمان (حال وش) وايي، د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په سرباز ولسوالۍ کي د یوې ترافیکي پېښي له امله اووه تنه افغان کډوال وژل سوي دي.
یاد سازمان په یوه راپور کي ویلي چي، دا ترافیکي پېښه پرون (جمعه) سهار مهال د افغان کډوالو د لېږدوونکي او یوه بل موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځ ته سوې ده.
تېره شنبه ماښام هم د ایران د کهګیلویه او بویر احمد ولایت په توت نده سیمه کي د افغان کډوالو او یوه بل موتر ترمنځ په ټکر کي اووه افغانان ووژل سول.

❤1😢1
سبا په ټول هیواد کي د پولیو ناروغۍ د واکسین کمپاین پیلېږي
له پولیو څخه پاک افغانستان بنسټ (Polio Free Afghanistan) خبر ورکړی چي، سبا (دوشنبه) په ټول هیواد کي د پولیو ناروغۍ د واکسین ملي کمپاین پیلېږي.
یاد بنسټ ویلي، دا کمپاین به په سوېلي زون کي یوه ورځ وروسته په (سه شنبه) پیل سي او تر راتلونکي جمعې پوري به دوام وکړي؛ څو تر پنځو کلونو کم عمره کوچنیانو ته دوه څاڅکي د پولیو واکسین ورکړل سي او له یادي ناروغۍ څخه وژغورل سي.
دا کمپاین داسي مهال پیلېږي چي یو شمېر سرچینې وايي، د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال راهیسي په افغانستان کي د یادي ناروغۍ ۲۹ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.

❤2👍1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
پنجشېر ته د روسي ګرځندویانو ۷۰ کسیزي سیاحتي ډلي سفر کړی
د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون ملت ږغ راډیو ته ویلي چي، د روسي ګرځندویانو یوې ۷۰ کسیزه ډلي د سیاحت په موخه پنجشېر ته سفر کړی دی.
لټون په وینا، هغوی په ۱۳ موټرانو کي یاد ولایت ته ورغلي او غواړي د پنجشېر له بېلابېلو سیمو څخه لیدني وکړي.
سیف الدین لټون ویلي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال له پیل راهیسي د ۵۰۰ بهرنیو ګرځندویانو په ګډون شاوخوا ۴۵۰ زره ګرځندویانو یاد ولایت ته د سیاحت او تفرېح په موخه سفر کړی او له بېلابېلو سیمو څخه ئې لیدني کړي دي.

د کندهار ښاري محکمې تېره میاشت ۵۶۵ دوسیې حل کړي
ستره محکمه وايي، د کندهار ښاري ابتدائیه محکمې د روان ۱۴۴۷ سپوږمیز کال په تېره ربیع الاول میاشت کي ۵۶۵ دوسیې حل کړي دي.
یادي محکمې ویلي، په دې قضیو کي ۲۲۲ حقوقي دي چي د ۱۸۰ دوسیو په اړه قضايي قرارونه صادر سوي او ۴۲ نوري فیصله سوي دي او پاته ۳۴۳ جزايي دوسیې دي چي د ۱۷۳ په اړه قضايي قرارونه صادر سوي او ۱۷۰ نوري فیصله سوي دي.

نن یونۍ د وږي میاشتي ۲۹مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۶۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۸۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۸ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۵ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۶۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۵،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۵۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۸۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۲۲ کلداري.

ننګرهار او بلخ کي د ترافیکي پېښو له امله ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ننګرهار او بلخ امنیې قومندانیو خبر ورکړی چي، پرون (شنبه) په یادو ولایتونو کي د پنځو ترافیکي پېښو له امله اته کسان وژل سوي او ۱۲ تنه نور ژوبل سوي دي.
یادو سرچینو ویلي، څلور ترافیکي پېښي د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او د دغه ولایت په بټي کوټ او کوټ ولسوالیو کي سوي، چي له امله ئې اووه کسان وژل سوي او یو بل ژوبل سوی او همدارنګه یوه ترافیکي پېښه په بلخ کي د مزار شریف- کابل پر لویه لاره سوې، چي له امله ئې یو کس وژل سوی او ۱۱ تنه نور ژوبل سوي دي.
امنیتي چارواکو د دې پېښو لاملونه بې احتیاطي او زیات سرعت یاد کړی دی.

❤1👎1😢1
ایران د افغانستان له پاره د ۲۰۰۰ مېګاواټه برېښنا برابرولو ته چمتووالی ښودلی
د افغانستان د دولتي شرکتونو ریاست وايي، د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي ابادي ویلي، هیواد ئې چمتو دی، ترڅو د افغانستان له پاره ۲۰۰۰ مېګاواټه برېښنا برابره کړي او افغان کادرونو ته د برېښنا په برخه کي روزنه ورکړي.
د سرچینې په وینا، علي ابادي دا څرګندوني ایران ته د افغانستان د امارتي شرکتونو د عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال د سفر پر مهال او د علي ابادي او بلال ترمنځ په لیدنه کي کړي دي.
یاد شرکت ویلي، دواړو لورو په دې لیدنه کي د افغانستان او ایران ترمنځ د انرژۍ د همکاریو د پراختیا، د تخنیکي ظرفیتونو د پیاوړتیا او د ګډو پروژو د عملي کولو په اړه هم خبري کړي دي.

افغانستان بانک د هیوادوالو زاړه بانکنوټونه په نوو ور بدلوي
افغانستان بانک د زړو (مندرسو) بانکنوټونو عکسونه او نښي خپرې کړې او له ټولو هیوادوالو څخه ئې غوښتي چي، یاد بانکنوټونه په مرکز او ولایتونو کي د افغانستان بانک او سوداګریزو بانکونو نمایندګیو ته ور وړي او پر ځای ئې نوي بانکنوټونه ترلاسه کړي.
یاد بانک ویلي، هغه بانکنوټونه چي ظاهري بڼه ئې تغیر سوي، یوه یا ډېري برخي ئې څیري سوي، لیکني پر سوي، امنیتي نښي ئې خرابي سوي او په صرافۍ ماشینونو کي د حساب وړ نه وي، دوی ئې په نوو بانکنوټونو بدلوي.
دا په داسي حال کي ده، چي تېره اوونۍ افغانستان بانک له مرکزي، سوېل ختیځ او ختیځ زونونو څخه راټولي سوي ۶۶۰ میلیونه او ۲۰۰ زره زړې افغانۍ وسوځولې او پر هیوادوالو ئې ږغ وکړ چي د بانکنوټونو په ساتلو کي احتیاط وکړي او په بټوو کي ئې په سم ډول وساتي؛ ترڅو ژر زاړه نه سي.

❤3👍1
کندهار کي په ۱۸ میلیونه افغانۍ یو چک ډېم جوړ سو
د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د کندهار د کښته شاولیکوټ ولسوالۍ په کندلانو سیمه کي ئې یو چک ډېم جوړ او ګټي اخستني ته سپارلی دی.
یاد وزارت نن (یک شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا چک ډېم د دغه وزارت له پراختیايي بودجې څخه په ۱۸ میلیونه، ۴۸۳ زره او ۳۷۳ افغانۍ په ۱۱ میاشتو کي جوړ سوی، چي ۱۳ متره لوړوالی او ۱۴۸متره اوږدوالی لري او په جوړېدلو سره ئې ۳۰۰۰ جریبه کرهڼیزي مځکي ته د خړوبولو زمینه برابره سوې ده.
د کندهار اوسېدونکي له حکومت څخه غواړي، چي د وچکالۍ د مخنیوي په خاطر په ولسوالیو کي د اوبو بندونه او چک ډېمونه جوړ کړي؛ ترڅو باغونه او کرهڼيزي مځکي ئې وچي نه سي.

❤4👍1
فراه کي یوه کس ځان وژنه کړې
د فراه امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په درېیمه امنیتي حوزه کي د عبدالمتین په نوم یوه کس ځان وژنه کړې ده.
یادي قومندانۍ ویلي، دا کس تېره ورځ (شنبه) د موږکانو زهر خوړلي او وروسته ئې د رسۍ په وسیله ځان ځړولی دی.
سرچینې زیاته کړې چي، هغه د نشه يي توکو روږدی و.

😢3👎1
غزني کي د خاوري ښویېدلو له امله ۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د غزني امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د دهیک ولسوالۍ په تاسنګ سیمه کي د خاوري را ښویېدلو له امله دوه کسان وژل سوي او یو بل سخت ژوبل سوی دی.
یادي قومندانۍ ویلي، دا پېښه نن (یک شنبه) تر غرمي مخکي هغه مهال رامنځ ته سوه، چي یادو کسانو له یوې غونډۍ څخه بلي سیمي ته خاوره لېږدول او له غونډۍ څخه خاوره پر را نړېدلې ده.
د سرچینې په وینا، د وژل سوو کسانو جسدونه له خاورو څخه تر را ایستلو وروسته خپلو کورنیو ته سپارل سوي او ژوبل سوی کس د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوی دی.

😢2❤1👍1
د سبا (دونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۱۸
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۶
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۰
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۱۹
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۴
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۰
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۲۱
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۶
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۶

❤3