Millat Zagh
1.73K subscribers
7.64K photos
70 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
تېره شپه د پاکستان په بریدونو کي ۶ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پاکستاني پوځي رژیم تېره شپه یو ځل بیا پر کونړ او پکتیکا هوايي بریدونه کړي چي له امله ئې د دوو ښځو په ګډون څلور ملکي کسان وژل سوي او دوه نور ژوبل سوي دي.
ذبیح الله مجاهد پر خپل ایکس لیکلي، دا بریدونه د کونړ د نور ګل ولسوالۍ په بټن او د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په رخه او تور کنډي سیمو کي سوي چي، پر برمل ولسوالۍ بریدونه کوم ځاني زیان نه لري.
د مجاهد په وینا، اسلامي امارت "دا تجاوز او ظلم" غندي او زیاتوي چي پاکستان له خپلو "امنیتي‌ ناکامیو" څخه د "پام اړولو" په خاطر په یاد "جنایت" لاس پوري کړ.
هغه خبرداری ورکړی چي، اسلامي امارت به د دغو بریدونو "ځواب په مناسبت وخت" کي ورکړي.
#MillatZagh
❤3😢3👎1
کاپیسا کي د یوې "کورنۍ دښمنۍ" له امله ۴ کسان وژل سوي
د کاپیسا امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د تګاب ولسوالۍ په ببر خواجه سیمه کي د یوې "کورنۍ دښمنۍ" له امله په رامنځ ته سوې پېښه کي د یوې کورنۍ څلور کسان وژل سوي دي.
د یادي قومندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز ملت ږغ راډيو ته ویلي، دا پېښه تېره شپه شاوخوا دوې بجې سوې او زیاتوي چي، په وژل سوو کسانو کي درې ښځي او یو کوچنی شامل دی.
د فایز په وینا، د دې پېښي په تور د دې کورنۍ یو غړی نیول سوی او د نورو عاملینو د نیولو هڅي هم رواني دي.
#MillatZagh
😢3👍1
آریانا افغان هوايي شرکت له متحده عربي اماراتو څخه یوه کارګو الوتکه چارټر کړه
آریانا افغان هوايي شرکت وايي، یوه (B- 737- 300) کارګو الوتکه ئې نن (دوشنبه) کابل نړیوال هوايي ډګر ته را رسېدلې ده، چي د سوداګریزو مالونو د انتقال له پاره به ځانګړي سي.
یاد شرکت ویلي، دا الوتکه ئې د متحده عربي اماراتو له ایر چارټر ایکسپریس کمپنۍ څخه د یوه کال له پاره قرارداد کړې ده.
د سرچینې په وینا، دا الوتکه د ۱۷ مټریک ټنه توکو د لېږدولو ظرفیت لري او د هوا له لاري د افغانستان د صادراتو او انتقالاتو د زیاتوالي او د هوايي ټرانسپورټ د ظرفیت لوړولو په برخه کي به مهم رول ولوبوي.
#MillatZagh
❤5👍1
د مسجد الحرام مؤذن وفات سو
حرمینو شریفینو ویلي چي، د مسجد الحرام مؤذن شیخ ابراهیم بن عادل حمزه المدني نن سهار تر وروستي اذان کولو وروسته وفات سوی دی.
حرمینو شریفینو پر خپل ایکس لیکلي، د هغه د جنازې لمونځ به نن (دوشنبه) ماځیګر په مسجد الحرام کي ادا او وروسته به په العملاة هدیره کي خاورو ته وسپارل سي.
المدني په ۱۳۹۷ سپوږمیز کال کي د سعودي عربستان په مدینه منوره کي زېږېدلی و چي له کوچنيوالي څخه ئې له دیني زده کړو سره مینه وه او له ۱۴۳۹ سپوږمیز کال راهیسي ئې په مسجد الحرام کي د مؤذن دنده ترسره کوله.
#MillatZagh
😢6👍1
کرزي پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه وغندل
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه په "کلکه غندلي" او دا بریدونه ئې د افغانستان د "حریم نقض" یاد کړی دی.
کرزي ویلي، د پاکستان اوسني "امنیتي مشکلات" د افغانستان په اړه د دغه هیواد د "ناسمو سیاستونو پایله" ده او له پاکستان څخه ئې غوښتي چي "پر خپلو پالیسیو له سره کتنه وکړي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب، نېکو اړیکو او متمدني رابطې لاره خپله کړي."
هغه د یادو بریدونو د قربانیانو له کورنیو غمشریکي کړې او ټپیانو ته ئې د الله (جل جلاله) له دربار څخه د بشپړي روغتیا هیله څرګنده کړې ده.
#MillatZagh
❤1👎1
نن دونۍ د وږي میاشتي ۳۰مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۷ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۵ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۷۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۶،۶۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۵۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۴ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۲۷ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۵،۵۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۸ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤1👍1
نن په ټول هیواد کي د پولیو ناروغۍ کمپاین پیل سو
د عامي روغتیا وزارت وايي، نن (دوشنبه) په ټول هیواد کي د پولیو ناروغۍ د واکسین ملي کمپاین پیل سوی دی.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان ویلي، یاد کمپاین به په سوېلي ولایتونو کي د لا ښه تطبیق په موخه سبا پیل سي او څلور ورځي به دوام وکړي، چي پر مهال به ئې د ټول هیواد هیواد په کچه ۱۲ میلیونه او ۷۷۰ زره تر پنځو کلونو کم عمره کوچنیانو ته دوه څاڅکي د پولیو واکسین ورکړل سي.
دا کمپاین داسي مهال پیل سوی چي، تېره اوونۍ یوې سرچینې ملت ږغ راډیو ته ویلي و چي، د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیل راهیسي په افغانستان کي د پولیو ناروغۍ ۲۹ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
#MllatZagh
❤2👎1
ناروې له افغانستان سره ۱،۶۳ میلیونه ډالره مرسته وکړه
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر (O.C.H.A) وايي، ناروې له افغانستان سره ۱،۶۳ میلیونه امریکايي ډالره مرسته کړې ده.
اوچا ویلي چي، په دې مرسته به اړمنو افغانانو ته بشري مرستي برابري کړي.
#MillatZagh
👍2❤1
د افغانستان او ترکمنستان دوه ورځنۍ ټرانسپورټي او ټرانزیټي ناسته پیل سوه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، په هرات کي د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوه ورځنۍ ټرانسپورټي او ټرانزیټي ناسته پیل سوې ده.
یاد وزارت ویلي، دا ناسته نن (سه شنبه) پیل سوه او سبا به هم دوام وکړي چي د افغانستان د پلاوي مشري د ټرانسپورټ وزارت کوي او د بهرنیو چارو او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان د اوسپني پټلۍ عمومي ادارې استازي هم په کښي شامل دي.
د سرچینې په وینا، په دې ناسته کي د افغانستان او ترکمنستان د موټر چلوونکو او سوداګرو له پاره د دوه اړخیزه وېزو ورکولو د اسانتیا، د لاجورد دهلېز د عملیاتي کولو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د ټرانزیټي موټرانو د ازاد تګ راتګ او د ټرانسپورټي همکاریو په اړه خبري کېږي.
#MillatZagh
❤2
د افغانستان او ترکمنستان دوه ورځنۍ ټرانسپورټي او ټرانزیټي ناسته پیل سوه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، په هرات کي د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوه ورځنۍ ټرانسپورټي او ټرانزیټي ناسته پیل سوې ده.
یاد وزارت ویلي، دا ناسته نن (سه شنبه) پیل سوه او سبا به هم دوام وکړي چي د افغانستان د پلاوي مشري د ټرانسپورټ وزارت کوي او د بهرنیو چارو او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان د اوسپني پټلۍ عمومي ادارې استازي هم په کښي شامل دي.
د سرچینې په وینا، په دې ناسته کي د افغانستان او ترکمنستان د موټر چلوونکو او سوداګرو له پاره د دوه اړخیزه وېزو ورکولو د اسانتیا، د لاجورد دهلېز د عملیاتي کولو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د ټرانزیټي موټرانو د ازاد تګ راتګ او د ټرانسپورټي همکاریو په اړه خبري کېږي.
#MillatZagh
❤2
په لړم میاشت کي د افغانستان د کانونو لومړنی نندارتون جوړېږي
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال د لړم میاشتي له شپږمي نر نهمي نېټې د افغانستان د کانونو لومړنی ملي او نړیوال نندارتون جوړوي.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان ویلي، دا نندارتون په کابل کي د باختر درخشان شرکت په همکارۍ جوړېږي او پر کورنیو او بهرنیو پانګوالو او شرکتونو ئې ږغ کړی چي، په یاد نندارتون کي ګډون وکړي.
د افغان په وینا، په دغه نندارتون کي به د افغانستان د کاني زېرمو ظرفیتونه، تولیدات او د پانګوني موجود فرصتونه نندارې ته وړاندي سي.
#MillatZagh
❤2
کندهار کي د احمدشاهي جادې د ډامبرولو کارونه پیل سول
کندهار ښاروالي وايي، له سردار مدد خان څلور لاري څخه تر ډنډ څلور لاري پوري د احمد شاهي جادې د ډامبرولو کارونه ئې پیل کړي دي.
یادي ښاروالۍ ویلي، د دې جادې د ډامبرولو کارونه نن (دوشنبه) له ډنډ څلور لاري څخه پیل سول او ټاکل سوې چي د دې جادې ټولي رغنیزي چاري په څلورو میاشتو کي بشپړي سي.
د سرچینې په وینا، د دغه سړک پر ډامبرولو شاوخوا ۵۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او ۴۰۰ کسانو ته کاري زمینه هم په کښي برابره سوې ده.
دا جاده له سردار مدد خان څلور لاري څخه پیل او تر ډنډ څلور لاري پوري د ۳،۵ کیلومتره اوږدوالي او ۶۰ متره په پراخوالي سره جوړېږي چي، د چریو، پلچکونو او پیاده روونو جوړول هم په کښي شامل دي او جوړولو ته ئې شاوخوا یو ملیارډ افغانۍ ځانګړي سوي دي.
#MillatZagh
❤5
یوناما پر افغانستان د پاکستان بریدونه او د هغو ملکي مرګ ژوبله تائید کړه
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) پر افغانستان د پاکستان بریدونه تائید کړي او ویلي ئې دي چي، په دې بریدونو کي په کونړ ولایت کي درې ملکي کسان وژل سوي او څلور نور ژوبل سوي دي.
یوناما ټینګار کړی چي، ملکي کسان باید خوندي وساتل سي او د "نړیوال بشري قانون" د درناوي او مراعتولو غوښتنه ئې کړې ده.
د ملګرو ملتونو په وینا، د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیل راهیسي په افغانستان کي د پاکستان د بریدونو له امله تر ۱۱۰۰ زیاتو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
#MillatZagh
❤1
د سبا (منځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۱۷    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۴
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۱
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۰       
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۴         
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۰ 
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۱       
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۵       
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۶
#MillatZagh
❤1
اسلامي امارت د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
د بهرنیو چارو وزارت وايي، پر افغان خاوره د پاکستان د تېري شپې د بریدونو په غبرګون کي ئې په کابل کي د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار او شدید احتجاج لیک ئې ورسپارلی دی.
یاد وزارت ویلي، دا بریدونه په ښکاره ډول د "افغانستان د ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا نقض" دی او په "کلکو ټکو" ئې غندي.
د بهرنیو چارو وزارت هغه ادعاوي هم په کلکه رد کړي چي "ګواکي په پاکستان کي وروستۍ امنیتي پېښي د افغانستان له خاوري څخه سرچینه اخلي" او زیاته کړې ده چي، پاکستان باید خپلي "امنیتي او سیاسي ستونزي" پر نورو هیوادونو و نه تړي، باید "خپله د هغو د واقعي لاملونو پر موندلو او حل تمرکز وکړي."
د بهرنیو چارو وزارت وايي، "اسلامي امارت باور لري چي د دا ډول بې بنسټه ادعاوو مطرح کول او د هغو پر بنسټ د پوځي اقداماتو توجیه کېدل د واقعیتونو د تحریف او د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه ده."
#MillatZagh
❤1👍1
د ایران سفیر د کرهڼي وزارت پلاوي ته د دغه هیواد د سفر بلنه ورکړې
په کابل کي د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د افغانستان د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري ته د ایران د سفر بلنه ورکړې ده.
د کرهڼي وزارت ویاند شېر محمد حاتمي وایي، بیکدلي دا بلنه تېره ورځ (دوشنبه) د یوې لیدني پر مهال عمري ته ورکړې چي پر اساس به ئې په نژدې راتلونکي کي د کرهڼي او مالدارۍ د مرستیال وزیر صدراعظم عثماني په مشرۍ او د خصوصي سکټور په ملتیا یو پلاوی ایران ته ولاړ سي.
د حاتمي په وینا، په دې ناسته کي عمري او بیکدلي د افغانستان او ایران د دوه اړخیزه همکارۍ په اړه هم خبري کړي او بیکدلي ویلي هیواد ئې چمتو دی، ترڅو له افغانستان سره د کرهڼي او مالدارۍ او د نساجۍ فابریکو جوړولو په برخه کي همکاري وکړي.
#MillatZagh
❤1👍1
خلیلزاد پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه وغندل
د افغان سولي له پاره د امریکا متحده ایالتونو پخواني او ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه غندلي او ویلي ئې دي دا بریدونه داسي مهال ترسره کېږي چي په پاکستان کي کورني کړکېچونه تر بل هر وخت پر زیاتېدلو دي.
خلیلزاد پر خپل ایکس لیکلي، له افغانستان سره د پاکستان اوسنی چلند د دغه هیواد د کورنیو کړکېچونو او له افغانستان سره د اړیکو په برخه کي ګټور نه دی او ویلي ئې دي چي، پاکستان باید دا تګلاره بدله کړي.
د زلمي خلیلزاد په وینا، که دغه حالت دوام ولري، ښايي د دواړو له پاره "بد خبرونه" له ځان سره ولري.
د یوناما د شمېرو له مخي، پر افغانستان د پاکستان د وړمي شپې په بریدونو کي، چي پر کونړ او پکتیکا وسول، له امله ئې په کونړ کي درې ملکي کسان وژل سوي او څلور نور ژوبل سوي دي.
#MillatZagh
❤2👍1
د سوداګرۍ وزیر د برېټانیا له استازي سره د دوه اړخیزه اړیکو او نړیوال تعامل په اړه خبري کړي
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي د افغانستان له پاره د برېټانیا له ځانګړي استازي ریچاډ لینزي سره د افغانستان او برېټانیا د دوه اړخیزه اقتصادي اړیکو د پراختیا او له نړیوالي ټولني سره د تعامل په اړه خبري کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا خبري پرون (دوشنبه) ناوخته په یوه انلاین ناسته کي سوي او پر مهال ئې عزیزي د افغانستان او برېټانیا د دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا او له نړیوالي ټولني سره پر رغنده تعامل او متقابل درناوي ټینګار کړی دی.
د سرچینې په وینا، لینزي په دې ناسته کي ویلي، برېټانیا له مخ پر وده هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا په خاطر د سوداګریزو اسانتیاوو رامنځ ته کولو او تعرفو کمولو په کمولو سره له هغوی سره سوداګرۍ ته پراختیا ورکوي او زیاته کړې ئې ده چي، هیواد ئې غواړي له افغانستان سره د همکاریو بهیر له بشري مرستو څخه په اقتصادي همکاریو بدل کړي.
#MillatZagh
❤3👍1
نن په سوېل زون کي د پولیو ناروغۍ د واکسین کمپاین پیل سو
د عامي روغتیا وزارت وایي، د پولیو ناروغۍ د واکسین ملي کمپاین، چي تېره ورځ د هیواد په نورو زونونو کي پیل سوی و، په سوېل زون کي د لا ښه تطبیق په موخه نن (سه شنبه) پیل سو.
دغه وزارت ویلي، یاد کمپاین به تر راتلونکې جمعې پوري دوام وکړي.
د یاد وزارت د ویاند شرافت زمان په وینا، د دغه کمپاین پر مهال به د هیواد په کچه ۱۲ میلیونه او ۷۷۰ زره تر پنځو کلونو کم عمره کوچنیانو ته دوه څاڅکي د پولیو واکسین ورکړل سي.
هغه له ټولو هیوادوالو او مشرانو څخه غوښتي چي، د دغه کمپاین پر مهال له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي او خپل کوچنیان واکسین کړي، ترڅو د دې ناروغۍ د لا خپرېدلو مخه ونیول سي.
#MillatZagh
❤1👍1