یوناما پر افغانستان د پاکستان بریدونه او د هغو ملکي مرګ ژوبله تائید کړه
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) پر افغانستان د پاکستان بریدونه تائید کړي او ویلي ئې دي چي، په دې بریدونو کي په کونړ ولایت کي درې ملکي کسان وژل سوي او څلور نور ژوبل سوي دي.
یوناما ټینګار کړی چي، ملکي کسان باید خوندي وساتل سي او د "نړیوال بشري قانون" د درناوي او مراعتولو غوښتنه ئې کړې ده.
د ملګرو ملتونو په وینا، د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیل راهیسي په افغانستان کي د پاکستان د بریدونو له امله تر ۱۱۰۰ زیاتو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
#MillatZagh

❤1
د سبا (منځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۱۷
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۴
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۱
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۰
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۴
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۰
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۱
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۵
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۶

اسلامي امارت د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
د بهرنیو چارو وزارت وايي، پر افغان خاوره د پاکستان د تېري شپې د بریدونو په غبرګون کي ئې په کابل کي د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار او شدید احتجاج لیک ئې ورسپارلی دی.
یاد وزارت ویلي، دا بریدونه په ښکاره ډول د "افغانستان د ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا نقض" دی او په "کلکو ټکو" ئې غندي.
د بهرنیو چارو وزارت هغه ادعاوي هم په کلکه رد کړي چي "ګواکي په پاکستان کي وروستۍ امنیتي پېښي د افغانستان له خاوري څخه سرچینه اخلي" او زیاته کړې ده چي، پاکستان باید خپلي "امنیتي او سیاسي ستونزي" پر نورو هیوادونو و نه تړي، باید "خپله د هغو د واقعي لاملونو پر موندلو او حل تمرکز وکړي."
د بهرنیو چارو وزارت وايي، "اسلامي امارت باور لري چي د دا ډول بې بنسټه ادعاوو مطرح کول او د هغو پر بنسټ د پوځي اقداماتو توجیه کېدل د واقعیتونو د تحریف او د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه ده."

❤1👍1
د ایران سفیر د کرهڼي وزارت پلاوي ته د دغه هیواد د سفر بلنه ورکړې
په کابل کي د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د افغانستان د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري ته د ایران د سفر بلنه ورکړې ده.
د کرهڼي وزارت ویاند شېر محمد حاتمي وایي، بیکدلي دا بلنه تېره ورځ (دوشنبه) د یوې لیدني پر مهال عمري ته ورکړې چي پر اساس به ئې په نژدې راتلونکي کي د کرهڼي او مالدارۍ د مرستیال وزیر صدراعظم عثماني په مشرۍ او د خصوصي سکټور په ملتیا یو پلاوی ایران ته ولاړ سي.
د حاتمي په وینا، په دې ناسته کي عمري او بیکدلي د افغانستان او ایران د دوه اړخیزه همکارۍ په اړه هم خبري کړي او بیکدلي ویلي هیواد ئې چمتو دی، ترڅو له افغانستان سره د کرهڼي او مالدارۍ او د نساجۍ فابریکو جوړولو په برخه کي همکاري وکړي.

خلیلزاد پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه وغندل
د افغان سولي له پاره د امریکا متحده ایالتونو پخواني او ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه غندلي او ویلي ئې دي دا بریدونه داسي مهال ترسره کېږي چي په پاکستان کي کورني کړکېچونه تر بل هر وخت پر زیاتېدلو دي.
خلیلزاد پر خپل ایکس لیکلي، له افغانستان سره د پاکستان اوسنی چلند د دغه هیواد د کورنیو کړکېچونو او له افغانستان سره د اړیکو په برخه کي ګټور نه دی او ویلي ئې دي چي، پاکستان باید دا تګلاره بدله کړي.
د زلمي خلیلزاد په وینا، که دغه حالت دوام ولري، ښايي د دواړو له پاره "بد خبرونه" له ځان سره ولري.
د یوناما د شمېرو له مخي، پر افغانستان د پاکستان د وړمي شپې په بریدونو کي، چي پر کونړ او پکتیکا وسول، له امله ئې په کونړ کي درې ملکي کسان وژل سوي او څلور نور ژوبل سوي دي.

❤2👍1
د سوداګرۍ وزیر د برېټانیا له استازي سره د دوه اړخیزه اړیکو او نړیوال تعامل په اړه خبري کړي
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي د افغانستان له پاره د برېټانیا له ځانګړي استازي ریچاډ لینزي سره د افغانستان او برېټانیا د دوه اړخیزه اقتصادي اړیکو د پراختیا او له نړیوالي ټولني سره د تعامل په اړه خبري کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا خبري پرون (دوشنبه) ناوخته په یوه انلاین ناسته کي سوي او پر مهال ئې عزیزي د افغانستان او برېټانیا د دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا او له نړیوالي ټولني سره پر رغنده تعامل او متقابل درناوي ټینګار کړی دی.
د سرچینې په وینا، لینزي په دې ناسته کي ویلي، برېټانیا له مخ پر وده هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا په خاطر د سوداګریزو اسانتیاوو رامنځ ته کولو او تعرفو کمولو په کمولو سره له هغوی سره سوداګرۍ ته پراختیا ورکوي او زیاته کړې ئې ده چي، هیواد ئې غواړي له افغانستان سره د همکاریو بهیر له بشري مرستو څخه په اقتصادي همکاریو بدل کړي.

❤3👍1
نن په سوېل زون کي د پولیو ناروغۍ د واکسین کمپاین پیل سو
د عامي روغتیا وزارت وایي، د پولیو ناروغۍ د واکسین ملي کمپاین، چي تېره ورځ د هیواد په نورو زونونو کي پیل سوی و، په سوېل زون کي د لا ښه تطبیق په موخه نن (سه شنبه) پیل سو.
دغه وزارت ویلي، یاد کمپاین به تر راتلونکې جمعې پوري دوام وکړي.
د یاد وزارت د ویاند شرافت زمان په وینا، د دغه کمپاین پر مهال به د هیواد په کچه ۱۲ میلیونه او ۷۷۰ زره تر پنځو کلونو کم عمره کوچنیانو ته دوه څاڅکي د پولیو واکسین ورکړل سي.
هغه له ټولو هیوادوالو او مشرانو څخه غوښتي چي، د دغه کمپاین پر مهال له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي او خپل کوچنیان واکسین کړي، ترڅو د دې ناروغۍ د لا خپرېدلو مخه ونیول سي.

د هیواد په کچه ۲۵۰ د برېښنا پروژې تر کار لاندي دي
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس ملا عبدالحق همکار وايي، دا مهال په ټول هیواد کي د برېښنا په برخه کي تر ۲۵۰ زیاتي پروژې تر کار لاندي دي.
ملا عبدالحق همکار نن (سه شنبه) په کابل کي د درو سب سټېشنونو د پراختیا او ظرفیت لوړولو او د پروان باریکاب صنعتي پارک ته د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا لاین غځولو پروژو د چارو د پیل په مراسمو کي دغه څرګندوني کړي دي.
د هغه په وینا، که څه هم دغه شرکت اوس د کوم هیواد پوروړی نه دی؛ خو له هیوادوالو څخه ئې غوښتي چي، د برېښنا فیسونه پر وخت تحویل کړي؛ ترڅو دوی ئې هم تر برېښنا واردوونکو هیوادونو پوري پر وخت ورسوي.
د دولتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمد جان بلال هم یادي غونډي ته ویلي، تېر کال د برېښنا په برخه کي ۷۴ ملیارده افغانۍ پانګونه سوې او په نژدې راتلونکي کي به په افغانستان کي د برېښنا د کمښت ستونزه حل سي.

د قوش تپې کانال د کارونو په ټپه درېدل حقیقت نه لري
د افغانستان د دولتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمد جان بلال د ټولنیزو رسنیو هغه اوازې رد کړې چي، ویل کېدل د قوش تپې کانال د جوړولو کارونه درېدلي دي.
احمد جان بلال نن (سه شنبه) په یوه غونډه کي ویلي، د دغه کانال د عمومي ۲۴۶ کیلومتره مسیر جوړولو کارونه په بشپړ ډول پای ته رسېدلي او دا مهال په یاد مسیر کي د شاوخوا ۲۵ فرعي ساختمانونو جوړولو کارونه روان دي، چي د پلونو، د اوبو بندونو، سربندونو او دروازو جوړول په کښي شامل دي.
د هغه په وینا، درې میاشتي وروسته به د دغه کانال لومړی فاز ګټي اخستني ته وسپارل سي.
دغه چارواکي همدارنګه ویلي چي، په نژدې راتلونکي کي به د افغانستان د ملي پراختیا شرکت د اوسپني د استخراج او پروسس کارونه هم پیل کړي.

نن منځنۍ د وږي میاشتي ۳۱مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۶ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۹۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۶،۷۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۵۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۲۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۶ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۸ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

کندهار کي د شیدو راټولولو له ۳ مرکزونو سره د ځینو وسایلو مرسته وسوه
د کندهار د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د هالنډ کمېټې د کندهار ښار په شپږمه ناحیه، ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو کي د شیدو راټولولو له درو مرکزونو سره د ۱۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د شیدو راټولو د ځینو وسایلو مرسته وکړه.
یاد ریاست وايي، دا مرسته د یوه څلور کلن قرارداد له مخي، د اروپايي ټولني په مالي ملاتړ او د یادو مرکزونو او مالدارانو د اقتصادي ملاتړ په موخه سوې ده.
د سرچینې په وینا، هر مرکز ته یو زرنج، دوه یخچالونه، د لمریزي برېښنا هنداري، بېټرۍ، مولد او د شیدو راټولولو اړوند ځیني نور وسایل ورکړل سوي دي.

❤2👍2
په ۴۶۸ میلیونه افغانۍ د برېښنا ۴ پروژې پیل سوې
د افغانستان برېښنا شرکت نن (سه شنبه) په پلازمېنه کابل کي او له کابل څخه پروان ته د برېښنا د لېږد په برخه کي په ۴۶۸ میلیونه افغانۍ د څلورو برېښنايي پروژو د چارو د پیل پرانستنه وکړه.
د یاد شرکت چارواکو په دې اړه یوې غونډي ته ویلي، په دغو پروژو کي د کابل د شمال لوېدیځ، ختیځ او د قصبې سب سټېشنونو د ظرفیت لوړول او د کابل د شنو صنایعو له پارک څخه د پروان باریکاب صنعتي ښارګوټي ته د ۲۲۰ کیلو ولټه لاین غځول شامل دي.
د هغوی په وینا، د یادو پروژو په بشپړېدلو سره به په کابل کي زرګونو کورنیو او د پروان د باریکاب صنعتي ښارګوټي فابریکو ته د برېښنا رسولو زمینه برابره او اقتصادي وده رامنځ ته سي.

👍2❤1
ننګرهار کي د یوه کور نړېدلو په پېښه کي ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ننګرهار له پېښو سره د مبارزې ریاست وايي، د دغه ولایت د کامې ولسوالۍ په شېرګړ سیمه کي د یوه کور د چت نړېدلو په پېښه کي یو کس وژل سوی او څلور نور ژوبل سوي دي.
د سرچینې په وینا، دا کور د تېرو زلزلو له امله زیانمن سوی وو او نړېدلی دی.
دغه ریاست ویلي، د دې پېښي ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.

😢2👍1
لغمان کي ترافیکي پېښي ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د لغمان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د بادپښ ولسوالۍ په کپر ګلۍ کي د یوې ترافیکي پېښي له امله یو کس وژل سوی او نهه تنه نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه نن (سه شنبه) سهار اته نیمي بجې له سړک څخه د یوه فلانکوچ موټر اوښتلو په نتیجه کي سوې ده.
سرچینې د دې پېښي لامل بې احتیاطي یاده کړې او په وینا ئې، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.

😢2❤1👎1
بلخ کي د یوه ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو کارونه پیل سول
د عامي روغتیا وزارت وايي، د بلخ په کوه البرز ولسوالۍ کي ئې پر پنځه جریبه مځکه په څه کم ۶۵ میلیونه افغانۍ د یوه ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو کارونه پیل کړي دي.
د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس ډاکټر عبدالستار صحت په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي ویلي، دا روغتون د اسلامي امارت له خوا د هیواد په ۳۱۸ ولسوالیو کي له جوړېدونکو روغتونونو څخه دی او په جوړېدلو سره به ئې د یادي سیمي اوسېدونکو ته په بېلابېلو څانکو کي خدمات وړاندي کېږي.
د یاد وزارت په وینا، د دغه روغتون د جوړولو چاري به په ۱۸ میاشتو کي بشپړي سي.
د یاد ولایت د عامي روغتیا ریاست مرستیال سید احمد شاداب ویلي چي، په نژدې راتلونکي کي به د دغه ولایت په څلورو نورو ولسوالیو کي هم د ورته څلورو روغتونونو د جوړولو کارونه پیل سي.

❤3👍2
په خوست کي د سرې میاشتي له نوم څخه د استفادې او جعل په تور یو کس نیول سوی
د خوست امنیه قومنداني وايي، هغه کس ئې نیولی چي، د افغاني سرې میاشتي له نوم څخه په استفاده ئې له خلکو څخه پیسې اخستلې او جعلکاري ئې کول.
یادي قومندانۍ ویلي، دا کس په دوه منده ولسوالۍ کي له ځینو جعلي پارچو، ټاپو او نقدو پیسو سره یوځای نیول سوی دی.
د سرچینې په وینا، یاد کس به تر تحقیقاتو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل سي.

افغانستان او ترکمنستان د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا هوکړه کړې
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، د افغانستان او ترکمنستان پلاوو په هرات کي تر دوه ورځنۍ ناستي وروسته د ټرانسپورټ او ټرانزیټ په برخه کي د همکاریو پر زیاتوالي هوکړه کړې ده.
یاد وزارت ویلي، دا ناسته نن (سه شنبه) پای ته ورسېده او دواړو لورو د واټ ټرانسپورټ د ستونزو او موضوعاتو د اورېدلو او د هغو د حل په موخه د یوه ګډ کمېسیون پر رامنځ ته کولو هوکړه کړې ده.
د سرچینې په وینا، په دې ناسته کي د افغانستان او ترکمنستان د سوداګرو او موټر چلوونکو له پاره د وېزو په برخه کي د اسانتیاوو رامنځ ته کولو، د لاجورد لاري د عملیاتي کولو او د دوه اړخیزه ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا هم خبري سوي دي.
یاده ناسته تېره ورځ په هرات کي پیل سوه چي د افغانستان د پلاوي مشري د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت پر غاړه وه او د بهرنیو چارو او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان د اوسپني پټلۍ عمومي ادارې استازي هم په کښي شامل وو.

❤4👍1
د سبا (څلنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۱۸
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۴
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۲
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۰، کښته ۲۱
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۵
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۱
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۱
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۶
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۶

❤2
تېر کال څاګانو ته د لوېدلو له امله ۱۵ کسان وژل سوي
له پېښو سره د مبارزې او امادګۍ اداره وايي، له تېر یوه کال راهیسي د هیواد په ګوټ، ګوټ کي څاګانو ته د خلکو لوېدلو ۲۴ پېښي سوي چي له امله ئې ۱۵ کسان وژل سوي او نهه تنه نور ژغورل سوي دي.
د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد نن (چهارشنبه) په یوه ویډیو کي ویلي، په وژل سوو کسانو کي ۱۱ کوچنیان او څلور نارینه شامل دي او زیاتوي چي، له ژورو څاګانو او کندو څخه د خلکو د ژغورلو له پاره د یادي ادارې یو عاجل تخنیکي ټیم هم جوړ سوی؛ ترڅو د دغو پېښو پر مهال د خلکو په ژغورلو کي مرسته وکړي.
حماد له ټولو هیوادوالو څخه هیله کړې چي، د څاګانو او ژورو کندو خولې بندي کړي او نښي پر ودروي؛ ترڅو د انسانانو د ور لوېدلو او مرګ ژوبلي د رامنځ ته کېدلو خطر کم سي.

😢2❤1👍1