د هیواد په کچه ۲۵۰ د برېښنا پروژې تر کار لاندي دي
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس ملا عبدالحق همکار وايي، دا مهال په ټول هیواد کي د برېښنا په برخه کي تر ۲۵۰ زیاتي پروژې تر کار لاندي دي.
ملا عبدالحق همکار نن (سه شنبه) په کابل کي د درو سب سټېشنونو د پراختیا او ظرفیت لوړولو او د پروان باریکاب صنعتي پارک ته د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا لاین غځولو پروژو د چارو د پیل په مراسمو کي دغه څرګندوني کړي دي.
د هغه په وینا، که څه هم دغه شرکت اوس د کوم هیواد پوروړی نه دی؛ خو له هیوادوالو څخه ئې غوښتي چي، د برېښنا فیسونه پر وخت تحویل کړي؛ ترڅو دوی ئې هم تر برېښنا واردوونکو هیوادونو پوري پر وخت ورسوي.
د دولتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمد جان بلال هم یادي غونډي ته ویلي، تېر کال د برېښنا په برخه کي ۷۴ ملیارده افغانۍ پانګونه سوې او په نژدې راتلونکي کي به په افغانستان کي د برېښنا د کمښت ستونزه حل سي.
#MillatZagh

❤1👍1
د قوش تپې کانال د کارونو په ټپه درېدل حقیقت نه لري
د افغانستان د دولتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمد جان بلال د ټولنیزو رسنیو هغه اوازې رد کړې چي، ویل کېدل د قوش تپې کانال د جوړولو کارونه درېدلي دي.
احمد جان بلال نن (سه شنبه) په یوه غونډه کي ویلي، د دغه کانال د عمومي ۲۴۶ کیلومتره مسیر جوړولو کارونه په بشپړ ډول پای ته رسېدلي او دا مهال په یاد مسیر کي د شاوخوا ۲۵ فرعي ساختمانونو جوړولو کارونه روان دي، چي د پلونو، د اوبو بندونو، سربندونو او دروازو جوړول په کښي شامل دي.
د هغه په وینا، درې میاشتي وروسته به د دغه کانال لومړی فاز ګټي اخستني ته وسپارل سي.
دغه چارواکي همدارنګه ویلي چي، په نژدې راتلونکي کي به د افغانستان د ملي پراختیا شرکت د اوسپني د استخراج او پروسس کارونه هم پیل کړي.

❤2👍1
نن منځنۍ د وږي میاشتي ۳۱مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۶ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۹۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۶،۷۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۵۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۲۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۶ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۸ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

کندهار کي د شیدو راټولولو له ۳ مرکزونو سره د ځینو وسایلو مرسته وسوه
د کندهار د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د هالنډ کمېټې د کندهار ښار په شپږمه ناحیه، ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو کي د شیدو راټولولو له درو مرکزونو سره د ۱۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د شیدو راټولو د ځینو وسایلو مرسته وکړه.
یاد ریاست وايي، دا مرسته د یوه څلور کلن قرارداد له مخي، د اروپايي ټولني په مالي ملاتړ او د یادو مرکزونو او مالدارانو د اقتصادي ملاتړ په موخه سوې ده.
د سرچینې په وینا، هر مرکز ته یو زرنج، دوه یخچالونه، د لمریزي برېښنا هنداري، بېټرۍ، مولد او د شیدو راټولولو اړوند ځیني نور وسایل ورکړل سوي دي.

❤2👍2
په ۴۶۸ میلیونه افغانۍ د برېښنا ۴ پروژې پیل سوې
د افغانستان برېښنا شرکت نن (سه شنبه) په پلازمېنه کابل کي او له کابل څخه پروان ته د برېښنا د لېږد په برخه کي په ۴۶۸ میلیونه افغانۍ د څلورو برېښنايي پروژو د چارو د پیل پرانستنه وکړه.
د یاد شرکت چارواکو په دې اړه یوې غونډي ته ویلي، په دغو پروژو کي د کابل د شمال لوېدیځ، ختیځ او د قصبې سب سټېشنونو د ظرفیت لوړول او د کابل د شنو صنایعو له پارک څخه د پروان باریکاب صنعتي ښارګوټي ته د ۲۲۰ کیلو ولټه لاین غځول شامل دي.
د هغوی په وینا، د یادو پروژو په بشپړېدلو سره به په کابل کي زرګونو کورنیو او د پروان د باریکاب صنعتي ښارګوټي فابریکو ته د برېښنا رسولو زمینه برابره او اقتصادي وده رامنځ ته سي.

👍2❤1
ننګرهار کي د یوه کور نړېدلو په پېښه کي ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ننګرهار له پېښو سره د مبارزې ریاست وايي، د دغه ولایت د کامې ولسوالۍ په شېرګړ سیمه کي د یوه کور د چت نړېدلو په پېښه کي یو کس وژل سوی او څلور نور ژوبل سوي دي.
د سرچینې په وینا، دا کور د تېرو زلزلو له امله زیانمن سوی وو او نړېدلی دی.
دغه ریاست ویلي، د دې پېښي ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.

😢2👍1
لغمان کي ترافیکي پېښي ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د لغمان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د بادپښ ولسوالۍ په کپر ګلۍ کي د یوې ترافیکي پېښي له امله یو کس وژل سوی او نهه تنه نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه نن (سه شنبه) سهار اته نیمي بجې له سړک څخه د یوه فلانکوچ موټر اوښتلو په نتیجه کي سوې ده.
سرچینې د دې پېښي لامل بې احتیاطي یاده کړې او په وینا ئې، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.

😢2❤1👎1
بلخ کي د یوه ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو کارونه پیل سول
د عامي روغتیا وزارت وايي، د بلخ په کوه البرز ولسوالۍ کي ئې پر پنځه جریبه مځکه په څه کم ۶۵ میلیونه افغانۍ د یوه ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو کارونه پیل کړي دي.
د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس ډاکټر عبدالستار صحت په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي ویلي، دا روغتون د اسلامي امارت له خوا د هیواد په ۳۱۸ ولسوالیو کي له جوړېدونکو روغتونونو څخه دی او په جوړېدلو سره به ئې د یادي سیمي اوسېدونکو ته په بېلابېلو څانکو کي خدمات وړاندي کېږي.
د یاد وزارت په وینا، د دغه روغتون د جوړولو چاري به په ۱۸ میاشتو کي بشپړي سي.
د یاد ولایت د عامي روغتیا ریاست مرستیال سید احمد شاداب ویلي چي، په نژدې راتلونکي کي به د دغه ولایت په څلورو نورو ولسوالیو کي هم د ورته څلورو روغتونونو د جوړولو کارونه پیل سي.

❤3👍2
په خوست کي د سرې میاشتي له نوم څخه د استفادې او جعل په تور یو کس نیول سوی
د خوست امنیه قومنداني وايي، هغه کس ئې نیولی چي، د افغاني سرې میاشتي له نوم څخه په استفاده ئې له خلکو څخه پیسې اخستلې او جعلکاري ئې کول.
یادي قومندانۍ ویلي، دا کس په دوه منده ولسوالۍ کي له ځینو جعلي پارچو، ټاپو او نقدو پیسو سره یوځای نیول سوی دی.
د سرچینې په وینا، یاد کس به تر تحقیقاتو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل سي.

❤3👍1
افغانستان او ترکمنستان د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا هوکړه کړې
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، د افغانستان او ترکمنستان پلاوو په هرات کي تر دوه ورځنۍ ناستي وروسته د ټرانسپورټ او ټرانزیټ په برخه کي د همکاریو پر زیاتوالي هوکړه کړې ده.
یاد وزارت ویلي، دا ناسته نن (سه شنبه) پای ته ورسېده او دواړو لورو د واټ ټرانسپورټ د ستونزو او موضوعاتو د اورېدلو او د هغو د حل په موخه د یوه ګډ کمېسیون پر رامنځ ته کولو هوکړه کړې ده.
د سرچینې په وینا، په دې ناسته کي د افغانستان او ترکمنستان د سوداګرو او موټر چلوونکو له پاره د وېزو په برخه کي د اسانتیاوو رامنځ ته کولو، د لاجورد لاري د عملیاتي کولو او د دوه اړخیزه ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا هم خبري سوي دي.
یاده ناسته تېره ورځ په هرات کي پیل سوه چي د افغانستان د پلاوي مشري د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت پر غاړه وه او د بهرنیو چارو او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان د اوسپني پټلۍ عمومي ادارې استازي هم په کښي شامل وو.

❤4👍1
د سبا (څلنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۱۸
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۴
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۲
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۰، کښته ۲۱
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۵
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۱
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۱
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۶
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۶

❤2
تېر کال څاګانو ته د لوېدلو له امله ۱۵ کسان وژل سوي
له پېښو سره د مبارزې او امادګۍ اداره وايي، له تېر یوه کال راهیسي د هیواد په ګوټ، ګوټ کي څاګانو ته د خلکو لوېدلو ۲۴ پېښي سوي چي له امله ئې ۱۵ کسان وژل سوي او نهه تنه نور ژغورل سوي دي.
د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد نن (چهارشنبه) په یوه ویډیو کي ویلي، په وژل سوو کسانو کي ۱۱ کوچنیان او څلور نارینه شامل دي او زیاتوي چي، له ژورو څاګانو او کندو څخه د خلکو د ژغورلو له پاره د یادي ادارې یو عاجل تخنیکي ټیم هم جوړ سوی؛ ترڅو د دغو پېښو پر مهال د خلکو په ژغورلو کي مرسته وکړي.
حماد له ټولو هیوادوالو څخه هیله کړې چي، د څاګانو او ژورو کندو خولې بندي کړي او نښي پر ودروي؛ ترڅو د انسانانو د ور لوېدلو او مرګ ژوبلي د رامنځ ته کېدلو خطر کم سي.

😢2❤1👍1
بغلان او تخار کي ترافیکي پېښو ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د بغلان او تخار امنیې قومندانیو ویلي چي، په یادو ولایتونو کي د دوو ترافیکي پېښو له امله نهه کسان وژل سوي او نهه تنه نور ژوبل سوي دي.
د سرچینو په وینا، یوه پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د تخار د کلفګان ولسوالۍ په ګزیستان سیمه کي د یوې هینو مازدا چپه کېدلو او بله نن سهار د بغلان په ډنډ غوري ولسوالۍ کي د یوه فلډر او ۳۰۳ مسافر وړونکي موټر ترمنځ سوې ده.
هغوی ویلي، په لومړۍ پېښه کي اته کسان وژل سوي، څلور نور ژوبل سوي او په دوهمه کي یو کس وژل سوی او پنځه نور ژوبل سوي دي.

❤1👎1😢1
افغانستان او ازبکستان د طوطي میدان د ګازو د استخراج د ستونزو د حل په اړه خبري کړي
د کانونو او پټرولیم وزارت د پټرولیم د سلاکار مولوي احمد جان په مشرۍ یو تخنیکي پلاوی ازبکستان ته تللی او د دغه هیواد د کانونو او صنایعو له وزیر سره ئې د طوطي میدان د ګازو بلاک د استخراج د قرارداد او د یادي پروژې د تخنیکي او مالي ستونزو د حل په اړه خبري کړي دي.
یاد وزارت ویلي، دواړو لورو په دې ناسته کي د یادو ستونزو د حل له پاره د څلور میاشتي وخت پر ټاکلو هوکړه کړې چي په یاده موده به کي به دغه ستونزي په ګډه و ارزول سي او د حل له پاره به ئې عملي اقدامات وسي.
د سرچینې په وینا، افغان پلاوي همدارنګه هغوی ته د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی؛ ترڅو د یادي پروژې د پرمختګ او د ستونزو د حل زمینه برابره او استخراج ئې پیل سي.
د یاد کان د ګازو د بلاک د استخراج تړون د تېر ۱۴۰۴ لېږدیز لمریز کال د وږي میاشتي پر ۲۳مه نېټه د افغانستان د کانونو وزارت او د ازبکستان ایریل کام شرکت ترمنځ د ۲۵ کلونو له پاره لاسلیک سو چي پر اساس به ئې یاد شرکت پر یاد بلاک په څو پړاوونو کي یو ملیارډ امریکايي ډالره پانګونه کوي او له ګازو څخه به ئې ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا هم تولیدوي؛ خو د استخراج چاري ئې تر اوسه ټکنۍ دي او په بشپړ ډول نه دي پیل سوي.

هلمند کي په شاوخوا ۴۹ میلیونه افغانۍ د یوه سر بند جوړولو کارونه پیل سول
د هلمند ولایت د رسنیو دفتر وايي، د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کي په شاوخوا ۴۹ میلیونه افغانۍ د سنګین کانال د سر بند جوړولو کارونه پیل سول.
یاد دفتر ویلي، د دې پروژې چاري پرون (سه شنبه) د یاد ولایت د والي مولوي امان الدین منصور، د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت د مسؤلینو او ګڼو نورو چارواکو له خوا پیل سوې.
د سرچینې په وینا، په دې پروژه کي د ۱۴۸ متره په اوږدوالي د سنګین کانال د سر بند او د ۱۲۶۹ متره په اوږدوالي د یاد کانال د محافظتي دېوال جوړول شامل دي.

👍4❤2
په بلخ کي شاوخوا ۲،۵ زره جریبه مځکه دولتي تثبیت سوه
د عدلیې وزارت خبر ورکړی چي، د بلخ د مرکز مزار شریف ښار په "ډيپلوماټیک ښارګوټي" کي ئې دوه زره او ۶۵۷،۶ جریبه مځکه دولتي ثبیت کړې ده.
یاد وزارت ویلي، دا مځکه د شمال زون د امارتي غصب سوو مځکو قضیو ته د رسېدګۍ اختصاصي محکمې تر ارزوني او بررسۍ وروسته "امارتي" تثبیت کړې ده.
تېره اوونۍ هم دغه وزارت ویلي و چي، د هیواد په ۱۴ ولایتونو کي ئې ۴۹ ښارګوټي په بشپړ ډول یا هم د هغو ځیني برخي ئې دولتي تثبیت کړي او د هغو د بیرته راګرځولو پرېکړي ئې کړي دي.

هند پر افغانستان د پاکستان بریدونه وغندل
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه غندلي او ویلي ئې دي چي، دا بریدونه د سیمي ثبات او امنیت ته یو "ګواښ" دی.
د دغه وزارت ویاند رندهیر جېسوال پرون (سه شنبه) په یوه خبري کنفرانس کي ویلي، دوی دا بریدونه، چي ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله په کښي اوښتې ده، په کلکه غندي او زیاتوي چي، هند د افغانستان مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته درناوی لري او ملاتړ ئې کوي.
هغه د یادو بریدونو د قربانیانو له کورنۍ سره غمشریکي کړې او ټپیانو ته ئې د بشپړي روغتیا هیله څرګنده کړې ده.
پاکستان تېره یک شنبه د شپې مهال پر کونړ او پکتیکا هوايي بریدونه وکړل، چي له امله ئې په کونړ کي درې ملکي کسان ووژل سول او څلور نور ژوبل سول.

❤3
نن څلنۍ د تلي میاشتي لومړۍ نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۶ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۸۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۵،۴۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۰۵ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۵۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۹۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۰۴ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۷ افغانۍ.

❤1
کندز کي د قتل په تور یو کس نیول سوی
د کندز امنیه قومنداني وايي، د خال الدین په نوم د هغه ډاکټر د وژلو په تور ئې یو کس نیولی، چي پرون (سه شنبه) د یاد ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کي په چاقو ووژل سو.
د یادي قومندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار ویلي، تورن کس به تر تحقیقاتو بشپړېدلو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل سي.
خاکسار د دې قتل لامل د مقتول او تورن کس د مېرمني ترمنځ غیر اخلاقي اړیکي یادي کړي دي.