Millat Zagh
1.73K subscribers
7.64K photos
70 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
ملا برادر اخند؛ سیاسي او اقلیمي مسایل باید سره و نه تړل سي
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبد الغني برادر اخند وايي، افغانستان د شنو ګازونو په تولیدولو کي هیڅ ونډه نه ده اخستې؛ خو له زیانونو څخه ئې متاثره سوی او باید لاسنیوی ئې وسي.
ملا برادر اخند نن (د اکټوبر ۱۳مه) د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالي ورځي په مناسبت په یوه غونډه کي ویلي چي، نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه باید سیاسي او اقلیمي مسایل سره و نه تړي او د افغانستان لاسنیوی دي وکړي.
د ملا عبدالغني برادر په وینا، نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره د هوا پېژندیني او له پېښو څخه د مخکي خبرېدلو د معیاري او تخنیکي وسایلو مرسته وکړي او نړیوالي مالي او تخنیکي مرستي باید په عادلانه ډول افغانستان ته ورسېږي او لاسرسی ورته ولري.
#MillatZagh
❤3👍1
تېر کال د طبیعي پېښو له امله ۲۳۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
له پېښو سره د مبارزې او امادګۍ ادارې ویاند محمد یوسف حماد وايي، تېر کال په ټول هیواد کي د طبیعي پېښو له امله ۶۷۹ کسان وژل سوي او ۱۶۳۴ تنه نور ژوبل سوي دي.
محمد یوسف حماد نن (د اکټوبر ۱۳مه) د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو نړیوالي ورځي په مناسبت ویلي، د دې پېښو له امله شاوخوا ۲۲ زره کورونه، ۱۲۹ ښوونیز مرکزونه، درې روغتیايي مرکزونه، ۱۹۵ پلونه او پلچکونه نړېدلي او د ۸۸ زره او ۳۰۰ جریبه کرهڼیزو مځکو او باغونو حاصلات له منځه تللي دي.
د هغه په وینا، د یادو پېښو له امله په ټوله ییز ډول ۴۴ زره او ۹۱۸ کورنۍ زیانمني سوي دي
#MillatZagh
❤1👍1😢1
متقي له اروپايي ټولني څخه د نشه يي توکو د بدیل معیشت د زیاتوالي غوښتنه کړې
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني له نوي ځانګړي استازي ټوماس فریلېسن څخه غوښتي چي په افغانستان کي د نشه يي توکو د بدیل معیشت په برخه کي پوره، پوره هڅي وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، متقي د یوې لیدني پر مهال فریلېسن ته ویلي چي، نړیوالي ټولني او نورو بنسټونو په افغانستان کي د نشه يي توکو د بدیل کښت او معیشت له پاره اړین اقدامات نه دي ترسره کړي او باید په دې برخه کي د افغان کروندګرو لاسنیوی وسي.
د سرچینې په وینا، فریلېسن په دې ناسته کي متقي ته ډاډ ورکړی چي، اروپايي ټولنه هڅه کوي، ترڅو له افغان کروندګرو سره د نشه يي توکو د بدیل کښت او معیشت په برخه کي مرستي زیاتي کړي.
#MillatZagh
❤1👍1
نن منځنۍ د تلي میاشتي ۲۱مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۴۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.                                                             
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۱۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۳ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۸۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۴۶ کلداري.
زر کلداري: ۲۳۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤3👍1
په ننګرهار کي د پولیو ناروغۍ یوه مثبته پېښه ثبت سوې
د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی چي د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کي د پولیو ناروغۍ یوه مثبته پېښه ثبت سوې ده.
دغه سازمان په خپل وروستي راپور کي ویلي، په دې سره د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیل راهیسي په افغانستان کي د دې ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر ۳۶ ته لوړ سو.
خو د عامي روغتیا وزارت د پولیو ناروغۍ د تېري سپټمبر میاشتي د ملي کمپاین له پیل سره هم مهاله ویلي و چي، دوی سږ کال په افغانستان کي د پولیو ناروغۍ د انساني پېښو کومه مثبته پېښه نه لري.
دا په داسي حال کي ده چي په تېر ۲۰۲۵ زېږدیز کال کي په افغانستان کي د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ ۲۱ مثبتي پېښي ثبت سوي وې.
#MillatZagh
❤2👍1😢1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د پنجشېر له کانونو څخه د څه کم ۷ میلیونه افغانيو زمرد خرڅ سول
د پنجشېر ویاند سیف الدین لټون ملت ږغ راډیو ته ویلي چي، د دغه ولایت له کانونو څخه اووه زره او ۲۳۴ قیراطه زمرد په شپږ میلیونه، ۹۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ خرڅ سول.
د لټون په وینا، دا زمرد نن (سه شنبه) د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست تر نظارت لاندي د یوې داوطلبۍ له لاري پر ملي سوداګرو پلورل سوي دي.
شاوخوا دوې اوونۍ مخکي هم د دغه ولایت له کانونو څخه په ۷،۳ میلیونه افغانۍ شپږ زره او ۶۳۹ قیراطه او پنځه نمونې زمرد د یوې داوطلبۍ له لاري پر ملي سوداګرو وپلورل سول.
#MillatZagh
❤2👍1
په افغانستان کي د بي بي سي راډیو فعالیت بند سوی
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران تائید کړه چي دغه وزارت په افغانستان کي د بي بي سي راډیو فعالیت بند کړی دی.
د غفران په وینا، دا پرېکړه د يادي راډیو د "مکرورو تخطیو" له امله سوې ده.
بي بي سي هم منلې چي د خپرونو فعالیت ئې درول سوی او له اسلامي امارت سره په خبرو کي دي.
#MillatZagh
❤6👍1
د کټګوریو پر اساس د صنعتي پارکونو مځکو ته بیي وټاکل سوې
د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نننۍ غونډه کي د صنعتي پارکونو مځکو ته د کټګوریو پر اساس د مځکو بیي وټاکل سوې.
اقتصادي معاونیت وايي، د لومړۍ درجه ولایتونو د صنعتي ښارګوټو له پاره د هر متر مربع بیه ۱۵۰ افغانۍ، د دوهمه درجه له پاره ۱۰۰ افغانۍ او د درېیمه درجه ولایتونو د صنعتي ښارګوټو د هر متر مربع مځکي له پاره ۵۰ افغانۍ بیه ټاکل سوې ده.
د سرچینې په وینا، په دې ناسته کي د ۱۴۰۴ لېږدیز لمریز کال د وروستیو شپږو میاشتو د تعرفې کمېټې د غونډو او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په خاطر د زیاتو سوو تعرفو په اړه هم خبري سوي دي.
اقتصادي معاونیت وايي، يادي پرېکړي د اخري تصمیم په موخه د اسلامي امارت د مشر دفتر ته استول سوي دي.
#MillatZagh
❤4👍1
په امام ابو حنیفه نندارتون کي د شاوخوا ۹۳۴ میلیونه ډالرو تړونونه لاسلیک سول
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني عمومي رئیس سید کریم هاشمي وايي، د امام ابو حنیفه (رحمه الله) پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کي د افغانستان او نورو هیوادونو ترمنځ د ۹۳۴ میلیونه او ۸۰ زره امریکايي ډالرو سوداګریزي هوکړي او تړونونه لاسلیک سول.
سید کریم هاشمي نن (سه شنبه) د یاد نندارتون د پای ته رسېدلو په غونډه کي ویلي، یاد هوکړه لیکونه او تړونونه د افغانستان او د سیمي هیوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو کنفرانسونو پر مهال لاسلیک سوي دي.
د هاشمي په وینا، په دغه نندارتون کي په ۷۰۰ غرفو کي بېلابېل کورني او بهرني تولیدات د اوو ورځو له پاره نندارې ته وړاندي سول او د ګاونډ او سیمي ۵۰۰ تنو بهرنیو سوداګرو او استازو هم ګډون په کښي کړی وو.
#MillatZagh
❤4👍1
سبا په ۱۴ ولایتونو کي د بارانونو اټکل سوی
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني ریاست سبا (چهارشنبه) په ۱۴ ولایتونو کي د بارانونو وورېدلو او تېزو بادونو اټکل کړی دی.
دغه وزارت ویلي، په خوست، لوګر، پروان، پنجشېر، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کونړ، نورستان، بغلان، سمنګان، کندز، تخار او بدخشان ولایتونو کي له ۱۰ څخه تر ۴۰ ملي متره د باران وورېدلو او په ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو کي له ۵۰ څخه تر ۷۵ کیلومتره په ساعت کي د باد د تېزوالي اټکل سوی دی.
دا اټکل داسي مهال سوی چي، تېره ورځ او نن په کونړ کي د سېلابونو له امله څلور کسان ژوبل سوي او تازه د کابل- جلال اباد لويه لاره هم په ابریشم تنګي سیمه کي د غره را ښویېدلو له امله د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل سوې ده.
#MillatZagh
❤5
د سبا (‎څلنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۶، کښته ۱۳    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۱۷، کښته ۱۰
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۴، کښته ۱۱
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۶       
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۹         
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۲۴، کښته ۱۶ 
ننګرهار: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۱۹، کښته ۱۵       
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۱۲       
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۲۳
#MillatZagh
❤5
اسلامي امارت د پکتیا او پکتیکا والیان تبدیل کړل
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب په حکم د پکتیا او پکتیکا والیان د یو او بل پر ځای ټاکل سوي دي.
د مجاهد په وینا، د پکتیا پخوانی والي ملا مهر الله حماد د پکتیکا نوی والي او د پکتیکا پخوانی والي ملا عبدالخالق عابد د پکتیا نوی والي ټاکل سوی دی.
#MillatZagh
❤6👍1
د اوسپني پټلۍ ادارې عمومي رئیس په ایکو کي د ګډون په پار قزاقستان ته سفر وکړ
د ټولګټو چارو وزارت وايي، د افغانستان د اوسپني پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا عبدالکریم فاتح د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه ییزه غونډه کي د ګډون په موخه قزاقستان ته سفر وکړ.
د سرچینې په وینا، ملا فاتح به یادي غونډي د افغانستان د اوسپني پټلۍ د عمومي وضعیت، روانو پروژو او راتلونکو پلانونو په اړه وینا او له ګډونوالو سره به ئې د سیمه ییز اتصال د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبري وکړي.
یاد وزارت وایي، تمه ده یاد سفر د افغانستان او یاد سازمان ترمنځ د ګډي همکارۍ، د پانګوني راجلبولو او د سیمه ییز اتصال د پیاوړتیا له پاره ګټور تمام سي.
#MillatZagh
❤3👍1
په پنجشېر کي د سږ کال لومړنۍ واوره سوې
د پنجشېر ویاند سیف الدین لټون ملت ږغ راډیو ته ویلي چي، د دغه ولایت ځیني سیمي د سږ کال لومړنۍ واوري پوښلي دي.
د هغه په وینا، له پرون شپې راهیسي هلته واوره ووري.
پنجشېر د هیواد په مرکزي زون کي یو له هغو ولایتونو څخه دی چي هر کال د سلګونه زره کورنیو ګرځندویانو سره، سره بهرني ګرځندویان هم یاد ولایت ته ورځي او هلته له بېلابېلو سیمو څخه لیدني کوي.
#MillatZagh
❤3👍1
یوه ۲۰ کسیزه افغان پلاوي د ایران په مد نندارتون کي ګډون کړی
د افغانستان- ایران ګډه سوداګریزه خونه وايي، د افغانستان یوه ۲۰ کسیزه پلاوي، چي سوداګر هم په کښي شامل دي، د ایران د مد په ۲۰۲۶م تخصصي نندارتون کي ګډون کړی دی.
یادي خوني ویلي، افغان پلاوی به په دغه نندارتون کي د ګډون سره، سره د کابل او تهران د سوداګریزه ظرفیتونو او ګډو همکاریو په اړه هم خبري وکړي.
د سرچینې په وینا، دا نندارتون څلور ورځي دوام کوي، چي طبي وسایل او تجهیزات، لابراتواري تجهیزات او طبي محصولات نندارې ته په کښي وړاندي کېږي.
#MillatZagh
❤3👍1
سبا د کابل او کندهار ترمنځ د آریانا پروازونه پیلېږي
په کندهار کي د آریانا افغان هوايي شرکت مسؤل مولوي عبدالباسط نعماني ملت ږغ راډیو ته ویلي چي، سبا (پنج شنبه) د کابل او کندهار ترمنځ د آریانا افغان هوايي شرکت پروازونه پیلېږي.
د نعماني په وینا، دا پروازونه به هره اوونۍ د شنبې او پنج شنبې په ورځو ترسره کېږي او زیاتوي چي، د دولتي کارکوونکو له پاره ۲۰ سلنه تخفیف هم په پام کي نیول سوی دی.
#MillatZagh
❤2👍1
افغان او ازبک چارواکو د سرخان- پلخمري برېښنا پروژې د چارو د چټکتیا په اړه خبري کړي
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس ملا عبدالحق همکار د ازبکستان د انرژۍ وزارت له مرستیال او تخنیکي پلاوي سره په افغانستان کي د سرخان- پلخمري ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد پروژې د چارو د چټکتیا په اړه خبري کړي دي.
یاد شرکت ویلي، دواړو لورو د یوې ناستي پر مهال د دې پروژې د پرمختګ، ستونزو او د پاته کارونو د چټکتیا په اړه خبري او د هغې د راتلونکو چارو او رامنځ ته سوو ستونزو د حل له پاره ئې د کاري پلان پر چمتو کولو ټینګار کړی دی.
سرچینه وایي، ملا عبدالحق همکار د دې پروژې پر ارزښت هم خبري کړي او له یاد پلاوي څخه ئې غوښتي چي، دغه پروژه په ټاکلي وخت کي بشپړه او ګټي اخستني ته وسپاري؛ ترڅو د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا او د برېښنا رسولو د ظرفیت په لوړولو کي ګټوره تمامه سي.
#MillatZagh
❤2👍1
افغان او ازبک چارواکو د سرخان- پلخمري برېښنا پروژې د چارو د چټکتیا په اړه خبري کړي
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس ملا عبدالحق همکار د ازبکستان د انرژۍ وزارت له مرستیال او تخنیکي پلاوي سره په افغانستان کي د سرخان- پلخمري ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد پروژې د چارو د چټکتیا په اړه خبري کړي دي.
یاد شرکت ویلي، دواړو لورو د یوې ناستي پر مهال د دې پروژې د پرمختګ، ستونزو او د پاته کارونو د چټکتیا په اړه خبري او د هغې د راتلونکو چارو او رامنځ ته سوو ستونزو د حل له پاره ئې د کاري پلان پر چمتو کولو ټینګار کړی دی.
سرچینه وایي، ملا عبدالحق همکار دا پروژه د افغانستان له پاره ارزښتناکه بللې او له یاد پلاوي څخه ئې غوښتي چي، هغه په ټاکلي وخت کي بشپړه او ګټي اخستني ته وسپاري؛ ترڅو د برېښنا رسولو ظرفیت لوړ او د افغانستان سوداګري پراخه سي.
#MillatZagh
❤3
نن څلنۍ د تلي میاشتي ۲۲مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۴۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.                                                             
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۲ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۴۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۳۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤3👍1
په کابل کي د ۳ سړکونو د جوړولو پروژې منظور سوي
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د تداکاتو کمېسیون په وروستۍ ناسته کي په کابل کي په ۲۹۰ میلیونه افغانۍ د درو سړکونو جوړول منظور سوي دي.
د سرچینې په وینا، په دغو سړکونو کي له دار السلام څخه د کابل- کندهار لويي لاري تر مال ګودامونو پوري، له غازي سټډیوم څخه تر سیمنټ خانې درې لاري او له سپین کلي څخه تر وزیر کلا پوري د دوهم لاین سړکونو جوړول شامل دي.
د سرچینې په وینا، یاد سړکونه په ټوله ییز ډول شاوخوا څلور نیم کیلومتره اوږدوالی لري چي د ۳۰ او ۲۰ متره په پراخوالي سره به ورغول سي.
#MillatZagh
❤3👍1