په بغلان کي په ۱۹ میلیونه افغانۍ ۲ پروژې پیل سوې
د ټولګټو چارو وزارت وايي، په بغلان کي ئې په ۱۹ میلیونه افغانۍ دوې پروژې پیل کړي دي.
یاد وزارت ویلي، په دغو پروژو کي د پلخمري- کندز لويي لاري د ۶۰ کیلومتره برخي ترمیم او بیا رغول او د پلخمري- دوشي لويي لاري په کفترخانه سیمه کي د ۳۵ متره استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.
د سرچینې په وینا، یادي پروژې پرون (سه شنبه) پیل سوې او په شاوخوا اوو میاشتو کي به بشپړي سي.
#MillatZagh

❤2👍1
په کندهار کي د ۲۰ تنو رواني ناروغانو درملنه وسوه
د کندهار د افغاني سرې میاشتي ریاست وایي، ۲۰ تنه رواني ناروغان ئې تر درملني وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
یاد ریاست ویلي، دغه کسان د کندهار زون د رواني ناروغانو د درملني او ساتني په مرکز کي ځانګړې موده تر درملني لاندي وو او نن (چهارشنبه) له پنځه زره افغانیو مرستي سره یوځای خپلو کورنیو ته سپارل سوي دي.

❤1👍1
افغانستان او برېټانیا د دوه اړخیزه اړیکو او تعامل د براختیا په اړه خبري کړي
د افغانستان له پاره د برېټانیا ځانګړی استازی ریچارډ لینزي افغانستان ته راغلی او د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم سره ئې د افغانستان او برېټانیا د دوه اړخیزه تعامل او اړیکو د پراختیا په اړه خبري کړي دي.
یاد وزارت ویلي، دواړو لورو نن (چهارشنبه) په یوه لیدنه کي د افغانستان او برېټانیا د اړیکو، د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت، سیمه ییز ثبات، بشري مرستو او کونسلي چارو په اړه خبري کړي او لینزي د بشري مرستو او کونسلي چارو په برخه کي د برېټانیا ډاډ څرګند کړی دی.
د سرچینې وینا، ډاکټر محمد نعیم د برېټانیا له لوري د بشري مرستو مننه کړې او د همکاریو پر پراختیا او دوام ئې ټینګار کړی دی.

په هلمند پوهنتون کي د یوه ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړولو کارونه پیل سول
د لوړو زده کړو وايي، په هلمند پوهنتون کي ئې په ۲۱۴ میلیونه افغانی د یوه ۲۰۰ بستریز کادري روغتون د جوړولو کارونه پیل کړل.
یاد وزارت ویلي، د دغه روغتون د جوړولو کارونه نن (چهارشنبه) په یوه غونډه سره، چي د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندا محمد ګډون په کښي کړی و، پیل سول او پر ۱۲ زره متره مربع مځکه به په دوو کلونو کي جوړ سي.
شېخ ندا محمد ندیم د دې پروژې پرانستغونډي ته ویلي چي، تېره ورځ ئې په بدخشان پوهنتون کي هم په شاوخوا ۲۶۰ میلیونه افغانۍ د یوه کادري روغتون د جوړولو د چارو د پیل افتتاح کړې ده.
د یاد وزارت په وینا، په دغه روغتون کي بېړنۍ، جراحي، د کوچنیانو، نسايي او ولادي، د سترګو، سراپا، اورتوپیدي او عقلي او عصبي څانګي په پام کي نیول سوي دي.

❤3👍1
هند له اسلامي امارت سره دوه اړخیزه اړیکي پراخوي
په کابل کي د هندوستان سفارت شارژدافیر یتین پټیل، چي تازه کابل ته راغلی دی، وايي، هیواد ئې غواړي له اسلامي امارت سره دوه اړخیزه اړیکي پراخي کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، هغه نن (چهارشنبه) د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره په خپله لومړۍ لیدنه کي دغه څرګندوني کړي او ویلي ئې دي چي هند غواړي له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او بشري تعامل او اړیکي پراخي کړي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، متقي د هغه د څرګندونو هرکلی کړی او ډاډ ئې څرګند کړی چي، اسلامي امارت هم د متوان سیاست له مخي له هند سره اړیکو ته لومړیتوب ورکوي.

د سبا (پنځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۱
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۸
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۶، کښته ۱۱
هلمند: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۲
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۸
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۲۶، کښته ۱۳
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۱۳
کوټه: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۸
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۲۲

❤4
په کندهار کي د "شر او فساد" ۲ غړي ووژل سول
د کندهار امنیه قومنداني وايي، د سپین بولدک ولسوالۍ په کمېسیون مانده کي ئې د "شر او فساد" ډلي دوه غړي وژلي دي.
سرچینې تازه په یوه خبرپاڼه کي ویلي، هغوی په یاده سیمه کي د امنیت اخلالو پلان درلود، چي له امنیتي ځواکونو سره په نښته کي دواړه ویشتل سوي، یو ځای پر ځای وژل سوی او دوهم ئې وروسته د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

په کندهار کي ترافیکي پېښي ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د کندهار امنیه قومنداني وايي، د دامان ولسوالۍ په اعظم کلا کي د یوې ترافیکي پېښي له امله پنځه کسان وژل سوي او ۱۶ نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا پېښه نن (پنج شنبه) سهار شاوخوا څلور نیمي بجې د کابل- کندهار پر لویه لاره د یوه ۵۸۰ مسافر وړونکي او یوه بار وړونکي موټر ترمنځ سوې ده.
سرچینه زیاتوي چي، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون لېږدول سوي دي.

😢3👎1
د سعودي د انرژۍ یو تخنیکي ټیم افغانستان ته راځي
د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده سعودي عربستان ته د سفر پر مهال د دغه هیواد د انرژۍ وزارت مرستیال محمد ابراهیم ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړې؛ ترڅو په افغانستان کي د انرژۍ او برېښنا فرصتونه له نژدې وارزوي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، محمد ابراهیم د هغه د بلني هرکلی کړی او ویلي ئې دي چي په نژدې راتلونکي کي به د دغه هیواد د مسؤلینو یو تخنیکي پلاوی افغانستان ته سفر وکړي؛ ترڅو د انرژۍ موجود فرصتونه له نژدې وارزوي او د افغانستان له مسؤلینو سره د ګډو همکاریو پر عملي لارو چارو خبري وکړي.
د سرچینې په وینا، دواړو لورو په دې ناسته کي په افغانستان کي له لمر او باد او نورو سکټورونو څخه د انرژۍ ترلاسه کولو په برخه کي د همکاریو د پراختیا، تجربو شریکولو او ګډ کار د پیل په اړه هم خبري کړي دي.

❤4👍1
نن پنځنۍ د تلي میاشتي ۲۳مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۴۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۲،۲۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۴۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۳۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

👍1
د نن ارزښت؛ عصمت خاورین
د ملت ږغ راډیو د "ارزښت" خپروني نننی مېلمه "عصمت الله خاورین" دی، چي په دې خپرونه کي به د ده ژوند او په رسنیو کي د کار په اړه خبري ورسره وسي.
ښاغلي خاورین په ۲۰۲۲ زېږدیز کال په کابل کي د ژورنالیزم لسانس ترلاسه کړی او اوس د نړیوالو اړیکو په برخه کي د ماسټرۍ په زده کړو بوخت دی.
نوموړی په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کي د رسنیو ډګر ته داخل سوی چي په هغو کي ئې له باختر مجلې، سپوږمۍ او سلام وطندار راډیوګانو او پژواک خبري اژانس سره د خبریال او ویډیوګرافر په توګه دندي تر سره کړې او اوس مهال کابل کي د ملي پراختیا شرکت سره د خبریال په توګه دنده اجرا کوي.
دا چي خاورین د رسنیو په ډګر کي د کار له پیله تر اوسه له کومو لاسته راوړنو او تجربو سره مخ سوی، دا او د هغه د ژوند په اړه نور معلومات به په نننۍ خپرونه کي درسره شریک کړي.
کوربه: کمال الدین افغان.
مېلمه: عصمت الله خاورین.
وخت: نن او سبا غرمه دوې بجې، له ملت ږغ راډيو څخه پر ۸۷،۸ ایف ایم څپو.

❤1
په پروان کي ترافیکي پېښي ۶ کسان وژلي
د پروان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د شینواري ولسوالۍ په باغ افغان سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله شپږ کسان وژل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه نن (پنج شنبه) سهار شاوخوا پنځه نیمي بجې د غوربند درې پر لاره له سړک څخه د سراچه موټر اوښتلو او سیند ته د لوېدلو پر مهال سوې چي له غوربند ولسوالۍ څخه د کابل لوري ته روان و.
سرچینې ویلي، د یادو کسانو له ډلي د دوو کوچنیانو جسدونه په سیند کي لادرکه دي او د موندلو هڅي ئې رواني دي.

👎1😢1
د افغانستان یوه پلاوي د اندونیزیا په نړیوال نندارتون کي ګډون کړی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني د ټولنیزو او فرهنګي چارو د مرستیال حبیب الله عمر په مشرۍ یوه پلاوي د اندونیزیا په نړیوال نندارتون کي ګډون کړی دی.
یادي خوني ویلي، په دغه پلاوي کي ۵۰ تنه سوداګر او پانګوال شامل دي چي په دغه نندارتون کي د ګډون سره، سره به له اندونیزیايي چارواکو سره د سوداګریزه اړیکو د پراختیا په اړه لیدني او خبري وکړي او هغوی به په افغانستان کي پانګوني ته وهڅوي.
د سرچینې په وینا، دغه سفر د افغانستان د محصولاتو له پاره د بازارموندني، د سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو له پاره د معلوماتو د تبادلې او د دواړو خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا په خاطر سوی دی.

په فراه کي ترافیکي پېښي ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د فراه امنیه قومنداني وايي، تېره شپه یوه بجه د دغه ولایت د مرکز په شمالګاه سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله دوه کسان وژل سوي او څلور نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه د یوه لوکسل او ټېلر ترمنځ سوې چي په نتیجه کي ئې د لوکسل دوه سپرلي وژل سوي او څلور نور ژوبل سوي دي.
سرچینه وايي، ټپیان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.

❤1👎1😢1
روانه اوونۍ د ښځو د حقوقو اړوند ۱۱۷ قضیې حل سوي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د رواني اوونۍ پر مهال ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۱۱۷ قضیې حل کړي دي.
یاد وزارت ویلي، په دغو قضیو کي د اجباري نکاحګانو او کورنیو تاوتریخوالو مخنیوی، مېرمني د ولور او میراث په ګډون له خپلو حقوقو څخه برخمني کول، د شرعي نکاحګانو زمینه برابرول او د طلاق قضیې حلول شامل دي.
د سرچینې په وینا، په دې موده کي ئې د هیواد په کچه ۶۸ لويي او کوچنۍ دښمنۍ هم په دوستۍ بدلي کړي او د کوډو او جادو کولو په تور ئې اته کسان تر نیولو وروسته اړوندو ارګانونو ته سپارلي دي.
یاد وزارت همدارنګه ویلي، په روانه اوونۍ کي ئې ۱۲۳ شکایتونه ترلاسه کړي چي ۵۹ ئې حل او پاته نور د حل په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارل سوي دي.

بامیان په بشپړ ډول له پخوانیو او ناچاودو ماینونو څخه پاک سو
له پېښو سره د مبارزې ادارې ویاند محمد یوسف حماد وايي، تر ۳۶ کلونو هڅو وروسته ئې د بامیان ولایت په بشپړ ډول له پخوانیو او ناچاودو ماینونو څخه پاک کړی دی.
حماد په یوه ویډیو کي ویلي، له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۲۶ زېږدیز کال پوري په یاد ولایت کي ۸۴ میلیونه او شاوخوا ۹۷۰ زره متره مربع سیمي له پخوانیو او چاودېدونکو توکو څخه پاکي سوي او په دې سره یاد ولایت په بشپړ دول له دې ناوړي پدیدې څخه پاک سو.
د هغه په وینا، په دې موده کي په یاد ولایت کي د پخوانیو او چاودېدونکو توکو ۲۶۲ پېښي سوي او له امله ئې ۳۳۰ کسانو ته، چي ډېری ئې کوچنیان دي، مرګ ژوبله اوښتې ده.
محمد یوسف حماد وايي، هڅه کوي چي ټولي په پخوانیو توکو ککړي سیمي له یادي ناوړي پدیدې څخه پاکي کړي او خلکو ته د هغو د خوندي ګټي اخستني زمینه برابره کړي.

د پاکستان له زندانونو څخه ۸۹ افغان بندیان ازاد سوي
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، روانه اوونۍ د پاکستان له زندانونو څخه ۸۹ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سوي دي.
دغه وزارت ویلي، یاد افغانان د پاکستان حکومت د بېلابېلو لاملونو له امله نیولي او بندیان کړي وو چي، تر ازادېدلو وروسته د ډیورنډ فرضي کرښي د تورخم له لاري هیواد ته راستانه سوي دي.
د سرچینې په وینا، له هغوی سره د مرستندویه بنسټونو له خوا مرستي سوي او وروسته خپلو سیمو ته لېږدول سوي دي.

سویډن له افغانستان سره شاوخوا یو میلیون ډالر مرسته وکړه
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر (اوچا) وايي، سویډن له افغانستان سره ۱،۰۲ میلیون امریکايي ډالر مرسته کړې ده.
اوچا نن (پنج شنبه) پر خپل ایکس د دې مرستي خبر ورکړی او ویلي ئې دي چي په دې سره به اړمنو افغانانو ته بشري او ژوند ژغورونکي مرستي برابري کړي.

په هرات کي په ۵ میلیونه ډالره د یوه تفریحي کمپلکس جوړولو کارونه پیل سول
د هرات ولایت د رسنیو دفتر وايي، په دغه ولایت کي په پنځه میلیونه امریکايي ډالره د یوه تفریحي کمپلکس جوړولو کارونه پیل سول.
یاد دفتر وايي، د دغه کمپلکس د جوړولو کارونه نن (پنج شنبه) پیل سول او تمه ده په درو کلونو کي پر ۴۰ جریبه مځکه جوړ سي.
سرچینې ویلي، یاد کمپلکس به مېملستون، د لوبو میدانونه، رنګارنګ پلورنځي او نور تأسیسات ولري چي په فعالیت سره به ئې ۲۰۰ کسانو ته کاري زمینه برابره سي.

په ننګرهار کي د طبیعي پېښو له امله ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي په دغه ولایت کي د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله دوه کسان وژل سوي او ۱۰ تنه نور ژوبل سوي دي.
یاد دفتر ویلي، په وژل سوو کسانو کي د یوه کس جسد لادرکه دی، چي د موندلو هڅي ئې رواني دي او زیاتوي چي د دغو پېښو له امله په ټوله ییز ډول ۲۱۶ کورنۍ زیانمني سوي دي.

❤1👍1😢1