Millat Zagh
1.73K subscribers
7.63K photos
69 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۰
کابل: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۱، کښته ۷
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۱
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۱
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۷
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۲۶، کښته ۱۲
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۱۳
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۷
نوی ډهلی: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۲۱
#MillatZagh
❤4
په فراه کي څه کم ۳ میلیونه غلا سوي افغانۍ بیرته ونیول سوې
د فراه امنیه قومنداني وايي، هغه څلور کسان ئې نیولي چي، دوې ورځي مخکي ئې د دغه ولایت په مرکز کي له یوې صرافۍ څخه ۲۹ لکه او ۶۰ زره افغانۍ "غلا" کړي وې.
د یادي قومندانۍ ویاند کلیم الله ننګیال ملت ږغ راډیو ته ویلي، دا کسان د امنیتي کېمرو د ثبت تر څېړلو وروسته دوه په هرات او دوه په فراه کي له ۲۳ لکه او ۷۶ زره افغانیو او یوه کرولا موټر سره یوځای سوي دي.
د ننګیال په وینا، هغوی د نورو اجراآتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته سپارل سوي دي.
#MillatZagh
❤4👍1
نن پیلنۍ د تلي میاشتي ۲۵مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۴۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۲،۵۵ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۴۷ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤3👍1😢1
نن یونۍ د تلي میاشتي ۲۶مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۴۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۹۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۳،۵۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۷ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤1👍1
کندهار کي د رېګونو پر مېلو بندیز ولګېدی
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست په دغه ولایت کي د رېګونو مېلو ته د خلکو پر ورتګ د بندیز لګولو خبر ورکړی دی.
دغه ریاست تازه په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، یاد بندیز د غیر شرعي کړنو او جنايي پېښو د مخنیوي په خاطر او له یادو پېښو څخه د خلکو د شکایتونو په نتیجه کي لګول سوی دی.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، تر دې وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا هیڅ چا ته په رېګونو کي د مېلې اجازه نه ورکول کېږي او سرغړوونکي کسان به له قانوني چلند سره مخ سي.
#MillatZagh
❤6👍1👎1
د پنجشېر عمومي سړک د بیارغولو کارونه پیل سول
د پنجشېر ویاند سیف الدین لټون وايي، په ۴۰ میلیونه افغانۍ د پنجشېر عمومي سړک د بیارغولو کارونه پیل سوي دي.
د هغه په وینا، د دغه سړک د جوړولو کارونه نن (دوشنبه) د ټولګټو چارو وزارت له لوري پیل سول.
سیف الدین لټون ویلي، دا سړک به د شتل ولسوالۍ له دالان سنګ سیمي څخه د بهارک تر دوابي پوري د ۴۵ کیلومتره اوږدوالي او ۱۲ متره په پراخوالي سره ورغول سي چي د ګبیوني دېوالونو، واشونو او پلګوټو جوړول هم په کښي شامل دي.
#MillatZagh
❤2👍1
نن دونۍ د تلي میاشتي ۲۷مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۶۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۹۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۳،۵۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۶۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2👍1
د سبا (منځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۱   
کابل: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۹
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۱
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۲        
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۸        
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۲۶، کښته ۱۳
ننګرهار: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۴، کښته ۱۶      
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۴، کښته ۱۰      
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۹
#MillatZagh
❤3
د کونړ له کانونو څخه د شاوخوا ۱۵۰ میلیونه افغانیو بېروج ډبري وپلورل سوې
د کونړ د کانونو او پټرولیم ریاست خبر ورکړی چي، د دغه ولایت له کانونو څخه په ۱۵۰ میلیونه او ۶۰۹ زره افغانۍ ۸۰۰ کیلو ګرامه بېروج ډبري وپلورل سوې.
د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رئیس محمد شېرین حقاني وايي، دا ډبري د یوې داوطبۍ له لاري پر ملي سوداګرو خرڅي سوي او زیاتوي چي، له عوایدو څخه ئې ۱۰ سلنه د اسلامي امارت او پاته نور د کان کیندونکي دي.
#MillatZagh
❤2👍1
په بادغیس کي ترافیکي پېښي ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د بادغیس امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د شپږمي ناحیې په سبزک بند سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله څلور کسان وژل سوي او یو کس بل ژوبل سوی دی.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه تېره ورځ (دوشنبه) هغه مهال رامنځ ته سوه چي یو ایکوا موټر له سړک څخه واوښت او یوې درې ته ولوېده.
سرچینې ویلي دا کسان د هرات اوسېدونکي وو چي دې سیمي ته په سیاحت تللي وو او د یادي پېښي لامل ئې بې احتیاطي یاده کړې ده.
#MillatZagh
👎1😢1
یو روسی سوداګر له کندهار څخه ۵۰۰۰ ټنه انار صادروي
د کالیوف په نوم د روسیې یو سوداګر کندهار ته راغلی او غواړي له کندهار څخه ۵۰۰۰ مټریک ټنه انار روسیې، ازبکستان، قزاقستان، جاپان او سوېلي کوریا ته صادر کړي.
هغه له ځینو رسنیو سره په مرکه کي ویلي چي، د کندهار انار "عالي کیفیت لرونکي او له کېمیاوي موادو څخه پاک دي" او غواړي د مځکي له لاري ئې یادو هیوادونو ته صادر کړي.
کالیوف وايي، که څه هم د معیاري بسته بندۍ نه موجودیت د دې صادراتو له پاره یو خنډ دی؛ خو هڅه کوي چي، دا انار په ښه ډول بسته بندي او نړیوالو بازارونو ته ئې صادر کړي.
تېر کال هم د لومړي ځل له پاره د کندهار انار روسیې ته صادر سول.
#MillatZagh
❤3👍1
نن منځنۍ د تلي میاشتي ۲۸مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۶۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.     
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۳،۶۵ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۶۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2👍1
په کندز کي ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د کندز امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د مرکز کندز ښار د امام بخاري په ښارګوټي کي د یوې ترافیکي پېښي له امله دوه کسان وژل سوي او څلور نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه تېره شپه د دوو موټر سایکلانو ترمنځ سوې او لامل ئې بې احتیاطي یاده کړې ده.
سرچینه وايي، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.
#MillatZagh
👍2❤1😢1
د هرات والي؛ ترکیه او ترکمنستان دي د افغانانو له پاره د وېزو په برخه کي اسانتیاوي راولي
د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار د ترکمنستان له کونسل باتور یولوف او د ترکیې له کونسل تزجان قاضي‌ اوغلو څخه غوښتنه کړې چي، د افغانانو له پاره د وېزو په برخه کي اسانتیاوي راولي.
د هرات ولایت د رسنیو دفتر وایي، اسلام جار او هغوی د یوې ګډي ناستي پر مهال د افغانستان او ترکیې او د افغانستان او ترکمنستان د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا او له افغانستان سره د یادو هیوادونو د همکاریو د زیاتوالي په اړه خبري کړي دي.
د سرچینې په وینا، هغوی د یادو وړاندیزونو په برخه کي د همکارۍ ډاډ څرګند کړی او ترکي کونسل په فراه کي د افغان- ترک ښوونځی او ترکمنستاني کونسل په توره غونډۍ کي د افغان- ترکمن روغتون د جوړولو او فراه ته د برېښنا د لېږدولو په برخه کي د همکارۍ ژمني کړي دي.
#MillatZagh
❤3👍1
د کیفیت او قیمت له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي
د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې چي د توکو د کیفیت له منل سوو اصولو او د ټاکلي قیمت له سرغړوونکو کسانو سره به قانوني چلند وسي.
اقتصادي معاونیت وايي، دا پرېکړه د یاد کمېسیون په نننۍ ځانګړې غونډه کي سوې او د توکو د بیو د کنټرول له پاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د مستهلکینو کمېټې ته لارښوونه سوې؛ ترڅو په ولایتونو او ولسوالیو کي د توکو د بیو څارنه ترسره او راپورونه ئې د تعرفې له کمېټې سره شریک کړي.
د سرچینې په وینا، په دې غونډه کي په هیواد کي دننه د تولیدېدونکو توکو پر وارداتو د تعرفې لوړولو او په سوداګریزو بندرونو کي د توکو د کیفیت او کنټرول د فعالیتونو د پیاوړتیا پرېکړي هم سوي دي.
#MillatZagh
❤4👍1
د کندهار له زندانه شاوخوا ۱۰۰ بندیان خوشي او د بند مودې ئې کمي سوې
د کندهار د عمومي زندان مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی چي، له یاد زندان څخه ۱۴ بندیان ازاد او د ۹۱ نورو د بند مودې کمې سوي دي.
د سرچینې په وینا، دا کسان نن (سه شنبه) په یوه غونډه سره ازاد او له تخفیف څخه برخمن سول.
په دې غونډه کي د یاد زندان رئیس محب الله ګرمسیري پر ازادو سوو کسانو ږغ کړی چي، د افغاني ټولني او اسلامي شریعت له خلاف کړنو څخه ډډه وکړي او د هیواد خدمت دي وکړي.
#MillatZagh
❤2👍1
د کندهار د بولدک په ګمرک کي یو ارشیف جوړ سو
د مالیې وزارت وايي، د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په ګمرک کي ئې په ۱۰،۷ میلیونه افغانۍ د ارشیف د ودانۍ جوړولو کارونه بشپړ کړي او ګټي اخستني ته ئې سپارلی دی.
یاد وزارت ویلي، دا ارشیف د شاوخوا ۲۸ زره دوسیو د ساتلو ظرفیت لري او د یاد وزارت په پراختیايي بودجه جوړ سوی دی.
#MillatZagh
❤2👍1
په نایب اباد تمځای څه کم ۲ کیلومتره نوي اوسپنیزي لاري جوړي سوې
د ټولګټو چارو وزارت وايي، د حیرتان- مزار شریف اوسپني پټلۍ په نایب اباد تمځای کي ۱۶۹۴ متره نوي اصلي او فرعي اوسپنیزي لاري جوړي او ګټي اخستني ته وسپارل سوې.
د سرچینې په وینا، دا پروژه نن (سه شنبه) د افغانستان د اوسپنيزي لاري د مدیریت ادارې له لوري ګټي اخستني ته وسپارل سوه او زیاتوي چي دا مهال په یاد مسیر کي د ځینو نورو اوسپنیزو لارو او تأسیساتو د جوړولو کارونه هم روان دي.
د یاد وزارت په وینا، دا تأسیسات د هغه تړون برخه وه، چي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د شاوخوا ۱۶۹،۸ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک سو چي پر اساس ئې په یاد مسیر کي د نوو اوسپنیزو لارو، سوداګریزو هنګرونو، د سوداګریزو توکو د تخلیې او بارګیرۍ او نورو تأسیساتو جوړول شامل دي.
#MillatZagh
❤3👍1
د سبا (څلنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۱
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۸
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۱۰
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۳
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۸
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۱۱
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۵، کښته ۱۶
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۱۰
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۲۰
#MillatZagh
❤2
افغانستان د بنګله دېش پر وړاندي
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن ماځیګر څلور بجې له بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلي سره د درې اړخیزي لوبلړۍ ۵۰ اوریزه لوبه کوي.
افغانستان د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کي زمبابوې کرکټ ملي لوبډلي ته په ۱۵۸ منډو ماته ورکړې وه.
د يادي لوبي د هر توپ تازه جريان له ملت ږغ راډيو څخه پر ۸۷.۸ ايف ايم څپو واورئ!
#MillatZagh
❤3