ایران اېر هوايي شرکت د کابل او تهران ترمنځ پروازونه پیلوي
د ایران د هوايي ملي شرکت (ایران اېر) اجرائیوي رئیس طاهر عبدالهادي وايي، راتلونکې جمعه (د لړم- لومړۍ نېټه) دغه شرکت د کابل او تهران ترمنځ پروازونه پیلوي.
د هغه په وینا، د یادو پروازونو په پیل سره به د افغانستان او ایران ترمنځ د مسافرو او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کي ګڼي اسانتیاوي برابري سي.
د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال د جولای په پیل کي هم د دغه هیواد اړوند ساها نړیوال هوايي شرکت د کابل او تهران ترمنځ پروازونه پیل کړل.
#MillatZagh

❤4👍1
په افغانستان کي د پولیو ناروغۍ ۶ مثبتي پېښي ثبت سوي
د روغتیا نړیوال سازمان (W.H.O) وايي، په افغانستان کي د پولیو ناروغۍ شپږ نوي او مثبتي پېښي ثبت سوي چي په دې سره د سږ ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیل راهیسي د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۲ ته لوړ سو.
یاد سازمان په خپل تازه راپور کي ویلي چي، دا پېښي درې په کندهار، دوې په ننګرهار او یوه په کابل کي ثبت سوې ده.
که څه هم تازه د عامي روغتیا وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې مخکي ئې ویلي و چي سږ کال دوی د انساني پېښو مثبت واقعات نه لري.

❤2😢2👍1
په کندهار کي ۳ تنه "انسان تښتوونکي" نیول سوي
د کندهار امنیه قومنداني وايي، هغه درې کسان ئې نیولي چي د میوند په نوم یو کوچنی ئې تښتولی و او د هغه له کورنۍ څخه ئې د دغه کوچني د ور سپارلو په غبرګون کي د پیسو غوښتنه کړې وه.
د یادي قومندانۍ ویاند اسد الله جمشید وايي، دا کسان له یوې توپګنچې او نشه کوونکو موادو سره یوځای نیول سوي او تښتول سوی کوچنی بیرته روغ رمټ خپلي کورنۍ ته سپارل سوی دی.
د جمشید په وینا، دغه کسان تر تحقیقاتو لاندي دي او وروسته به اړوندو ارګانونو ته وسپارل سي.

❤3👍1
په کندز کي په ۴۲ میلیونه افغانۍ ۱۰ شبکې جوړي سوې
د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت وایي، په کندز کي ئې په شاوخوا ۴۲،۶ میلیونه افغانۍ د اوبو رسولو ۱۰ شبکې جوړي او ګټي اخستني ته سپارلي دي.
د سرچینې په وینا، یادي شبکې د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسوالیو کي جوړي او په ګټي اخستني سره ئې ۲۰ زره او ۷۳۲ کورنیو ته پاکي اوبه برابري سوي دي.
دغه وزارت ویلي، د یادو پروژو د تطبیق پر مهال سلګونو کسانو د لنډ وخت له پاره کاري زمینه هم برابره سوې وه.

په کندز کي په شاوخوا ۴۲ میلیونه افغانۍ ۱۰ شبکې جوړي سوې

نن څلنۍ د تلي میاشتي ۲۹مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۳۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۵۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۲ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۳،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

❤2👍1
د اسلام کلا له لاري د افغانستان په صادراتو کي ۷۲ سلنه زیاتوالی راغلی
د هرات ولایت د رسنیو دفتر وايي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي د اسلام کلا له لاري د ۱۲۴ میلیونه ډالرو صادرات سوي، چي تر تېر کال ۷۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
یاد دفتر نن (چهارشنبه) پر خپل ایکس لیکلي چي، د دغو صادراتو زیاتوالی د یاد بندر د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا ښکارندويي کوي.
د سرچینې په وینا، دا مهال په یاد بندر کي ۶۰۰۰ کسان په کارونو بوخت دي او په ورځني ډول ۱۰۰۰ بار وړونکي موټران د ایران او افغانستان لور ته تګ راتګ کوي.

په احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر کي د ۱۰۷ سکو د قاچاق مخه ونیول سوه
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی چي، د کندهار په احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر کي د ۱۰۷ سکو د قاچاق مخنیوی سوی دی.
د سرچینې په وینا، دغه سکې د یوه کس له لوري بهر ته قاچاق کېدلې، چي امنیتي مسؤلینو ئې مخنیوی کړی او تر نیولو وروسته ئې یاد ریاست ته سپارلي دي.
دغه ریاست ویلي، یادي سکې د امیر عبدالرحمان خان، غازي امان الله خان او نادرخان په دورو پوري اړه لري او تر ثبت او پاکولو وروسته به ئې د کندهار د تاریخ په کور (موزیم) کي نندارې ته وړاندي کړي.

د سبا (پنځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۰
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۷
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۴، کښته ۹
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۶، کښته ۱۱
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۷
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۹
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۶، کښته ۱۵
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۹
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۹

سږ کال له افغانستان څخه د څه کم ۹ میلیونه ډالرو د غالۍ صادرات سوي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني ویاند احسان الله احسان وايي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي له افغانستان څخه د ۸،۹ میلیونه امریکايي ډالرو د غالیو صادرات سوي دي.
د احسان په وینا، د یادو صادراتو حجم ۴۴۰ زره او ۴۰ متره مربع ته رسېږي او امریکا متحده ایالتونو، کاناډا، ترکیې او اروپايي او عربي هیوادونو ته سوي دي.
دا په داسي حال کي ده چي شاوخوا دوې اوونۍ مخکي د امام ابو حنیفه (رحمه الله) په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کي د یوه افغان او اتریشي شرکت ترمنځ د افغانستان د غالیو د صادراتو په برخه کي د اسانتیا تړون هم لاسلیک سو او تمه ده په دې سره د افغانستان د غالیو د صادراتو له پاره د نورو اسانتیاوو زمینه هم برابره سي.

د پانګوني د جلب او جذب کمېټې له فعالیت راهیسي ۴۳ ملیارده افغانۍ پانګونه سوې
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي وايي، د وزارتونو ترمنځ د پانګوني د جلب او جذب کمېټې د فعالیت له پیل راهیسي په افغانستان کي ۴۳ ملیارده افغانۍ پانګونه سوې ده.
عزیزي پرون (چهارشنبه) په کابل کي د یوې غونډي پر مهال په ۱۰ سکټورونو کي د پانګوني د ۱۰۰۰ فرصتونو د اعلانولو پر مهال ویلي چي، افغانستان اوس هم د پانګوني بېلابېل سکټورونه لري او پر پانګوالو ئې ږغ کړی چي، په هغو کي پانګونه وکړي.
د هغه په وینا، دغه وزارت هڅه کوي، چي په راتلونکي کي د پانګوني نور فرصتونه هم اعلان او د پانګوني له پاره چمتو کړي.
یاد وزارت وايي، د پانګوني تازه اعلان سوي ۱۰۰۰ فرصتونه په ۳۲ برخو او ۱۰ سکټورونو کي دي چي پانګوال کولای سي پانګونه په کښي وکړي.

روانه اوونۍ د ښځو د حقوقو اړوند ۱۲۸ قضیې حل سوي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د رواني اوونۍ پر مهال ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۱۲۸ قضیې حل کړي دي.
یاد وزارت ویلي، په دغو قضیو کي د اجباري نکاحګانو او کورنیو تاوتریخوالو مخنیوی، مېرمني د ولور او میراث په ګډون له خپلو حقوقو څخه برخمني کول، د شرعي نکاحګانو زمینه برابرول او د طلاق قضیې حلول شامل دي.
د سرچینې په وینا، په دې موده کي ئې د هیواد په کچه ۷۴ لويي او کوچنۍ دښمنۍ هم په دوستۍ بدلي کړي او د کوډو او جادو کولو په تور ئې ۱۴ کسان تر نیولو وروسته اړوندو ارګانونو ته سپارلي دي.

❤1
د اسلامي امارت مشر؛ بیت المال، موټران او وسلې بې ځایه مه کاروئ!
د اسلامي امارت مشر شیخ صاحب پرون غرمه په کندهار کي له ۲۰۵ قول اردو څخه لیدنه کړې او د یاد قول اردو مسؤلینو ته ئې د وینا پر مهال ویلي چي له بیت المال، موټرانو او وسلو سره احتیاط وکړي او بې ځایه ئې استعمال نه کړي.
مشر شیخ صاحب هغوی ته ویلي چي، له بیت المال، موټرانو او وسلو څخه په ښه ډول استفاده وکړي او د بې ځایه کارولو مخنیوی ئې وکړي.
هغه همدارنګه پر هغوی ږغ کړی چي په خپلو منځونو کي اتفاق وکړي او ملي ګټو ته ژمن پاته سي.

❤3
د پاکستان له زندانونو څخه ۲۹۱ افغان بندیان ازاد سوي
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چي، د پاکستان له زندانونو څخه ۲۹۱ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سوي دي.
دغه وزارت ویلي، یاد افغان بندیان د پاکستان حکومت نیولي او بندیان کړي وو، چي تر ازادېدلو وروسته د ډیورنډ فرضي کرښي د بولدک او تورخم له لارو هیواد ته راستانه او مرستي هم ورسره سوي دي.
تر دې مخکي اوونۍ کي هم د دغه هیواد له زندانونو څخه ۸۹ تنه افغان بندیان خوشي او هیواد ته راستانه سول.

👍1
د نن ارزښت؛ مېلاد حیران
د ملت ږغ راډیو په ارزښت خپرونه کي مېلاد احمد حیران مېلمه دی چي په دې خپرونه کي به د ده د ژوند، زده کړو او په رسنیو کي د کار په اړه خبري ورسره وسي.
حیران په کابل پوهنتون کي د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په پښتو څانګه لسانس کړی او په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کي د رسنیو ډګر ته راغلی، چي په هغو کي ئې له ګوربت راډیو، سبا ټلوېزیون، بریا ټلوېزیون او شمشاد ټلوېزیون سره په بېلابېلو برخو کي دندي ترسره کړي دي.
نوموړی دا مهال له امید راډیو سره د ځانګړو خبري راپورونو او مستندونو په چمتو کولو کي دنده مخ ته وړي.
دا چی حیران په دې ډګر کي له کومو تجربو، ناخوالو او لاسته راوړونو سره مخ سوی، نور به ئې نن او سبا (جمعه) غرمه دوې بجې په ارزښت خپرونه کي له ده څخه واورو.
کوربه: کمال الدین افغان.
مېلمه: مېلاد احمد حیران
وخت: نن او سبا غرمه دوې بجې، له ملت ږغ راډيو ۸۷،۸ ایف ایم څپو او ملت ږغ اپلیکېشن څخه.
پلې سټور لینک:
https://play.google.com/store/apps/details...
د آپ سټور لینک:
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676

په تېرو شپږو میاشتو کي شاوخوا ۱۵۷ زره قضیې حل سوي
د ستري محکمې مرستیال ویاند قاري منصور احمد حمزه وايي، د اسلامي امارت محکمو په تېرو شپږو میاشتو کي ۱۵۷ زره او ۱۲۳ قضیې حل او ۸۶ زره ۳۲۲ بېلابېلي وثیقې هم اجراء کړي دي.
د حمزه په وینا، په یادو قضیو کي ۱۳۵ زره او ۹۷ په ابتدائیه، ۱۶ زره او ۱۳۹ په مرافعه او پنځه زره ۸۸۷ په تمیز محکمو کي حل سوي او زیاتوي چي په یادو قضیو کي اووه زره ۷۷۸ د میراث او نهه زره ۷۰۴ د نشه يي توکو قضیې هم شاملي دي.
هغه همدارنګه ویلي چي، په دې موده کي د هیواد په کچه ۲۵۱ د قتل دوسیې د قومي مخورو او مسؤلینو په منځګړیتوب حل او په جوړجاړي بدلي سوي دي.

نن پنځنۍ د تلي میاشتي ۳۰مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۳۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۵۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۲ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۸ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۳،۷۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۳۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۵۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۲ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۸ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۳،۷۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
👍2
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
نن ترکیې ته ۶۰۰ ټنه پنبه صادرېږي
د هرات ولایت د رسنیو دفتر وایي، نن (پنج شنبه) د دغه ولایت له لاري ۶۰۰ مټریک ټنه پنبه ترکیې ته صادرېږي.
د سرچینې په وینا، دا پنبه به د هرات- خواف اوسپني پټلۍ له لاري یاد هیواد ته صادره سي.

د بامیان- دایکندي لويي لاري د ترمیم او بیا رغولو کارونه پیل سول
د ټولګټو چارو وزارت وايي، په شاوخوا ۲۹ میلیونه افغانۍ ئې د بامیان- دایکندي لويي لاري د ۵۷ کیلومتره مسیر د ترمیم او بیا رغولو کارونه پیل کړي دي.
یاد وزارت ویلي، د دغه سړک د ترمیم کارونه پرون (چهارشنبه) پیل سول او په څلورو میاشتو کي به بشپړ سي، چي د سړک د ځینو برخو کیندل، جغل اچول او د استنادي دېوالونو او پلګوټو جوړول په کښي شامل دي.
د سرچینې په وینا، د یاد مسیر په ترمیم سره به د دواړو ولایتونو اوسېدونکو ته په ټرانسپورټ او تګ راتګ کي ګڼي اسانتیاوي برابري سي.

د کندهار ښاروالۍ مخ ته مارکېټونه بیرته اوسنیو دوکاندارانو ته په کرایه ورکول کېږي
کندهار ښاروالي وايي، د دوی اړوند د ښاروالۍ مخ ته له دوو پخوانیو مارکېټونو څخه له ۲۵ کلونو راهیسي بیت المال ته عاید نه دي تللي، نو ځکه ئې په نوې او عصري بڼه جوړوي او وروسته ئې بیرته اوسنیو دوکاندارانو ته په کرایه ورکوي.
یادي ښاروالۍ ویلي، دا مارکېټونه پر دوه نیم جریبه مځکه جوړ دي او د ترمیم وړ نه دي؛ نو ځکه ئې د اقتصادي استفادې او د ښار د ښکلا په خاطر په نوې بڼه او د اوو پوړونو په درلودلو سره له سره جوړوي.